• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییلي پوځ په غزې کې کمال عدوان روغتون نیولی او ۵۰ کسان یې وژلي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۴ GMT+۰تازه شوی: ۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۳ GMT+۰

اسراییلي پوځ د غزې تړانګې په شمال کې وروستي پاتې روغتون او شاه او خوا ودانیو باندې برید کړی، چې پایله کې یې پنځوس کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، د کمال عدوان روغتون اسراییلي پوځ په خپله ولکه کې اخیستی.

د غزې روغتیا وزارت وايي، اسراییلي ځواکونو د کمال عدوان روغتون ودانۍ سوځولې او د برېښنا ټول جنراتورونه یې ویجاړ کړي دي.

یاد وزارت وایي: له روغتون سره یې اړیکه پرې شوي او د روغتون په څو څانګو کې یې د اور لمبو خبرونه ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې روغتون ته څېرمه پر یوې ودانۍ د اسراییل په هوايي برید کې د پنځو طبي کارکوونکو په ګډون لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.

د غزې په تړانګه کې د اسراييل په جګړه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهيسې لږ تر لږه ۴۵ زره او ۴۳۶ فلسطينيان وژل شوي او ۱۰۸ زره او ۳۸ نور  ټپيان شوي دي.

بل خوا، د حماس تر مشرۍ لاندې د په همدې موده کې د دوی په بريدونو کې لږ تر لږه ۱۱۳۹ کسان په اسراييل کې وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر يرغمل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

هسپانیا ته پر لاره د کښتۍ د ډوبیدو له امله شاوخوا ۷۰ کسان مړه شوي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۲ GMT+۰

د الجزیرې د راپور له مخې، هسپانیا ته په لار کښتۍ د مراکش په اوبو کې ډوبه شوې چې له امله یې اویا کسان مړه شوي دي.

د مالیزیا چارواکو وویل، چې یوه کښتۍ چې غوښتل یې له لویدیځې افریقا د هسپانیا ګانري ټاپوګانو ته لاړه شي د مراکش په اوبو کې غرقه شوې، چې په کې سپاره اویا کسان مړه شوي دي.

دغه پېښه د ډسمبر په ۱۹ مه رامنځته شوې ده.

د مالیزیا سمندري چارواکو ویلي، چې د منځنۍ کچې دغه کښتۍ کې نږدې اتیا کسان سپاره وو چې ۱۱ کسان یې ژغورل شوي دي، د یاد وزارت چارواکي زیاتوي چې د پېښې په اړه څېړنۍ روانې دي.

په هسپانیا کې د پناه غوښتونکو د حقونو یوه سازمان د پنجشنبې په ورځ وویل، چې سږ کال تر ۱۰ زره زیات پناه غوښتونکي د سمندر له لارې هسپانیې ته د رسېدو په هڅه کې مړه شوي دي. د دغه سازمان د راپور له مخې د تېر کال په پرتله د پناه غوښتونکو د مړینې شمېر ۵۸ سلنه ډېر شوی دی.

د اذربایجان هوايي شرکت وايي، الوتکه یې د “بهرنۍ لاسوهنې” له امله غورځیدلې ده

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۰ GMT+۰

د ازربایجان هوايي شرکت ویلي، د دوی لومړنۍ څیړنې ښيي چې د دغه شرکت یوه الوتکه چې د چهار شنبې په ورځ په قزاقستان کې غورځېدلې لامل یې «بهرنۍ فزیکي او تخنیکي لاسوهنه وه.» دغه شرکت د روسیې له ځینو ښارونو باکو ته څو الوتنې هم لغوه کړې دي.

د اذربایجان هوايي شرکت پر خپله رسمې پاڼه لیکلي، چې د لومړنیو څیړنو له مخې د اذربایجان هوايي شرکت د امبرایر ۱۹۰ الوتکه “د فزیکي او تخنیکي بهرنۍ لاسوهنې” له امله غورځیدلې ده.

دغه هوايي شرکت ویلي دي چې د ډیسمبر میاشتې له ۲۸ نېټې باکو ته د روسیې مینرالونوي وودې، سوشي، وولګوګراد، اوفا، ساراټوف، نطني نوګورود او ولادیکاوکاز لپاره ټولې الوتنې لغوه اعلان کړې دي.

د اذربایجان هوايي شرکت لیکلي:«دا پریکړه، چې د اذربایجان د دولتي ملکي هوایي چلند ادارې سره شوې، د فزیکي او تخنیکي بهرنۍ لاسوهنې له امله د اذربایجان هوایی شرکت د امبرایر ۱۹۰ الوتکې د غورځیدو په اړه د تحقیقاتو د لومړنیو پایلو پراساس ده او د الوتنې خوندیتوب ته احتمالي خطرونه په پام کې نیسي.»

د اذربایجان هوايي شرکت وايي، روسیې ته د الوتنو دا ځنډ به د وروستۍ څیړنې تر بشپړیدو پورې پر خپل ځای پاتې وي.

دغه شرکت دا هم ویلي، چې د روسیې په ځینو ښارونو کې چې کومو مسافرو د دغه شرکت لپاره ټکېټونه اخیستي پرته له جریمې به یې ټولې پیسې بېرته د “ازال” هوایې شرکت له لورې ورکول شي.

اذربایجانۍ الوتکه د چهارشنبې په ورځ د قزاقستان د اکتاو ښار ته نږدې د سویلي روسیې له یوې سیمې تر وتلو وروسته ولویده چیرې چې مسکو په مکرر ډول د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو پر وړاندې د هوایی دفاع سیسټم کارولی دی.

د الوتکې د نسکوریدو په دغه پېښه کې ۳۸ کسان وژل شوي.

روسیې په مسکو کې د داعش خراسان د غړو د وژل کېدو خبر ورکړ

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۷ GMT+۰

د روسیې امنیتي خدمتونو ادارې د جمعې په ورځ خبر ورکړ، چې په مسکو کې یې د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د یوې ترهګریزې حملې مخه نیولې ده. د روسیې امنیتي خدمتونو اداره وايي، چې د نیول کېدو پر مهال د داعش غړو مقاومت وکړ او ووژل شول.

د روسیې ټاس دولتي خبري اژانس د جمعې په ورځ د دغه هېواد د امنیتي خدمتونو ادارې په حواله خبر ورکړ، چې بریدګر د منځنۍ اسیا اوسېدونکي وو.

د دغه راپور له مخې، د داعش غړو یو موټر اخیستی، چې په هغه کې يې د پروپان ګاز ډبې یې پکې اېښې وې او بیا یې د لاسي بمونو جوړولو ته مخه کړې وه.

د اسراییل په تازه بریدونو کې په غزه او رفح ښار کې نهه کسان وژل شوي

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۴۳ GMT+۰

د عربي خبري اژانس وفا د راپور له مخې، د جمعې پر ورځ د مرغومي په اوومه نیټه د اسرایيلي ځواکونو له لوري د فلسطین پر یو شمېر ښارونو بریدونه شوي چې یوازې له نن سهار راهیسې په غزه او رفح کې نهه کسان وژل شوي شاوخوا ۲۰ تنه ټپیان شوي. په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

همدا راز اسراییلي ځواکونو د غزې په شجاعیه سیمه کې یو کور بمبار کړی چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.

د رسنیو د راپورونو پر بنسټ په ورته وخت کې د رفح د النصبر په سیمه کې د توغندیز برید له امله یوه ښځه وژل شوې.

همدا راز د غزې په الصبرا سیمه کې پر یوې ودانۍ د برید په پایله کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شول.

د دغو ټولو پېښو د ټپیانو شمېر ساوخوا شل تنه ښودل شوی چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

ملګرو ملتونو په غزه کې د ماشومانو وژل کیدل جنګي جنایت بللی او د نړۍ د ټولو جګړو په پرتله یې په فلسطین کې د اسرايیلي ځواکونو له لوري د وژل شویو ماشومانو شمېر لوړ ښودلی دی.

سرچینې: د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د وسله والو په بریدونو کې شپږ عسکر وژل شوي

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۱ GMT+۰

له سیمې څخه افغانستان انټرنشنل پښتو ته سرچینو ویلي چې تېره ورځ د شمالي وزیرستان میرعلي ولسوالۍ کې پر پاکستاني عسکرو څو ځایه بریدونه شوي وو، چې له امله د یوه افسر په ګډون شپږ عسکر وژل شوي. وايي، په دغو بریدونو ۱۱ وسله وال هم وژل شوي.

له شمالي وزیرستان څخه افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن جمعه د (مرغومي اوومه) سرچینو ویلي چې تېره ورځ د شمالي وزیرستان میرعلي ولسوالۍ کې پر پاکستاني عسکرو څو ځایه بریدونه شوي وو، چې له امله د یوه افسر په ګډون شپږ عسکر وژل شوي.

خو د پاکستان پوځ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

په سیمه کې خبریالان وايي، چې په دغو نښتو کې د ټي ټي ټي وسله والې ډلې ۱۱تنه هم وژل شوي، خو خپله ټي ټي پي په دې اړه لا څه نه دي ويلي.

دغه بریدونه د شمالي وزیرستان په اسوخیلو، حیدرخیلو او دته خیلو کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو باندې شوې دي.

له سیمې څخه داسې راپورنه هم شته چې د دغو بریدونو پر مهال د ورڅېرمه کورونو ښځو او ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېرې لا نه دي ترلاسه شوې.