• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پانامې ولسمشر: له امریکا سره د پانامې کانال په اړه خبرې نه کوو

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۳۵ GMT+۰

د پانامې ولسمشر جوزي رایول مولینود متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه ګواښونه رد کړل چې متحده ایالات کولی شي پر پانامې کانال خپل کنټرول ترلاسه کړي، نوموړي وویل:«د خبرو کولو لپاره هېڅ هم نشته.»

جوزي رایول مولینو د پنجشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د کښتیو لپاره د کانالونو د لګښتونو د کمولو احتمال رد کړ او دا یې هم رد کړه چې چین د اتلانتیک او ارام سمندر سره د حیاتي اوبو په لاره کې نفوذ لري.

مولینو په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل: «که چیرې اراده خبرې کول وي، نو د خبرو کولو لپاره هېڅ نه شته.»

نوموړي زیاته کړه: «کانال د پانامې دی او د پانامایانو پورې اړه لري. د دې حقیقت په اړه د هېڅ ډول خبرو اترو د پرانیستلو امکان نشته.»

دا څرګندوې وروسته له هغې کیږي، چې ټرمپ ګواښ وکړ، چې د پانامې کانال کنټرول به بیرته ترلاسه کړي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کرسمس په مناسبت په خپل پیغام کې د چین د ځواکونو له خوا د پاناما کانال پر کنټرول نیوکه وکړه او په ګرینلنډ کې یې د امریکا د شتون غوښتنه وکړه.

په ۱۹۹۹ کې د پانامې کانال اداري کنټرول د متحده ایالاتو په واک کې و، چې وروسته یې بیا پانامې ته ورسپاره.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

سږ کال تر ۱۰ زرو زیات پناه غوښتونکي هسپانیې ته د تلو پر مهال مړه شوي دي

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۴۶ GMT+۰

په هسپانیه کې د پناه غوښتونکو د حقونو یوه سازمان د پنجشنبې په ورځ وویل، چې سږ کال تر ۱۰ زرو زیات پناه غوښتونکي د سمندر له لارې هسپانیې ته د رسېدو په هڅه کې مړه شوي دي. د دغه سازمان د راپور له مخې د تېر کال په پرتله د پناه غوښتونکو د مړینې شمېر ۵۸ سلنه ډېر شوی دی.

د ډسمبر تر ۱۵مې نېټې پورې د اتلانتیک سمندر په لاره کې چې د پناه غوښتونکو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطرناکه لاره بلل کیږي، تر لس زرو زیات کسان مړه شوي دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، په مړو شویو کې یو زره او ۵۳۸ ماشومان او ۴۲۱ ښځې شاملې دي.

د پناه غوښتونکو د ډوبیدو ډېری پیښې د روان کال په اپریل او مۍ میاشتو کې شوي دي.

د هسپانیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د روان کال د ډسمبر تر ۱۵مې نېټې پورې څه باندې ۵۷ زره او ۵۰۰ پناه غوښتونکي په کښتیو کې هسپانیې ته رسیدلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله کابو ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

سرچینې: د روسیې هوايي دفاعي سیستم د اذربایجان الوتکه نسکوره کړې ده

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۷ GMT+۰

څلورو باخبره سرچینو رویټرز خبري اژانس ته وویل، کومه اذربایجاني الوتکه چې په قزاقستان کې نسکوره شوې وه او له امله یې ۳۸ کسان ووژل شول، د روسیې دفاعي ځواک نسکوره کړې ده.

اذربایجاني الوتکه د چهارشنبې په ورځ د قزاقستان د اکتاو ښار ته نږدې د ډزو په پایله کې د سویلي روسیې له یوې سیمې څخه د وتلو وروسته ولویده چیرې چې مسکو په مکرر ډول د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو پر وړاندې د هوایی دفاع سیسټم کارولی دی.

یوې اذربایجانې سرچینې رویټرز ته وویل، چې لومړنۍ پایلې ښیې چې الوتکه د روسیې د Pantsir-S هوایی دفاعي سیسټم له خوا ویشتل شوې.

سرچینې وویل: "هېڅوک دا ادعا نه کوي چې دا په قصدي ډول ترسره شوي. مګر، د ثابتو شواهدو په پام کې نیولو سره، باکو تمه لري چې روسیه د اذربایجان د الوتکې د ویشتلو په اړه اعتراف وکړي."

د قزاقستان د ټرانسپورټ وزیر مارات کارابایوف د یادې پېښې په اړه تېره ورځ رسنیو ته وویل، "په الوتکه کې ۶۷ کسان سپاره وو، چې ۶۲ مسافر او پنځه د عملې غړي وو، چې ۳۸ کسان په کې مړه شوي او ۲۹ نور ژوندي پاتې دي.
په دغه الوتکه کې د ازربایجان، قرغزستان، روسیې او قزاقستان اوسېدونکو سفر کاوه.

د هند پخوانی لومړی وزیر من موهن سنګ د ۹۲ کلونو په عمر ومړ

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۱ GMT+۰

د هند پخوانی لومړی وزیر من موهن سنګ د ۹۲ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. من موهن سنګ له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د هند لومړی وزیر و.

د رویټرز د راپور له مخې، من موهن سنګ د روغتیا له خرابېدو وروسته له تېرو څو ورځو راهیسي د نوي ډیلي په یوه روغتون کې بستر وو.

د هند د سيکانو لومړی وزير من موهن سنګ په ۱۹۳۲ کال کې د چکوال ولسوالۍ چې اوس د پاکستان برخه ده په يوه کلي کې زېږېدلی او تر څلورم ټولګي پورې يې په دغه ولسوالۍ کې زده کړې کړي.

د پاکستان له جوړېدو وروسته یې کورنۍ هند ته ولاړه او هلته یې لوړې زده کړې وکړې. هغه د بریتانیا د اکسفورډ او کیمبرج پوهنتون څخه په اقتصاد کې تر دوکتورا خپلې زده کړې ورسولې.

نوموړی له ۲۰۰۴ تر ۲۰۱۴ کال پورې د هند لومړی وزیر و، د نوموړي اقتصادي تګلارې د هند د اقتصادي ودې لامل ګڼل کېږي.

اسراییلي هوایي بریدونو په یمن کې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۸ GMT+۰

اسراییلي پوځ وویل، چې د پنجشنبې په ورځ یې په یمن کې د صنعا نړۍوال هوايي ډګر او د لویدیځ ساحل په اوږدو کې د درې بندرونو په ګډون په یمن کې د ایران پلوه حوثي وسله والو څو هدفونه په نښه کړي دي.

بل خوا،حوثي وسله والو پورې تړلې المسیره ټلویزیون ویلي، چې په هوایي ډګر بریدونو کې دوه کسان وژل شوي، یو کس د بندر په بریدونو کې وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د یمن د حدیده، سلف او راس کناتیب په بندرونو کې پر پوځي بنسټونو د برید سربیره، اسراییلي پوځ وویل، چې د دغه هېواد د حزاز او راس کناتیب د برېښنا سټیشنونه یې هم په نښه کړي دي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو د بریدونو نه وروسته وویل: « اسراییل به خپل ماموریت ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړي تر څو دا ترهګریز ځواک مات کړو.»

روسیه وايي د اوکراین د سولې هر ډول تړون باید د مسکو امنیت تضمین کړي

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۵ GMT+۰

د روسيې د بهرنیوچارو وزير وایي، چې هېواد یې په اوکراین کې د جګړې د بندولو لپاره کمزوري اوربند ته لېواله نه دی، خو د یوې تلپاتې سولې لپاره دواړو لوریو ته قانون پلوه تړون غواړي، چې د روسيې او د هغې د ګاونډيانو امنیت تضمین کړي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزير سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ وویل، چې لنډ مهاله اوربند دوی ته شک پيدا کوي، چې دغه هېواد به د اوربند پر مهال د لويدیز له خوا بیا په وسلو سمبال شي.

لاوروف وویل: «موږ نهایتا قانوني تړونونو ته اړتیا لرو، چې د روسیې او زموږ د ګاونډیو د روا امنیتي ګټو د تضمین لپاره ټول شرایط برابر کړي.»

نوموړي ويلي، چې مسکو غواړي داسي قانوني تړون برابر کړي، چې «هيڅ لوری له دغه تړون نه بیا سرغړونه ونه کړي.»

رويټرز تېره میاشت په خپل يوه راپور کې ويلي و، چې ولسمشر ولاديمير پوتین له ډونالډ ټرمپ سره د اوکراین د اوربند د موافقې په اړه خبرو ته چمتو دی.

د پوتين شرط دادی، چې ځمکني امتیازات نه ورکوي او کیېف به له ناټو سره نه يو ځای کېږي.

پوتین تیره اونۍ وویل، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه په احتمالي خبرو کې د اوکراین په اړه جوړجاړي ته چمتو دی او له اوکرایني چارواکو سره د خبرو د پیل لپاره هیڅ شرط نه لري.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل، چې پوتین غواړي له هغه سره وويني، خو روسیه وايي د ټرمپ له راتلونکې ادارې سره یې هیڅ ډول تماس نه دی نیولی.

د ټرمپ د اوکراین استازی متقاعد ډګر جنرال کیت کیلوګ به د جنورۍ په لومړیو کې کیېف او یو شمیر نورو اروپایی پلازمینو ته سفر وکړي.

د امریکا راتلونکې اداره هڅه کوي د روسیې او اوکراین جګړه ژر پای ته ورسوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمير زیلينسکي د یکشنبې په ورځ ويلي، چې په ناټو کې غړيتوب «د لاسته راوړلو وړ» دی خو په دې برخه کې د متحدينو د قانع کولو لپاره به مبارزه کوي.

مسکو بیا وايي، په ناټو کې د اوکراین د یوځای کېدو احتمال د دغو بریدونو اصلي لامل دی او په ناټو کې د اوکراین غړیتوب به د سولې هر ډول تړون ناشونی کړي.