زلمي خليلزاد: که پاکستان خپل سیاستونه بدل نه کړي، نو له ماتېدو سره به مخامخ شي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان په کورنیو او سیمه ییزو سیاستونو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دا هېواد په ماتېدو دی او ژر تر ژره پر خپلو تګلارو بیا کتنې ته اړتیا لري.