• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کندهار او نورو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین د ملا هبت‌الله د خوندیتوب په شرط پیل شو

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د دوشنبې په ورځ د (مرغومې درېیمه) د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیانو لپاره د ګوزن ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو. تر دې وړاندې د طالبانو مشر دغه کمپاین د څه مودې لپاره ځنډولی و.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کابل،‌ کندهار، هلمند، روزګان،‌ زابل او د افغانستان د ختیځو ولایتونو تر څنګ به د هرات په ګډون په دغه کمپاین کې ۶.۸ میلیونه ماشومان واکسین شي.

د راپورونو له مخې څه موده وړاندې په کندهار کې د ملا هبت‌الله د خوندیتابه په موخه په دغه ولایت کې د واکسینو پر کمپاین بندیز ولګید او لامل یې هم دا بلل شوی و چې طالبان ویره لري، د ګوزڼ ضد واکسین په دغه کمپاین کې د دغې ډلې د مشر ځای په نښه نه شي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې تازه تېره میاشت د یونیسف له لوري د ګوزڼ ضد واکسین لپاره د (اوټرېچ خدمتونو) په نوم یوه نوې طرحه جوړه شوې چې له مخې یې واکسیناتوران کور په کور له ګرځیدو څخه منعه کړای شوي دي.

د دې طرحې له مخې واکسیناتوران باید د (اوټریچ خدمتونو) له لارې د کلي جوماتونه او یا هم د سیمې د قومي مخورو کورونه د واکسینونو د مرکزونو په توګه وټاکي، چې د سیمې خلک یو مشخص ځای ته د واکسینونو لپاره کوچنیان بوځي.

همدا راز یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل،‌ چې په بېلابېلو ولایتونو کې د سیمه ییزو اېف اېم راډیوګانو له لوري‌ د یونسېف په مالي‌ ملاتړ د عامه پوهاوي کمپاینونه کېدل چې طالبانو پرې بندیز لګولی او راډیوګانو ته د دغو اعلانونو لپاره ورکړل کیدونکې بودجه اوس د عامه پوهاوي په نوم د جوماتونو امامانو ته ورکول کېږي.

د ګوزڼ یا کوچنیانو د فلج نړۍوال بنسټ په خپل وروستي راپور کې ویلي چې روان کال په ټول افغانستان کې د پولیو ۲۳ پیښې ثبتې شوې دي چې ډېری هغه یې په ننګرهار ولایت کې دي او وروستۍ درې هغه یې په کندهار کې ثبتې شوې.

د واکسین د برخې د کارکوونکو په وینا؛ په کلیوالیو سیمو کې خلک د کلتوري روایتونو او عامه پوهاوي د نه شون له امله په اسانۍ نه حاضریږي، څو خپلو کوچنیانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکې ورکړي.

په وروستیو کلونو کې د ګوزڼ ناروغي په ډېری هېوادونو کې له منځه تللې ؛خو افغانستان او پاکستان لا هم د دې ناروغۍ لپاره خطرناکې سیمې بلل کېږي.

ګوزڼ یا پولیو یوه وایروسي ناروغي ده چې د کوچنیانو عصبي سیسټم ته زیان رسوي او د فلج سبب کېږي. دغه ناروغي له ماشومانو پرته لویانو ته هم لېږدیدای شي ؛خو کچه یې خورا کمه ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: متقـاعدین دې د خـپلو حـقونو ثابتولو لپاره ځانګړې محکمې ته عریضه وکړي

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د مالیې وزارت وايي، چې د ددې ډلې د مشر هبت الله د فرمان پر بنسټ، د ټاکل شويو اصولو له مخې متقاعدینو ته د تقاعد د حقونو ورکولو پرېکړه شوې ده. طالبانو له متقاعدینو غوښتي چې د خپلو حقونو د ثابتولو لپاره ځانګړې محکمې ته عریضه وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې مالیې وزارت نن یکشنبه «د مرغومي دویمه» د تقاعد د حقوقو په تړاو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هبت الله د فرمان پر بنسټ، د ټاکل شويو اصولو له مخې د وزارتونو او حکومتي ادارو (د کابل له نیولو څخه مخکې متقاعدینو) او د برحاله حکومتي کارکوونکو د تقاعد د حقوقو ورکولو پرېکړه شوې ده.

د طالبانو د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد فرمان له مخې د هېواد سترې محکمې ته دنده سپارل شوې چې له مالیې وزارت او غير بودجوي واحدونو سره په بشپړه همغږۍ د متقاعدینو د حقوقو قضیو ته د شرعي اصولو پر بنسټ رسیده ګي وکړي.

خبرپاڼه وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې ټول متقاعدین کولای شي د خپل تقاعدي حق د ثابتولو لپاره د تقاعد د حقوقو اختصاصي محکمې ته عریضې وړاندې کړي چې غوښتنې ته به یې د محکمې له لوري د مالیې وزارت او د متقاعد شخص د اړوندې ادارې په همکارۍ د ټاکل شويو کړنلارو او شرعي اصولو له مخې رسېده ګي او اجراات ترسره شي.

د طالبانو مالیې وزارت په ډاګه کړې، چې د دولتي ادارو کارکوونکو د تقاعد ونډه چې د طالبانو له بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته د ۴۸۰۲ ګڼه حکم تر صدور پورې یې له معاشونو څخه وضع شوې ده، د اړوندو بودجوي او غیر بودجوي واحدونو له لارې د محکمې له حکم پرته اجرا کېږي.
طالبان ژمنه کوي چې د یاد فرمان پر بنسټ، د متقاعدینو د حقوقو ورکولو پروسه به د تشکیلاتو او معاشونو کمېسیون له لوري له ټاکل شوي مهال وېش سره سمه پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر له دې وړاندې په افغانستان کې د تقاعد سیسټم لغو او د متقاعدینو معاشونه بند کړي وو.
د نوموړي ددې پرېکړې په غبرګون کې د تېر حکومت متقاعدینو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه پراخ اعتراضونه وکړل.
په تېر لړم میاشت کې د متقاعدو دولتي کارکوونکو یوې ډلې په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) پر وړاندې هم اعتراض وکړ.

تقاعد شوي پخواني کارکوونکي وايي، چې په ۱۴۰۰ ل کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دوی خپل تقاعد نه دی ترلاسه کړی.

د پاکستان لوی درستیز وايي ترهګري او د هغې ملاتړي به له منځه یوسي

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۹ GMT+۰

د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر سویلي وزیرستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، چې په دې سیمه کې د امن راستلو لپاره به ترهګري او د هغې ملاتړي له منځه یوسي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د جمعې په ورځ سویلي وزیرستان ته لاړ، چیرې چې پاکستاني طالبانو په یوه غچ اخستونکي برید کې ۱۶ پاکستاني پوځیان ووژل او اته نور یې ټپیان کړل. هغه د پېښې د سیمې مکین پرځای د پوځ تر کنټرول لاندې سیمې واڼه ته لاړ او د پېښور قول اردو قوماندان ښه راغلاست ورته ووایه.

نوموړي واڼه کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې ترهګري، د هغې ملاتړ کوونکي او تمویل کوونکي به له منځه یوسي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د پاکستان پوځ به د تحریک طالبان پاکستان پر ضد خپل عملیات جاري وساتي او تر هغه به یې تعقیب کړي چې له پلویانو، مرستندویانو او تمویل کوونکو سره په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو او معلوماتو دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې د منیر له قوله لیکلي،چې په ټول هېواد کې به سوله او امنیت ډاډ من کړي.

په خبرپانه کې د پاکستان ضد وسله والو ته د «خوارج» کلمه کارول شوې ده.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې د عاصم منیرر له قوله لیکل شوي، « موږ د ترهګرۍ او د هغې د بڼو د له منځه وړو لپاره په خپل ماموریت کې هوډمن یو. د پاکستان د وسله والو ځواکونو زړورتیا، انعطاف او نه ماتېدونکې اراده د ملت د حاکمیت بنسټ جوړوي».

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ډيسمبر په ۲۰ـ۲۱ نېټه د وسله والو برید شنډ او اته تنه وسله وال ووژل شول او دغه راز په دغه برید کې د پاکستان ۱۶ سرتیري هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د راپور له مخې، له تېرو څو میاشتو راهیسي په دغه هېواد کې پر امنیتي ځواکونو د مخالفو وسله والو بریدونه زیات شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د کال په درېیمه ربع کې د پاکستاني ځواکونو پرضد دغه بریدونه ۹۰ سلنه زیات شوي دي.

د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د راپور له مخې، په دې موده کې په ۳۲۸ پیښو کې د امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو او د پاکستان د حکومت د وسله والو مخالفینو په ګډون ۷۲۲ تنه وژل شوي او ۶۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د دغو ټولو پېښو ۹۷ سلنه قربانیان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالت کې ښودل شوي دي.

د ننګرهار پخواني والي د نجونو د زده کړو په تړاو پر طالبانو محتاطانه نیوکه کړې

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۱ GMT+۰

د ننګرهار پخواني والي ضياالحق امرخېل په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د محدوديتونو په اړه اندېښنه وښوده. نوموړي خبرداری ورکړ، چې د دغه وضعیت دوام به د هېواد پر راتلونکي منفي پایلې ولري. امرخېل ټینګار وکړ، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره د ښځو زده کړو ته پاملرنه اړینه ده.

ضیاالحق امرخېل د یکشنبې په ورځ پر اېکس ولیکل چې « یوه اونۍ په یوه اسلامي وطن کې وم. ډېره راته دردوونکې وه چې کله مې اسوده، سوکاله او په پوره خوشالۍ تعليمي مرکزونو ته د نجونو تګ راتګ لیده او بیا مې د خپل هیواد له محرومو خویندو او لوڼو سره پرتله کاوه چې د بیلابیلو تنګسیاوو او ستونزو با وجود يې د یوې روښانه راتلونکې لپاره په شوق زدکړې کولې، خو ترې محرومې کړای شوې».

هغه زياته کړې، چې د طالبانو له واکمنۍ شاوخوا څلور کاله تېرېږي، خو د پوهنې مسالې ته پوره پاملرنه نه ده شوې.

امرخېل وايي، چې د افغاني ټولنې نيمايي برخه له زده کړو بې برخې ده او بل پلو د نارینه وو د زده کړو او کار په برخه کې د ښوونکو او مسلکي کسانو کمښت هم زيات شوى دى.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي او هغوی یې د زده کړې او کار له حقه بې برخې کړې دي.

امرخېل وايي، چی دا خبرې له بده نیته نه کوي،خو دا درد هغوی ښه محسوسولی شي چې نوره نړۍ وګوري او بیا خپل هیواد ته وګوري.

د ننګرهار دغه پخوانی والي وايي، یوازې طبیعي سرچينې ستونزه نشي هوارولی او که هوارولی یې شوای افريقايي هېوادونه به د نړۍ بډایه هیوادونه وای.

هلمند کې محتسبانو زده کوونکو ته ویلي چې ږیرې پریږدي او له خولۍ پرته ښوونځي ته ور نه شي

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۳ GMT+۰

له هلمنده سرچینو افغانستان اڼترنشنل ته وویل، چې نن یکشنبه یو شمېر ښوونځیو ته د امربالمعروف محتسبان ورغلي او زده کوونکو ته یې ګواښ کړی، چې نور دې له خولۍ پرته او په خرېیلې ږیره ښوونځيو ته نه ورځي. طالبانو سپارښتنه کړې، چې د مدرسې او ښوونځي د زده کوونکو په جامو کې باید توپیر نه وي.

د هلمند له مرکز لښکرګاه ښار څخه یو شمېر زده کوونکو له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل، چې نن د یکشنبې په ورځ د امر بالمعروف ریاست یوه ډله محتسبان پر ښوونځیو ګرځیدل او زده کوونکو ته یې خبرداري ور کول، چې نور به ښوونځي ته له خولیو پرته نه ورځي.

دغه زده کوونکي وايي، د هلمند ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبانو ورته ویلي، چې نور به ږیرې نه خرېیي.

د زده کوونکو له ډلې یو تن چې نه غواړي د طالبانو له ډاره یې هویت په ډاګه شي، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، « سهار ۹ نیمې بجې شاوخوا وې، د ښوونځي مدیر ټول زده کوونکي له ټولګیو بیرون راوایستلو، د امربالمعروف کسان راغلي وو، هغوی ویل چې ښوونځي ته د راتلو پر وخت به خولۍ پر سر کوئ، نور به په غربي سټایل ښوونځي ته نه راځئ».

یو بل زده کوونکی وايي، د امربالمعروف محتسبانو زده کوونکو ته توصیه وکړه، چې له سټایلي ویښتیانو او ږیرې خرېیلو ډډه وکړي.

دغه زده کوونکي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل:«هغوی وویل، چې موږ بیاځلې د څار لپاره راځو، ږیرې مو باید منظمې وي او سټایلي وریښتیان مو ونه وینو.»

د هلمند له پوهنې ریاست څخه یوې سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې څه موده وړاندې د امربالمعروف ریاست لد پوهنې ریاست ته په شفاهي ډول امر کړی، چې په ښوونځیو کې دې د زده کوونکو ظاهري صورت «ږیرې، د جامو سټایل او خولۍ پر سر کولو» ته جدي پاملرنه وشي او پر زده کوونکو عملي شي.

دغه سرچینه وايي، طالبانو د پوهنې ریاست ته سپارښتنه کړې، چې د مدرسې او د ښونځي د زده کوونکو په جامو کې باید هیڅ ډول توپیر نه وي.

په ورته وخت کې له ارزګان ولایت څخه هم سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په یاد ولایت کې د ښوونځیو زده کوونکو او د پوهنتون محصلانو ته په لوڅ سر ښوونځیو او پوهنتون ته د ننوتلو پر مهال اجازه نه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له دې وړاندې د یو شمېر ولایتونو په جوماتونو کې په رسمي پاڼو کې د هرې سیمې خلک راجسټر کړي او د جوماتونو ملا امامانو ته یې دنده سپارلې چې جومات ته د نه ورتلونکو کسانو په اړه د امربالمعروف ریاست ته خبر ورکړي.

ناڅرګندو کسانو د ننګرهار په خوږیاڼیو کې د مـدرسې کتـابتون سـوځولی

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۸ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تېره شپه نامعلومو کسانو د ننګرهار په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د ابکو صاحب مدرسې کتابتون ته اور اچولی دی. په ترلاسه شویو انځورونو کې ښکاري چې کتابونه په اور کې سوځېدلي دي. طالبانو د پیښې په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د ننګرهار خوږیاڼیو ولسوالۍ کې ځینو ځايي اوسېدونکو نن یکشنبه «د مرغومي۲مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تر اوسه پورې د ابکو صاحب مدرسې د کتابتون د سوځولو لامل نه دی په ډاګه شوی.

سرچینه وايي، چې په دې پېښه کې ګڼ شمېر دیني کتابونه، قران کریم او نور د مدرسې کتابونه سوځېدلي دي.

په دې مدرسه کې د سیمې ځايي ماشومانو دیني زده کړې کولې.

له دې وړاندې د ننګرهار ه چپرهار ولسوالۍ کې هم یوې دیني مدرسې ته اور اچول شوی و، چې تراوسه یې لامل نه دی په ډاګه شوی.

په ننګرهار کې د طالبانو ځايي امنیتي مسوولانو ددې پېښې په اړه تر دې دمه کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه هم داعش خراسان په ګډون کومې وسله والې ډلې ددې پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده.

100%