• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو د اسراییل په بریدونو کې شپږ تنه وژل شوي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۲:۳۹ GMT+۰

د سبا خبري اژانس ویلي، چې په یمن کې د حوثیانو تر واک لاندې د صنعا او حدیده په هوایي ډګرونو د اسراییل په بریدونو کې د پنجشنبې په ورځ شپږ تنه وژل شوي او څلویښت نور ټپیان شوي دي.

حوثیانو ویلي چې دوی چمتو دي چې د اسراییل بریدونو ته چټک ځواب ورکړي او د «د کړکېچ زیاتېدو ته به په کړکېچ زیاتېدو» سره ځواب ورکړي.

اسراییل د پنجشنبې په ورځ په یمن کې د صنعا د نړۍوال هوايي ډګر په ګډون د ایران په ملاتړ حوثیانو پورې تړلي څو هدفونه په نښه کړل.

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم ګیبریوس وویل چې هغه د صنعا په هوایی ډګر کې په الوتکه کې د سپرېدو په حال کې و چې برید وشو.

ټیډروس وویل چې هغه یمن ته تللی ترڅو د ملګرو ملتونو د بندي شويو کارمندانو خوشې کولو په اړه خبرې وکړي او د بشري وضعیت ارزونه وکړي.

د یمن پلازمینه صنعا نړۍوال هوايي ډګر، د حدیده بندر او د حوثیانو د تیلو تاسیسات د دغو بریدونو په هدفونو کې ول.

د اسراییل پوځ په یوه بیان ویلي، چې دغه عملیات د دغه هېواد د پوځ د لوی درستیز، د دفاع وزیر او د دغه هېواد د لومړي وزیر له تایید وروسته ترسره شوي.

د صنعا پر هوايي ډګر او د ایران په ملاتړ د یمن حوثیانو پر مرکزونو له بریدونو څو ساعته وروسته د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له ۱۴ چینل سره په مرکه کې وویل: «له هغوی سره زموږ کار اوس پیل شوی دی.»

په وروستیو ورځو کې د یمن حوثیانو پر اسراییل د توغندیو او ډرون بریدونو ته زور ورکړی دی. ډیری دا توغندي د اسراییل د دفاعي سیسټم لخوا شنډ او له منځه وړل شوي، خویو شمیر نور یې په اسراییل کې په ځینو ځایونو لګېدلي هم دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

پوتین: سلواکیا چمتو ده چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو کوربه توب وکړي

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۰:۳۴ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د سلواکیا لومړی وزیر په راتلونکي کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د خبرو د کوربه توب وړاندیز کړی دی. د سلواکیا د دریځ د هرکلي پرمهال، نوموړي وویل چې روسیه د دې وړاندیز "خلاف" نه ده.

د سلواکیا لومړی وزیر رابرټ فیتزو، چې له روسیې سره ښې اړیکې لري د ډسمبر په ۲۲مه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل.

د هغه دا سفر په داسې حال کې کیږي، چې لویدیځ هڅه کوي چې پوتین ګوښه او د کییف په ملاتړ سره متحد شي.

سلواکیا چې د اروپايي ټولنې او ناټو غړی هېواد دی، له ۲۰۲۳ میلادي کال راهیسې له اوکراین سره پوځي مرستې وځنډولې او د سولې د خبرو غوښتنه یې وکړه.

فیتسو سلواکیا ته د روسیې د طبیعي ګازو د اکمالاتو د انتقال په اړه د کییف پر مخالفت انتقاد کړی، خو د اوکراین ولسمشر ویلي چې سلواکیا چمتو نه ده چې د روسیې پر تېلو او ګازو خپله تکیه کمه کړي.

اوکراین له خپلې خاورې څخه سلواکیا ته د روسیې د ګازو د انتقال له غځولو سره مخالفت کړی او شته قرارداد به په څو ورځو کې پای ته ورسیږي.

پوتین وویل، چې اوکراینیان د روسیې د ګازو د قرارداد په پای ته رسولو سره اروپا ته سزا ورکوي. خو کییف په دې باور دی چې له روسیې څخه د انرژۍ اخیستل به په اوکراین کې د دې جګړې د ماشین تمویل کې مرسته وکړي.

پوتین وړاندیز وکړ، چې هغه چمتو دی چې اروپایی اتحادیې ته د اروپا پایپ لاین له لارې ګاز چمتو کړي.

د جرمني په ګډون ډېری اروپایی هېوادونو د اړتیا وړ ګازو د رسولو لپاره نورو سرچینو لکه قطر ته مخه کړې ده. د امریکا منتخب ولسمشر ټرمپ ویلي، اروپايي هېوادونه باید له امریکا څخه نور تېل او ګاز واخلي.

هندۍ ورځپاڼې لیکلي، چې بنسټپالنه د پاکستان په زیان تمامه شوې ده

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۴۷ GMT+۰

هندوستان ټایمز په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې په پکتیکا کې د پاکستان هوايي بریدونه د اسلام اباد او افغان طالبانو ترمنځ د بي ساري ترینګلتیا ښکارندويي کوي. د دغې ورځپاڼې په وینا دا برید په راولپنډۍ کې له امنیتي تاسیساتو سره د طالبانو په وفادارۍ کې د بدلون څرګندونه هم کوي.

طالبان وايي، د سې شنبې په ماښام د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو په برید کې د ۲۷ ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶کسان وژل شوي دي.

د دغه برید په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او همدا ډول د طالبانو پوځي چارواکو هم وویل، چې دغه برید به بې ځوابه پرې نه ږدي.

هندوستان ټایمز په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې دغه برید د دې لامل شو، چې طالبان، چې د پاکستاني سیاستوالو او جنرالانو روزل شوي خلک دي، د افغانستان له ملي حاکمیت څخه د سرغړونې پر ضد اعتراض وکړي. دې ورځپاڼې زیاته کړې، چې د طالبانو دغه برید د افغانستان د حاکمیت پر وړاندې ننګونه بلل شوې او د دې ډلې غبرګون د پاکستاني جنرالانو په وړاندې د طالبانو د وفادارۍ د بدلون لامل شوی.

پاکستان وايي، د دوی جنګي الوتکو په پکتیکا کې پر څلورو هغو ځایونو بریدونه کړي چې د تحریک طالبان پاکستان پټنځایونه په کې وو.

دا بریدونه په داسې وخت کې شوي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل ته د دې لپاره سفر کړی و، چې د ډېپلوماټیکو اړیکو بیا پیل وکړي، چې د هندوستان ټایمز په وینا، یو کال وړاندې د پاکستاني جیټ بریدونو له امله ځنډول شوې وې.

کله چې درې کاله وړاندې طالبانو یو بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، د پاکستان په سیاسي حلقو کې ځینو په ښکاره توګه دغه چاره ولمانځله، د هغه وخت لومړي وزیر عمران خان ادعا وکړه چې د افغانستان خلکو «د غلامۍ زنځیرونه مات کړي دي.»

خو د هندۍ ورځپاڼې په وینا، کارونه د اسلام اباد له هیلو سره سم نه شول او داسې ښکاریده چې طالبانو یوه خپلواکه لاره خپله کړې او له دې تصوره لیرې شوي چې ګواکې د پاکستان په پوځ پورې تړلي دي، چې له لسیزو راهیسې یې د دې ډلې ملاتړ کاوه.

د هندوستان ټایمز په وینا، د دې بدلون ښکاره څرګندونه د تحریک طالبان پاکستان د ځپلو لپاره د طالبانو انکار دی چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د خېبر پښتونخوا په ایالت کې یې د طالبانو تر کنټرول وروسته خپل عملیات بیا پیل کړل.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې د طالبانو په چلند کې دا بدلون د پاکستان پوځ ته د منلو وړ نه دی، چې له څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د هند پر وړاندې د توازن په توګه د ستراتیژیک ژوروالي نظریه ترویج کوي.

د اسلام اباد لپاره د طالبانو درس

هندوستان ټایمز لیکلي، دلته باید زده کړل شي چې بنسټپالنه د پاکستان په تاوان بدله شوې ده. ورځپاڼه زیاتوي: «طالبان د پاکستاني سیاستوالو او جنرالانو له خوا د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه راپورته کړي وو. دې کار د بنسټپالنې او ترهګرۍ د ودې لپاره مناسب چاپیریال رامینځته کړ چې له هغه وخت راهیسې یې پاکستان او د سویلي اسیا ځینې برخې وګواښلې او بې ثباته کړي.»

د دې ورځپاڼې په باور، دې ته په پام سره چې طالبان د هند په ګډون له نورو هېوادونو سره د اړیکو ټینګولو په لټه کې دي، وروستي بریدونه ښايي د تاوتریخوالي لامل شي.

هندوستان ټایمز په پای کې ویلي چې د پاکستان لپاره دا یوه شیبه ده چې د وسله والو د نسل په اړه خپل ریکارډ منعکس کړي او خپله لاره سمه کړي. په ورته وخت کې هغه طالبانو ته مشوره ورکوي چې له افغانستانه د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي.

د پانامې ولسمشر: له امریکا سره د پانامې کانال په اړه خبرې نه کوو

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۳۵ GMT+۰

د پانامې ولسمشر جوزي رایول مولینود متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه ګواښونه رد کړل چې متحده ایالات کولی شي پر پانامې کانال خپل کنټرول ترلاسه کړي، نوموړي وویل:«د خبرو کولو لپاره هېڅ هم نشته.»

جوزي رایول مولینو د پنجشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د کښتیو لپاره د کانالونو د لګښتونو د کمولو احتمال رد کړ او دا یې هم رد کړه چې چین د اتلانتیک او ارام سمندر سره د حیاتي اوبو په لاره کې نفوذ لري.

مولینو په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل: «که چیرې اراده خبرې کول وي، نو د خبرو کولو لپاره هېڅ نه شته.»

نوموړي زیاته کړه: «کانال د پانامې دی او د پانامایانو پورې اړه لري. د دې حقیقت په اړه د هېڅ ډول خبرو اترو د پرانیستلو امکان نشته.»

دا څرګندوې وروسته له هغې کیږي، چې ټرمپ ګواښ وکړ، چې د پانامې کانال کنټرول به بیرته ترلاسه کړي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کرسمس په مناسبت په خپل پیغام کې د چین د ځواکونو له خوا د پاناما کانال پر کنټرول نیوکه وکړه او په ګرینلنډ کې یې د امریکا د شتون غوښتنه وکړه.

په ۱۹۹۹ کې د پانامې کانال اداري کنټرول د متحده ایالاتو په واک کې و، چې وروسته یې بیا پانامې ته ورسپاره.

سږ کال تر ۱۰ زرو زیات پناه غوښتونکي هسپانیې ته د تلو پر مهال مړه شوي دي

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۴۶ GMT+۰

په هسپانیه کې د پناه غوښتونکو د حقونو یوه سازمان د پنجشنبې په ورځ وویل، چې سږ کال تر ۱۰ زرو زیات پناه غوښتونکي د سمندر له لارې هسپانیې ته د رسېدو په هڅه کې مړه شوي دي. د دغه سازمان د راپور له مخې د تېر کال په پرتله د پناه غوښتونکو د مړینې شمېر ۵۸ سلنه ډېر شوی دی.

د ډسمبر تر ۱۵مې نېټې پورې د اتلانتیک سمندر په لاره کې چې د پناه غوښتونکو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطرناکه لاره بلل کیږي، تر لس زرو زیات کسان مړه شوي دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، په مړو شویو کې یو زره او ۵۳۸ ماشومان او ۴۲۱ ښځې شاملې دي.

د پناه غوښتونکو د ډوبیدو ډېری پیښې د روان کال په اپریل او مۍ میاشتو کې شوي دي.

د هسپانیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د روان کال د ډسمبر تر ۱۵مې نېټې پورې څه باندې ۵۷ زره او ۵۰۰ پناه غوښتونکي په کښتیو کې هسپانیې ته رسیدلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله کابو ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

سرچینې: د روسیې هوايي دفاعي سیستم د اذربایجان الوتکه نسکوره کړې ده

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۷ GMT+۰

څلورو باخبره سرچینو رویټرز خبري اژانس ته وویل، کومه اذربایجاني الوتکه چې په قزاقستان کې نسکوره شوې وه او له امله یې ۳۸ کسان ووژل شول، د روسیې دفاعي ځواک نسکوره کړې ده.

اذربایجاني الوتکه د چهارشنبې په ورځ د قزاقستان د اکتاو ښار ته نږدې د ډزو په پایله کې د سویلي روسیې له یوې سیمې څخه د وتلو وروسته ولویده چیرې چې مسکو په مکرر ډول د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو پر وړاندې د هوایی دفاع سیسټم کارولی دی.

یوې اذربایجانې سرچینې رویټرز ته وویل، چې لومړنۍ پایلې ښیې چې الوتکه د روسیې د Pantsir-S هوایی دفاعي سیسټم له خوا ویشتل شوې.

سرچینې وویل: "هېڅوک دا ادعا نه کوي چې دا په قصدي ډول ترسره شوي. مګر، د ثابتو شواهدو په پام کې نیولو سره، باکو تمه لري چې روسیه د اذربایجان د الوتکې د ویشتلو په اړه اعتراف وکړي."

د قزاقستان د ټرانسپورټ وزیر مارات کارابایوف د یادې پېښې په اړه تېره ورځ رسنیو ته وویل، "په الوتکه کې ۶۷ کسان سپاره وو، چې ۶۲ مسافر او پنځه د عملې غړي وو، چې ۳۸ کسان په کې مړه شوي او ۲۹ نور ژوندي پاتې دي.
په دغه الوتکه کې د ازربایجان، قرغزستان، روسیې او قزاقستان اوسېدونکو سفر کاوه.