د بایډن حکومت د عافیې صدیقي د خوشې کیدو په اړه د شهباز شریف لیک ته ځواب نه دی ورکړی

د روان میلادي‌ کال د اکټوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د پاکستان لومړي وزیر په یوه لیک کې د متحده ایالانو له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ په تور نیول شوې پاکستانۍ عافیه صديقي دې خوشې کړي؛ خو د دوو میاشتو له تیریدو وروسته هم د بایډن حکومت د دغه لیک ځواب نه دی ورکړی.