• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییلي هوایي بریدونو په یمن کې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۸ GMT+۰

اسراییلي پوځ وویل، چې د پنجشنبې په ورځ یې په یمن کې د صنعا نړۍوال هوايي ډګر او د لویدیځ ساحل په اوږدو کې د درې بندرونو په ګډون په یمن کې د ایران پلوه حوثي وسله والو څو هدفونه په نښه کړي دي.

بل خوا،حوثي وسله والو پورې تړلې المسیره ټلویزیون ویلي، چې په هوایي ډګر بریدونو کې دوه کسان وژل شوي، یو کس د بندر په بریدونو کې وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د یمن د حدیده، سلف او راس کناتیب په بندرونو کې پر پوځي بنسټونو د برید سربیره، اسراییلي پوځ وویل، چې د دغه هېواد د حزاز او راس کناتیب د برېښنا سټیشنونه یې هم په نښه کړي دي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو د بریدونو نه وروسته وویل: « اسراییل به خپل ماموریت ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړي تر څو دا ترهګریز ځواک مات کړو.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

روسیه وايي د اوکراین د سولې هر ډول تړون باید د مسکو امنیت تضمین کړي

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۵ GMT+۰

د روسيې د بهرنیوچارو وزير وایي، چې هېواد یې په اوکراین کې د جګړې د بندولو لپاره کمزوري اوربند ته لېواله نه دی، خو د یوې تلپاتې سولې لپاره دواړو لوریو ته قانون پلوه تړون غواړي، چې د روسيې او د هغې د ګاونډيانو امنیت تضمین کړي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزير سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ وویل، چې لنډ مهاله اوربند دوی ته شک پيدا کوي، چې دغه هېواد به د اوربند پر مهال د لويدیز له خوا بیا په وسلو سمبال شي.

لاوروف وویل: «موږ نهایتا قانوني تړونونو ته اړتیا لرو، چې د روسیې او زموږ د ګاونډیو د روا امنیتي ګټو د تضمین لپاره ټول شرایط برابر کړي.»

نوموړي ويلي، چې مسکو غواړي داسي قانوني تړون برابر کړي، چې «هيڅ لوری له دغه تړون نه بیا سرغړونه ونه کړي.»

رويټرز تېره میاشت په خپل يوه راپور کې ويلي و، چې ولسمشر ولاديمير پوتین له ډونالډ ټرمپ سره د اوکراین د اوربند د موافقې په اړه خبرو ته چمتو دی.

د پوتين شرط دادی، چې ځمکني امتیازات نه ورکوي او کیېف به له ناټو سره نه يو ځای کېږي.

پوتین تیره اونۍ وویل، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه په احتمالي خبرو کې د اوکراین په اړه جوړجاړي ته چمتو دی او له اوکرایني چارواکو سره د خبرو د پیل لپاره هیڅ شرط نه لري.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل، چې پوتین غواړي له هغه سره وويني، خو روسیه وايي د ټرمپ له راتلونکې ادارې سره یې هیڅ ډول تماس نه دی نیولی.

د ټرمپ د اوکراین استازی متقاعد ډګر جنرال کیت کیلوګ به د جنورۍ په لومړیو کې کیېف او یو شمیر نورو اروپایی پلازمینو ته سفر وکړي.

د امریکا راتلونکې اداره هڅه کوي د روسیې او اوکراین جګړه ژر پای ته ورسوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمير زیلينسکي د یکشنبې په ورځ ويلي، چې په ناټو کې غړيتوب «د لاسته راوړلو وړ» دی خو په دې برخه کې د متحدينو د قانع کولو لپاره به مبارزه کوي.

مسکو بیا وايي، په ناټو کې د اوکراین د یوځای کېدو احتمال د دغو بریدونو اصلي لامل دی او په ناټو کې د اوکراین غړیتوب به د سولې هر ډول تړون ناشونی کړي.

په غزه کې د اسراییل د هوايي بریدونو له امله نن ۲۱ تنه وژل شوي

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۶ GMT+۰

د غزې چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د اسراییل په هوايي بریدونو کې نن پنجشنبه ۲۱ تنه وژل شوي.په دغو بریدونو کې اسراییل پنځه خبریالان هم په نښه کړي.

په غزه کې ډاکټرانو وویل چې د غزې ښار په زیتون سیمه کې پر یوه کور د اسراییل په هوايي برید کې اته کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

چارواکي وايي، د غزې ښار په صبرا سیمه کې هم اسراییلي الوتکو یو کور په نښه کړی، چې اته کسان پکې وژل شوي او په دې توګه د پنجشنبې ورځې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۱ ته رسیږي.

د فلسطین د خبریالانو اتحادیې وویل چې د اسراییل یوه برید د "القدس ټوډې" ټلویزیوني چینل پنځه خبریالان وژلي چې په یوه خپرندویه موټر کې د "العوده" روغتون مخې ته په النصیرات کډوالو کمپ کې موجود وو.

د رویټرز د رپوټ له مخې، له سیمې په خپره شوې ویډیو کې د یوه سپین موټر سوځېدلې تنه ښودل کیږي چې پر شا یې د پرېس کلمه په سره رنګ لیکل شوې ده.

د اتحادیې په وینا، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له جګړې راهیسې، د اسراییلي بریدونو له امله تر اوسه له۱۹۰ زیات فلسطیني خبریالان وژل شوي دي.

د غزې مېشت ټلویزیوني چینل دغه برید "عام وژنه" وبلله او په ټیلیګرام کې یې وویل چې دغه پنځه کسان د خپلو خبري او انساني دندو د ترسره کولو پر مهال وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ وویل: « موږ په نصیرات سیمه کې د اسلامي جهاد ترهګرې ډلې پر موټر دقیق برید کړی دی».

د پاکستان پوځ وايي، په سوېلي وزیرستان کې یې ۱۳ وسله وال وژلي دي

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۱۷ GMT+۰

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ وویل چې په سوېلي وزیرستان کې یې ۱۳ وسله وال وژلي دي. د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، دغه وسله وال د سوېلي وزيرستان په سره راغه سيمه کې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

څو ورځې وړاندې همدې سیمې ته څېرمه پر یوې پوستې د وسله والو په برید کې ۱۶ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي وو.

پاکستاني رسنیو او د وزیرستان اوسیدونکو ویلي، چې د پاکستان پوځ د عملیاتو د پیلولو لپاره لږ تر لږه د درېیو کلیو اوسیدونکي ایستلي دي.

په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د وسله والو بریدونه زیات شوي دي. د پاکستان د بلوچستان په کیچ سیمه کې تېره ورځ د یوه ماین په چاودنه کې دوه پاکستاني امنیتي عسکر ووژل شول او څو نور ټپیان شول.

پاکستاني رسنیو تیره ورځ ویلي چې دغو عسکرو د قطر د شاهي کورنۍ د هغو غړو ساتنه کوله چې سیمې ته د ښکار لپاره تللي وو.

د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر: په کورمه کې د ۱۰۰ ماشومانو د مړه کېدو خبر دروغ دی

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۲۴ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر محمد علي سیف په کورمه کې د درملو د کموالي له امله د ۱۰۰ ماشومانو د مړینې خبرونه دروغ بللي دي. تر دې وړاندې د کورمې یوه ځايي چارواکي اغا مزمل ويلي و، چې د لارو بندېدو له امله له ۱۰۰ زيات ماشومان مړه شوي.

د پاکستان جیونیوز ټلویزیون د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر محمد علي سیف له قوله راپور ورکړی او ویلي یې دي، چې ښاغلي سیف په خپل یوه بیان کې څرګنده کړه، چې هره ورځ ټول اړین درمل سیمې ته لېږدول کیږي او اوس د پخوا پرتله حالت تر کنټرول لاندې دی.

کورمه کې ځايي خبریالان وايي، چې کوهاټ کې د کورمې د وضعیت د سمولو لپاره ځنډول شوې جرګه نن بیرته په خپل کار پیل کوي.

له ۸۰ ورځو راهیسې د کورمې او پېښور تر منځ غځېدلې لویه لاره د هر ډول تګ راتګ په مخ تړل شوې او اوس د صوبايي حکومت له لوري اړینې چارې د هوايي امبولانس (هیلېکوپتر) پر مټ ترسره کیږي.

‏ پاړه چنار کې د سړکونو د بندولو پر ضد له یوې اوونۍ راهیسې د خلکو اعتراضي پرلت روان دی.

د کورمې ولسوال جاويدالله محسود وايي، روغتونونو ته د درملو رسولو او پېښور ته د ناروغانو د رسولو لپاره د هيلېکوپتر خدمتونه روان دي او د حالاتو تر سمېدو به اړینې چارې د هوا له لارې ترسره کیږي.

اېنډېپېنډنټ : د امریکا له خوا پاتې شوي هاموې ټانکونه د ویجاړېدو په حال کې دي

۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۶ GMT+۰

اېنډېپېنډنټ ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو پرمهال په افغانستان کې د ۷،۲ میلیارد ډالرو څخه ډېر پوځي تجهیزات پاتې شوي و.

د ارپن رای د راپور له مخې، د دغه تجهیزاتو ډېره برخه د طالبانو په لاس کې ده او ډېری یې د ویجاړېدو او کباړ کېدو په حال کې دي.

د اېنډېپېنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا له لورې په افغانستان کې پاتې شوې سلګونه امریکايي هاموې ټانکونه اوس په خځلو کې پراته دي او په خراب حالت کې د طالبانو په واک کې دي.

دوی وايي، طالبان له دغو امریکايي هاموې ټانکونو څخه د خپل پوځي نښې د کمپاین په توګه استفاده کوي.

دغه ورځپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان له څو ولایتونو څخه د سپوږمکۍ له لارې په اخیستل شویو تازه انځورونو کې ښکاري، چې دغه امریکايي هاموې ټانکونه ویجاړ شوي، پرزې یې خلاصې شوي او په تازه هوا کې د ودانیو په شاوخوا کې پراته دي.

د دغه راپور له مخې، امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه د ګډوډ وتلو د وروستیو اونیو پرمهال هڅه وکړه، چې د کمپیوټري سیسټمونو په ګډون خپل ډېری پوځي تجهیزات ویجاړ او له منځه یوسي.

خو د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې طالبانو ته د امریکا له لورې د روزل شویو افغان ځواکونو تسلیمېدو او د پخواني جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته ډېر امریکايي پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ته ولیدل.

پنټاګون وايي، چې امریکایي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو پر مهال د ۷،۲ ملیارد ډالرو څخه زیات ارزښت لرونکي پوځي تجهیزات پرېښودل.

خو طالبان ډېری وخت دغه امریکايي پوځي تجهیزات په خپلو لویو نمایشي غونډو کې لکه د اګسټ په میاشت کې په بګرام پوځي اډه او ولایتونو کې نندارې ته وړاندې کوي.

د اېنډېپېنډنټ ورځپاڼې د کابل، کندهار، هرات، خوست او غزني ولایتونو څخه د سپوږمکۍ له لارې اخیستل شوي انځورونه څېړلي، چې په کې لیدل کېږي هاموې ټانکونه، رینجر موټرونه او پوځي توکي چې د امریکايي پوځیانو له لورې افغان پولیسو او اردو ته ورکړل شوي وو، پراته دي.

د دغه هاموې (زغره وال) ټانکونو ډېره برخه په کابل هوايي ډګر او د کندهار په هوايي ډګر کې لیدل شوي دي.

دغې رسنۍ په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې د سپوږمکۍ له لارې اخیستل شوي انځورونه سره پرتله کړي دي او وايي، ورستیو انځورونو کې لیدل کیږي، چې دغه امریکايي پوځي توکي په ډېر خراب حالت کې پراته دي.

استخباراتي څېړونکی او شنونکی قیس علمدار وايي، چې د افغانستان په لږ تر لږه ۲۰ سیمو کې د امریکا له لورې پاتې شوي هاموې ټانکونه او پوځي وسایل لیدل شوي دي.

نوموړی وايي:«د طالبانو له واکمنۍ څخه مخکې د انځورونو پرتله کول ښيي، چې دوی(طالبان» نور د ناټو د دې ګران بیه ماشینونو د ساتلو توان نلري او د دې لپاره ډېر دلیلونه شته، چې تر ډېره بریده ددغو وسایلو د ساتنې او د هغوی د چلولو لپاره د ګران بیه تیلو مصارف پوره کولی نه شي.»

ښاغلی علمدار وايي، چې طالبان واک ته د رسېدو په لومړیو څو میاشتو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د ګزمو لپاره د نورو موټرونو تر څنګ دا هاموې ټانکونه هم کارول، خو د وخت په تېرېدو سره داسې ښکاري، چې لسګونه یې ویجاړ کړي دي.

له دې سره، د تېر حکومت د جنايي جرمونو د څېړني د برخي یو افغان نظامي بسم الله تابان وايي، چې د هاموې ټانکونو د چلولو لپاره تېل ګران دي او د ترمیم لپاره یې پرزې د امریکا او اروپايي بازارونو څخه بهر ترلاسه کول ناشونې دي.

نوموړی زیاتوي:«دا یوازې د تېلو خبره نه ده، چې د یو عادي موټر په پرتله پنځه یا شپږ ځله ډېر مصرفوي، بلکې تاسو د هاموې یوه کوچنۍ برخه هم په افغان بازار کې نه شئ موندلی. د هاموې ساتنه ګرانه ده او په ریښتیا سره چې د طالبانو له توان څخه لوړ کار دی.»

اېنډېپېنډنټ وايي، د افغانستان په سرحدونو او امنیتي پوستو کې ولاړ هاموې له امریکا څخه غلا شوي ټانکونه دي.

دغه ورځپاڼه وايي، چې طالبانو د خپل ځواک په یوه نادره ننداره کې د طالبانو د جګپوړي وزیر خلیل الرحمان حقاني د جنازې د مراسمو د ساتنې لپاره د هاموې ټانکونو کتارونه هم جوړ کړي وو.

ژورنالېسته او د افغانستان په اړه شنونکې لین اوډونیل وايي، چې طالبان د پرزو د نشتوالي له امله دا هاموې ټانکونه په کباړ بدلوي.

د نوموړې په خبره، د سپوږمکۍ انځورونو څو هاموې ښودلي، چې پرزه شوي یا په بشپړه توګه تش شوي دي.

نوموړې دې پوښتنې ته په اشارې سره چې طالبانو څنګه وکولی شول د امریکا بلک هاک چورلکې بیا ترمیم کړي وویل، چې امریکا د پوځي تجهزاتو د بیا ترمیم په برخه د میلیاردونو ډالرو په لګښت افغان پوځیانو ته روزنه ورکړې وه.

په ورته مهال سیګار په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې امریکا د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د افغان امنیتي ځواکونو د پراختیا او ساتلو په برخه کې شاوخوا ۸۳ میلیارده ډالر مصرف کړی دی.

د تېر نظام د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج وايي، چې داسې اندېښني شته چې طالبان به وکولی شي د پاکستان او ایران په څېر ګاونډیو هېوادونو له لارې په تور بازار کې د پخوانیو امریکایي پوځي تجهیزاتو د پرزو په پلورلو سره خورا ډېري پیسي په لاس راوړي.

نوموړی وايي:«کله چې طالبانو د دفاع وزارت ډیپوګان ونیول، نو لوټ شوي ډېر شیان، وسلې، مهمات او د دې موټرو پرزې یې غلا کړې او ټول یې د پاکستان په تور بازارونو کې وپلورل.»

د سراج په خبره، ډېر ژر به طالبان د ناټو دغه هاموې ټانکونه د کباړ په څېر د پاکستان په بازارونو کې وپلوري، خو دا لا نه ده څرګنده چې وروسته به پاکستان دغه وسایل څه ډول وکاروي.