• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۴۵۲ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۹ GMT+۰تازه شوی: ۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو وزارت د شمیرو له مخې د روان کال د لېندۍ میاشتې له پیل څخه تر پایه پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره ۱۳۳ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي. ټولګټو وزارت وايي، په دې موده کې ۷۷۷ ټنه تجارتي توکي چې زیاته برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي، صادر شوي.

د طالبانو ټولګټو وزارت نن دوشنبه « د مرغومي ۳مه» پر خپل اېکس ولیکل، چې په یاده موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۴۹ زره ۵۹۹ ټنه، د اقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۵ زره ۶۳۰ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۴ زره ۷۰۱ ټنه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۲۰۲ ټنه چې ټولټال ۴۵۱ زره ۳۵۶ ټنه نفتي او نور توکي دي، افغانستان ته وارد شوي.

100%

د طالبانو ټولګټو وزارت زیاتوي چې په دې موده کې ۷۷۷ ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي، صادر شوي دي.

د طالبانو ټولګټو وزارت وايي چې هڅه کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې اسانتياوې برابرې کړي.

طالبانو د روان ۱۴۰۳ مالي کال لړم میاشت کې اعلان وکړ، چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره ۳۱ ټنه انتقالات ترسره شوي چې له دې جملې ۱۹۵۷ټنه یې صادرات او ټرانزیټ وو.

طالبانو ويلي، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو د کچې په لوړېدو کاري زمېنې هم برابريږي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمد الله زاهد د دغه وزارت د کلني راپور وړاندي کولو پرمهال ويلي و، چې تېر کال یې افغانستان ته د څه باندې ۸ مېلیارده ډالرو په ارزښت واردات کړي او د ۱.۸ مېلیارده ډالرو په ارزښت یې هم له افغانستان نه توکي صادر کړي دي.

نوموړي ويلي و، چې په وروستي یوه کال کې روسیې ته د افغانستان د صادراتو کچه ۵۴، ترکیې ته ۵۳، ایران ته ۱۹، چین ته ۱۶ او قزاقستان ته ۲،۵ سلنه زیاته شوې ده.


ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کابل او پکتیکا کې درې کسان «د جعل او غلا» په تور په دُرو وهلي

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۳ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل او پکتیکا کې یې درې کسان «د جعل او غلا» په تور د خلکو د سترګو پر وړاندې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن دوشنبه یې د پکتیکا ولایت په جانیخېل ولسوالۍ کې دوه تنه چې په غلا کولو تورن وو، په عام محضر کې په دُرو ووهل.

طالبانو د یادو تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي، یاد کسان یې ۳۵ـ۳۵ دُرې وهلي او هر یو یې په دوه دوه کاله بند سزا محکوم کړی دی.

همدارنګه د دې ډلې ستره محکمه وايي، چې یو بل تن ته یې هم د جعل او تزویر په تور د کابل د ښاري ابتدایه محکمې د دویم زون د عامه امنیت دېوان د پرېکړې له مخې په عام محضر کې ۱۵ دُرې وهلی او په یو کال تنفیذي بند یې محکوم کړی.

طالبان وايي، یادو کسانو ته په عام محضر کې د سزا ورکولو پرېکړه یې د یادې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته عملي کړې ده.

طالبانو تېره ورځ هم په فاریاب کې یوه ښځه «له کوره د تېښتې» په تور په عام محضر کې په دُرو ووهله.

د طالبانو د سترې محکمې له لوري د خپرو شویو خبرپاڼو د شمېرو له مخې په ډسمبر میاشت کې دې ډلې په پروان، پکتیکا، سمنګان، کندوز، کابل، پکتیا، غزني، کاپیسا، میدان وردګ، فاریاب او خوست ولایتونو کې شاوخوا ۵۰ تنه د خلکو د سترګو پر وړاندې په دُرو وهلي دي.

خلکو ته په عام محضر کې د طالبانو د بدني سزاګانو عمل د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو او ځینو هېوادونو له لوري سخت غندل کیږي، خو طالبان پرته له دې چې له یادې کړنې لاس واخلي نږدې په هرو دوو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته په عام محضر کې بدني سزاګانې ورکوي.

ټرمپ وايي د امریکا د پوځ یوه لویه برخه تجهیزات افغانستان کې پرېښودل شوي

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۲ GMT+۰

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فونیکس ښار کې خپلو پلویانو ته په یوه اوږده وینا کې له افغانستان نه د بایډن ادارې د د وتلو پرېکړه په سختو ټکو وغندله او ویې ویل، چې د ده په مشرۍ به د امریکا لپاره "یو زرین دور" پیل شي.هغه ژمنه وکړه چې د پوځ کمزورې شوې برخې به بیا ورغوي.

ټرمپ له افغانستان څخه د وتلو پر مهال د میلیاردونو ډالرو نظامي تجهیزاتو پرېښودل او د ۱۳ امریکایي سرتېرو مړینه یوه ستره ناکامي وبلله. هغه په ځانګړې توګه د هغو ۴۸ سرتېرو یادونه وکړه چې په دې پېښه کې سخت ټپیان شوي وو.

ټرمپ وویل، «۴۸سرتیري ډېر سخت ژوبل شوي دي، د هغوی پښې، لاسونه او مخونه ژوبل شوي او هېڅوک د هغوی په اړه خبرې نه کوي». هغه ټپي شویو سرتېرو ته په خطاب کې وویل، « موږ له تاسې سره مینه لرو، موږ تاسې هېڅکله نه هېروو».

ټرمپ وویل چې د واک په لومړۍ دوره کې یې پوځ داسې یوې کچې ته ورساوه چې مخکې یې ساری نه درلود، خو د هغه په وینا، په افغانستان کې پرېښودل شوي تجهیزات د دې پرمختګ یوه برخه زیانمنه کړه. ټرمپ وویل، « ما ټول پوځ بیا جوړ کړ، په داسې کچه چې مخکې هېڅکله داسې نه و، خو له بده مرغه یوه لویه برخه مو افغانستان ته ورکړه. تاسې باور کوئ؟ څومره بد کار دی!».

هغه زیاته کړه چې کله سپینې ماڼۍ ته لاړ، پوځ په ډېر بد حالت کې و. « یوه جنرال راته وویل، صېب، موږ ډېر کم، تقریباً هېڅ مهمات نه لرو، ما ورته وویل، دا خبره پټه وساته. پرېږده چې دښمن پرې پوه نشي. دا ښه نه ده».

ټرمپ ژمنه وکړه چې د پوځ هغه برخې چې کمزورې شوې دي، بیا به یې په پیاوړي ډول جوړې کړي او ډاډ یې ورکړ چې د امریکا د دفاع وړتیا به په نړۍ کې بې ساري پاتې شي.

هغه وویل چې په اوکراین جګړه او منځني ختیز کې به متحده ایالتونه ځان ښکیل نه کړي.

ملي ټلویزیون په شریعت غږ بدلیږي؛ طالبانو د ټرانسمیټرونو نصبولو پروژه داوطلبۍ ته وړاندې کړې

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۲ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون پر اېکس د یوه اعلان له لارې په کابل او ولایتونو کې د ملي راډیو او شریعت غږ راډیو لپاره د ترانسمیټرونو د نصبوولو پروژه داوطلبۍ ته وړاندې کړې ده. له دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان ملي ټلوېزیون په شریعت غږ راډیو بدلوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون د دوشنبې په ورځ په کابل او ولایتونو کې د ملي راډیو او شریعت غږ راډیو لپاره د ایف ایم څپو ټرانسمیټرونو د نصبولو په موخه د بندپاس فلټر د چمتو کولو پروژه داوطلبۍ ته وړاندې کړې ده.

بانډپاس فلټرونه په یوه ځانګړې فریکونسي کې سیګنالونو ته د تېرېدو اجازه ور کوي او نور لکه د ټلویزیون سیګنالونه بندوي. په باندپاس سره طالبان کولای شي ټلویزیوني سیسټم له تغییر پرته اېف اېم راډیوګانو ته وکاروي. په دې سره راډیو ته یوازې د غږ په محتوا د ټلویزیون سیګنالونه لېږدول کیږي او انځور او ټلویزیوني محتوا پرځای پاتې کیږي.

په دې پروژه کې په مرکز کابل او ولایتونو کې د راډیو د ایف ایم څپو ټرانسمیټرونو نصبول هم شامل دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبان هڅه کوي د راډیو پر ایف ایم څپو د نشراتو په پیاوړتیا سره د افغانستان د ملي ټلویزیون تصویري خپرونې بندې کړي او ملي راډیو ټلویزیون او ددغه ټلویزیون ولایتي څانګې په راډیوګانې بدلې کړي.

طالبانو په ولایتونو او مرکز کې د شریعت غږ راډیو لپاره د ټرانسمیټرونو د نصبولو پروژې قراداد داسې مهال داوطلبۍ ته وړاندې کړی، چې دمګړۍ د کندهار، هلمند، ارزګان، زابل او نیمروز په ګډون په ګڼو ولایتونو کې دې ډلې په سیمه ییزو ملي ټلوېزیونونو کې تصویري خپرونو باندې بندیز لګولی دی.

د تلې میاشتې پر ۲۸مه نېټه د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ملي تلوېزیون ځینو کارکووونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د ملي ټلوېزیون رهبرۍ ناسته کې د ملي ټلوېزیون لپاره د ددې ډلې رییس قاري یوسف احمدي ویلي، چې ملا هبت الله ملي ټلوېزیون بندوي.

قاري یوسف احمدي په دغه ناسته کې ویلي و، چې له کندهار څخه د ملاهبت الله له خوا فشارونه زیات دي، چې په افغانستان کې تصویري رسنۍ وتړل شي، چې په کابل کې به یې پیل له ملي ټلوېزیون څخه وي.

قاري یوسف احمدي په دې جلسه کې ویلي و، چې د ملي ټلویزیون له بندېدو سره به دغه ټلوېزیون په شریعت غږ راډيو بدل شي.

کوچیان وايي د طالبانو د عدلیې وزیر د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکمونه نه مني

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۴ GMT+۰

د کوچیانو ځینو مشرانو له افغانستان انټرنشنل سره د یولړ اسنادو په شریکولو سره وویل چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د کوچیانو د استوګنې په تړاو د پخواني ولسمشر کرزي حکمونه نه مني. کوچیان نیوکه کوي چې د طالبانو عدلیې وزیر په خپلسرې توګه د دوی څلور قومي مشران بندیان کړي.

په لوګر ولایت کې د کوچیانو ځینو مشرانو نن یکشنبه «د مرغومي ۳مه» د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا یولړ پخواني صادر شوي حکمونه او د ځمکو اړوند اسناد له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړل.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلې واکمنۍ پرمهال په ۱۳۸۹ کال کې د لوګر ولایت هغه وخت والي ته حکم کړی چې په دغه ولایت کې د کوچیانو د ځای پرځای کولو لپاره بېړني ګامونه واخلي او د ټاکل شوي کمېسون له خوا تثبیت شوې ځمکه کوچیانو ته ورکړل شي.

100%

په یوه بل مکتوب کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکم پر بنست، د اراضي ادارې د لوګر د خوشي ولسوالۍ په دشت خوشي کې پر کوچیانو ځمکه وېشلې ده.

په لوګر کې مېشتو د کوچیانو ځینو قومي مشرانو وویل چې کوچیانو نه یوازې د پخواني ولسمشر کرزي په واکمنۍ کې د ځمکې لپاره حکم اخیستی بلکې د صبغت الله مجددي د واکمنۍ پرمهال یې هم ورته حکم اخیستی و.

100%

ددغه حکم یوه کاپي هم له افغانستان انټرنشنل سره شریکه شوې چې د هغه وخت د اسلامي دولت مشر صبغت الله مجددي پکې لیکلي، چې له کډوالۍ راستنو شویو کوچیانو ته دې په لوکر کې د اوسېدو لپاره ځمکې په واک کې ورکړل شي.

د طالبانو د عدلیې وزیر او کوچیانو ترمنځ جنجال

د کوچیانو ځینې مشران وايي چې دوه ورځې وړاندې طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په امر په لوګر کې د کوچیانو څلور قومي مشران سخي قاسم خېل، نظرګل صدیق خېل، برهان صفخیل او موکل خان کټي خېل نیولي دي.

100%

د کوچیانو یوه قومي مشر افغانستان انټرنشنل ته وویل، « د طالبانو د عدلیې وزیر له کوچیانو سره شخصي مشکل لري، له عبدالحکیم شرعي سره محکمه په لاس کې ده او قاضي هم د هغه په خوښه پرېکړه کوي او زموږ اسناد هېڅوک نه مني، اخر چېرته لاړ شو».

نوموړی زیاتوی چې ټول اسناد په لاس کې لري او څو ځله یې له عدلیې وزارت سره شریک کړي، خو هغوي یې له منلو انکار کوي او له بېلابېلو لارو غواړي پر دوی فشار راوړي.

د کوچیانو مشران د طالبانو له مشر مولوي هبت الله غواړي چې یوه خپلواکه محکمه دې جوړه کړي او د کوچیانو د ځمکو اسناد دې په دقیقه توګه پکې وڅېړل شي.

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي او کوچیانو ترمنځ روان کشمکش کومه نوې خبره نه ده.

د کب پر ۲۲ مه په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو د عدلیې وزیر شېخ عبدالحکیم شرعي د عدلیې وزارت په ودانۍ کې شخصي زندان جوړ کړی دی. سرچینو وویل چې طالبانو په ولسي جرګه کې د کوچیانو پخوانی استازی حیدر جان نعیمزوی څو ورځې په خپل دغه شخصي زندان کې بندي کړی و.

د طالبانو عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هغه وخت ومنله، چې په ولسي جرګه کې د کوچیانو پخوانی استازی حیدرجان نعیمزوی یې د کابل په بګرامي کې د ځمکې د غصب په تور توقیف کړی دی.

عبدالحکیم شرعي له دې وړاندې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره هم د هغه ددفتر او کور پر سر جنجال درلود، چې وروسته حکمتیار وزیر اکبرخان ته لاړ او ټلویزیون، دفتر او د ګوند فعالیتونه یې بند شول.

طالبانو په ننګرهار کې ورزشکاران د دیني زده‌کړو پروګرام ته اړ کړي‌

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۴۲ GMT+۰

طالبانو د ننګرهار له بېلابېلو ولسوالیو څخه جلال اباد ښار ته د (مرغومې په دویمه) د بیلابېلو برخو ورزشکاران رابللي او د «شرعي رزونې» په نوم یې ورته د ملایانو له لوري د دیني زده‌کړو روزنه پیل کړې.

طالبانو دغه پروګرام ته د «ملي او اسلامي احساس تقویه» نوم ورکړی چې درې ورځې به طالب پلوي ملایان دوی ته د اسلامي علومو په تړاو روزنه ورکړي.

په یاد ولایت کې د طالبانو د ورزش او المپیک مشر عبدالسلام وزیروال وایي،‌ په ننګرهار کې ورزشکاران د اسلام څخه په لرې واټن کې روزل شوي او له دین څخه ناخبره ساتل شوي دي.
هغه زیاته کړې: «دوی کسبګرو غوندې روزل شوي،‌ داسې روزل شوي چې ورزش له اسلام سره اړخ نه لګوي، غواړو دوی ته خپل حد ور معلوم وي چې له ورزش سره د اسلام اړیکه څه ده؟.»

د دغو لوبغاړو له ډلې د یوه ځایي ورزشکار عتیق الله په وینا؛ طالب ملایانو ورته په نړۍوالو سیالیو کې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د لوبو کولو سپارښتنې کړي.

طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د ورزشکارانو تر څنګ د پوهنتون استادانو، ډاکټرانو، ښوونکو او د ټولنې بېلابېلو قشرونو ته د دیني زده‌کړو په نوم روزنیز سیمینارونه جوړ کړ‌ي دي.

ویل کېږي طالبان د دین په نوم دغه ډول پروګرامونو کې په ښکاره او جدي ټکو خلک د دوی د واکمنۍ ملاتړ ته رابولي او غوښتنې ترې کوي چې د دوی د دوام لپاره په خپلو اړونده برخو کې تبلیغات وکړي.