د جرمني ولسمشر د دغه هېواد پارلمان منحل کړ

د جرمني ولسمشر فرانک والتر شتاینمایر د جمعې په ورځ د دغه هېواد پارلمان منحل کړ، چې د فبرورۍ په ۲۳ مه نېټه د لومړي وزیر اولاف شولز د درې اړخیز ایتلاف له ړنګیدو وروسته د لنډو ټاکنو لپاره لاره هواره کړي.

د جرمني ولسمشر فرانک والتر شتاینمایر د جمعې په ورځ د دغه هېواد پارلمان منحل کړ، چې د فبرورۍ په ۲۳ مه نېټه د لومړي وزیر اولاف شولز د درې اړخیز ایتلاف له ړنګیدو وروسته د لنډو ټاکنو لپاره لاره هواره کړي.
شولز د دې میاشتې په پیل کې وروسته له هغه په پارلمان کې د باور رایه له لاسه ورکړه چې د مالیې وزیر کریسټین لینډنر ازاد ډیموکراټانو پرته له مقننه اکثریت څخه خپل حکومت پریښود.
ددغه ټاکنو له پاره د محافظه کاره ګوند غړي فریدیش میرز هم ټاکنیزې هڅې ګړندۍ کړي دي.
راپورونه وایي چې، که څه هم ددغه ټاکنو له پاره حکومت ډېر مقرارات پلي کړي او وده یې ټکنۍ کړې خو نظر پوښتنې بیا داسې ښيي چې فریدریش به د لومړي وزیر ولاف شولز ځای ونیسي.


اسراییلي پوځ د غزې تړانګې په شمال کې وروستي پاتې روغتون او شاه او خوا ودانیو باندې برید کړی، چې پایله کې یې پنځوس کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، د کمال عدوان روغتون اسراییلي پوځ په خپله ولکه کې اخیستی.
د غزې روغتیا وزارت وايي، اسراییلي ځواکونو د کمال عدوان روغتون ودانۍ سوځولې او د برېښنا ټول جنراتورونه یې ویجاړ کړي دي.
یاد وزارت وایي: له روغتون سره یې اړیکه پرې شوي او د روغتون په څو څانګو کې یې د اور لمبو خبرونه ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې روغتون ته څېرمه پر یوې ودانۍ د اسراییل په هوايي برید کې د پنځو طبي کارکوونکو په ګډون لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.
د غزې په تړانګه کې د اسراييل په جګړه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهيسې لږ تر لږه ۴۵ زره او ۴۳۶ فلسطينيان وژل شوي او ۱۰۸ زره او ۳۸ نور ټپيان شوي دي.
بل خوا، د حماس تر مشرۍ لاندې د په همدې موده کې د دوی په بريدونو کې لږ تر لږه ۱۱۳۹ کسان په اسراييل کې وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر يرغمل شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، هسپانیا ته په لار کښتۍ د مراکش په اوبو کې ډوبه شوې چې له امله یې اویا کسان مړه شوي دي.
د مالیزیا چارواکو وویل، چې یوه کښتۍ چې غوښتل یې له لویدیځې افریقا د هسپانیا ګانري ټاپوګانو ته لاړه شي د مراکش په اوبو کې غرقه شوې، چې په کې سپاره اویا کسان مړه شوي دي.
دغه پېښه د ډسمبر په ۱۹ مه رامنځته شوې ده.
د مالیزیا سمندري چارواکو ویلي، چې د منځنۍ کچې دغه کښتۍ کې نږدې اتیا کسان سپاره وو چې ۱۱ کسان یې ژغورل شوي دي، د یاد وزارت چارواکي زیاتوي چې د پېښې په اړه څېړنۍ روانې دي.
په هسپانیا کې د پناه غوښتونکو د حقونو یوه سازمان د پنجشنبې په ورځ وویل، چې سږ کال تر ۱۰ زره زیات پناه غوښتونکي د سمندر له لارې هسپانیې ته د رسېدو په هڅه کې مړه شوي دي. د دغه سازمان د راپور له مخې د تېر کال په پرتله د پناه غوښتونکو د مړینې شمېر ۵۸ سلنه ډېر شوی دی.

د ازربایجان هوايي شرکت ویلي، د دوی لومړنۍ څیړنې ښيي چې د دغه شرکت یوه الوتکه چې د چهار شنبې په ورځ په قزاقستان کې غورځېدلې لامل یې «بهرنۍ فزیکي او تخنیکي لاسوهنه وه.» دغه شرکت د روسیې له ځینو ښارونو باکو ته څو الوتنې هم لغوه کړې دي.
د اذربایجان هوايي شرکت پر خپله رسمې پاڼه لیکلي، چې د لومړنیو څیړنو له مخې د اذربایجان هوايي شرکت د امبرایر ۱۹۰ الوتکه “د فزیکي او تخنیکي بهرنۍ لاسوهنې” له امله غورځیدلې ده.
دغه هوايي شرکت ویلي دي چې د ډیسمبر میاشتې له ۲۸ نېټې باکو ته د روسیې مینرالونوي وودې، سوشي، وولګوګراد، اوفا، ساراټوف، نطني نوګورود او ولادیکاوکاز لپاره ټولې الوتنې لغوه اعلان کړې دي.
د اذربایجان هوايي شرکت لیکلي:«دا پریکړه، چې د اذربایجان د دولتي ملکي هوایي چلند ادارې سره شوې، د فزیکي او تخنیکي بهرنۍ لاسوهنې له امله د اذربایجان هوایی شرکت د امبرایر ۱۹۰ الوتکې د غورځیدو په اړه د تحقیقاتو د لومړنیو پایلو پراساس ده او د الوتنې خوندیتوب ته احتمالي خطرونه په پام کې نیسي.»
د اذربایجان هوايي شرکت وايي، روسیې ته د الوتنو دا ځنډ به د وروستۍ څیړنې تر بشپړیدو پورې پر خپل ځای پاتې وي.
دغه شرکت دا هم ویلي، چې د روسیې په ځینو ښارونو کې چې کومو مسافرو د دغه شرکت لپاره ټکېټونه اخیستي پرته له جریمې به یې ټولې پیسې بېرته د “ازال” هوایې شرکت له لورې ورکول شي.
اذربایجانۍ الوتکه د چهارشنبې په ورځ د قزاقستان د اکتاو ښار ته نږدې د سویلي روسیې له یوې سیمې تر وتلو وروسته ولویده چیرې چې مسکو په مکرر ډول د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو پر وړاندې د هوایی دفاع سیسټم کارولی دی.
د الوتکې د نسکوریدو په دغه پېښه کې ۳۸ کسان وژل شوي.

د روسیې امنیتي خدمتونو ادارې د جمعې په ورځ خبر ورکړ، چې په مسکو کې یې د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د یوې ترهګریزې حملې مخه نیولې ده. د روسیې امنیتي خدمتونو اداره وايي، چې د نیول کېدو پر مهال د داعش غړو مقاومت وکړ او ووژل شول.
د روسیې ټاس دولتي خبري اژانس د جمعې په ورځ د دغه هېواد د امنیتي خدمتونو ادارې په حواله خبر ورکړ، چې بریدګر د منځنۍ اسیا اوسېدونکي وو.
د دغه راپور له مخې، د داعش غړو یو موټر اخیستی، چې په هغه کې يې د پروپان ګاز ډبې یې پکې اېښې وې او بیا یې د لاسي بمونو جوړولو ته مخه کړې وه.

د عربي خبري اژانس وفا د راپور له مخې، د جمعې پر ورځ د مرغومي په اوومه نیټه د اسرایيلي ځواکونو له لوري د فلسطین پر یو شمېر ښارونو بریدونه شوي چې یوازې له نن سهار راهیسې په غزه او رفح کې نهه کسان وژل شوي شاوخوا ۲۰ تنه ټپیان شوي. په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
همدا راز اسراییلي ځواکونو د غزې په شجاعیه سیمه کې یو کور بمبار کړی چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.
د رسنیو د راپورونو پر بنسټ په ورته وخت کې د رفح د النصبر په سیمه کې د توغندیز برید له امله یوه ښځه وژل شوې.
همدا راز د غزې په الصبرا سیمه کې پر یوې ودانۍ د برید په پایله کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شول.
د دغو ټولو پېښو د ټپیانو شمېر ساوخوا شل تنه ښودل شوی چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
ملګرو ملتونو په غزه کې د ماشومانو وژل کیدل جنګي جنایت بللی او د نړۍ د ټولو جګړو په پرتله یې په فلسطین کې د اسرايیلي ځواکونو له لوري د وژل شویو ماشومانو شمېر لوړ ښودلی دی.