• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالباري جهاني: ‏د وېرجینیا محکمې هارون حکیمي بې ګناه وباله

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۱ GMT+۰

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر عبدالباري جهاني وايي، د متحده ایالاتو د ویرجینیا ایالت محکمې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کولتور وزارت پخوانی مرستیال هارون حکیمي پر ده له لګېدلو تورونو پاک اعلان کړ.

هارون حکیمي د ویرجینیا ایالت د پرېنس ویليام ښار پولیسو پر یوې ښځې د «جنسي تېري په تور» نیولی وو.

پر هارون حکیمي باندې یوې ۲۷ کلنې مېرمن په خپل کور کې د جنسي تېري تور پورې کړی وو.

د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کولتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني په خپله ایکس خواله رسنۍ څو شېبې وړاندې لیکي: «د ویرجینیا د ایالت محکمې همدا اوس فیصله وکړه چې زما هارون جان بېګناه او له ټولو لګېدلو تورونو څخه پاک دی».

تر اوسه د پرېنس ویلیم ښار محکمې په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د پرېنس ویلیام ښار د پولیسو په راپور کې ویل شوي وو، چې پولیس د روان کال د مارچ میاشتې په اتمه په دغه ښار کې یو کور ته ورغلي وو، چې د جنسي تېري د تور په اړه پلټنې وکړي.

پولیس وايي، هغه ۲۷ کلنه ښځه چې پر ښاغلي حکیمي یې د جنسي تېري تور لګولی و، د تورن په کور کې اوسېدله.

د پولیسو په راپور او د ۵ فاکس چینل په ګډون په امریکايي رسنیو کې نشر شوي مالومات ښيي، چې دغې ښځې د جنسي تېري له تور مخکې له ښاغلي حکیمي سره اړیکې درلودې.

د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون د لویدیځو هېوادونو د قوانینو له مخې، ان يوه ښځه د ګډې ملګرتيا په اړيکه کې هم د ملګري له جنسي اړیکو سره مخالفت کولی شي او همدا د تېري په اړه پولیسو ته راپور ورکولی شي.

ښاغلی حکیمي د اشرف غني د حکومت له نسکورېدو څو میاشتې وړاندې د ۱۴۰۰ کال د غويي په میاشت کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستيال په توګه معرفي شوی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو د څار سازمان اسراییل په غزه کې په نسل وژنې تورن کړ

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۳۸ GMT+۰

د بشري حقونو د څار سازمان وایي، چې اسراییلي چارواکو د غزې په تړانګه کې د نسل وژنې کړنې ترسره کړي دي.

د دغه سازمان په ۱۷۹ مخیز راپور کې راغلي، چې اسراییلي چارواکو په قصدي توګه د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په غزه کې فلسطینیان له اوبو څخه بې برخې کړي، چې په پایله کې یې زرګونه کسان وژل شوي او په دې توګه د بشریت ضد جنایت او د نسل وژنې اعمال ترسره شوي دي.

د یاد سازمان دغه راپور کې راغلي:« اسراییل په قصدي توګه په غزه کې فلسطینیان له اوبو څخه محروموي. د بشري حقونو د څار سازمان موندلي چې اسراییلي چارواکو په قصدي توګه په غزه کې فلسطینیان د څښاک او روغتیا ساتنې لپاره پاکو اوبو ته له لاسرسي څخه محروم کړي چې د لومړني انساني بقا لپاره اړین دي.»

راپور زیاتوي، چې اسراییل په قصدي توګه په غزه کې زیربناووې او برېښنا زیانمن کړي، پر بیارغوونکو یې برید کړی او غزې ته یې د بیارغونې موادو د ننوتلو مخه نیولې ده.

د بشري حقونو د څار ادارې اجراییوي مشرې تیرانا حسن وویل:«دا غفلت نه بلکې د محرومیت یوه قصدي پالیسي ده چې له امله یې په زرګونه کسان له تندې او ناروغۍ څخه مړه شوي، چې دا د انسانیت خلاف او له نسل وژنې سره برابره ده.»

هغې په وینا، دغه راپور په غزه کې د اوبو چارواکو، روغتیایي متخصصینو او کارکوونکو په شمول د لسګونو فلسطینیانو سره د مرکو او له دې سره سره د ۲۰۲۳ اکټوبر څخه تر ۲۰۲۴ سپټمبر د سټلایټ انځورونو د معلوماتو پر اساس جوړ شوی دی.

سنټکام وايي، په سوریه کې د داعش یو مشر په هوايي برید کې وژل شوی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۰ GMT+۰

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې مرکزي دفتر (سنټکام) اعلان کړی، چې د سوریې په دیرالزور کې په یوه هوايي برید کې د ابو یوسف په ګډون چې په محمود مشهور دی د داعش دوه غړي وژل شوي دي. سنټکام زیاته کړه، چې دغه عملیات د "ترهګرو" فعالیتونو د مخنیوي لپاره ترسره شوي.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې مرکزي دفتر په یوې خبرپاڼه کې وویل، چې د داعش یو جګپوړی غړی ابو یوسف د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۹مه) په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی. مګر سنټکام د دغه کس د هویت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه برید د سنټکام او سیمه ییزو شریکانو د پرله پسې ژمنې سره سم ترسره شوی چې د ملکي وګړو، د امریکا د پوځي ځواکونو، په سیمه کې زموږ د متحدینو او شریکانو په وړاندې د بریدونو پلان، تنظیم او ترسره کولو لپاره د ترهګرو هڅې شنډې او کمزورې کړي.»

همدا راز د سنټکام قوماندان مایکل اریک کوریلا وویل چې داعش هڅه کوي خپل له ۸ زرو څخه ډېر غړي چې د سوریې په زندانونو کې ساتل کیږي خوشي کړي. هغه ټینګار وکړ چې داعش ته به اجازه ورنه کړي چې د سوریې له اوسني وضعیت څخه ناوړه ګټه پورته کړي.

په کییف کې د شپږو سفارتونو ودانۍ د روسیې په توغندیز برید کې زیانمنې شوي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۴ GMT+۰

د اوکرایین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیورهي تیخي وویل، د مسکو په توغندیز برید کې په کییف کې شاوخوا د شپږو سفارتونو ودانۍ زیانمنې شوې دي. هغه وویل چې په دې برید کې د البانیا، ارجنټاین، فلسطین، شمالي مقدونیې، پرتګال او مونټه نګرو سفارتونو ته سخت زیان اوښتی دی.

د اوکرایین د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه، چې روسیې د جمعې په سهار پر کییف یو لړ توغندیز بریدونه کړي چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

اوکرایني چارواکو وویل، چې د دغه هېواد پر پلازمېنه د شمالي کوریا کې این ۲۳ بالسټیک د پنځو توغندیو برید شوی دی. د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «د دې سفارتونو کړکۍ، دروازې او چت چې په یوې ډېپلوماټیک کمپلکس کې موقعیت لري، سخت زیان لیدلی.»

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیورهي تیخي پر ډېپلوماتیکو بنسټونو د روسیې برید «وحشیانه» بللی دی. هغه زیاته کړه چې په دې برید کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د جمعې په سهار د کییف د پوځي ادارې مشر سرګي پاپکو اعلان وکړ چې روسي ځواکونو په دغه برید کې اته توغندي کارولي چې په کې کینژال مافوق صوت توغندي او (کې این ۲۳) بالسټیک توغندي شامل دي.

ځايي چارواکو او د اوکراين هوايي ځواک وویل، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سيستم له دغو توغندیو سره په مقابله کې و. همدا راز عیني شاهدانو رویټرز ته ویلي، چې د اوکراین د هوايي ځواک له خبرتیا وروسته د کییف په بېلابېلو برخو کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

دا برید په داسې حال کې شوی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او کییف په وار وار د روسیې د هوايي بریدونو د زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.

طالبان وایي له کتاب پلورنځيو يې د «اسلامي ارزښتونو او د دوی د پاليسۍ خلاف» کتابونه ټول کړي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند د دغې ډلې تر واک لاندي ملي ټلویزیون ته ویلي، چې له کتاب پلورنځيو یې هغه لسګونه کتابونه ټول کړي، چې «د اسلامي ارزښتونو او د دوی د پاليسۍ خلاف» وو.

د لړم مياشتي په دویمه دغه وزارت په کابل کې ۴۰۰ عنوانه کتابونه منع اعلان کړل او په ټول هېواد کې يې د دغو کتابونو د ټولولو کمپاين پیل کړ.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران زیاتوي دغه وزارت «د اسلامي ارزښتونو، د اسلامي امارت د پاليسي خلاف» د کتابونو د ټولو لپاره کمیسون جوړ کړی او په کار يې پيل کړی.

نوموړي ویلي، چې دغه کميسون د کمپاين پر مهال لسګونه عنوانه بېلابيل کتابونه ټول کړي دي.

هغه زياته کړې: «د کتاب ټولولو کميسون په ټول هېواد کې په فعاليت پيل کړی دی، دوی هغه کتابونه ټولوي او د چاپ مخه يې نيسي، چې د افغانانو د عقيدو، اسلامي امارت د پاليسو او د افغانستان د ملي ګټو خلاف وي او ذهنونه خرابوي.»

طالب ویاند حبیب غفران په دې اړه د کتابونو د مشخص عنوانونو او شمېر په اړه جزيات نه دي ورکړي.

د طالبانو ‏د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین او د باختر خبري اژانس مشر ضیاءالحق حقمل د لړم میاشتي په دویمه په غونډه کې ويلي و، چې یادې ډلې په کابل کې ۴۰۰ عنوانه کتابونه منع اعلان کړي او دغه لړۍ به ولايتونو ته هم وغځول شي.

د نوموړي په وینا، یاد شمېر کتابونه له افغاني او اسلامي ارزښتونو سره په تضاد کې دي.

طالب چارواکي ټینګار کوي، چې د دوی په اړه او همداسې نور لیکل شوي کتابونه باید د دې کمېټې له ارزولو وروسته چاپ او خپاره شي.
یو شمېر لیکوالانو او هېوادوالو په وار - وار د طالبانو په ورته کړنو نیوکې کړي او ویلي یې دي؛ که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د کتاب لوستلو دود کمرنګه شوی دی، خو د طالبانو په دغو بندیزونو سره به په هېواد کې د کتاب لوستلو فرهنګ په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

په غزه کې ۹۶ سلنه ښځې او ماشومان خپلې اساسي خوراکي اړتیاوې نشي پوره کولی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۸ GMT+۰

د یونیسف یوې استازې نن په جنیوا کې خبرې غونډې ته ویلي، چې په غزه کې ۹۶ سلنه ښځې او ماشومان خپلې اساسي خوراکي اړتیاوې نشي پوره کولی. نوموړې ویلي، چې “سړه هوا، ناروغي او زیان” په غزه کې د ماشومانو لپارره د یو بد خوب په شان دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونېسف) د اړیکو مسولي روسېلا بولین په جنیوا کې رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د غزې ماشومان یخ وهلي، ناروغ او تاوان یې لیدلي.

د نوموړې په خبره لوږه او خوار ځواکي او په پراخه کچه د ژوند ناوړه شرایطو د ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

روسېلابولین ویلي:«همدا اوس په غزه کې له ۹۷ سلنې ډیرې ښځې او ماشومان نه شي کولی خپلې اساسي تغذیې اړتیاوې پوره کړي. ډیری یې په مرسته شویو اوړو، دالو، مکروني او خوږو خوړو ژوند کوي. دا ورو ورو د دوی روغتیايي رژیم ته زیان رسوي.»

نوموړې په خپلو خبرو کې ویلي، چې په تېره نومبر میاشت کې د خوراکي توکو بار یوازې ۶۵ لارۍ غزې ته تللې دي، په داسې حال چې تر جګړې مخکې، چې لاهم غزه کې د خوراکي توکو تولید فعاله و، هره ورځ ۵۰۰ د خوراکي توکي بار لارۍ غزې ته تلې.

روسېلابولین وايي، د غزې شمالې برخه د تېرو ۷۵ ورځو راهیسي کلابند ده او له تېرو ۱۰ اونیو راهیسې ماشومانو ته د بشري مرستو لیږد ستوزمن شوی دی.

نوموړې زیاته کړه«غزه د ځمکې پر مخ یو له یو زړه بوږنونکو او خطرناکو سیمو څخه ده. د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره هره کوچنۍ هڅه له ویرانۍ سره مخ کیږي. د ۱۴ میاشتو راهیسې ډیر ماشومان د دې ناورین په خورا سخت حالت کې دي. د راپورونو له مخې، په غزه کې له ۱۴۵۰۰ څخه ډير ماشومان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق دغه استازې په خپلو خبرو کې خبریالانو ته ویلي، چې د کال پای دی په نړۍ کې نورې کورنۍ د سولې او یووالي لمانځلو تابیا نیسي، خو په غزه کې له یو میلیون زیات ماشومان په ویره او بشپړ محرومیت کې ژوند کوي.

نوموړې وویل:« په غزه کې د ماشومانو په وړاندې جګړه زموږ د ګډ مسولیت یادونه ده. د ماشومانو یو نسل د دوی له حقونو د وحشیانه سرغړونکو او د خپل راتلونکي د له منځه وړل ویني.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د اړیکو مسولې خبرداری ورکړ؛ چې په غزه کې روان وضیعت له ماشومانو د ژوند کولو یوه ورځ غلا کوي.

نوموړې وویل، چې د غزې د روان وضعیت په کنټرول کې هر ځنډ د ډیرو کسانو ژوند اخلي او د غزې ماشومان نور د روان ناورین زغم نه لري.

د ۲۰۲۳ کال اکتوبر کې د اسراییل پر سوېل د حماس په برید پسې تل ابیب پر غزه برید کړی چې لا هم روان دی. سره له دې چې مختلفو خواوو د اوربند هڅې کړې، خو لا هم بریالي شوي نه دي.