د ازادۍ په نامه جبهه وایي چې د یو برید په ترڅ کې یې په کندوز کې دوه تنه طالبان وژلي

«د افغانستان د ازادۍ» په نامه جبهه وایي چې د دوی وسله والو د کندوز ښار په لومړۍ حوزه کې دوه تنه طالبان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

«د افغانستان د ازادۍ» په نامه جبهه وایي چې د دوی وسله والو د کندوز ښار په لومړۍ حوزه کې دوه تنه طالبان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
دغې جبهې د جمعې په ورځ د (مرغومي په ۷مه) د شپې نا وخته په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې: «په کندوز ښار کې د طالبانو د لومړۍ امنیتي حوزې کسانو ګڼ ښاریان له نیولو وروسته ربړول او خلکو ته یې زیانونه رسول، چې له هغې وروسته د دوی کسانو د دغې حوزې په قرارګاه برید وکړ.»دغې جبهې په دغه برید کې خپلې غاړې ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویلي.طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او بلې خپلواکې سرچېنې هم د دغې ادعا پخلی نه دی کړی، خو د ازادۍ او مقاومت په نامه ډلې ډېر ځله پر طالبانو د غلچکي بریدونو په اړه خبر پاڼې خپروي او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې جنګیږي چې تر ډېره د دغو ډلو بریدونه د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو سیمو کې شویدي.


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان په کورنیو او سیمه ییزو سیاستونو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دا هېواد په ماتېدو دی او ژر تر ژره پر خپلو تګلارو بیا کتنې ته اړتیا لري.
هغه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما د هغه راپور په غبرګون کې چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه خپور شوی او په کې لسګونه ملکي وګړي، ښځې او ماشومان وژل شوي له اسلامي اصولو او بشري حقونو ښکاره سرغړونه ګڼلې ده.
خليلزاد د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د دغو وژنو مستقیم مسؤول ګڼلی او ویلي یې دي چې نوموړي تېره میاشت هم په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند په سوله ییزو لاریون کوونکو د زور زیاتي امر کړی و.
د هغه په وینا؛ دا ډول کړنې د پاکستان او د سیمې لپاره ویجاړونکي دي. خلیلزاد ټینګار کړی چې پاکستان باید په خپلو کورنیو او سیمه ییزو سیاستونو بیاکتنه وکړي، عمران خان، د دې هېواد پخوانی لومړی وزیر دې خوشې کړي او له افغانستان سره دې یوې داسې هوکړې ته ورسېږي چې د دواړو هېوادونو خاوره د یو بل د امنیت لپاره ګواښ ونه ګرځي.
دغه امریکایي ډیپلومات په دې باور دی که پاکستان د خپلو ملي ګټو لپاره خپل سیاستونه سم نه کړي ؛نو له له بدو پایلو او جدي ننګوونو سره به مخ شي.
زلمي خلیلزاد تر دې پخوا هم د پاکستان په کورنیو او بهرنیو سیاستونو توندې نیوکې کړي دي ؛خو د پاکستان حکومت یې دغو تازه څرګندونو ته لا تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د کندهار او سویلي پښتونخوا سیمې زلزلې لړزولې دي، خو تر اوسه یې د زیانونو په اړه کوم خبر ندی ترلاسه شوی. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ویلي چې دغه زلزله د افغانستان پر وخت د سهار ۰۳:۱۰ بجو شوې وه.
دا زلزله چې مرکز یې سویلي پښتونخوا کوېټه ښودل شوی د ریښتر په کچه ۴.۷ درجې وه چې د کوېټې کندهار شاه او خوا سیمې یې لړزلوي دي.
ویل کیږي چې د زلزلې ټکانونه په ځینو سیمو کې زورور وه.

د بې پولې خبریالانو سازمان پر طالبانو غږ کړی، چې د ارزو خصوصي ټلویزیون ۷ کارکونکي چې د جلا وطنه رسنیو سره د همکارۍ په تور یې د روانې میاشتې په اتمه نېټه محاکمه ده باید دغه تورونه ترې لرې کړای شي.
دغه سازمان د جمعې په ورځ (د جدي ۷ مه) پر اېکس لیکلي: "د ارزو تلویزیون د اوو کارکوونکو محاکمه چې له ۱۴ ورځو توقیف وروسته په ضمانت خوشې شوي، سبا به پیل شي."
یاد سازمان ویلي چې د ارزو تلویزیون کارکوونکو لګېدلي تورونه باید لغوه شي.
په کابل کې د ارزو تلویزیون د دفتر مدیر امان الله عظیمي، خالد بارکزی مدیر، امیر حسین اتریان پروډیوسر او اداري مدیر، ظهیر فیضي د تولیداتو د څانګې مسوول، سمیع احمد بیک، هارون عرفان او بکتاش رووفي د تلویزیون د تولیدي څانګې کارکوونکي، نیول شوي او د پلچرخي زندان ته لیږدول شوي وو.
دوی د لیکلي تضمین په ورکولو سره له بند څخه خوشې شوي چې دوی به د کابل څخه نه وځي او د محکمې په غونډه کې به ګډون وکړي.
تر دې مخکې د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی و چې طالبانو په کابل کې د دې رسنۍ دفتر تړلی او تر دې دمه ورته د فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.

طالبان وايي د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر د سوریې د لنډمهالي حکومت له بهرنیو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرو کې د بښنې او ښې حکومتولۍ دریځونه وستایل. امیر خان متقي په داسې مهال نوي واکمن ستايي، چې د دوی خلاف یې نه ملي اردو ړنګ کړ او نه یې د ښځو او نجونو پر کار او زدکړو بندیز ولګاوه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، امیرخان متقي نن د سوریې د انتقالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
ضیا احمد تکل خپل اېکس کې زیاتوي، ښاغلي متقي نوموړي ته پر مبارکي سربېره «د سوریې حکومت د عفوې او ښې حکومتولۍ لپاره دریځونه وستایل.»
په دې خبرو کې امیر خان متقي د افغانستان او سوریې ترمنځ د ښو اړیکو هیله کړې او طالبان وايي، مقابل لوري هم د ورته ژمنو خبره وکړه.
د سوریې نوی حکومت د بشار اسد رژیم پرځېدو پسې د ډیسمبر پر اتمه پر دمشق واکمن دی.
سره له دې چې دا حکومت له څو توندلارو ډلو جوړ دی، خو د طالبانو خلاف یې نه د خپل هېواد ملي اردو ړنګ کړ او نه یې د ښځو پر کار او د نجونو پر زدکړو بندیز ولګاوه.
په دې ډلو کې د تحریر الشام مشر چې په دمشق کې یې واک په لاس کې اخیستی وايي، چې نه غواړي په سوریه کې د طالبانو په څېر حکومت جوړ کړي.
ابو محمد جولاني وویل، چې د طالبانو د مشرانو په څیر به د ښځو او نجونو د تعلیم مخه ونه نیسي.
نوموړي د واک لومړیو ورځو کې له خپلو وسلوالو وغوښتل چې خپلو مرکزونو ته ستانه شي او امنیتي چارې حکومتي ځواکونو ته پرېږدي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون د اتلانو لیګ د څلورم پړاو سيالیو کې د جمعې په ورځ لومړۍ لوبه کې د فاریاب خراسان لوبډلې، د فاریاب سرسبز یاشلر ته یو پر صفر او د کابل جوانان پيروزي، موج ساحل اف سي لوبډلې ته ۲ پر یو ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د اتمې اونۍ د جمعې ورځې په لومړۍ سيالۍ کې کې د فاریاب خراسان لوبډلې، د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې ته یو پر صفر په ماتې ورکولو سره درې نمرې تر لاسه کړې او په دغو سياليو کې يې لس نمرې خپلي کړي.
په همدې سيالۍ کې د خراسان لوبډلې لپاره حمیدالله بارکزي په ۲۰ مه دقیقه کې ګول تر سره کړ او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.
د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ په پيل شویو سياليو کې د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې په ۸ سیاليو کې هیڅ لوبه نه ده ګټلې او د جدول په وروستي ځای کې قرار لري.
د همدې ورځي په دويمه سيالۍ کې د کابل جوانان پيروزي لوبډلې، موج ساحل اف سي ته دوه پر يو په ماتې ورکولو سره ټولې ۸ نمرې خپلې کړې.
د جوانان پيروزي لوبډلې لپاره نجیب هاشمي د لوبې په ۱۴مه دقیقه او ابوسینه حسین زاده په ۶۹ مه دقیقه کې ګولونه وکړل.
د موج ساحل اف سي لوبډلې لپاره ارسلان محمدي په ۶۶ مه دقیقه کې پينالټي ګول کړه.
د شنبې په ورځ به د دې سياليو د دوو مخکښو او قوي لوبډلو هرات اټک انرژي او د فراه ابو مسلم ترمنځ سيالۍ ترسره کيږي.
دغه دواړه لوبډلې د سياليو د قهرمانۍ لپاره هڅې کوي.
دواړو لوبډلو خپلي ټولي سيالۍ ګټلي او ۲۱ نمرې لري.