اسراییل ويلي، له یمن څخه پر تلابیب توغدیز برید شوی

اسراییلي رسنیو د شنبې په ورځ د یمن له لوري پر تلابیب د توغنديز برید خبر ورکړی دی. د راپورونو له مخې په دغه برید کې ۱۴ تنه برسیرن ټپیان شوي. د اسراییل پوځ منلې چې له یمن څخه یې د توغندي توغول لیدلي، خو په شنډولو کې یې پاتې راغلل.