د سوریې موقت حکومت په خپلو لومړیو ګامونو کې عایشه الدبس د ښځو چارو مسووله وټاکله

عایشه الدبس د سوریې د ښځو چارو د مسوولې په توګه وټاکل شوه. د سوریې موقت حکومت په داسې حال کې نوموړې د ښځو د چارو د مسوولې په توګه وټاکله، چې تر دې وړاندې په نوي جوړښت کې د ښځو د څنډې کولو په اړه اندېښنې ډېرې وې.