• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سویلي کوریا پارلمان په څو ورځو کې دویم ولسمشر هم له دندې ګوښه کړ

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۶ GMT+۰

سویلي کوریا پارلمان کې مخالفو ګوندونو په څو ورځو کې په لوی اکثریت دویم سرپرست ولسمشر هان دوک سو هم له دندې ګوښه کړ.

سر پرست ولسمشر هان دوک سو که څه هم پایله ومنله خو د رایې ورکولو وروسته یې په یوه بیان کې وویل، چې دی د هغه څه په اړه خپه دی چې د راتلونکي نسل لپاره د ناڅرګنده پېښې معنی لري.

هغه وويل: "زه د پارلمان پرېکړې ته درناوى کوم او د نورو ګډوډۍ او بې باورۍ د مخنيوي لپاره به د اړوندو قوانينو له مخې خپلې دندې وځنډوم."

هغه زیاته کړه چې هغه به د استیضاح پروسې بیاکتنې لپاره د اساسي قانون محکمې پرېکړې ته انتظار باسي.

د خلکو ځواک ګوند، چې د اپوزیسیون په مشرۍ د هان د استیضاح په اړه اعتراض کوي، ویلي چې دوی د اساسي قانون غوښتنه کړې.

د استیضاح دغه اقدام وروسته له هغې وشو، چې د سویلي کوریا سرپرست ولسمشر د پخواني ولسمشر یون سیوک یول د محاکمې لپاره د اساسي قانون د قاضیانو له ټاکلو ډډه وکړه.

اپوزیسیون غوښتنه وکړه، چې دوه خپلواک تحقیقاتي ارګانونه د لیرې شوي ولسمشر یون د مارشل لا او د لومړۍ مېرمنې د ادعا شوي رشوت په اړه تحقیقات وکړي.

هان دیوک سو د سویلي کوریا لومړی وزیر هم دی او دا لومړی ځل دی چې سویلي کوریا د یوه سرپرست ولسمشر پر وړاندې د بې اعتمادۍ طرحه تصویب کړه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د افریقايي هېواد موزمبیق له یوه زندان څخه شاوخوا شپږ زره بندیان تښتېدلي

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۴۹ GMT+۰

د موزمبیق په سویل ختیځه افریقا کې چارواکي وايي، چې د څو اونیو له تاوتریخوالي وروسته د دغه هېواد د پلازمینې له یوه زندان څخه شاوخوا شپږ زره بندیان تښتیدلي دي. د موزمبیق د پلازمېنې د پولیسو قوماندان وویل، چې دغه بندیان د کرېسمس په ورځ له زندان څخه پر تېښته بریالي شوي دي.

د موزمبيق د پلازمېنې د پوليسو قوماندان برنادينو رافيل جمعې په ورځ (د جدي ۷مه) رسنيو ته وويل، چې د زندانيانو د تېښتې پر مهال لږ تر لږه ٣٣ بنديان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

مګر موزامبیقي چارواکو د چهارشنبې په ورځ د ۱۵۰۰ بندیانو تېښته تایید کړې وه.

د سویلي افریقا په دغه هېواد کې له زندان څخه د تېښتې پېښه د اکتوبر د نهمې نېټې له ټاکنو وروسته هغه مهال رامنځته شوه چې عامو خلکو د دوه نوماندانو د وژنې پر ضد لاریونونه پېل کړل او په تاتریخوالي یې لاس پورې کړ.

ویل کیږي، چې په دغه هېواد کې د تاوتریخجنو لاریونونو له امله تر اوسه ۱۵۱ کسان وژل شوي دي.

په موزمبیق کې کړکېچ هغه مهال پیل شو چې د اکتوبر په ۱۹مه د پوډیموس ګوند دوه غړي د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شول.

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند وینانسیو مونډیلین پلویانو، چې د پېښې پړه پر حکومت اچوي، له هغه راهیسې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه کوي.

لاریون کوونکو د پولیسو پر دفترونو او نورو دولتي ادارو بریدونه وکړل او امنیتي ځواکونه یې اړ کړل چې لاریونکوونکي سخت وځپي.

په موزمبیق کې تاوتریخوالی وروسته له هغې زیات شو چې د انتخاباتو سترې محکمې د ولسمشرۍ د کاندید چاپو بریا تایید کړه. د ولسمشرۍ نوماند وینانسیو مونډیلین له خپلو پلویانو وغوښتل چې د محکمې د پرېکړې پر ضد سړکونو ته راووځي.

د کاتولیک ټولنې او اروپايي ټولنې په ګډون د ټاکنو څارونکو د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو په پایلو کې د درغلیو یادونه کړې ده.

د بشارالاسد حکومت له نسکورېدو وروسته له ۳۰ زرو زیات سوریایي کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۲ GMT+۰

ترکیه وايي، د بشارالاسد حکومت له نسکورېدو راهیسې تر ۳۰ زره زیات هغه سوريایي وګړي چې کډوال شوي وو بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په وینا، د بشار الاسد د رژیم له نسکوریدو راهیسې نږدې ۳۱۰۰۰ سوريایي وګړي بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي.

ډېری کډوال هغه چې د کورنۍ جګړې له امله تښتیدلي وو بیرته د راستنېدو هیله لري.

په ورته وخت کې د جمعې په ورځ په سوریه کې دننه، سوریایانو د بشارالاسد د رژیم او د دیارلس کلنې کورنۍ جګړې د قربانیانو په درناوي د یاد ورځې لپاره لاریون وکړ.

په ۲۰۱۱ کال کې له جګړې وروسته میلیونونه سوریایي وګړي د جګړې له امله له سوریې تښتېدلي وو، خو د ډسمبر په اتمه د بشارالاسد له نسکورېدو وروسته، ډېری یې د بېرته ستنېدو هیله لري.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل "د هغو کسانو شمېر چې له ترکیې څخه بیرته ستانه شوي ۳۰ زره او ۶۶۳ تنه دي چې له دوی څخه ۳۰ سلنه یې په ترکیه کې زیږیدلي دي.

د سې شنبې په ورځ، یرلیکایا وویل، چې له ۲۵ زرو څخه ډېر سوریایان بیرته ستانه شوي او دوی ته به اجازه ورکړل شي چې د ۲۰۲۵ کل په لومړۍ نیمایي کې درې ځلې ترکیې ته ننوځي.

هغه د نورو جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې انقره به د سوریې په دویم ښار حلب کې د کډوالۍ د مدیریت دفتر هم پرانیزي.

د جرمني ولسمشر د دغه هېواد پارلمان منحل کړ

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۲ GMT+۰

د جرمني ولسمشر فرانک والتر شتاینمایر د جمعې په ورځ د دغه هېواد پارلمان منحل کړ، چې د فبرورۍ په ۲۳ مه نېټه د لومړي وزیر اولاف شولز د درې اړخیز ایتلاف له ړنګیدو وروسته د لنډو ټاکنو لپاره لاره هواره کړي.

شولز د دې میاشتې په پیل کې وروسته له هغه په پارلمان کې د باور رایه له لاسه ورکړه چې د مالیې وزیر کریسټین لینډنر ازاد ډیموکراټانو پرته له مقننه اکثریت څخه خپل حکومت پریښود.

ددغه ټاکنو له پاره د محافظه کاره ګوند غړي فریدیش میرز هم ټاکنیزې هڅې ګړندۍ کړي دي.

راپورونه وایي چې، که څه هم ددغه ټاکنو له پاره حکومت ډېر مقرارات پلي کړي او وده یې ټکنۍ کړې خو نظر پوښتنې بیا داسې ښيي چې فریدریش به د لومړي وزیر ولاف شولز ځای ونیسي.

اسراییلي پوځ په غزې کې کمال عدوان روغتون نیولی او ۵۰ کسان یې وژلي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۴ GMT+۰

اسراییلي پوځ د غزې تړانګې په شمال کې وروستي پاتې روغتون او شاه او خوا ودانیو باندې برید کړی، چې پایله کې یې پنځوس کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، د کمال عدوان روغتون اسراییلي پوځ په خپله ولکه کې اخیستی.

د غزې روغتیا وزارت وايي، اسراییلي ځواکونو د کمال عدوان روغتون ودانۍ سوځولې او د برېښنا ټول جنراتورونه یې ویجاړ کړي دي.

یاد وزارت وایي: له روغتون سره یې اړیکه پرې شوي او د روغتون په څو څانګو کې یې د اور لمبو خبرونه ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې روغتون ته څېرمه پر یوې ودانۍ د اسراییل په هوايي برید کې د پنځو طبي کارکوونکو په ګډون لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.

د غزې په تړانګه کې د اسراييل په جګړه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهيسې لږ تر لږه ۴۵ زره او ۴۳۶ فلسطينيان وژل شوي او ۱۰۸ زره او ۳۸ نور  ټپيان شوي دي.

بل خوا، د حماس تر مشرۍ لاندې د په همدې موده کې د دوی په بريدونو کې لږ تر لږه ۱۱۳۹ کسان په اسراييل کې وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر يرغمل شوي دي.

هسپانیا ته پر لاره د کښتۍ د ډوبیدو له امله شاوخوا ۷۰ کسان مړه شوي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۲ GMT+۰

د الجزیرې د راپور له مخې، هسپانیا ته په لار کښتۍ د مراکش په اوبو کې ډوبه شوې چې له امله یې اویا کسان مړه شوي دي.

د مالیزیا چارواکو وویل، چې یوه کښتۍ چې غوښتل یې له لویدیځې افریقا د هسپانیا ګانري ټاپوګانو ته لاړه شي د مراکش په اوبو کې غرقه شوې، چې په کې سپاره اویا کسان مړه شوي دي.

دغه پېښه د ډسمبر په ۱۹ مه رامنځته شوې ده.

د مالیزیا سمندري چارواکو ویلي، چې د منځنۍ کچې دغه کښتۍ کې نږدې اتیا کسان سپاره وو چې ۱۱ کسان یې ژغورل شوي دي، د یاد وزارت چارواکي زیاتوي چې د پېښې په اړه څېړنۍ روانې دي.

په هسپانیا کې د پناه غوښتونکو د حقونو یوه سازمان د پنجشنبې په ورځ وویل، چې سږ کال تر ۱۰ زره زیات پناه غوښتونکي د سمندر له لارې هسپانیې ته د رسېدو په هڅه کې مړه شوي دي. د دغه سازمان د راپور له مخې د تېر کال په پرتله د پناه غوښتونکو د مړینې شمېر ۵۸ سلنه ډېر شوی دی.