په برازیل کې د یوه مساپر وړونکي بس د ټکر له امله لږ تر لږه ۳۸ کسان مړه شوي دي

د برازیل په سوېل ختیځ کې د یوه مساپر وړونکي بس او یوې لارۍ تر منځ د ټکر له امله لږ تر لږه ۳۸ کسان مړه شوي او اوه نور بیا ټپیان دي. د برازيل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا د خواخوږۍ په څرګندولو سره دغه پېښه «يوه تراژيدي» بللې ده.