• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کوچیان وايي د طالبانو د عدلیې وزیر د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکمونه نه مني

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۴ GMT+۰تازه شوی: ۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۱۲ GMT+۰

د کوچیانو ځینو مشرانو له افغانستان انټرنشنل سره د یولړ اسنادو په شریکولو سره وویل چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د کوچیانو د استوګنې په تړاو د پخواني ولسمشر کرزي حکمونه نه مني. کوچیان نیوکه کوي چې د طالبانو عدلیې وزیر په خپلسرې توګه د دوی څلور قومي مشران بندیان کړي.

په لوګر ولایت کې د کوچیانو ځینو مشرانو نن یکشنبه «د مرغومي ۳مه» د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا یولړ پخواني صادر شوي حکمونه او د ځمکو اړوند اسناد له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړل.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلې واکمنۍ پرمهال په ۱۳۸۹ کال کې د لوګر ولایت هغه وخت والي ته حکم کړی چې په دغه ولایت کې د کوچیانو د ځای پرځای کولو لپاره بېړني ګامونه واخلي او د ټاکل شوي کمېسون له خوا تثبیت شوې ځمکه کوچیانو ته ورکړل شي.

100%

په یوه بل مکتوب کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکم پر بنست، د اراضي ادارې د لوګر د خوشي ولسوالۍ په دشت خوشي کې پر کوچیانو ځمکه وېشلې ده.

په لوګر کې مېشتو د کوچیانو ځینو قومي مشرانو وویل چې کوچیانو نه یوازې د پخواني ولسمشر کرزي په واکمنۍ کې د ځمکې لپاره حکم اخیستی بلکې د صبغت الله مجددي د واکمنۍ پرمهال یې هم ورته حکم اخیستی و.

100%

ددغه حکم یوه کاپي هم له افغانستان انټرنشنل سره شریکه شوې چې د هغه وخت د اسلامي دولت مشر صبغت الله مجددي پکې لیکلي، چې له کډوالۍ راستنو شویو کوچیانو ته دې په لوکر کې د اوسېدو لپاره ځمکې په واک کې ورکړل شي.

د طالبانو د عدلیې وزیر او کوچیانو ترمنځ جنجال

د کوچیانو ځینې مشران وايي چې دوه ورځې وړاندې طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په امر په لوګر کې د کوچیانو څلور قومي مشران سخي قاسم خېل، نظرګل صدیق خېل، برهان صفخیل او موکل خان کټي خېل نیولي دي.

100%

د کوچیانو یوه قومي مشر افغانستان انټرنشنل ته وویل، « د طالبانو د عدلیې وزیر له کوچیانو سره شخصي مشکل لري، له عبدالحکیم شرعي سره محکمه په لاس کې ده او قاضي هم د هغه په خوښه پرېکړه کوي او زموږ اسناد هېڅوک نه مني، اخر چېرته لاړ شو».

نوموړی زیاتوی چې ټول اسناد په لاس کې لري او څو ځله یې له عدلیې وزارت سره شریک کړي، خو هغوي یې له منلو انکار کوي او له بېلابېلو لارو غواړي پر دوی فشار راوړي.

د کوچیانو مشران د طالبانو له مشر مولوي هبت الله غواړي چې یوه خپلواکه محکمه دې جوړه کړي او د کوچیانو د ځمکو اسناد دې په دقیقه توګه پکې وڅېړل شي.

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي او کوچیانو ترمنځ روان کشمکش کومه نوې خبره نه ده.

د کب پر ۲۲ مه په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو د عدلیې وزیر شېخ عبدالحکیم شرعي د عدلیې وزارت په ودانۍ کې شخصي زندان جوړ کړی دی. سرچینو وویل چې طالبانو په ولسي جرګه کې د کوچیانو پخوانی استازی حیدر جان نعیمزوی څو ورځې په خپل دغه شخصي زندان کې بندي کړی و.

د طالبانو عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هغه وخت ومنله، چې په ولسي جرګه کې د کوچیانو پخوانی استازی حیدرجان نعیمزوی یې د کابل په بګرامي کې د ځمکې د غصب په تور توقیف کړی دی.

عبدالحکیم شرعي له دې وړاندې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره هم د هغه ددفتر او کور پر سر جنجال درلود، چې وروسته حکمتیار وزیر اکبرخان ته لاړ او ټلویزیون، دفتر او د ګوند فعالیتونه یې بند شول.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په ننګرهار کې ورزشکاران د دیني زده‌کړو پروګرام ته اړ کړي‌

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۴۲ GMT+۰

طالبانو د ننګرهار له بېلابېلو ولسوالیو څخه جلال اباد ښار ته د (مرغومې په دویمه) د بیلابېلو برخو ورزشکاران رابللي او د «شرعي رزونې» په نوم یې ورته د ملایانو له لوري د دیني زده‌کړو روزنه پیل کړې.

طالبانو دغه پروګرام ته د «ملي او اسلامي احساس تقویه» نوم ورکړی چې درې ورځې به طالب پلوي ملایان دوی ته د اسلامي علومو په تړاو روزنه ورکړي.

په یاد ولایت کې د طالبانو د ورزش او المپیک مشر عبدالسلام وزیروال وایي،‌ په ننګرهار کې ورزشکاران د اسلام څخه په لرې واټن کې روزل شوي او له دین څخه ناخبره ساتل شوي دي.
هغه زیاته کړې: «دوی کسبګرو غوندې روزل شوي،‌ داسې روزل شوي چې ورزش له اسلام سره اړخ نه لګوي، غواړو دوی ته خپل حد ور معلوم وي چې له ورزش سره د اسلام اړیکه څه ده؟.»

د دغو لوبغاړو له ډلې د یوه ځایي ورزشکار عتیق الله په وینا؛ طالب ملایانو ورته په نړۍوالو سیالیو کې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د لوبو کولو سپارښتنې کړي.

طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د ورزشکارانو تر څنګ د پوهنتون استادانو، ډاکټرانو، ښوونکو او د ټولنې بېلابېلو قشرونو ته د دیني زده‌کړو په نوم روزنیز سیمینارونه جوړ کړ‌ي دي.

ویل کېږي طالبان د دین په نوم دغه ډول پروګرامونو کې په ښکاره او جدي ټکو خلک د دوی د واکمنۍ ملاتړ ته رابولي او غوښتنې ترې کوي چې د دوی د دوام لپاره په خپلو اړونده برخو کې تبلیغات وکړي.

د طالبانو کرنې وزارت: د ملا هبت‌الله په لارښوونه مو ۳۸ زره مټریک ټنه غنم زېرمه کړي

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۴۹ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د (مرغومې ۳مه) وايي چې د دغې ډلې د کرنې وزارت د ملا هبت‌الله په لارښوونه ۳۸ زره مټریک ټنه غنم زېرمه کړي. طالبان وايي، چې دغه کار یې په بازارنو کې د غنمو بیو د مهارولو په موخه کړی خو ښاریان وايي چې له دې سره د غنمو بیه لوړه شوې دي.

سره له دې چې د کابل او نورو ولایتونو په بازارونو کې د غنمو بیې ورځ تر بلې مخ په لوړیدو دي خو طالبان وايي، چې د غنمو د (احتکار) د مخنیوي لپاره هڅې کړي دي.

ملا هبت الله د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت ته سپارښتنه کړې وه چې د بزګرانو د ملاتړ او په بازارونو کې د (احتکار) د مخنیوي لپاره دې غنم زېرمه کړي.

ورته مهال د غنمو یو شمېر کاروباریان نیوکه کوي‌ چې طالبانو په ډېره ټیټه بیه په جبري ډول له کروندګرو غنم راټول کړي دي او له افغانستان څخه بهر ته یې د غنمو د قاچاق په مخنیوي کې هېڅ ډول ګامونه نه دي اخیستي.

داسې راپورونه هم شته چې د هلمند له لارې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو څخه پاکستان ته د غنمو قاچاق ترسره کېږي او د طالبانو ځايي قوماندانان هم په کې شریک دي.

د رسمي معلوماتو له مخې روان لمریز کال په افغانستان کې ۱۲.۲ میلیونه هکتاره ځمکه کې غنم کرل شوي وو چې ۴.۸۳ میلیون مټریک ټنه حاصل یې کړی دی.

د کرنیز سکټور کارپوهان د هېواد د نفوسو اټکل ته په کتو سره د غنمو کلنۍ اړتیا ۶.۸۲ میلیونه مټریک ټنه ګڼي چې د سږني کال د حاصلاتو له مخې بیا هم د دوه میلیونه مټریک ټنه غنمو کمی دی.

کندهار،‌ هلمند، هرات، فراه، کندوز، تخار، بادغیس او فاریاب د هغو ولایتونو له ډلې ګڼل کېږي چې د افغانستان په کچه یې د غنمو حاصلات تر نورو ځایونو ډېر دي.

طالبانو په فاریاب کې یوه ښځه «له کوره د تېښتې» په تور په عام محضر کې په دورو وهلې

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۱ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په فاریاب کې یې یوه ښځه «له کوره د تېښتې» په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلې ده. پر طالبانو له نړۍوالو نیوکو سره دغې ډلې په عام محضر کې د سزاګانو لړۍ روانه ساتلې ده.

د طالبانو سترې محکمې نن دوشنبه د (مرغومي درېیمه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ ابتدایه محکمې یوه ښځې ته «له کوره د تېښتې» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.

د طالبانو له خوا په عام محضر کې خلکو ته بدني سزاګانې په نړۍواله کچه غندل شوې خو طالبان یې د «شریعت» تطبیق بولي.

د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د فاریاب ولایت پشتونکوټ ولسوالۍ ابتدایه محکمې په عام محضر کې پر یوې ښځې عملي کړه.

په خبرپاڼه کې د تورنې ښځې د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې طالبانو دغه تورنه ښځه په یوکال تنفیذي بند سزا محکومه او ۳۹ دورې وهلې ده.

که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزاوې عملي کوي.

د م. م د کډوالو عالي کمېشنري: سلګونه زره افغانان له ایرانه په جبري توګه ستانه کړای شوي دي

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي، چې په سلګونو زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي چې ډېری یې بېرته ستنېدو ته اړ اېستل شوي دي.

د اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري دغه ځرګندونې پر اېکس پاڼه د دغه بنسټ د یوې چارواکې کارولین ګلوک د ویډیو په خپرولو سره کړې دي.
کارولین ګلوک په دغې ویډیو کې ویلي، چې په تېر کال کې سلګونه زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
هغه وایي، ایراني چارواکو ویلي پلان لري چې د ۲۰۲۵ کال له مارچ میاشتې څخه دوه مېلیونه بې اسناده کډوال له دغه هېواده وباسي.
د نوموړې په وینا، د راستنېدونکو کسانو شمېر له تېرې سپتمبر میاشتې راهیسې د پام وړ زیات شوی دی؛ خو د طالبانو شمېرې برعکس په تېرو دوو میاشتو کې کموالی ښیي.
نوموړې وایي: «د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري، د کډوالو په خپله خوښه راستنېدو ټینګار کوي او غواړي چې کډوال په امن فضا کې په خپله خوښه خپل وطن ته راستانه شي.»
هغه وایي، په سیمه کې له همکارو بنسټونو سره د بشري مرستو په برخه کې په ګډه کار کوي او ښایي ډېری په زور ستانه شوي کډوال په ځانګړې توګه ښځې او نجونې جدي ملاتړ او پاملرنې ته اړتیا ولري.
هغې دا رنګه ویلي، چې دغه کډوالو سره نغدي مرستې هم کېږي.
هغه زیاتوي، چې هغو سیمو ته به خپلو مرستو ته دوام ورکړي؛ کومو کې چې ډېری بېرته راستانه شوي کډوال مېشت دي.

دغه سازمان تر دې وړاندې هم ویلي و، چې هره اوونۍ د ایران له پولې افغانستان ته لسګونه زره افغانان راړول کېږي، چې له ګڼو بشري ستونزو او ننګوونو سره مخامخېږي.

د راپورونو له مخې، له ایرانه په جبري توګه په راېستل شویو افغانانو کې د پخواني جمهوري نظام یو شمېر سرتېري هم شامل وو، چې خپلو سیمو ته تر رسېدو وروسته یې ځینې طالبانو په نښه کړي‌ او وژلي دي.
په دې وروستیو کې ایراني ځواکونو یو شمېر افغانان وژلي، شکنجه کړي او د زنداني کېدو تر څنګ یې ان په دار هم ځړولي دي.

په کندهار او نورو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین د ملا هبت‌الله د خوندیتوب په شرط پیل شو

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د دوشنبې په ورځ د (مرغومې درېیمه) د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیانو لپاره د ګوزن ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو. تر دې وړاندې د طالبانو مشر دغه کمپاین د څه مودې لپاره ځنډولی و.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کابل،‌ کندهار، هلمند، روزګان،‌ زابل او د افغانستان د ختیځو ولایتونو تر څنګ به د هرات په ګډون په دغه کمپاین کې ۶.۸ میلیونه ماشومان واکسین شي.

د راپورونو له مخې څه موده وړاندې په کندهار کې د ملا هبت‌الله د خوندیتابه په موخه په دغه ولایت کې د واکسینو پر کمپاین بندیز ولګید او لامل یې هم دا بلل شوی و چې طالبان ویره لري، د ګوزڼ ضد واکسین په دغه کمپاین کې د دغې ډلې د مشر ځای په نښه نه شي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې تازه تېره میاشت د یونیسف له لوري د ګوزڼ ضد واکسین لپاره د (اوټرېچ خدمتونو) په نوم یوه نوې طرحه جوړه شوې چې له مخې یې واکسیناتوران کور په کور له ګرځیدو څخه منعه کړای شوي دي.

د دې طرحې له مخې واکسیناتوران باید د (اوټریچ خدمتونو) له لارې د کلي جوماتونه او یا هم د سیمې د قومي مخورو کورونه د واکسینونو د مرکزونو په توګه وټاکي، چې د سیمې خلک یو مشخص ځای ته د واکسینونو لپاره کوچنیان بوځي.

همدا راز یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل،‌ چې په بېلابېلو ولایتونو کې د سیمه ییزو اېف اېم راډیوګانو له لوري‌ د یونسېف په مالي‌ ملاتړ د عامه پوهاوي کمپاینونه کېدل چې طالبانو پرې بندیز لګولی او راډیوګانو ته د دغو اعلانونو لپاره ورکړل کیدونکې بودجه اوس د عامه پوهاوي په نوم د جوماتونو امامانو ته ورکول کېږي.

د ګوزڼ یا کوچنیانو د فلج نړۍوال بنسټ په خپل وروستي راپور کې ویلي چې روان کال په ټول افغانستان کې د پولیو ۲۳ پیښې ثبتې شوې دي چې ډېری هغه یې په ننګرهار ولایت کې دي او وروستۍ درې هغه یې په کندهار کې ثبتې شوې.

د واکسین د برخې د کارکوونکو په وینا؛ په کلیوالیو سیمو کې خلک د کلتوري روایتونو او عامه پوهاوي د نه شون له امله په اسانۍ نه حاضریږي، څو خپلو کوچنیانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکې ورکړي.

په وروستیو کلونو کې د ګوزڼ ناروغي په ډېری هېوادونو کې له منځه تللې ؛خو افغانستان او پاکستان لا هم د دې ناروغۍ لپاره خطرناکې سیمې بلل کېږي.

ګوزڼ یا پولیو یوه وایروسي ناروغي ده چې د کوچنیانو عصبي سیسټم ته زیان رسوي او د فلج سبب کېږي. دغه ناروغي له ماشومانو پرته لویانو ته هم لېږدیدای شي ؛خو کچه یې خورا کمه ده.