• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چینايي رسنۍ: طالبان په اوسنۍ بڼه نړیوال مشروعیت نه شي ترلاسه کولای

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۲ GMT+۰

ساوت چینا مارنینګ پوسټ په خپله یوه لیکنه کې ویلي، چې د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو په ګډون پر عامو خلکو د داعش له بریدونو او له القاعدې او پاکستاني طالبانو سره د افغان طالبانو له اړیکو ښکاري چې افغانستان یوځل بیا د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی.

دغې هانګ کانګ میشتې ورځپاڼې په خپله یوه لیکنه کې ویلي، چې که څه هم طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې امنیتي وضیعت کنټرول کړی، خو بیا هم پر افغانستان د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې ترهګریز بریدونه دوام لري.

یاده ورځپاڼه وايي، هغه ډلې چې غواړي افغانستان بې ثباته کړي او د طالبانو واکمني کمزورې کړي طالبان یې تر مخ پر وده فشار لاندې دي.

یادې ورځپاڼې په خپل تحلیل کې د طالبانو د کډوالو پر پخواني وزیر خلیل الرحمن حقاني د ځانمرګي برید په ګډون په بلخ او بدخشان کې د داعش ډلې بریدونو ته په اشارې لیکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د امنیت د ټینګښت ادعاوې بې بنسټه شوې دي.

په دې لیکنه کې د حقاني کورنۍ په افغانستان کې د واک د مهمې مهرې او د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د سخت دریځو پرېکړو د نفوذ پر وړاندې سیاله ډله بلل شوې ده.

که څه هم حقیقت بل څه دی، خو طالبان پر افغانستان له واکمنېدو سره ادعا کوي، چې داعش یې له منځه وړی او امنیت یې کنټرول کړی دی، خو د خلیل حقاني د وژلو پېښه پر طالبانو د نورو بریدونو په تعقیب رامنځته شوې.

داعش خراسان د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د والي محمد داود مزمل د وژنې او په جون کې د بدخشان لپاره د طالبانو د سرپرست والي نثار احمد احمدي د وژنې مسوولیت هم په غاړه اخیستی.

د دغه لیکني له مخې، افغانستان د داعش -خراسان څانګې د بریدونو د زیاتوالي شاهد دی. په دغو بریدونو کې ملکي وګړي، په ځانګړې توګه شیعه او هزاره لږه کي په نښه کوي.

په یاد تحلیل کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ، په دایکندي، کابل، کندهار او ځینو نورو سیمو کې د بریدونو یادونه هم شوې ده، چې تر ډیره ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.

په افغانستان کې د دا دعش فعالیت او په ځانګړې توګه د افغانستان له پولو ها خوا د داعش نفوذ او بریدونه د اندیښنې وړ بلل شوې دي.

دغه چینايي ورځپاڼه وايي، په مارچ میاشت کې، داعش ډلې د روسیې په مسکو کې د کروکس ښار د سینما په تالار کې د برید مسوولیت پرغاړه واخیست، چې لږترلږه ۱۴۰ کسان یې ووژل او له ۵۰۰ ډیر یې ټپیان کړل. تر دغه برید وړاندې داعش-خراسان د ایران په کرمان ښار کې ځانمرګي برید کې ۸۴ تنه ووژل او د ترکیې په استانبول کې په یوه کلیسا کې ډزو کې یې یو کس وواژه.

ساوت چینا ورځپاڼه وايي، چې په افغانستان کې وضعیت په څرګنده توګه له کنټرول څخه وځي او طالبان یوازې په افغانستان کې د ترهګرۍ د زیاتوالي پړه باید پخپله پرغاړه واخلي.

ورځپاڼه وايي:« طالبانو د خپل شل کلن بغاوت پر مهال پر افغان حکومتي او لویدیزو ځواکونو د بریدونو او په ټول هېواد کې د ملکي وګړو د ویرولو په موخه سلګونه ځانمرګي بریدګر روزلي وو.»

یاده رسنۍ حقاني شبکه په افغانستان کې د ګڼو هغه بریدونو مسووله بولي، چې په سلګونو افغان ملکي وګړي پکي وژل شوي دي. ورځپاڼه وايي، « داعش خراسان ډله اوس همهغه ډول بریدونه کوي، څه ډول چې طالبانو او حقاني شبکي په افغانستان کې ترسره کول.»

له القاعده سره د طالبانو اړیکې

په دغه تحلیل کې ویل شوي سره له دې، چې طالبان یې نه مني، خو په ډیر احتمال سره طالبان له القاعده ترهګرې ډلې سره نږدې اړیکې لري او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې ښايي د القاعدې د روزنې د کمپونو په ګډون یې د هغوی حضور هم پراخ کړی وي.

ورځپاڼه وايي، په سیمه کې د ګډوډۍ په موخه طالبان له ټي ټي پي سره ملګرتیا لري.

د طالبانو او ټي ټي پي اړیکي د چین لپاره هم ننګوونکې ښکاري.

په تحلیل کې په مارچ میاشت کې په کراچۍ کې د پنځو چینایانو وژل کېدو ته هم اشاره شوې، چې له هغه وروسته بیا تېره میاشت پاکستاني او چینايي نظامیانو په ګډه د ترهګرۍ ضد پوځي تمرینات ترسره کړل.

د دغه تحلیل د لیکوال په خبره، افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو لپاره یو مرکز دی او د القاعدې او ټي پي پي په قضیه کې داسې ښکاري چې د طالبانو بشپړ ملاتړ ورسره دی او دا اړیکې او ملاتړ د طالبانو د رژیم لپاره یوه وحشتناکه سناریو ده.

نړیوال مشروعیت

ساوت چاینا مارنینګ وايي، «طالبان له نړیوالې ټولنې څخه مشروعیت غواړي، خو تر څو چې افغانستان د ترهګرۍ مرکز وي او په افغانستان کې او له افغانستان څخه بهر وسله والې ډلې بریدونه ترسره کوي، دا مشروعیت به هیڅکله ترلاسه نه کړي. په دغو کړنو سره طالبان د هغو افغانانو په سترګو کې ځان نور هم کمزوري ښيي چې د امنیت د ټینګښت ژمنه یې ورسره کړې وه.»

دغه رسنۍ وايي، له یوې خوا طالبانو د ښځو او لږه کیو د حقونو پر وړاندې محدودیتونه ډیر کړي دي، بل خوا د خلکو امنیت او خوندیتوب هم د دغې ډلې تش شعار ښکاري.

په دغه تحلیل کې لیکل شوي، چې افغانستان د بدو واکمنانو د لرې کولو اوږد تاریخ لري او که دوی (طالبان) د هیواد ستونزې حل نه کړای شي، له پرځولو معاف نه دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: نشه یي توکي د افغان کورنیو یو پر درېیمه برخه اغېزمنوي

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۲ GMT+۰

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ملګرو ملتونو یوه پلاوي په کابل کې په نشه یي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې او بیارغونې له یوه مرکز څخه لیدنه کړې ده. دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نشه يي توکي د افغان کورنیو یو پر درېیمه برخه اغېزمنوي.

د روغتيا د نړيوال سازمان د خبرپاڼې له مخې، د ملګرو ملتونو پلاوي چې د دغه سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې، د ملاتړوچارو لپاره د سرمنشي مرستيال او له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د دفتر استازي پکې شامل دي، د مرغومي په دویمه دغه مرکز ته ورغلل او له نږدې یې ولید.

د خبر پاڼې له مخې، « لسیزو جګړو او بې ثباتۍ ډیر افغانان د خپګان او اضطراب په څېر رواني روغتیايي ستونزو له اړخه اغیزمن کړي، چې د نشه يي توکو د کارونې د پراخ ناورین لامل شوې او یو پر درېیمه برخه کورنۍ اغیزمنوي».

روزا اوتونبایوا وویل: «زه دلته د ښځو او ماشومانو له مقاومت څخه ژوره اغیزمنه وم. مرکز د هیلې او نړیوال پیوستون نښه ده. د بېلا بېلو سازمانونو ترمنځ همکاري ښځو او ماشومانو ته د درملنې فرصت ورکوي.»

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، سږ کال ۶۴۰ ښځې او ماشومان دې مرکز ته لېږدول شوي او د ۶۰۲ تنو درملنه شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان همدا راز ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې ۱۷۰ زره کسان په نشه یي توکو د روږدو کسانو د رغېدو او درملنې له پراخو تعلیمي او ملاتړو پروګرامونو څخه برخمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې به د تریاکو تولید د تېر کال په پرتله په ۲۰۲۴ کال کې ۳۰ سلنه زیات شي.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، سږ کال په افغانستان کې د طالبانو د مشر له حکم سره سره، ۴۳۳ ټنه اپین تولید شوي دي.

په کابل کې د ایران سفیر: افغانستان د ایران ښه ملګری دی

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۲ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفیر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په پېژندګلویزه غونډه کې وویل چې د ایران او طالبانو ترمنځ د سیاسي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره کار کوي. علي رضا بیګدلي افغانستان د ایران اسلامی جمهوریت ښه ملګری وباله.

د دوشنبې په ورځ « د مرغومي دویمه» په کابل سټار هوټل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغان سوداګرو د ستونزو د اواري، د سوداګریزو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګریزو اسانتیاوو، د طالبانو او ایران ترمنځ د ګډې پانګونې د راجلبولو په موخه د ایران د نوي سفیر علي رضا بیکدلي د پېژندګلویزې ناستې کوربه وه.

په دې ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معیین عباس ستانکزي، د سوداګرۍ خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند، خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي رییس شیرین اغاسخي او د خونې مالي مسوول خانجان الکوزي او نورو غړو ګډون درلود.

د سوداګرۍ خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند د افغانستان او ایران د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو او د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاسي، ټرانزیټي، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه د دواړو هېوادونو پر همکاریو ټینګار وکړ.

نوموړي افغانستان د طبيعي زېرمو په ځانګړي ډول د کانونو او کرنې له اړخه بډايه هېواد وباله او د دواړو هېوادونو تر منځ د ښه ګاونډيتوب پر بنسټ يې د دغو زېرمو استخراج اساسي اړتيا وبلله.

هغه د ایران له نوي سفیر څخه وغوښتل چې د دواړو هېوادونو د ملي ګټو په ساتلو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي. هغه له علي رضا بیکدلي څخه وغوښتل چې د صادراتو او وارداتو د توازن په برخه کې د ایران د حکومت په همکارۍ د افغانستان د وچې مېوې په برخه کې ترجیحي تعرفې په پام کې ونیسي.

د ایران سفیر علي رضا بیکدلي افغانستان د ایران ښه ملګری وباله او د هېوادونو اقتصاد یې په سوداګرۍ او ګډې پانګونې پورې تړلی وباله.

نوموړي د سوداګرو د ستونزو د هواري، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي، ټرانزیټي او سیاسي اړیکو د لا پراختیا په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او د نندارتونونو او سوداګریزو غونډو جوړول یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي لپاره مهم وبلل.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د رپوټ له مخې، په دې ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي په افغانستان کې د ایران د نوي سفیر ټاکل کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې یو ښه ګام وباله او ایران یې د افغانستان له مذهبي، فرهنګي، سوداګریزو او ټرانزیټي مشترکاتو سره ښه ملګری وباله.

شېر محمد عباس ستانکزي د منځني اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان، ایران او چین پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل، چې « د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي پیاوړتیا د سوداګرۍ په زیاتوالي او د ګډو پانګونو لپاره د مناسبو شرایطو په برابرولو پورې تړلې ده».

طالبان: په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۴۵۲ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو وزارت د شمیرو له مخې د روان کال د لېندۍ میاشتې له پیل څخه تر پایه پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره ۱۳۳ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي. ټولګټو وزارت وايي، په دې موده کې ۷۷۷ ټنه تجارتي توکي چې زیاته برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي، صادر شوي.

د طالبانو ټولګټو وزارت نن دوشنبه « د مرغومي ۳مه» پر خپل اېکس ولیکل، چې په یاده موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۴۹ زره ۵۹۹ ټنه، د اقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۵ زره ۶۳۰ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۴ زره ۷۰۱ ټنه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۲۰۲ ټنه چې ټولټال ۴۵۱ زره ۳۵۶ ټنه نفتي او نور توکي دي، افغانستان ته وارد شوي.

100%

د طالبانو ټولګټو وزارت زیاتوي چې په دې موده کې ۷۷۷ ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي، صادر شوي دي.

د طالبانو ټولګټو وزارت وايي چې هڅه کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې اسانتياوې برابرې کړي.

طالبانو د روان ۱۴۰۳ مالي کال لړم میاشت کې اعلان وکړ، چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره ۳۱ ټنه انتقالات ترسره شوي چې له دې جملې ۱۹۵۷ټنه یې صادرات او ټرانزیټ وو.

طالبانو ويلي، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو د کچې په لوړېدو کاري زمېنې هم برابريږي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمد الله زاهد د دغه وزارت د کلني راپور وړاندي کولو پرمهال ويلي و، چې تېر کال یې افغانستان ته د څه باندې ۸ مېلیارده ډالرو په ارزښت واردات کړي او د ۱.۸ مېلیارده ډالرو په ارزښت یې هم له افغانستان نه توکي صادر کړي دي.

نوموړي ويلي و، چې په وروستي یوه کال کې روسیې ته د افغانستان د صادراتو کچه ۵۴، ترکیې ته ۵۳، ایران ته ۱۹، چین ته ۱۶ او قزاقستان ته ۲،۵ سلنه زیاته شوې ده.


طالبانو په کابل او پکتیکا کې درې کسان «د جعل او غلا» په تور په دُرو وهلي

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۳ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل او پکتیکا کې یې درې کسان «د جعل او غلا» په تور د خلکو د سترګو پر وړاندې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن دوشنبه یې د پکتیکا ولایت په جانیخېل ولسوالۍ کې دوه تنه چې په غلا کولو تورن وو، په عام محضر کې په دُرو ووهل.

طالبانو د یادو تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي، یاد کسان یې ۳۵ـ۳۵ دُرې وهلي او هر یو یې په دوه دوه کاله بند سزا محکوم کړی دی.

همدارنګه د دې ډلې ستره محکمه وايي، چې یو بل تن ته یې هم د جعل او تزویر په تور د کابل د ښاري ابتدایه محکمې د دویم زون د عامه امنیت دېوان د پرېکړې له مخې په عام محضر کې ۱۵ دُرې وهلی او په یو کال تنفیذي بند یې محکوم کړی.

طالبان وايي، یادو کسانو ته په عام محضر کې د سزا ورکولو پرېکړه یې د یادې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته عملي کړې ده.

طالبانو تېره ورځ هم په فاریاب کې یوه ښځه «له کوره د تېښتې» په تور په عام محضر کې په دُرو ووهله.

د طالبانو د سترې محکمې له لوري د خپرو شویو خبرپاڼو د شمېرو له مخې په ډسمبر میاشت کې دې ډلې په پروان، پکتیکا، سمنګان، کندوز، کابل، پکتیا، غزني، کاپیسا، میدان وردګ، فاریاب او خوست ولایتونو کې شاوخوا ۵۰ تنه د خلکو د سترګو پر وړاندې په دُرو وهلي دي.

خلکو ته په عام محضر کې د طالبانو د بدني سزاګانو عمل د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو او ځینو هېوادونو له لوري سخت غندل کیږي، خو طالبان پرته له دې چې له یادې کړنې لاس واخلي نږدې په هرو دوو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته په عام محضر کې بدني سزاګانې ورکوي.

ټرمپ وايي د امریکا د پوځ یوه لویه برخه تجهیزات افغانستان کې پرېښودل شوي

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۲ GMT+۰

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فونیکس ښار کې خپلو پلویانو ته په یوه اوږده وینا کې له افغانستان نه د بایډن ادارې د د وتلو پرېکړه په سختو ټکو وغندله او ویې ویل، چې د ده په مشرۍ به د امریکا لپاره "یو زرین دور" پیل شي.هغه ژمنه وکړه چې د پوځ کمزورې شوې برخې به بیا ورغوي.

ټرمپ له افغانستان څخه د وتلو پر مهال د میلیاردونو ډالرو نظامي تجهیزاتو پرېښودل او د ۱۳ امریکایي سرتېرو مړینه یوه ستره ناکامي وبلله. هغه په ځانګړې توګه د هغو ۴۸ سرتېرو یادونه وکړه چې په دې پېښه کې سخت ټپیان شوي وو.

ټرمپ وویل، «۴۸سرتیري ډېر سخت ژوبل شوي دي، د هغوی پښې، لاسونه او مخونه ژوبل شوي او هېڅوک د هغوی په اړه خبرې نه کوي». هغه ټپي شویو سرتېرو ته په خطاب کې وویل، « موږ له تاسې سره مینه لرو، موږ تاسې هېڅکله نه هېروو».

ټرمپ وویل چې د واک په لومړۍ دوره کې یې پوځ داسې یوې کچې ته ورساوه چې مخکې یې ساری نه درلود، خو د هغه په وینا، په افغانستان کې پرېښودل شوي تجهیزات د دې پرمختګ یوه برخه زیانمنه کړه. ټرمپ وویل، « ما ټول پوځ بیا جوړ کړ، په داسې کچه چې مخکې هېڅکله داسې نه و، خو له بده مرغه یوه لویه برخه مو افغانستان ته ورکړه. تاسې باور کوئ؟ څومره بد کار دی!».

هغه زیاته کړه چې کله سپینې ماڼۍ ته لاړ، پوځ په ډېر بد حالت کې و. « یوه جنرال راته وویل، صېب، موږ ډېر کم، تقریباً هېڅ مهمات نه لرو، ما ورته وویل، دا خبره پټه وساته. پرېږده چې دښمن پرې پوه نشي. دا ښه نه ده».

ټرمپ ژمنه وکړه چې د پوځ هغه برخې چې کمزورې شوې دي، بیا به یې په پیاوړي ډول جوړې کړي او ډاډ یې ورکړ چې د امریکا د دفاع وړتیا به په نړۍ کې بې ساري پاتې شي.

هغه وویل چې په اوکراین جګړه او منځني ختیز کې به متحده ایالتونه ځان ښکیل نه کړي.