• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د رویټرز رپوټ: افغانستان، میانمار او سوډان د لوږې ناوریـن تر ټـولـو ډېـر ځپلي

۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۲ GMT+۰تازه شوی: ۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۶ GMT+۰

د نړۍ د لوږې ناورین مخ پر ډېرېدو دی ځکه شتمن هېوادونه خپلې مرستې کموي او دا چاره میلیونونه خلک، په ځانګړې توګه افغانان له ګواښ سره مخ کوي. د رویټرز د رپوټ له مخې، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې به لږ تر لږه ۱۱۷ میلیونه خلک له مرستو بې برخې پاتې شي.

افغانستان چې له څو لسیزو جګړو او بې ثباتیو ځورېږي، د دې ژور ناورین تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد ګڼل کیږي. سره له دې چې افغانان ډېرو مرستو ته اړ دي، خو پر طالبانو د نړیوالو مالي فشارونو او په مرستندویه هېوادونو کې د سیاسي تغییراتو او خپله د طالبانو د پالیسیو له امله د مرستو بهیر ټکنی شوی.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د خوړو نړیوال پروګرام او نورې بشري موسسې له مالي ناورین سره مخ دي، ځکه مرستې کمې شوې دي. د بیلګې په توګه، دغه سازمان په سوریه کې مخکې شپږ میلیونه خلک تغذیه کول، خو اوس دغه پروګرام ته کمې مرستې رسیږي.

د ۲۰۲۵ کال لپاره د وړاندوینې له مخې، د هغو خلکو شمېر چې د خوړو نړیوال پرواګرام له لارې به مرستې ترلاسه کړي، په پراخه کچه کم ښودل کیږي.

رویټرز وايي، د نړیوالو بشري مرستو لپاره د کافي بودجې نشتوالی په ځانګړي ډول په جګړه ځپلو سیمو کې بشري مرستو ته د خلکو اړتیاوې په جدي توګه لوړوي.

په افغانستان کې، په ۲۰۲۳ کال کې نږدې ۲۰ میلیونه خلک له جدي لوږې سره مخ وو. د هیواد اقتصادي بې ثباتي، چې لا هم د جګړو له امله روانه ده، مرستو ته اړتیا نه ده کمه کړې. دغه وضعیت د نړیوالو مرستندویه ادارو لپاره یوه ستره ننګونه ده، ځکه دوی د هغو کسانو د مرستې لپاره چې تر ټولو ډېره اړتیا لري کافي سرچینې نه لري.

رویټرز وايي، د چین او هند په څېر لویو اقتصادونو نه کافي مرستې نه رسیږي او داهم یوه لویه اندیښنه ده.

چین د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې یوازې ۱۱.۵ میلیونه ډالره مرسته کړې چې د نړیوالو مرستندویانو په نوملړ کې ۳۲ځای لري. هند په همدې کال کې یوازې ۶.۴ میلیونه ډالر مرسته کړې او په نوملړ کې یې ۳۵ ځای درلود. خو متحده ایالات، جرمني او د اروپایي اتحادیې غړي هېوادونه لاهم د بشري مرستو تر ټولو ستر تمویلوونکي دي.

د مالي مرستو د کمېدو ترڅنګ مرستې ځینې وخت ناوخته راځي او د ډونر هیوادونو په سیاستونو پورې مشروطې وي. دغه وضعیت د افغانستان په څېر سیمو کې کار لا پیچلی کوي، چیرې چې مرستې خورا اړینې دي، خو سیاسي او لوژستیکي ستونزې د دې لامل کیږي چې مرستې اړمنو خلکو ته پر وخت ونه رسیږي.

رویټرز وايي، د متحده ایالاتو، چې په نړۍ کې د بشري مرستو تر ټولو ستر مرستندوی هېواد دی، مالي مرسته کمه شوې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

جلال اباد کې د هند کونسلګرۍ افغان ژباړن او همکار په ډزو ټپي او ساتونکی یې ووژل شو

۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۲ GMT+۰

له ننګرهار سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې نن د هند کونسلګرۍ پر افغان ژباړن او همکار ودود خان ډزې شوې دي. د سرچینو په خبره، په ډزو کې د نوموړي ساتونکی وژل شوی او پخپله او یو بل کس ټپي دی. تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی او نه ځايي طالب چارواکو څه ویلي.

د سرچینو په خبره، د ودود خان پر موټر په تلاشۍ چوک یا ادم خان څلور لارې کې ډزې شوې دي.

دوی وايي، په دغه پېښه کې ودود خان او یو بل ملګری یې ټپی شوی او ساتونکی یې وژل شوی دی.

ودود خان له کلونو راهیسې د هند کونسلګرۍ سره د افغان ژباړن او همکار په توګه دنده درلوده، خو د جمهوریت پرځېدو درشل کې هند ته ولېږدول شو.

نوموړی کابل کې د هندي ډیپلوماټانو د ماموریت پیلېدو سره افغانستان ته ستندېو پسې ننګرهار کې د هند کونسلګرۍ کې و.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د افغان جمهوریت پرځېدو پسې هند په کابل کې سفارت او ولایتونو کې کونسلګرۍ وتړلې.

نوي ډېلي د ۲۰۲۲ کال په جون کې د افغان سفارت لپاره خپله تخنیکي ډله کابل ته وستوله، خو کونسلګرۍ یې لا هم تړلې دي.

د طالبانو واکمنېدو سره په افغانستان کې ډېری سفارتونه تړلی، خو په محدودو پرانیستو کې دا لومړی ځل دی چې د بهرنیو هېوادونو له ډیپلوماټیک ماموریت سره تړلي ځايي کارمن باندې ډزې کېږي.

تر دې مخکې او د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر کې په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې وشوې، چې له امله یې د هغه وخت سفیر عبیدالرحمان نظامانی د څه مهال لپاره اسلام اباد ته لاړ.

د پاکستان پر سفارت تر ډزو مخکې د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په لومړیو کې هم کابل کې د روسیې د سفارت مخ ته ځانمرګی برید شوی و.

د ازبکستان حکومت اته افغان زندانیان د طالبانو سفارت ته سپارلي دي

۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۹ GMT+۰

په ازبکستان کې د طالباتو تر واک لاندې د افغانستان سفارت وايي، د ازبکستان حکومت اته افغان زندانیان د غه سفارت ته سپارلي دي. طالبان وايي ازاد شوي افغان زندانیان د ازبکستان د اساسي قانون د تصویب د کلیزې په مناسبت د ځانګړي فرمان له مخې خوشي شوي دي.

په ازبکستان کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت نن سې شنبه « د مرغومي ۴مه» په خپله اېکس پاڼه کې په دغه هېواد کې د اتو تنو افغان زندانیانو د خوشي کېدو انځورونه خپاره کړي دي.

سفارت لیکلي:« په تاشکند کې د افغانستان د سفارت د مشرتابه د هلو ځلو په پایله کې د ازبکستان د اساسي قانون د تصویب په مناسبت د ازبکستان د جمهور رییس په فرمان سره اته افغان بندیان خوشي شول.»

طالبانو د دې کسانو په اړه جزییات نه دي ورکړي او نه یې هم د دې زندانیانو د جرمونو په اړه څه ویلي دي.

په ازبکستان کې د طالبانو سفارت وايی، چې د خوشي شوو اتو افغان زندانیانو سره یې نغدې مرستې کړې او له هغه وروسته یې افغانستان ته لېږلي دي.

وسله والو په جنوبي وزیرستان کې د احمدزي وزیرو قومي مشر تښتولی

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۹ GMT+۰

ناڅرګندو وسله والو په سویلي وزیرستان کې د احمدزي وزیرو لوی قومي مشر ملک طارق وزیر تښتولی دی. د سیمې خلک وايي، چې نوموړی نن په دیژه غونډۍ کې تښتول شوی دی.

ملک طارق وزیر د جنوبي وزیرستان، په ځانګړې توګه د احمدزي وزیرو په قومي، سیاسي او امنیتي مسایلو کې ټاکونکی رول درلود.

دا لومړی ځل دی چې وسله وال کسان د سویلي وزیرستان د وزیرو عمومي مشر یا چیف اف احمدزی وزیر تښتوي.

دغه تښتونه داسې مهال ده، چې تازه د پاکستان حکومت په واڼه او اعظم ورسک کې د وسلو پر ګرځولو بندیز لګولی.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د طالبانو غورځنګ د یادې ولسوالۍ په مکین سیمه کې د یوه غچ اخستونکي برید په پایله کې ۱۶ پاکستاني پوځیان ووژل او اته نور یې ټپیان کړل.

روسي پلاوي د ایران ولسمشر ته د مسکو د سفر بلنه ورکړې ده

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۳ GMT+۰

رویټرز خبرې اژانس د ایراني رسنیو په حواله راپور ورکړی، چې د روسیې یوه پلاوي د دوشنبې په ورځ تهران کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په داسې حال کې لیدلي چې دواړه هېوادونه د همکاریو تړون لاسلیکولو ته چمتووالی نیسي.

دغه اژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې روسي پلاوي مسعود پزشکیان ته د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې روسیې ته د سفر بلنه ورکړې ده.

د روسیې د انټرفاکس خبرې اژانس د راپور له مخې، ایران ته د روسي پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیالان الیکسي اوروچوک او ویتالي سیویلیف کوي.

له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي و، چې ټاکل شوې ده، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو تړون د جنوري په میاشت کې د دوه اړخیز سفر په جریان کې لاسلیک شي.

په ورته مهال روسیې د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې له ایران او د امریکا له نورو مخالفو هېوادونو لکه شمالي کوریا سره نږدې اړیکې جوړې کړې دي.

د دغه تړون په اړه په اکټوبر میاشت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي و، چې مسکو او تهران د نږدې دفاعي همکاریو د یوه تړون د لاسلیکولو اراده لري.

انټرفاکس اژانس وايي:«تمه کیږي چې دواړې خواوې به د ایران او د یوریشیا اقتصادي اتحادیې د هیوادونو د ګډ کار په اړه د ازادې سوداګرۍ سیمې په اړه د بشپړې موافقې په چوکاټ کې بحث وکړي.»

بل خوا امریکا په سپټمبر میاشت کې تهران تورن کړ، چې روسیې ته د اوکران پر ضد کارولو لپاره نږدې واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي ورکوي او پر هغو کښتیو او شرکتونو یې بندیزونه ولګول چې د ایران د وسلو په رسولو کې ښکیل کڼل کیږي خو تهران مسکو ته د توغندیو ورکولو خبره ردوي.

طالبان: په کابل کې تېره میاشت څه‌ باندې ۱۰ زره کسانو ته زېږد کارتونه وېشل شوي دي

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست په تېره لیندۍ میاشت کې په کابل ښار کې ۱۰ زره او ۴۸۴ کسانو ته زیږدکارتونه وېشلي دي. د طالبانو دې ادارې دا نه ده روښانه کړې چې زیږدکارتونه یې یوازې پر نویو پیدا شويو ماشومانو وېشلي.

د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست نن دوشنبه «د مرغومي ۳مه» په خپله اېکس پاڼه کې د تېرې لیندۍ میاشتې د زېږون د کارتونو د وېشلو شمېر خپور کړی.

دې ادارې په اېکس کې لیکلي:«د روان کال په لیندۍ میاشت کې په کابل ښار کې ۱۰ زره او ۴۸۴ کسانو ته د زېږون کارتونه وېشل شوي دي.»

یاد ریاست په کابل ښار کې تېره میاشت ۹زره او ۷۱۶ کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو راوستو، ۶ زره او ۲۶۵ کسانو ته د نوې او مثنی تذکرې د وېش او کاغذي تذکرو د لغوه کولو او ۱۲ زره او ۴۹۰ کسانو ته د کاغذي تذکرې د تایید خدمتونه وړاندې کړي دي

طالبان وايي چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غيرحضوري ډول د کاغذي تذکرو، زېږدکارتونو او د مړينې پاڼو د وېش، د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکنيو رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ د ثبت مسوليتونه پر غاړه لري.