رینا امیري د افغان ښځو د حقونو لپاره د نړۍوال ملاتړ غوښتنه وکړه

د افغان ښځو په چارو کې د امریکا استازې ویلي، چې د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شویو بندیزونو نړۍ له سخت ازمېښت سره مخ کړې ده. رینا امیري وايي: «که موږ د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ کې پاتې راغلو، له افغانستانه بهر به د ښځو او نجونو حقونه له ګواښ سره مخ شي.»