• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان وايي له افغان طالبانو سره به د سخت دریځو وسله والو په اړه خبرې وکړي

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۹ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د دغه هېواد د هوايي بریدونو په اړه وویل چې اسلام اباد له افغان طالبانو سره ډیپلوماسۍ ته ډېر اهمیت ورکوي.

ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، پاکستان لا هم لېواله دی چې په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو د شتون ستونزه له طالبانو سره د سیاسي خبرو له لارې حل کړي.

هغه د پاکستاني وسله والو له خوا په بريدونو کې ملکي تلفاتو ته له اشارې پرته وويل چې «عمليات په احتياط سره پلان شوي او د واقعي او کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي.»

طالبانو اعلان کړی، چې تېره شپه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ په هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۶ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په کابل کې و او له طالب چارواکو سره یې د دواړو لورو په اړیکو کې د شته ستونزو او د پاکستاني طالبانو په اړه له پاکستان سره همکارۍ ته د طالبانو د هڅولو په اړه خبرې کولې.

يو شمېر پاکستاني خبريالانو د پنجشنبې په ورځ د بهرنيو چارو وزارت په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، چې پاکستان پر پوځي بريد او افغانستان ته د ځانګړي استازي په لېږلو سره متضاد چلند کړى دى. خو د دغه وزارت ویاندې دغه تضاد رد کړ.

زهرا بلوچ په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه د پاکستان اندېښنو ته په اشارې سره وویل: دا مسایل زموږ په دوه اړخیزه اجنډا کې پاتې دي او موږ به د سوداګرۍ، امنیت، د سرحدونو د مدیریت او ټرانزیټ په برخو کې همکارۍ ته دوام ورکړو.

هغه ټینګار کړی، چې پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري، خو په ورته وخت کې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه د خپل امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځي محکمې ۶۰ کسانو ته تر لسو کلونو پورې د بند سزا اورولې ده

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۷ GMT+۰

د پاکستاني پوځ د رسنيو دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې پوځي محکمې هغه ۶۰ کسان محاکمه کړل، چې د ۲۰۲۳ کال د مۍ میاشتې په لاريونونو او تاوتريخوالي کې یې لاس درلود. دغه لاريونونه د پاکستان د پخواني لومړۍ وزير عمران خان د نیولو پر ضد شوي وو.

دغه اداره د ۲۰۲۳ کال د مۍ مياشتې لاريونونه د دغه هېواد د تاريخ یو تیاره فصل بولي.

د دغې ادارې په وینا، "ملت، حکومت او وسله وال ځواکونه د عدالت د تامین او د دولت د نه منلو وړ حاکمیت د ساتلو په برخه کې په خپلو ژمنو کلک ولاړ دي."

دې سزا د عمران خان په پلويانو کې دا اندېښنې راپارولې دي چې پوځي محکمې به د پخواني مشر په اړوند قضيو کې زيات مهم رول ولوبوي، چې د وسله والو ځواکونو په وړاندې د بريدونو د هڅولو په ګډون د ګڼو تورونو سره مخامخ دی.

بل خوا نړېۍالې ټولنې هم د دې سزا په اړه اندېښنه ښودلې ده. متحده ایالاتو ویلي چې د دې حکم په اړه "ژور اندېښمن" دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په نظامي محکمو کې د ملکي کسانو محاکمه "شفافیت او خپلواکه څیړنه نلري او د عادلانه محاکمې حق کمزوری کوي".

اروپايي اتحادیې هم په دې سزا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې "د هغو مکلفیتونو سره په ټکر کې دي چې پاکستان د مدني او سیاسي حقونو د نړۍوال میثاق له مخې ترسره کړي دي.»

د عمران خان پر پلویانو د ورانکارۍ تورونه لکېدلي دي، او خان پخپله ادعا کړې چې د هغه پر ضد قضیه سیاسي انګیزه لري.

د پاکستان پوځ وايي، په سوېلي وزیرستان کې یې ۱۳ وسله وال وژلي دي

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۱۷ GMT+۰

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ وویل چې په سوېلي وزیرستان کې یې ۱۳ وسله وال وژلي دي. د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، دغه وسله وال د سوېلي وزيرستان په سره راغه سيمه کې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

څو ورځې وړاندې همدې سیمې ته څېرمه پر یوې پوستې د وسله والو په برید کې ۱۶ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي وو.

پاکستاني رسنیو او د وزیرستان اوسیدونکو ویلي، چې د پاکستان پوځ د عملیاتو د پیلولو لپاره لږ تر لږه د درېیو کلیو اوسیدونکي ایستلي دي.

په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د وسله والو بریدونه زیات شوي دي. د پاکستان د بلوچستان په کیچ سیمه کې تېره ورځ د یوه ماین په چاودنه کې دوه پاکستاني امنیتي عسکر ووژل شول او څو نور ټپیان شول.

پاکستاني رسنیو تیره ورځ ویلي چې دغو عسکرو د قطر د شاهي کورنۍ د هغو غړو ساتنه کوله چې سیمې ته د ښکار لپاره تللي وو.

د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر: په کورمه کې د ۱۰۰ ماشومانو د مړه کېدو خبر دروغ دی

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۲۴ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر محمد علي سیف په کورمه کې د درملو د کموالي له امله د ۱۰۰ ماشومانو د مړینې خبرونه دروغ بللي دي. تر دې وړاندې د کورمې یوه ځايي چارواکي اغا مزمل ويلي و، چې د لارو بندېدو له امله له ۱۰۰ زيات ماشومان مړه شوي.

د پاکستان جیونیوز ټلویزیون د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر محمد علي سیف له قوله راپور ورکړی او ویلي یې دي، چې ښاغلي سیف په خپل یوه بیان کې څرګنده کړه، چې هره ورځ ټول اړین درمل سیمې ته لېږدول کیږي او اوس د پخوا پرتله حالت تر کنټرول لاندې دی.

کورمه کې ځايي خبریالان وايي، چې کوهاټ کې د کورمې د وضعیت د سمولو لپاره ځنډول شوې جرګه نن بیرته په خپل کار پیل کوي.

له ۸۰ ورځو راهیسې د کورمې او پېښور تر منځ غځېدلې لویه لاره د هر ډول تګ راتګ په مخ تړل شوې او اوس د صوبايي حکومت له لوري اړینې چارې د هوايي امبولانس (هیلېکوپتر) پر مټ ترسره کیږي.

‏ پاړه چنار کې د سړکونو د بندولو پر ضد له یوې اوونۍ راهیسې د خلکو اعتراضي پرلت روان دی.

د کورمې ولسوال جاويدالله محسود وايي، روغتونونو ته د درملو رسولو او پېښور ته د ناروغانو د رسولو لپاره د هيلېکوپتر خدمتونه روان دي او د حالاتو تر سمېدو به اړینې چارې د هوا له لارې ترسره کیږي.

امریکا کې د پاکستان پخوانۍ سفیره: امریکا نور پاکستان ته ارزښت نه ورکوي

۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۵۷ GMT+۰

په متحده ایالاتو کې د پاکستان پخوانۍ سفیره وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا ته د پاکستان ارزښت کم شوی دی. ملیحه لودي ویلي، چې د امریکا ستراتیژیک لومړیتوبونه بدل شوي دي.

په امریکا کې د پاکستان پخوانۍ سفیرې ملیحه لودي له "اري" چینل سره په مرکه کې وویل، چې امریکا ته د پاکستان ارزښت له افغانستان سره نږدې اړیکه لري.
امریکا په دې وروستیو کې د پاکستان توغندیز پروګرام تحریم کړ او هغه یې خپل کورني امنیت ته ګواښ وباله.

هغې وویل، چې د اوږد واټن بالسټیک توغندیو تولید د دې هېواد لپاره د توجیه وړ نه دی.
امریکا په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال له پاکستان سره ډېرې ښې اړیکې درلودې او په افغانستان کې یې د خپلو دوو لسیزو حضور پر مهال له دغه هېواد سره تر ۲۰ میلیارده ډالرو زیاته مرسته وکړه.
لودي وويل، چې امريکا اوس بېلابېلې ګټې او لومړيتوبونه لري.
همدا راز لودي د پاکستان د تحریک انصاف ګوند په اړه وویل، چې د ټرمپ له واک ته رسېدو مخکې باید د دغه ګوند اړوند اندېښنې حل شي.
هغې په ​​پاکستان کې د پوځي محکمو په اړه د لوېديځو هېوادونو په تېره بيا د اروپايي ټولنې خبردارى مهم وباله او ويې ويل، چې د پوځي محکمو څخه د دوامداره استفادې له امله هېواد له خطر سره مخ دى.
نوموړې زیاته کړه، چې پاکستان باید د بهرنیو فشارونو په وړاندې محتاط وي او د کورنیو مسایلو په اړه دې خبرو ته پام وکړي.
د پاکستان پوځ د عمران خان په ملاتړ لاریون کوونکي په پوځي محکمو کې محاکمه کړي دي.

دوی تورن دي چې پر پوځي تاسیساتو یې بریدونه کړي دي.

پاکستان یو ځل بیا په پکتیکا کې هوایي بریدونه کړي

۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۲ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پاکستان الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په مرغه، لمن او پیتاوګي سیمو بمباري کړې ده. په بمباري کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ور کړل شوي. دا بمبار کابل ته په افغان چارو کې د پاکستاني استازي له تګ سره هممهاله دی.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، لومړۍ جنګي الوتکې پر میرعلي او تپي سیمه الوتنې پیل کړې، وروسته یې افغانستان ته مخه کړه او هلته یې بمونه وغورځول.

په پکتیکا کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دغه هوايي بریدونه د برمل ولسوالۍ په لمن، مرغه او ولې واست سیمو کې شوي دي. سرچینه وايي، چې لومړی دوه بې پیلوټه الوتکې راغلې او وروسته جیټ الوتکو پر مختلفو سیمو بمونه وغورځول. سرچینه وايي، چې دوه بمونه په سرخوړي سیمه کې اچول شوي دي.

غږیز کلیپونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، په سیمه کې وسله وال کسان د پکتیکا امنیه قوماندانۍ ته معلومات ور کوي، چې په لمن کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي، چې پاکستاني الوتکو د مخلص یار مسید او اخترمحمد خلیل پر مرکزونو بمباري کړې ده.
مخلص یار د حکیم الله مسید د ډلې غړی و، خو په دې وروستیو کې د حافظ ګل بهادر له ډلې سره یوځای شوی دی.
اخترمحمد خلیل په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې بریدونه چټک کړي.
دغه بمباري داسې مهال کیږي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان د کابل په سفر بوخت دی او د طالبانو د حکومت له یو شمېر چارواکو سره یې لیدنې کتنې کړې دي.
له بمبارۍ څو ورځې وړاندې د سویلي وزیرستان په مکین سیمه کې د پاکستان د طالبانو غورځنګ په یوه غچ اخستونکي برید کې ۱۶ پاکستاني پوځیان ووژل او د پاکستان لوی درستیز د سویلي وزیرستان په مرکز واڼه کې یوې ناستې ته وویل چې دوی به ټي ټي پي او د هغوی ملاتړي له منځه یوسي.

د خلیلزاد غبرگون

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د پاکستان د هوايي بریدونو رپوټونو ته په اشاره لیکلي، چې که دا بریدونه ریښتیا وي، طالبان به ځواب ور کوي، خو د جګړې په ځای دواړه هېوادونه داسې هوکړې ته اړتیا لري چې یو هم د بل د امنیت ګواښلو لپاره ترهګرۍ ته اجازه ور نه کړي او په همدغه هوکړه ودرېږي.

نوموړی خپل اېکس کې د پوښتنې په ډول وايي، «د پاکستان استازی په کابل کې دی، جنرال منیر د دې خبرو پیلولو اجازه ور کوي؟»

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي او خپل اېکس کې یې لیکلي، چې په سیمه کې یې د دوه اړخیزو همکاریو او امن پر لا پیاوړتیا موافقه کړې ده.

محمد صادق کابل ته له رسېدو وروسته د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سره هم وکتل.

هغه وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره د ګډو هڅو ته هوډمن دی

محمد صادق په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان د دوهم ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.

دا له ټاکل کېدو وروسته کابل ته د ده لومړی سفر دی.