د دسمبر په ۲۱ د پښتونخوا د ملکي او پوځي مقاماتو په اصطلاح اوچتې کمیټۍ یا Apex Committee پیښور کې تصمیم ونیو چې د خیبر ضلعې په تیراه او د بنو په جانی خیلو کې د ځینی ځایونو میشت خلک به په موقته توګه د خپلو کلیو او کورونو نه کډه شي، چې امنیتي ادارې دغلته تصفیوي پوځي عملیات وکړي.
دا وړومبې ځل نه دې چې د پاکستان حکومت په پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان ( ټی ټی پی ) په ضد د پوځي عملیاتو د پیلولو تصمیم نیسي.
د اوسني کال د جون میاشتې په ۲۲ نیټه د پاکستان مرکزي حکومت د « عزم استحکام » په نوم په پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو تابیا کړې وه، خو د پښتونخوا ولسي پاڅونونو او سیاسي ګوندونو د دغو عملیاتو او د ځایي خلکو د بې کوره کیدو سره دومره کلک مخالفت ښکاره کړ، چې مرکزي حکومت د خپل تصمیم نه په شا تللو ته مجبور شو.
حکومت خبره په دې بدله کړه چې حکومت هیڅ کوم پراخ پوځيعملیات نه کوي، امنیتي ادارې به تش د استخباراتي اطلاعاتو په اساس د ترهګرو په ضد په محلي توګه محدود ګوزارونه کوي.
د جولاۍ په میاشت کې په بنو کې د پاکستان د حکومت له خوا د « ښو او بدو طالبانو » د تفکیک په نوم د ترهګرو د پاللو په ضد بې ساری ستر ولسي پاڅون وشو، لکی مروت او نورو ځایونو کې هم د دولت او په خاصه توګه د جنرالانو د پالیسیو خلاف تظاهرات او پرلتونه جوړ شول.
په بنو او لکي مروت کې خو پرلتونو کې ګډونوالو د خپلو سیمو نه د پوځ د ویستل کیدلو غوښتنه هم وکړه، ځکه چې د هغوی د وینا سره سم پوځ په دولتي نظام او په ټولنه د خپلې هژمونۍ د تامین لپاره د خپلو استخباراتو په وسیله ترهګري پالي او د تش په نوم عملیاتو په پلمه د پښتنو طبیعي زیرمې اشغالوي.
له ننګرهار سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې نن د هند کونسلګرۍ پر افغان ژباړن او همکار ودود خان ډزې شوې دي.
د سرچینو په خبره، په ډزو کې د نوموړي ساتونکی وژل شوی او پخپله او یو بل کس ټپي دی.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی او نه ځايي طالب چارواکو څه ویلي.
د سرچینو په خبره، د ودود خان پر موټر په تلاشۍ چوک یا ادم خان څلور لارې کې ډزې شوې دي.
دوی وايي، په دغه پېښه کې ودود خان او یو بل ملګری یې ټپی شوی او ساتونکی یې وژل شوی دی.
ودود خان له کلونو راهیسې د هند کونسلګرۍ سره د افغان ژباړن او همکار په توګه دنده درلوده، خو د جمهوریت پرځېدو درشل کې هند ته ولېږدول شو.