امریکا د یمن د حوثيانو د توغندیو او قوماندې تاسیسات بمبارد کړل

د امریکا مرکزي قوماندانۍ اعلان وکړ، چې د شنبې په ورځ یې د ایران تر ملاتړ لاندې په صنعا کې د حوثي یاغیانو د توغندیو پر ګودام او قوماندانۍ هوایي بریدونه وکړل.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ اعلان وکړ، چې د شنبې په ورځ یې د ایران تر ملاتړ لاندې په صنعا کې د حوثي یاغیانو د توغندیو پر ګودام او قوماندانۍ هوایي بریدونه وکړل.
د سنتکام د بیانیې له مخې، دغه بریدونه د حوثیانو د عملیاتي وړتیاوو د کمولو او ګډوډولو په موخه ترسره شوي دي.
سنتکام د شنبې په ورځ په یوې بیانیه کې اعلان وکړ، دغه عملیات د امریکا د سمندري ځواکونو، جنګي او سوداګریزو بېړیو پر وړاندې په سویلي سره سمندر، بابالمندب او عدن خلیج کې د حوثيانو د بریدونو د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو شېبې مخکې سیمه ییزو رسنیو په صنعا کې د څو پر له پسې بریدونو د ترسره کېدو خبر ورکړ.
د سنتکام په خبره، د عملیاتو په ترڅ کې امریکایي ځواکونو په سور سمندرګي کې څو د یو اړخیزو بریدونو ډرونونه او یو د کروز ضد بېړۍ توغندی له منځه وړی دی.
د متحده ایالاتو مرکزي قومندانۍ بیا د جنګي الوتکو انځورونه هم خپاره کړي دي.
دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ایران تر ملاتړ لاندې د یمن حوثیانو په دې وروستیو کې په بالسټیک توغندي سره د اسراییل پلازمېنه تل ابیب په نښه کړ.
د اسراییل دفاعي سیسټم و نه شو کړای د دې توغندي مخه ونیسي، چې د شاوخوا ۱۷ کسانو د ټپي کېدو لامل شو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال انډریکا راتواته ویلي، چې په افغانستان کې د نړۍوالو مرستې لا محدودې دي.
تسنیم خبري اژانس د ښاغلي راتواته له قوله راپور ورکړی، چې نړۍواله ټولنه د نړۍ له بېلابېلو ناورینونو سره لاس او ګرېوان ده او سرچینې یې وېشل شوې دي.
نوموړي اندېښنه څرګنده کړې، چې له افغانستان سره به بشري مرستې تر دې هم راکمې شي، چې اغېزې به یې ویجاړونکي وي.
د راپورونو له مخې، اوسمهال د افغانستان ۲۳ میلیونه وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او له دې سره - سره ورځ تر بلې له افغانستان سره د نړۍوالو بنسټونو بشري مرستې هم د کمېدو په حال کې دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو بیا په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو څخه د زرګونو افغان کډوالو ستنېدل او د دغه هېواد په یو شمېر ولایتونو کې طبیعي ناورینونه لکه زلزلې او سېلابونه بشري اړتیاوې زیاتې کړي دي.
یادو پېښې د زرګونو افغانانو د بې ځایه کېدو لامل هم شوی دی، چې د ژمي په را رسېدو سره دغه بې ځایه شوي کډوال د سرپناه له نه شتون سره مخ دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، چې اوسمهال کابو ۶،۶ میلیونه کسان په افغانستان کې په کافي اندازه سرپناه نه لري.
بلخوا، تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام هم اعلان کړی و، چې په روان کال کې به د بودیجې د کمښت له امله یوازې له ۶ میلیونه کسانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
دغه سازمان دا هم ویلي و، چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو سره دغه هېواد د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره له اړمنو کسانو سره د مرستې په موخه ۷۱۸ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ورته ډاډ ورکړی چې د دیني مدرسو د ثبتولو مسله به ژر هواره کړي. مولانا فضل الرحمان ټینګار وکړ، چې په راتلونکو ورځو کې به په دې اړه ښه خبرونه خپاره شي.
تر دې وړاندې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر غوښتل چې په پاکستان کې د پوهنې وزارت پر ځای په ۱۸۶۰ کال کې د تصویب شوي «انجمن قانون» له مخې دیني مدرسې اداره کړي.
کله چې د دیني مدرسو د ثبتولو قانون د پارلمان په دواړو جرګو کې تر تصویب وروسته ولسمشرۍ ته واستول شو، ولسمشر اصف علي زرداري مخالفت څرګند کړ او د بیا کتنې لپاره یې پارلمان ته ولېږه.
فضل الرحمان د دیني مدرسو د ثبتولو قانون د تایید سره وویل چې دا قانون له حکومت سره د هغې د هوکړې یوه برخه وه، چې په ملي اسمبلۍ کې د اساسي قانون د ٢٦م ترمیم تصویبول دي.
فضل الرحمان دا ګواښ هم کړی، چې که مرکزي حکومت د دغه قانون له تصویب ډډه وکړي، نو د اسلام اباد پر لور به لوی لاریون پیل کړي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وايي، په پارلمان کې د دیني مدرسو د ثبت قانون د تصویب لپاره د مولوي فضل الرحمن ټینکار د هېواد د ملي ګټو لپاره ډېرې بدې پایلې لري.
زرداري وويل:« دغه لايحه د نړيوالو سازمانونو په ځانګړې توګه د نړيوال تروريزم سره د مبارزې په چوکاټ کې د پيسو مينځلو په وړاندې د مبارزې لپاره د نړيوالو بنسټونو د غبرګون سبب کيداى شي.»
هغه همداشان زیاته کړه: «د دیني مدرسو د ثبتولو د قانون د تصویب لپاره هر ډول اقدام به په پاکستان کې فرقه ییزو اختلافاتو ته لمن ووهي.»
فضل الرحمان د سې شنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په دې غونډه کې یې خپل دریځ تکرار کړ.
هغه وويل: "که ولسمشر پر دې قانون اعتراض ولري، يو ځل يې مخکې هم کړى دى ، نو د ولسي جرګې رييس د هېواد د اساسي قانون او قوانينو له مخې لازم اصلاحات ترسره کړي او د هغه د اعتراض ځواب یې ور کړى دى."
هغه زیاته کړه: "ولسمشر د دې ځواب په وړاندې کوم غبرګون وښود او نه یې هم په خپل اعتراض ټینګار وکړ."
په پاکستان کې د مدرسو په اړه یوازې د دغه هیواد حکومت اندېښنې نه لري؛ بلکې د پاکستان په ګاونډ کې پراته هیوادونه هم شکایت کوي چې له دغو مدرسو افراطیت د پاکستان په ګډون ورڅېرمه هیوادونو ته خپریږي.
له ۲۰۰۴ کال نیولې بیا تر ۲۰۲۱ پورې د افغانستان تېرو جمهوري حکومتونو په افغانستان کې د حکومت پر خلاف د نا امنۍ په رامنځته کېدو کې د دغو مدرسو رول ډیر بللی وو او د پاکستان حکومت ته یې په دغه موده په رسمي او نا رسمي ډول خپل شکایتونه هم کړي وو، خو پاکستان پرې غوږ نه ګراوه.
اوس تازه د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د نا امنۍ تر ډېرېدو وروسته د دیني مدرسو د ثبت چاره پیلوي چې د مذهبي ګوندونو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.

د پاکستاني پوځ د رسنيو دفتر نن په يوه اعلاميه کې ویلي، چې پوځي محکمې هغه ۲۵ کسان محاکمه کړل، چې د ۲۰۲۳ کال د مۍ میاشتې په لاريونونو او تاوتريخوالي کې یې لاس درلود. په دغو مظاهرو کې د ۸ کسانو د وژل کېدو ترڅنګ پر پوځي تاسیساتو هم بریدونه شوي او سوځول شوي وو.
دغه اداره د ۲۰۲۳ کال د مۍ مياشتې لاريونونه د دغه هېواد د تاريخ یو تیاره فصل بولي.
دغه لاريونونه د پاکستان د پخواني لومړۍ وزير عمران خان د نیولو پر ضد شوي وو.
د پوځ مطبوعاتي دفتر وایي، چې په دې لاريونونو کې ۲۵ کسان محاکمه شوي، چې له دوو تر ۱۰ کلنو د بند سزا ورکړل شوې.
په اعلاميه کې راغلي: « دغه سزاګانې ملت ته د عدالت د رسولو په برخه کې یو مهم ګام» دی.
د دوی په خبره، چې عدالت به هغه وخت حاکم شي، چې د لاريونونو پلان جوړونکې او مسولين هم محاکمه شي.
د اعلاميې له مخي، نورو تورنو کسانو ته به هم له قانوني پوښتنو او څېړونو وروسته سزا اعلان شي.
د پوځ په دې اعلاميه کې ویل شوي: «هغوی چې د شخصي ګټو په اساس بې قانونه کړنې تر سره کوي او قانون په خپل لاس کې اخلي له دې محاکمې دې عبرت واخلي.»
په اعلامیه کې د همدې محاکمه شويو ۲۵ کسانو هویت او مالومات هم خپاره شوي دي.
د پاکستان پوځي محکمې دغو کسانو ته سزا پر داسي مهال اعلان کړې، چې د پاکستان د ځمکنیو، هوايي او بحري قواوو د ګډ استخباراتي سازمان ای ایس ای د پخواني رییس متقاعد جنرال فیض حمید محاکمه هم په رسمي توګه په یوه پوځي محکمه کې د دسمبر په یوولسمه نیټه پیل شوه.
په فیض حمید څو تورونه لګیدلي دي؛ چې هغه په سیايی فعالیتونو کې برخه اخستي، نوموړي دولتي اسرار افشا کړي، د ای اېس ای د رئیس په توګه هغه له خپلو صلاحیتونو ناوړه استفاده کړې او د یوه سړي په کور یې حمله کړې او ډیره دارايي یې ورنه چورکړې ده.
د پوځ په خبر پاڼه کې دا هم راغلي وو چې د ۲۰۲۳د مۍ د میاشتې په نهمه نیټه د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د پوځ په مرکزونو باندې شویو بریدونو کې د فیض حمید د نقش په باره کې پلټنې روانې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر په جرمني کې د کریسمس په یوه بازار کې د یوه موټر چلوونکي له لوري ۶۲ کسانو ته د مرګژوبلې اړولو پېښه ترهګریزه وبلله. تېره شپه، جرمني کې یوه موټر چلوونکي د کریسمس په یوه بازار کې ولسي خلک په موټر وهلي.
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر نن شنبه د (مرغومي لومړۍ نیټه) په خپله ایکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي، چې تېره شپه په جرمني کې د کریسمس په یوه بازار کې د یوه موټر چلوونکي له لوري په موټر د ولسي خلکو لاندې کول او شاوخوا ۶۲ کسانو ته مرګژوبله اړول یوه ترهګریزه پېښه ده.
هغه وړاندې لیکلي چې ترهګریزې کړنې، په نړۍ کې په هیڅ یوه دین کې ځای نه لري، او دی په دې پېښې سخت خواشینی دی.
تېره شپه د جرمني په مګډبورګ ښار کې د کریسمس په یو مارکیټ کې یو موټر چلوونکي د خلکو په ګڼه ګوڼه موټر وربرابر کړ، چې دوه کسان یې ووژل او شاوخوا ۶۰ کسان یې ټپيان کړل.
د دغې پېښې په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی او ویل کیږي چې تر لسو د زیاتو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.
پولیسو ویلي، چې د دغې پېښې په تړاو یې یو عرب وګړی نیولی او په دې اړه نورې پلټنې روانې دي.
د جرمني لومړي وزیر اولاف په ایکس پاڼه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې.
مګډبورګ د برلین سویل لویدیز ته شاوخوا ۱۵۰ کیلومترۍ کې پروت ښار دی.
تر دې مخکې د ۲۰۱۶ کال د ډیسمبر په ۱۹مه د داعش یوه ټونسي غړي د برلین د کریسمس په بازار کې پر خلکو برید کړی و چې ۱۲ کسان په کې وژل شوي وو او ۴۸ نور یې ټپيان شوي وو.

اسراییلي رسنیو د شنبې په ورځ د یمن له لوري پر تلابیب د توغنديز برید خبر ورکړی دی. د راپورونو له مخې په دغه برید کې ۱۴ تنه برسیرن ټپیان شوي. د اسراییل پوځ منلې چې له یمن څخه یې د توغندي توغول لیدلي، خو په شنډولو کې یې پاتې راغلل.
د اسراییل پوځ ويلي چې دغه توغندی په یوه سیمه لګېدلی او ویلي یې دي چې د دغه برید جزیات به له رسنیو سره شریک کړي.
اسراییلي رسنیو ویلي، له یمن څخه توغول شوی بالستیک توغندی د تلابیب په یوه پارک کې لګېدلی دی.
له دغه برید وروسته د اسراییل په مرکزي سیمو کې د خطر زنګونه وغږېدل.
د راپورونو له مخې، ډېری ټپیان له برید څخه د تیښتې پر مهال د شیشو د ماتیدو او یا له برید وروسته د تېښتې پر مهال ټپیان شوي.
