اسد قیصر د افغانستان او پاکستان تر منځ د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه

د پاکستان د پارلمان پخواني مشر اسد قیصر ویلي، چې د افغانستان پر روان وضعیت ژوره اندېښنه لري، او دواړه هېوادونه باید دغه وضعیت د خبرو او له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي. هغه ويلي، چې پاکستان له افغانستان سره مذهبي او د وینې ژورې اړیکې لري.





