• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جلال اباد کې د هند کونسلګرۍ افغان ژباړن او همکار په ډزو ټپي او ساتونکی یې ووژل شو

۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۲ GMT+۰

له ننګرهار سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې نن د هند کونسلګرۍ پر افغان ژباړن او همکار ودود خان ډزې شوې دي. د سرچینو په خبره، په ډزو کې د نوموړي ساتونکی وژل شوی او پخپله او یو بل کس ټپي دی. تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی او نه ځايي طالب چارواکو څه ویلي.

د سرچینو په خبره، د ودود خان پر موټر په تلاشۍ چوک یا ادم خان څلور لارې کې ډزې شوې دي.

دوی وايي، په دغه پېښه کې ودود خان او یو بل ملګری یې ټپی شوی او ساتونکی یې وژل شوی دی.

ودود خان له کلونو راهیسې د هند کونسلګرۍ سره د افغان ژباړن او همکار په توګه دنده درلوده، خو د جمهوریت پرځېدو درشل کې هند ته ولېږدول شو.

نوموړی کابل کې د هندي ډیپلوماټانو د ماموریت پیلېدو سره افغانستان ته ستندېو پسې ننګرهار کې د هند کونسلګرۍ کې و.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د افغان جمهوریت پرځېدو پسې هند په کابل کې سفارت او ولایتونو کې کونسلګرۍ وتړلې.

نوي ډېلي د ۲۰۲۲ کال په جون کې د افغان سفارت لپاره خپله تخنیکي ډله کابل ته وستوله، خو کونسلګرۍ یې لا هم تړلې دي.

د طالبانو واکمنېدو سره په افغانستان کې ډېری سفارتونه تړلی، خو په محدودو پرانیستو کې دا لومړی ځل دی چې د بهرنیو هېوادونو له ډیپلوماټیک ماموریت سره تړلي ځايي کارمن باندې ډزې کېږي.

تر دې مخکې او د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر کې په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې وشوې، چې له امله یې د هغه وخت سفیر عبیدالرحمان نظامانی د څه مهال لپاره اسلام اباد ته لاړ.

د پاکستان پر سفارت تر ډزو مخکې د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په لومړیو کې هم کابل کې د روسیې د سفارت مخ ته ځانمرګی برید شوی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ازبکستان حکومت اته افغان زندانیان د طالبانو سفارت ته سپارلي دي

۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۹ GMT+۰

په ازبکستان کې د طالباتو تر واک لاندې د افغانستان سفارت وايي، د ازبکستان حکومت اته افغان زندانیان د غه سفارت ته سپارلي دي. طالبان وايي ازاد شوي افغان زندانیان د ازبکستان د اساسي قانون د تصویب د کلیزې په مناسبت د ځانګړي فرمان له مخې خوشي شوي دي.

په ازبکستان کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت نن سې شنبه « د مرغومي ۴مه» په خپله اېکس پاڼه کې په دغه هېواد کې د اتو تنو افغان زندانیانو د خوشي کېدو انځورونه خپاره کړي دي.

سفارت لیکلي:« په تاشکند کې د افغانستان د سفارت د مشرتابه د هلو ځلو په پایله کې د ازبکستان د اساسي قانون د تصویب په مناسبت د ازبکستان د جمهور رییس په فرمان سره اته افغان بندیان خوشي شول.»

طالبانو د دې کسانو په اړه جزییات نه دي ورکړي او نه یې هم د دې زندانیانو د جرمونو په اړه څه ویلي دي.

په ازبکستان کې د طالبانو سفارت وايی، چې د خوشي شوو اتو افغان زندانیانو سره یې نغدې مرستې کړې او له هغه وروسته یې افغانستان ته لېږلي دي.

وسله والو په جنوبي وزیرستان کې د احمدزي وزیرو قومي مشر تښتولی

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۹ GMT+۰

ناڅرګندو وسله والو په سویلي وزیرستان کې د احمدزي وزیرو لوی قومي مشر ملک طارق وزیر تښتولی دی. د سیمې خلک وايي، چې نوموړی نن په دیژه غونډۍ کې تښتول شوی دی.

ملک طارق وزیر د جنوبي وزیرستان، په ځانګړې توګه د احمدزي وزیرو په قومي، سیاسي او امنیتي مسایلو کې ټاکونکی رول درلود.

دا لومړی ځل دی چې وسله وال کسان د سویلي وزیرستان د وزیرو عمومي مشر یا چیف اف احمدزی وزیر تښتوي.

دغه تښتونه داسې مهال ده، چې تازه د پاکستان حکومت په واڼه او اعظم ورسک کې د وسلو پر ګرځولو بندیز لګولی.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د طالبانو غورځنګ د یادې ولسوالۍ په مکین سیمه کې د یوه غچ اخستونکي برید په پایله کې ۱۶ پاکستاني پوځیان ووژل او اته نور یې ټپیان کړل.

روسي پلاوي د ایران ولسمشر ته د مسکو د سفر بلنه ورکړې ده

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۳ GMT+۰

رویټرز خبرې اژانس د ایراني رسنیو په حواله راپور ورکړی، چې د روسیې یوه پلاوي د دوشنبې په ورځ تهران کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په داسې حال کې لیدلي چې دواړه هېوادونه د همکاریو تړون لاسلیکولو ته چمتووالی نیسي.

دغه اژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې روسي پلاوي مسعود پزشکیان ته د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې روسیې ته د سفر بلنه ورکړې ده.

د روسیې د انټرفاکس خبرې اژانس د راپور له مخې، ایران ته د روسي پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیالان الیکسي اوروچوک او ویتالي سیویلیف کوي.

له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي و، چې ټاکل شوې ده، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو تړون د جنوري په میاشت کې د دوه اړخیز سفر په جریان کې لاسلیک شي.

په ورته مهال روسیې د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې له ایران او د امریکا له نورو مخالفو هېوادونو لکه شمالي کوریا سره نږدې اړیکې جوړې کړې دي.

د دغه تړون په اړه په اکټوبر میاشت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي و، چې مسکو او تهران د نږدې دفاعي همکاریو د یوه تړون د لاسلیکولو اراده لري.

انټرفاکس اژانس وايي:«تمه کیږي چې دواړې خواوې به د ایران او د یوریشیا اقتصادي اتحادیې د هیوادونو د ګډ کار په اړه د ازادې سوداګرۍ سیمې په اړه د بشپړې موافقې په چوکاټ کې بحث وکړي.»

بل خوا امریکا په سپټمبر میاشت کې تهران تورن کړ، چې روسیې ته د اوکران پر ضد کارولو لپاره نږدې واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي ورکوي او پر هغو کښتیو او شرکتونو یې بندیزونه ولګول چې د ایران د وسلو په رسولو کې ښکیل کڼل کیږي خو تهران مسکو ته د توغندیو ورکولو خبره ردوي.

طالبان: په کابل کې تېره میاشت څه‌ باندې ۱۰ زره کسانو ته زېږد کارتونه وېشل شوي دي

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست په تېره لیندۍ میاشت کې په کابل ښار کې ۱۰ زره او ۴۸۴ کسانو ته زیږدکارتونه وېشلي دي. د طالبانو دې ادارې دا نه ده روښانه کړې چې زیږدکارتونه یې یوازې پر نویو پیدا شويو ماشومانو وېشلي.

د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست نن دوشنبه «د مرغومي ۳مه» په خپله اېکس پاڼه کې د تېرې لیندۍ میاشتې د زېږون د کارتونو د وېشلو شمېر خپور کړی.

دې ادارې په اېکس کې لیکلي:«د روان کال په لیندۍ میاشت کې په کابل ښار کې ۱۰ زره او ۴۸۴ کسانو ته د زېږون کارتونه وېشل شوي دي.»

یاد ریاست په کابل ښار کې تېره میاشت ۹زره او ۷۱۶ کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو راوستو، ۶ زره او ۲۶۵ کسانو ته د نوې او مثنی تذکرې د وېش او کاغذي تذکرو د لغوه کولو او ۱۲ زره او ۴۹۰ کسانو ته د کاغذي تذکرې د تایید خدمتونه وړاندې کړي دي

طالبان وايي چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غيرحضوري ډول د کاغذي تذکرو، زېږدکارتونو او د مړينې پاڼو د وېش، د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکنيو رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ د ثبت مسوليتونه پر غاړه لري.

چینايي رسنۍ: طالبان په اوسنۍ بڼه نړیوال مشروعیت نه شي ترلاسه کولای

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۳ GMT+۰

ساوت چینا مارنینګ پوسټ په خپله یوه لیکنه کې ویلي، چې د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو په ګډون پر عامو خلکو د داعش له بریدونو او له القاعدې او پاکستاني طالبانو سره د افغان طالبانو له اړیکو ښکاري چې افغانستان یوځل بیا د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی.

دغې هانګ کانګ میشتې ورځپاڼې په خپله یوه لیکنه کې ویلي، چې که څه هم طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې امنیتي وضیعت کنټرول کړی، خو بیا هم پر افغانستان د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې ترهګریز بریدونه دوام لري.

یاده ورځپاڼه وايي، هغه ډلې چې غواړي افغانستان بې ثباته کړي او د طالبانو واکمني کمزورې کړي طالبان یې تر مخ پر وده فشار لاندې دي.

یادې ورځپاڼې په خپل تحلیل کې د طالبانو د کډوالو پر پخواني وزیر خلیل الرحمن حقاني د ځانمرګي برید په ګډون په بلخ او بدخشان کې د داعش ډلې بریدونو ته په اشارې لیکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د امنیت د ټینګښت ادعاوې بې بنسټه شوې دي.

په دې لیکنه کې د حقاني کورنۍ په افغانستان کې د واک د مهمې مهرې او د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د سخت دریځو پرېکړو د نفوذ پر وړاندې سیاله ډله بلل شوې ده.

که څه هم حقیقت بل څه دی، خو طالبان پر افغانستان له واکمنېدو سره ادعا کوي، چې داعش یې له منځه وړی او امنیت یې کنټرول کړی دی، خو د خلیل حقاني د وژلو پېښه پر طالبانو د نورو بریدونو په تعقیب رامنځته شوې.

داعش خراسان د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د والي محمد داود مزمل د وژنې او په جون کې د بدخشان لپاره د طالبانو د سرپرست والي نثار احمد احمدي د وژنې مسوولیت هم په غاړه اخیستی.

د دغه لیکني له مخې، افغانستان د داعش -خراسان څانګې د بریدونو د زیاتوالي شاهد دی. په دغو بریدونو کې ملکي وګړي، په ځانګړې توګه شیعه او هزاره لږه کي په نښه کوي.

په یاد تحلیل کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ، په دایکندي، کابل، کندهار او ځینو نورو سیمو کې د بریدونو یادونه هم شوې ده، چې تر ډیره ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.

په افغانستان کې د دا دعش فعالیت او په ځانګړې توګه د افغانستان له پولو ها خوا د داعش نفوذ او بریدونه د اندیښنې وړ بلل شوې دي.

دغه چینايي ورځپاڼه وايي، په مارچ میاشت کې، داعش ډلې د روسیې په مسکو کې د کروکس ښار د سینما په تالار کې د برید مسوولیت پرغاړه واخیست، چې لږترلږه ۱۴۰ کسان یې ووژل او له ۵۰۰ ډیر یې ټپیان کړل. تر دغه برید وړاندې داعش-خراسان د ایران په کرمان ښار کې ځانمرګي برید کې ۸۴ تنه ووژل او د ترکیې په استانبول کې په یوه کلیسا کې ډزو کې یې یو کس وواژه.

ساوت چینا ورځپاڼه وايي، چې په افغانستان کې وضعیت په څرګنده توګه له کنټرول څخه وځي او طالبان یوازې په افغانستان کې د ترهګرۍ د زیاتوالي پړه باید پخپله پرغاړه واخلي.

ورځپاڼه وايي:« طالبانو د خپل شل کلن بغاوت پر مهال پر افغان حکومتي او لویدیزو ځواکونو د بریدونو او په ټول هېواد کې د ملکي وګړو د ویرولو په موخه سلګونه ځانمرګي بریدګر روزلي وو.»

یاده رسنۍ حقاني شبکه په افغانستان کې د ګڼو هغه بریدونو مسووله بولي، چې په سلګونو افغان ملکي وګړي پکي وژل شوي دي. ورځپاڼه وايي، « داعش خراسان ډله اوس همهغه ډول بریدونه کوي، څه ډول چې طالبانو او حقاني شبکي په افغانستان کې ترسره کول.»

له القاعده سره د طالبانو اړیکې

په دغه تحلیل کې ویل شوي سره له دې، چې طالبان یې نه مني، خو په ډیر احتمال سره طالبان له القاعده ترهګرې ډلې سره نږدې اړیکې لري او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې ښايي د القاعدې د روزنې د کمپونو په ګډون یې د هغوی حضور هم پراخ کړی وي.

ورځپاڼه وايي، په سیمه کې د ګډوډۍ په موخه طالبان له ټي ټي پي سره ملګرتیا لري.

د طالبانو او ټي ټي پي اړیکي د چین لپاره هم ننګوونکې ښکاري.

په تحلیل کې په مارچ میاشت کې په کراچۍ کې د پنځو چینایانو وژل کېدو ته هم اشاره شوې، چې له هغه وروسته بیا تېره میاشت پاکستاني او چینايي نظامیانو په ګډه د ترهګرۍ ضد پوځي تمرینات ترسره کړل.

د دغه تحلیل د لیکوال په خبره، افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو لپاره یو مرکز دی او د القاعدې او ټي پي پي په قضیه کې داسې ښکاري چې د طالبانو بشپړ ملاتړ ورسره دی او دا اړیکې او ملاتړ د طالبانو د رژیم لپاره یوه وحشتناکه سناریو ده.

نړیوال مشروعیت

ساوت چاینا مارنینګ وايي، «طالبان له نړیوالې ټولنې څخه مشروعیت غواړي، خو تر څو چې افغانستان د ترهګرۍ مرکز وي او په افغانستان کې او له افغانستان څخه بهر وسله والې ډلې بریدونه ترسره کوي، دا مشروعیت به هیڅکله ترلاسه نه کړي. په دغو کړنو سره طالبان د هغو افغانانو په سترګو کې ځان نور هم کمزوري ښيي چې د امنیت د ټینګښت ژمنه یې ورسره کړې وه.»

دغه رسنۍ وايي، له یوې خوا طالبانو د ښځو او لږه کیو د حقونو پر وړاندې محدودیتونه ډیر کړي دي، بل خوا د خلکو امنیت او خوندیتوب هم د دغې ډلې تش شعار ښکاري.

په دغه تحلیل کې لیکل شوي، چې افغانستان د بدو واکمنانو د لرې کولو اوږد تاریخ لري او که دوی (طالبان) د هیواد ستونزې حل نه کړای شي، له پرځولو معاف نه دي.