• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل په تازه بریدونو کې په غزه او رفح ښار کې نهه کسان وژل شوي

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۴۳ GMT+۰

د عربي خبري اژانس وفا د راپور له مخې، د جمعې پر ورځ د مرغومي په اوومه نیټه د اسرایيلي ځواکونو له لوري د فلسطین پر یو شمېر ښارونو بریدونه شوي چې یوازې له نن سهار راهیسې په غزه او رفح کې نهه کسان وژل شوي شاوخوا ۲۰ تنه ټپیان شوي. په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

همدا راز اسراییلي ځواکونو د غزې په شجاعیه سیمه کې یو کور بمبار کړی چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.

د رسنیو د راپورونو پر بنسټ په ورته وخت کې د رفح د النصبر په سیمه کې د توغندیز برید له امله یوه ښځه وژل شوې.

همدا راز د غزې په الصبرا سیمه کې پر یوې ودانۍ د برید په پایله کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شول.

د دغو ټولو پېښو د ټپیانو شمېر ساوخوا شل تنه ښودل شوی چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

ملګرو ملتونو په غزه کې د ماشومانو وژل کیدل جنګي جنایت بللی او د نړۍ د ټولو جګړو په پرتله یې په فلسطین کې د اسرايیلي ځواکونو له لوري د وژل شویو ماشومانو شمېر لوړ ښودلی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د وسله والو په بریدونو کې شپږ عسکر وژل شوي

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۱ GMT+۰

له سیمې څخه افغانستان انټرنشنل پښتو ته سرچینو ویلي چې تېره ورځ د شمالي وزیرستان میرعلي ولسوالۍ کې پر پاکستاني عسکرو څو ځایه بریدونه شوي وو، چې له امله د یوه افسر په ګډون شپږ عسکر وژل شوي. وايي، په دغو بریدونو ۱۱ وسله وال هم وژل شوي.

له شمالي وزیرستان څخه افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن جمعه د (مرغومي اوومه) سرچینو ویلي چې تېره ورځ د شمالي وزیرستان میرعلي ولسوالۍ کې پر پاکستاني عسکرو څو ځایه بریدونه شوي وو، چې له امله د یوه افسر په ګډون شپږ عسکر وژل شوي.

خو د پاکستان پوځ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

په سیمه کې خبریالان وايي، چې په دغو نښتو کې د ټي ټي ټي وسله والې ډلې ۱۱تنه هم وژل شوي، خو خپله ټي ټي پي په دې اړه لا څه نه دي ويلي.

دغه بریدونه د شمالي وزیرستان په اسوخیلو، حیدرخیلو او دته خیلو کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو باندې شوې دي.

له سیمې څخه داسې راپورنه هم شته چې د دغو بریدونو پر مهال د ورڅېرمه کورونو ښځو او ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېرې لا نه دي ترلاسه شوې.

شهباز شریف د بېنظیر بوټو د وژل کېدو په ۱۷م تلین هغه یوه زړوره سیاستواله بللې ده

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۵۲ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هیواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو د وژل کېدو د ۱۷م تلین د نمانځنې پر مهال هغه په دغه هیواد کې یوه زړوره سیاستواله بللې. شهباز شریف ویلي، هغې د دغه هیواد په سیاسي ډګر کې ستر بدلونونه راوستلي.

د پاکستان لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیره بېنظیر بوټو د ۲۰۰۷ زیږدیز کال د ډیسمبر په ۲۷مه نېټه په راولپنډۍ کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال په ډزو ووژل شوه.

هغې په نويېمو کلونو کې دوه ځله د پاکستان د لومړۍ وزیرې په توګه ټاکنې وګټلې او په اسلامي‌ هېوادونو کې هغه مهال لومړنۍ ښځینه واکمنه وګڼل شوه.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د بېنظیر بوټو د وژل کېدو د ۱۷م تلین په مناسبت هغه «د ډیموکراسۍ پلوۍ او د پاکستان په سیاست کې د سترو بدلونونو» راوستونکې بللې ده.

بېنظیر بوټو په ۱۹۵۳ زیږدیز کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې زیږیدلې وه. د هغې پلار ذوالفقار علي بوټو هم د پاکستان ولسمشر پاتې شوی و ؛خو د یوې پوځي کودتاه په ترڅ یې حکومت ړنګ او بیا په دار وځړول شو.

د بېنظیر بوټو خاوند اصف علي زرداري دا مهال د پاکستان د ولسمشر په توګه دنده ترسره کوي چې په پاکستان کې د سیاسي لوبو لوی لوبغاړی بلل کیږي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: د صنعا پر هوايي ډګر برید یمن کې د بشري مرستو بهیر له ګواښ سره مخ کړ

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر صنعا نړۍوال هوايي ډګر د اسراییل د وروستیو بریدونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې. دغو بریدونو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هوایي خدمتونو (UNHAS) پر عملیاتو منفي اغېزه کړې ده.

په دغو بریدونو کې د خوړو نړۍوال پروګرام د هوایي خدمتونو یو غړی ټپي شوی، چې دا مهال تر درملنې لاندې دی.

دغې ادارې ټینګار کړی چې «بشري عملیات او کارکوونکي باید د جګړې هدف ونه ګرځول شي» او له ټولو ښکېلو خواوو یې غوښتي چې نړۍوال بشري قانون ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هوایي خدمتونو (یو‌این‌ایچ‌اې‌ایس) په یمن او نړۍ کې د بشري مرستو رسولو لپاره یوه مهمه وسیله بلل کېږي او اړمنو کسانو ته د مرستو په رسولو کېبنستيز رول لري.

دا مهال د دغو خدمتونو پر وړاندې وروستیو محدودویتونو یمن ته د بشري مرستو د رسولو پر فعالیتونو اندیښنې راپورته کړې دي.

یمن د پراخ بشري کړکېچ سره مخ دی او د خوړو نړۍوال پروګرام له ټولو اړخونو غوښتنه کړې چې د بشري عملیاتو او کارکوونکو امنیت یقیني کړي.

دغه راز دوی د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کړې چې له هر ډول هغه پوځي اقدام څخه ډډه وکړي ‌چې د بشري مرستو او مرستندویه ادارو مخه نیسي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي یمن کې پر حوثیانو د اسراییل په تازه بریدونو اندېښنه څرګنده کړه

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۰۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش، د یمن او اسراییل ترمنځ د شخړو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د سملاسي اوربند تر څنګ یې د نړۍوالو قوانینو د درناوي غوښتنه وکړه. نوموړي په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه هم خبرداری ورکړ.

ښاغلي ګوټریش په یوه خبرپاڼه کې د صنعا نړۍوال هوايي ډګر، د سره سمندرګي بندرونو او د یمن د برېښنا سټېشنونو پر هوایي بریدونو سخته اندیښنه څرګنده کړې. او د هغه په وینا؛ په دغو بریدونو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

خو تازه خپاره شوي معلومات ښيي، چې په دغو بریدونو کې شپږ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې په دغو بریدونو کې د دغه سازمان د بشري مرستو د هوایي خدمتونو یو غړی هم ټپي شوی دی.

دغه بریدونه هغه مهال شوي چې د روغتیا نړۍوال سازمان د مشر ډاکټر ټیډروس اډانوم په مشرۍ یوه لوړپوړې پلاوی په صنعا هوايي ډګر کې حاضر و.

دغه پلاوی د یمن د بشري وضعیت او د ملګرو ملتونو د نیول شویو کارکوونکو او نورو کسانو د خوشې کېدو په تړاو یمن ته تللی و.

ګوټریش د حوثیانو له لوري په تېرو کلونو کې د سره سمندرګي په سیمه کې د فعالیتونو یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې دا کړنې د ملکي وګړو ژوند، د سیمې ثبات او د سمندري تګ راتګ ازادۍ ته جدي ګواښ پېښوي.

هغه یو ځل بیا له ټولو اړخونو وغوښتل چې له پوځي لارو کارولو ډډه وکړي او تر ټولو زیات زغم وښيي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار وکړ چې نړۍوال قوانین باید مراعت شي او د ملکي وګړي تر څنګ د بشري مرستو کارکوونکي باید په نښه نه شي.

دغه پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي چې د یمن بشري وضعیت د اوږدې جګړې او کلابندۍ له امله تر بل هر وخت زیات کړکېچن بلل کېږي.

په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو د اسراییل په بریدونو کې شپږ تنه وژل شوي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۲:۳۹ GMT+۰

د سبا خبري اژانس ویلي، چې په یمن کې د حوثیانو تر واک لاندې د صنعا او حدیده په هوایي ډګرونو د اسراییل په بریدونو کې د پنجشنبې په ورځ شپږ تنه وژل شوي او څلویښت نور ټپیان شوي دي.

حوثیانو ویلي چې دوی چمتو دي چې د اسراییل بریدونو ته چټک ځواب ورکړي او د «د کړکېچ زیاتېدو ته به په کړکېچ زیاتېدو» سره ځواب ورکړي.

اسراییل د پنجشنبې په ورځ په یمن کې د صنعا د نړۍوال هوايي ډګر په ګډون د ایران په ملاتړ حوثیانو پورې تړلي څو هدفونه په نښه کړل.

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم ګیبریوس وویل چې هغه د صنعا په هوایی ډګر کې په الوتکه کې د سپرېدو په حال کې و چې برید وشو.

ټیډروس وویل چې هغه یمن ته تللی ترڅو د ملګرو ملتونو د بندي شويو کارمندانو خوشې کولو په اړه خبرې وکړي او د بشري وضعیت ارزونه وکړي.

د یمن پلازمینه صنعا نړۍوال هوايي ډګر، د حدیده بندر او د حوثیانو د تیلو تاسیسات د دغو بریدونو په هدفونو کې ول.

د اسراییل پوځ په یوه بیان ویلي، چې دغه عملیات د دغه هېواد د پوځ د لوی درستیز، د دفاع وزیر او د دغه هېواد د لومړي وزیر له تایید وروسته ترسره شوي.

د صنعا پر هوايي ډګر او د ایران په ملاتړ د یمن حوثیانو پر مرکزونو له بریدونو څو ساعته وروسته د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له ۱۴ چینل سره په مرکه کې وویل: «له هغوی سره زموږ کار اوس پیل شوی دی.»

په وروستیو ورځو کې د یمن حوثیانو پر اسراییل د توغندیو او ډرون بریدونو ته زور ورکړی دی. ډیری دا توغندي د اسراییل د دفاعي سیسټم لخوا شنډ او له منځه وړل شوي، خویو شمیر نور یې په اسراییل کې په ځینو ځایونو لګېدلي هم دي.