• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حنیف اتمر په جرمني کې د کریسمس په یوه بازار کې د ۶۲ کسانو مرګ‌ژوبله ترهګریزه پېښه وبلله

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۲۵ GMT+۰

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر په جرمني کې د کریسمس په یوه بازار کې د یوه موټر چلوونکي له لوري ۶۲ کسانو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو پېښه ترهګریزه وبلله. تېره شپه، جرمني کې یوه موټر چلوونکي د کریسمس په یوه بازار کې ولسي خلک په موټر وهلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر نن شنبه د (مرغومي لومړۍ نیټه) په خپله ایکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي، چې تېره شپه په جرمني کې د کریسمس په یوه بازار کې د یوه موټر چلوونکي له لوري په موټر د ولسي خلکو لاندې کول او شاوخوا ۶۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړول یوه ترهګریزه پېښه ده.
هغه وړاندې لیکلي چې ترهګریزې کړنې، په نړۍ کې په هیڅ یوه دین کې ځای نه لري، او دی په دې پېښې سخت خواشینی دی.
تېره شپه د جرمني په مګډبورګ ښار کې د کریسمس په یو مارکیټ کې یو موټر چلوونکي د خلکو په ګڼه ګوڼه موټر وربرابر کړ، چې دوه کسان یې ووژل او شاوخوا ۶۰ کسان یې ټپيان کړل.
د دغې پېښې په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی او ویل کیږي چې تر لسو د زیاتو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.
پولیسو ویلي، چې د دغې پېښې په تړاو یې یو عرب وګړی نیولی او په دې اړه نورې پلټنې روانې دي.
د جرمني لومړي وزیر اولاف په ایکس پاڼه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې.
مګډبورګ د برلین سویل لویدیز ته شاوخوا ۱۵۰ کیلومترۍ کې پروت ښار دی.
تر دې مخکې د ۲۰۱۶ کال د ډیسمبر په ۱۹مه د داعش یوه ټونسي غړي د برلین د کریسمس په بازار کې پر خلکو برید کړی و چې ۱۲ کسان په کې وژل شوي وو او ۴۸ نور یې ټپيان شوي وو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

باوري سرچینې: سوېلي وزیرستان مکین کې د جګړې پر مهال ۱۶ پاکستاني عسکر وژل شوي

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۹ GMT+۰

له سوېلي وزیرستانه باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې تېره شپه د مکین په لیټه سیمه کې وسله والو د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز برید کې ۱۶ پاکستاني عسکر وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي. پوځ لا په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن شنبه د (مرغومي لومړۍ نیټه) له سوېلي وزیرستان څخه باوري سرچینو ويلي، چې تېره شپه د مکین په لیټه سیمه کې یوې لویې ډلې وسله والو د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز برید کې د جګړې پر مهال ۱۶ پاکستاني عسکر وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان د دغه برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې په دغه برید کې ېې تر ۵۰ پاکستاني پوځیان وژلي او تپیان کړي دي.

پاکستاني رسنۍ خراسان ډایري هم په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په تیرو میاشتو کې په یوه تر ټولو لوی برید کې، د خیبرپښتونخوا د سوېلي وزیرستان په مکین سیمه کې ۱۶ پوځیان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

وايي، یوه حکومتي چارواکي خراسان ډایري ته وویل: «د لیټه په سیمه کې یوه امنیتي پوسته د شپې ناوخته تر برید لاندې راغلې.»

په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د مکین په لیټه کې د پاکستان پوځ پر پوسته سخته جګړه شوې چې په پایله کې یې دغه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ویل کیږي، تېرې څو ورځې په دغې سیمه کې د پاکستاني پوځ له لوري د وسله والو پر ضد چاڼیز عملیات روان وو.

مکین په سویلې وزیرستان د وسله والو تر ټولو لوی خوندي ځای ګڼل کیږي او تر دې وړاندې هم هلته په پاکستاني پوځ سخت بریدونه شوي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

جرمني کې یوه موټر چلوونکي د کریسمس په یوه بازار کې ۶۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۵۸ GMT+۰

د جرمني په ماګدیبورګ ښار کې د کریسمس په یو مارکیټ کې یو موټر چلوونکي د خلکو په ګڼه ګوڼه موټر وربرابر کړ، چې دوه کسان یې وژلي او نږدې ۶۰ کسان یې ټپيان کړي دي.

د ساکسوني-انهالټ ایالت لومړي وزیر رینر هاسیلوف وویل، ددې پېښې په وژل شویو کې یو یې ماشوم دی او نږدې ۶۰ کسان ټپیان شوي دي.

هاسیلوف زیاته کړه، چې ددې پېښې په تړاو یې یو ډاکټر چې د سعودي عبربستان تبعه دی نیولی دی.

هاسیلوف وویل: "دا یوه وحشتناکه تراژیدي ده او د مګدبورګ ښار، د دولت او په ټولیزه توګه د جرمني لپاره یو ناورین دی."

پولیسو د تلفاتو د شمېر له ورکولو څخه ډډه کړې، خو په دغه بازار کې چې د کریسمس لپاره په کې خلکو راټول شوي، په لویه کچه تصفیوي عملیات تاییدوي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولز وویل، راپورونه ښيي چې یو ناوړه پیښه رامنځ ته شوې .

نوموړي پر اېکس پاڼې د قربانیانو له کورنې سره همدردي ښودلې.

مګډبورګ د برلین سویل لویدیز شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره کې موقعیت لري.

تر دې مخکې د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر په ۱۹مه د داعش یوه تونسي غړي د برلین د کریسمس په بازار کې پر خلکو برید کړی و چې ۱۲ کسان ووژل او ۴۸ نور یې ټپيان کړل.

د یونان سمندر کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله اته کسان مړه شوي دي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۱۰ GMT+۰

د یونان په ختیځ کې د روډس ټاپو ته نږدې د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او ۱۸ تنه نور ژغورل شوي دي.

د یونان ساحلي ګارد وویل، چې دغه بېړۍ د جمعې په ورځ د ډسمبر په ۳۰ مه د پولیسو د ګزمې له یوې کښتۍ څخه د تیښتې هڅه کوله چې په سمندر کې ډوبه شوه.

د یونان د ساحلي ګارد چارواکو ویلي، چې د ساحل ساتونکو کښتیو او چورلکو په کارولو سره د احتمالي ورک شويو پناه غوښتونکو د ژغورنې هڅې روانې دي او ټینګار کوي چې د دغو کسانو برخلیک لا هم معلوم نه دی.

دا په تېره یوه اونۍ کې د یونان په سواحلو کې د پناه غوښتونکو دویمه بیړۍ ده چې ډوبیږي.

د وړاندوینو له مخې په روان کال کې به د هغو پناه غوښتونکو شمېر چې په ناقانونه ډول یونان ته د رسېدو هڅه کوي له ۶۰ زرو څخه ډېر شي.

رسمي ارقام ښیې چې یونان ته د رسېدو تر ټولو لوی شمېر د سوریې پناه غوښتونکي، ورپسې بیا د افغانستان، مصر او فلسطین اتباع دي.

عبدالباري جهاني: ‏د وېرجینیا محکمې هارون حکیمي بې ګناه وباله

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۱ GMT+۰

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر عبدالباري جهاني وايي، د متحده ایالاتو د ویرجینیا ایالت محکمې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کولتور وزارت پخوانی مرستیال هارون حکیمي پر ده له لګېدلو تورونو پاک اعلان کړ.

هارون حکیمي د ویرجینیا ایالت د پرېنس ویليام ښار پولیسو پر یوې ښځې د «جنسي تېري په تور» نیولی وو.

پر هارون حکیمي باندې یوې ۲۷ کلنې مېرمن په خپل کور کې د جنسي تېري تور پورې کړی وو.

د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کولتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني په خپله ایکس خواله رسنۍ څو شېبې وړاندې لیکي: «د ویرجینیا د ایالت محکمې همدا اوس فیصله وکړه چې زما هارون جان بېګناه او له ټولو لګېدلو تورونو څخه پاک دی».

تر اوسه د پرېنس ویلیم ښار محکمې په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د پرېنس ویلیام ښار د پولیسو په راپور کې ویل شوي وو، چې پولیس د روان کال د مارچ میاشتې په اتمه په دغه ښار کې یو کور ته ورغلي وو، چې د جنسي تېري د تور په اړه پلټنې وکړي.

پولیس وايي، هغه ۲۷ کلنه ښځه چې پر ښاغلي حکیمي یې د جنسي تېري تور لګولی و، د تورن په کور کې اوسېدله.

د پولیسو په راپور او د ۵ فاکس چینل په ګډون په امریکايي رسنیو کې نشر شوي مالومات ښيي، چې دغې ښځې د جنسي تېري له تور مخکې له ښاغلي حکیمي سره اړیکې درلودې.

د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون د لویدیځو هېوادونو د قوانینو له مخې، ان يوه ښځه د ګډې ملګرتيا په اړيکه کې هم د ملګري له جنسي اړیکو سره مخالفت کولی شي او همدا د تېري په اړه پولیسو ته راپور ورکولی شي.

ښاغلی حکیمي د اشرف غني د حکومت له نسکورېدو څو میاشتې وړاندې د ۱۴۰۰ کال د غويي په میاشت کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستيال په توګه معرفي شوی و.

د بشري حقونو د څار سازمان اسراییل په غزه کې په نسل وژنې تورن کړ

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۳۸ GMT+۰

د بشري حقونو د څار سازمان وایي، چې اسراییلي چارواکو د غزې په تړانګه کې د نسل وژنې کړنې ترسره کړي دي.

د دغه سازمان په ۱۷۹ مخیز راپور کې راغلي، چې اسراییلي چارواکو په قصدي توګه د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په غزه کې فلسطینیان له اوبو څخه بې برخې کړي، چې په پایله کې یې زرګونه کسان وژل شوي او په دې توګه د بشریت ضد جنایت او د نسل وژنې اعمال ترسره شوي دي.

د یاد سازمان دغه راپور کې راغلي:« اسراییل په قصدي توګه په غزه کې فلسطینیان له اوبو څخه محروموي. د بشري حقونو د څار سازمان موندلي چې اسراییلي چارواکو په قصدي توګه په غزه کې فلسطینیان د څښاک او روغتیا ساتنې لپاره پاکو اوبو ته له لاسرسي څخه محروم کړي چې د لومړني انساني بقا لپاره اړین دي.»

راپور زیاتوي، چې اسراییل په قصدي توګه په غزه کې زیربناووې او برېښنا زیانمن کړي، پر بیارغوونکو یې برید کړی او غزې ته یې د بیارغونې موادو د ننوتلو مخه نیولې ده.

د بشري حقونو د څار ادارې اجراییوي مشرې تیرانا حسن وویل:«دا غفلت نه بلکې د محرومیت یوه قصدي پالیسي ده چې له امله یې په زرګونه کسان له تندې او ناروغۍ څخه مړه شوي، چې دا د انسانیت خلاف او له نسل وژنې سره برابره ده.»

هغې په وینا، دغه راپور په غزه کې د اوبو چارواکو، روغتیایي متخصصینو او کارکوونکو په شمول د لسګونو فلسطینیانو سره د مرکو او له دې سره سره د ۲۰۲۳ اکټوبر څخه تر ۲۰۲۴ سپټمبر د سټلایټ انځورونو د معلوماتو پر اساس جوړ شوی دی.