• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هندۍ ورځپاڼې لیکلي، چې بنسټپالنه د پاکستان په زیان تمامه شوې ده

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۴۷ GMT+۰

هندوستان ټایمز په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې په پکتیکا کې د پاکستان هوايي بریدونه د اسلام اباد او افغان طالبانو ترمنځ د بي ساري ترینګلتیا ښکارندويي کوي. د دغې ورځپاڼې په وینا دا برید په راولپنډۍ کې له امنیتي تاسیساتو سره د طالبانو په وفادارۍ کې د بدلون څرګندونه هم کوي.

طالبان وايي، د سې شنبې په ماښام د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو په برید کې د ۲۷ ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶کسان وژل شوي دي.

د دغه برید په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او همدا ډول د طالبانو پوځي چارواکو هم وویل، چې دغه برید به بې ځوابه پرې نه ږدي.

هندوستان ټایمز په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې دغه برید د دې لامل شو، چې طالبان، چې د پاکستاني سیاستوالو او جنرالانو روزل شوي خلک دي، د افغانستان له ملي حاکمیت څخه د سرغړونې پر ضد اعتراض وکړي. دې ورځپاڼې زیاته کړې، چې د طالبانو دغه برید د افغانستان د حاکمیت پر وړاندې ننګونه بلل شوې او د دې ډلې غبرګون د پاکستاني جنرالانو په وړاندې د طالبانو د وفادارۍ د بدلون لامل شوی.

پاکستان وايي، د دوی جنګي الوتکو په پکتیکا کې پر څلورو هغو ځایونو بریدونه کړي چې د تحریک طالبان پاکستان پټنځایونه په کې وو.

دا بریدونه په داسې وخت کې شوي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل ته د دې لپاره سفر کړی و، چې د ډېپلوماټیکو اړیکو بیا پیل وکړي، چې د هندوستان ټایمز په وینا، یو کال وړاندې د پاکستاني جیټ بریدونو له امله ځنډول شوې وې.

کله چې درې کاله وړاندې طالبانو یو بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، د پاکستان په سیاسي حلقو کې ځینو په ښکاره توګه دغه چاره ولمانځله، د هغه وخت لومړي وزیر عمران خان ادعا وکړه چې د افغانستان خلکو «د غلامۍ زنځیرونه مات کړي دي.»

خو د هندۍ ورځپاڼې په وینا، کارونه د اسلام اباد له هیلو سره سم نه شول او داسې ښکاریده چې طالبانو یوه خپلواکه لاره خپله کړې او له دې تصوره لیرې شوي چې ګواکې د پاکستان په پوځ پورې تړلي دي، چې له لسیزو راهیسې یې د دې ډلې ملاتړ کاوه.

د هندوستان ټایمز په وینا، د دې بدلون ښکاره څرګندونه د تحریک طالبان پاکستان د ځپلو لپاره د طالبانو انکار دی چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د خېبر پښتونخوا په ایالت کې یې د طالبانو تر کنټرول وروسته خپل عملیات بیا پیل کړل.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې د طالبانو په چلند کې دا بدلون د پاکستان پوځ ته د منلو وړ نه دی، چې له څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د هند پر وړاندې د توازن په توګه د ستراتیژیک ژوروالي نظریه ترویج کوي.

د اسلام اباد لپاره د طالبانو درس

هندوستان ټایمز لیکلي، دلته باید زده کړل شي چې بنسټپالنه د پاکستان په تاوان بدله شوې ده. ورځپاڼه زیاتوي: «طالبان د پاکستاني سیاستوالو او جنرالانو له خوا د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه راپورته کړي وو. دې کار د بنسټپالنې او ترهګرۍ د ودې لپاره مناسب چاپیریال رامینځته کړ چې له هغه وخت راهیسې یې پاکستان او د سویلي اسیا ځینې برخې وګواښلې او بې ثباته کړي.»

د دې ورځپاڼې په باور، دې ته په پام سره چې طالبان د هند په ګډون له نورو هېوادونو سره د اړیکو ټینګولو په لټه کې دي، وروستي بریدونه ښايي د تاوتریخوالي لامل شي.

هندوستان ټایمز په پای کې ویلي چې د پاکستان لپاره دا یوه شیبه ده چې د وسله والو د نسل په اړه خپل ریکارډ منعکس کړي او خپله لاره سمه کړي. په ورته وخت کې هغه طالبانو ته مشوره ورکوي چې له افغانستانه د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پانامې ولسمشر: له امریکا سره د پانامې کانال په اړه خبرې نه کوو

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۳۵ GMT+۰

د پانامې ولسمشر جوزي رایول مولینود متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه ګواښونه رد کړل چې متحده ایالات کولی شي پر پانامې کانال خپل کنټرول ترلاسه کړي، نوموړي وویل:«د خبرو کولو لپاره هېڅ هم نشته.»

جوزي رایول مولینو د پنجشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د کښتیو لپاره د کانالونو د لګښتونو د کمولو احتمال رد کړ او دا یې هم رد کړه چې چین د اتلانتیک او ارام سمندر سره د حیاتي اوبو په لاره کې نفوذ لري.

مولینو په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل: «که چیرې اراده خبرې کول وي، نو د خبرو کولو لپاره هېڅ نه شته.»

نوموړي زیاته کړه: «کانال د پانامې دی او د پانامایانو پورې اړه لري. د دې حقیقت په اړه د هېڅ ډول خبرو اترو د پرانیستلو امکان نشته.»

دا څرګندوې وروسته له هغې کیږي، چې ټرمپ ګواښ وکړ، چې د پانامې کانال کنټرول به بیرته ترلاسه کړي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کرسمس په مناسبت په خپل پیغام کې د چین د ځواکونو له خوا د پاناما کانال پر کنټرول نیوکه وکړه او په ګرینلنډ کې یې د امریکا د شتون غوښتنه وکړه.

په ۱۹۹۹ کې د پانامې کانال اداري کنټرول د متحده ایالاتو په واک کې و، چې وروسته یې بیا پانامې ته ورسپاره.

سږ کال تر ۱۰ زرو زیات پناه غوښتونکي هسپانیې ته د تلو پر مهال مړه شوي دي

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۴۶ GMT+۰

په هسپانیه کې د پناه غوښتونکو د حقونو یوه سازمان د پنجشنبې په ورځ وویل، چې سږ کال تر ۱۰ زرو زیات پناه غوښتونکي د سمندر له لارې هسپانیې ته د رسېدو په هڅه کې مړه شوي دي. د دغه سازمان د راپور له مخې د تېر کال په پرتله د پناه غوښتونکو د مړینې شمېر ۵۸ سلنه ډېر شوی دی.

د ډسمبر تر ۱۵مې نېټې پورې د اتلانتیک سمندر په لاره کې چې د پناه غوښتونکو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطرناکه لاره بلل کیږي، تر لس زرو زیات کسان مړه شوي دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، په مړو شویو کې یو زره او ۵۳۸ ماشومان او ۴۲۱ ښځې شاملې دي.

د پناه غوښتونکو د ډوبیدو ډېری پیښې د روان کال په اپریل او مۍ میاشتو کې شوي دي.

د هسپانیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د روان کال د ډسمبر تر ۱۵مې نېټې پورې څه باندې ۵۷ زره او ۵۰۰ پناه غوښتونکي په کښتیو کې هسپانیې ته رسیدلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله کابو ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

خواجه اصف: د تحریک انصاف مشر عمران خان د اسراییل مهره ده

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۶ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، د ګولډ سمیت عملیاتو ګمارل شوي کسان د عمران خان د ژغورنې کمپاین کوي. د ګولډسمیت عملیاتو اصطلاح جعلي پروپاګند او رواني جګړې ته کارول کیږي.

خواجه اصف د امريکا د نوي منتخب شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوي منتخب شوي نوماند رچرډ ګرينل د خبرو په ځواب کې وویل، چې د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان لپاره له لویديځ څخه اواز پورته کوونکو ته بايد دا څرګنده شي چې د پاکستان ولس د خپلو ګټو په ساتنه پوهيږي، او پاکستان زموږ یوازینی لومړیتوب دی.

اصف وويل، هغه عناصر چې د عمران خان د خوشې کولو غوښتنه کوي داسرایيل بشپړ ملاتړ لري، او دا د دې ښکارندوی کوي چې دپي ټي ای بنسټګر عمران خان داسراییل مهره ده او له لارې یې، دوی غواړي چې یوازینی مسلمان اټومي ځواک له منځه یوسي.

د پاکستان مخکېنی لومړی وزیر عمران خان، چې په خپل هېواد کې ګڼ شمېر پلویان لري، اوس په زندان کې دی، پاکستاني چارواکي وايي، نوموړی د فساد په هکله د یوې قضیې پلټنو کې له چارواکو سره د همکارۍ نه کولو له کبله نیول شوی.

په دې قضیه کې پر عمران خان تور دی، چې کله لومړی وزیر و، د سیاسي ملاتړ بدل کې یې ځمکه د رشوت په توګه ترلاسه کړې.

دا قضیه په پاکستان کې د ځمکو پیر او پلور یوه خورا لوی کاروباري ملک ریاض حسین له لوري د پیسو (سپینولو) په تړاو د جرمونو مخنیوي لپاره د بریتانیا ملي ادارې د یوې پلټنې پر شاوخوا راڅرخي.

ویل کېږي، چې ملک ریاض دا ځمکه د القادر ټرسټ په نامه ادارې ته ورکړې وه، چې ملکیت یې د عمران خان دریېمه مېرمن بشرل بي بي لري.

عمران خان بیا دا تورونه ردوي او په وینا یې هغه ځمکه د خیریه چارو لپاره ورکړل شوې وه.

سرچینې: د روسیې هوايي دفاعي سیستم د اذربایجان الوتکه نسکوره کړې ده

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۷ GMT+۰

څلورو باخبره سرچینو رویټرز خبري اژانس ته وویل، کومه اذربایجاني الوتکه چې په قزاقستان کې نسکوره شوې وه او له امله یې ۳۸ کسان ووژل شول، د روسیې دفاعي ځواک نسکوره کړې ده.

اذربایجاني الوتکه د چهارشنبې په ورځ د قزاقستان د اکتاو ښار ته نږدې د ډزو په پایله کې د سویلي روسیې له یوې سیمې څخه د وتلو وروسته ولویده چیرې چې مسکو په مکرر ډول د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو پر وړاندې د هوایی دفاع سیسټم کارولی دی.

یوې اذربایجانې سرچینې رویټرز ته وویل، چې لومړنۍ پایلې ښیې چې الوتکه د روسیې د Pantsir-S هوایی دفاعي سیسټم له خوا ویشتل شوې.

سرچینې وویل: "هېڅوک دا ادعا نه کوي چې دا په قصدي ډول ترسره شوي. مګر، د ثابتو شواهدو په پام کې نیولو سره، باکو تمه لري چې روسیه د اذربایجان د الوتکې د ویشتلو په اړه اعتراف وکړي."

د قزاقستان د ټرانسپورټ وزیر مارات کارابایوف د یادې پېښې په اړه تېره ورځ رسنیو ته وویل، "په الوتکه کې ۶۷ کسان سپاره وو، چې ۶۲ مسافر او پنځه د عملې غړي وو، چې ۳۸ کسان په کې مړه شوي او ۲۹ نور ژوندي پاتې دي.
په دغه الوتکه کې د ازربایجان، قرغزستان، روسیې او قزاقستان اوسېدونکو سفر کاوه.

پاکستان وايي له افغان طالبانو سره به د سخت دریځو وسله والو په اړه خبرې وکړي

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۹ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د دغه هېواد د هوايي بریدونو په اړه وویل چې اسلام اباد له افغان طالبانو سره ډیپلوماسۍ ته ډېر اهمیت ورکوي.

ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، پاکستان لا هم لېواله دی چې په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو د شتون ستونزه له طالبانو سره د سیاسي خبرو له لارې حل کړي.

هغه د پاکستاني وسله والو له خوا په بريدونو کې ملکي تلفاتو ته له اشارې پرته وويل چې «عمليات په احتياط سره پلان شوي او د واقعي او کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي.»

طالبانو اعلان کړی، چې تېره شپه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ په هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۶ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په کابل کې و او له طالب چارواکو سره یې د دواړو لورو په اړیکو کې د شته ستونزو او د پاکستاني طالبانو په اړه له پاکستان سره همکارۍ ته د طالبانو د هڅولو په اړه خبرې کولې.

يو شمېر پاکستاني خبريالانو د پنجشنبې په ورځ د بهرنيو چارو وزارت په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، چې پاکستان پر پوځي بريد او افغانستان ته د ځانګړي استازي په لېږلو سره متضاد چلند کړى دى. خو د دغه وزارت ویاندې دغه تضاد رد کړ.

زهرا بلوچ په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه د پاکستان اندېښنو ته په اشارې سره وویل: دا مسایل زموږ په دوه اړخیزه اجنډا کې پاتې دي او موږ به د سوداګرۍ، امنیت، د سرحدونو د مدیریت او ټرانزیټ په برخو کې همکارۍ ته دوام ورکړو.

هغه ټینګار کړی، چې پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري، خو په ورته وخت کې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه د خپل امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼي.