• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې په مسکو کې د داعش خراسان د غړو د وژل کېدو خبر ورکړ

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۷ GMT+۰

د روسیې امنیتي خدمتونو ادارې د جمعې په ورځ خبر ورکړ، چې په مسکو کې یې د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د یوې ترهګریزې حملې مخه نیولې ده. د روسیې امنیتي خدمتونو اداره وايي، چې د نیول کېدو پر مهال د داعش غړو مقاومت وکړ او ووژل شول.

د روسیې ټاس دولتي خبري اژانس د جمعې په ورځ د دغه هېواد د امنیتي خدمتونو ادارې په حواله خبر ورکړ، چې بریدګر د منځنۍ اسیا اوسېدونکي وو.

د دغه راپور له مخې، د داعش غړو یو موټر اخیستی، چې په هغه کې يې د پروپان ګاز ډبې یې پکې اېښې وې او بیا یې د لاسي بمونو جوړولو ته مخه کړې وه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

هبت الله اخوندزاده د مدرسو مسولینو ته: له ډېر لګښت او خلکو ته له ډوډۍ ور کولو ډډه وکړئ

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۴ GMT+۰

د طالبانو مشر له ټولو مدرسو غوښتي، چې له دې وروسته د فراغت مراسمو کې له زيات لګښت او عامو خلکو ته له ډوډۍ ورکولو ډډه وکړي. هبت الله اخوندزاده ویلي، دې مراسمو کې باید د جمعې لمونځ قضا نه شي، یوازې ۳ کسان دې وینا وکړي او له لویې جلسې وروسته دې فارغان په کور کې وړې غونډې هم نه کوي.

د طالبانو پوهنې وزارت د جمعې په ورځ د مدرسو مسولينو او د فراغت مراسمو جوړوونکو ته د هبت الله اخوندزاده شپږ سپارښتنې نشر کړې او له ټولو يې غوښتي، چې عملي يې کړي.

هبت الله په خپله لومړۍ سپارښتنه کې ويلي، چې په مراسمو کې یوازي باید درې ویناوې وشي، که غونډې سهار پيليږي د ماپښين لمانځه ته او که ماپښين پيليږي د ماځیګر لمانځه ته باید ختمه شي.

نوموړي دا هم ويلي، چې په غونډو کې د زياتو لګښتونو د مخنيوي لپاره یوازې باید خاصو خلکو ته ډوډۍ ورکول شي او عامو خلکو ته ور نه کول شي.

هغه دا هم غوښتي: «فاضلان دې له اصراف کولو جدي پرهېز وکړي او تر عمومي جلسې وروسته دې پر کور دوهمه جلسه نه جوړوي.»

د طالبانو د مشر په سپارښتونو کې راغلي، چې د غونډو پر مهال دې يوازې د «لويې دورې فاضلانو او د قران حافظانو ته دستاربندي» وشي او د وړې دورې هغې ته دې نه کيږي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو را وروسته دغې ډلې په تېرو دريو کلونو کې له مدرسو د فراغت پراخې غونډې جوړې کړي؛ خو برعکس يې بیا له ښوونځیو او پوهنتونو د فراغت د مراسمو پر لمانځلو یو لړ بندیزونه لګولي.

دغې ډلې د پوهنتونو په فراغت غونډه کې د خاص لباس اغوستل، زياته خوشالي کول، عکسونه اخیستل او ورته نور بندیزونه لګولي.

خو د مدرسو په تړاو یې نوې سپارښتنې په داسې مهال دي چې د دې ډلې په مقابل کې د مخالفانو په تېره د داعش بریدونو ته ورځ تر بلې اندېښنه زیاتېږي.

د پاکستان د پوځ ویاند وايي، په ۲۰۲۴ کال کې یې «۲۷ افغان وسلوال» وژلي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۲ GMT+۰

د پاکستان د پوځ د عامه اړېکو مسوول وايي، پر ۲۰۲۴ کال یې په دغه هېواد کې ۵۹ زره او ۷۷۵ عملیات کړي دي. تورنجنرال احمد شریف چودري وايي، په دغه موده کې یې د « ۲۷ افغان ترهګرو» په ګډون ۹۲۵ وسلوال وژلي او په مقابل کې ۳۸۳ پاکستاني سرتېري او افسران وژل شوي دي.

احمد شریف چودري نن جمعه د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل، چې په تېر کال کې یې د وسلوالو او د هغوی د تمویلونوکو په وړاندې ۵۹زره او ۷۷۵ عملیات کړي دي.

نوموړي وويل، په دې عملياتو کې «د خوارجو په ګډون نهه سوه پنځه ويشت ترهګر وژل شوي دي.»

نوموړي پر همدغه مهال وویل، په دغه عملیاتو کې« ۲۷ افغان ترهګر هم وژل شوي دي.»

نوموړی وايي، په دې موده کې ۱۴ وسلوال پاکستاني ځواکونو ته تسلیم شوي هم دي.

د ښاغلي چودري په خبره په ۲۰۲۴ کال کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال ۳۸۳ پاکستاني افسران او سرتیري هم وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مسول وايي، پاکستان د افغانستان په اړه، د سولې او امنیت لپاره مهم رول لوبولی دی.

نوموړی ویل:«خو له بده مرغه چې ترهګر په دوامداره توګه د پاکستان دننه د ترهګرۍ د هڅولو لپاره د افغانستان خاوره کاروي.»

نوموړي وویل، د پاکستان د پوځ مشر جنرال سيد عاصم منير په افغانستان کې د منع شويو سازمانونو د پټنځيو او همدارنګه په پاکستان کې د ترهګريزو فعاليتونو د ترسره کولو لپاره د هغوی د اسانتياوو په اړه د پاکستان اندېښنې څرګندې کړې دي.

ښاغلی چودري وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پاسپورټ او ویزې په جبري کېدو سره د غیرقانوني تګ راتګ په کمولو کې هم مرسته شوې ده.

هغه زیاته کړه:« د تیر کال له سپتمبر راهیسې اته لکه پنځلس زره غیرقانوني افغان وکړي بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.»

د پاکستان پوځ پر داسې مهال له افغان خاورې د ګواښ په اړه اندیښنه څرګندوي، چې دغه هېواد درې ورځې وړاندې د پکتیکا په برمل او د خوست سپېره ولسوالۍ کې هوايي برېدونه وکړل او پاکستاني رسنیو ویلي، چې په دغو بریدونو کې یې د تحریک طالبان پاکستان غړي وژل شوي دي.

خو د رسنیو رپوټونه وايي، چې د دې بریدونو ډېری قربانیان د وزیرستان هغه کډوال ماشومان او مېرمنې دي چې پر ۲۰۱۴ کال د پاکستان د پوځي عملیاتو پیلېدو پسې پکتیکا او خوست ته کډه شوي دي.

عمران خان: پر افغانستان بمباري او د کډوالو ستنولو د ترهګرۍ د کمېدو پر ځای کرکه زیاته کړه

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۵ GMT+۰

د پاکستان پخواني لومړي وزیر په زندان کې له خبریالانو او وکیلانو سره په خبرو کې ویلي، چې پاکستان دوه ځله پر افغانستان هوايي بریدونه کړي دي. عمران خان وايي، په زور د افغان کډوالو ستنولو سره ادعا کېده چې په دې گام سره به پاکستان کې «ترهګري» کمه شي، خو برعکس کرکه ور سره زیاته شوه.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر په اډیاله زندان کې له خبریالانو او وکیلانو سره د لیدنې په اړه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې پر افغانستان دوه ځله هوايي بریدونه شوي دي.

نوموړی وايي، له پاکستان په زور د افغان کډوالو ستنولو سره ادعا شوې وه، چې ترهګرې به کمه کړي، خو په دې کار سره کرکه زیاته شوه او دا کړنه په سیمه کې د امنیت ټینګښت لپاره سمه نه وه.

نوموړي زیاته کړې:«کله چې بلاول بهوټو د بهرنیو چارو وزیر و، ان یوځل هم افغانستان ته نه ولاړ، په داسې حال کې چې باید افغانستان ته لوړمړیتوب ورکول شوی وای.»

نوموړی وايي،‌ د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرال باجوه ته یې ویلي و، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته حالات داسې نه دي؛ چې د دغه هېواد د ای اېس ای پخوانی مشر جنرال فیض دې له دندې ګوښه کړای شی، خو باجوه د پاکستان پر ځای خپل پراخ پلان لاره ټولې پرېکړې یې پخپله کولې، چې ور سره ترهګرې زیاته شوه او زیان یې پاکستان ته واوښت.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي، چې پاکستان تېره سې شنبه د پکتیکا په برمل او د خوست سپېره ولسوالۍ کې هوايي بریدونه وکړل.

وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د کابینې په غونډه کې دغو بریدونو ته په اشاره ویلي، چې هېواد یې په بشپړه توګه له افغانستان سره دوستانه اړیکو ته ژمن دی؛ خو وايي، تحریک طالبان پاکستان لا هم له افغان خاورې د پاکستان پر ضد فعالیتونه تنظیوي.

د طالبانو ویلي، چې د پاکستان په دغو هوايي بریدونو کې شاوخوا ۵۰ تنه وزیرستاني کډوال وژل شوي دي.

دوی په افغانستان کې د پاکستان خلاف وسلوالو شتون هم ردوي.

د طالبانو ماليې وزارت کارمنانو ته د راتلونکو دريو مياشتو تنخا د ځنډېدو رپوټونه رد کړل

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۶ GMT+۰

د طالبانو ماليې وزارت هغه رپوټونه رد کړل، چې دغه وزارت د بوديجې د کسر له امله د دې ډلې د حکومت کارکوونکو ته د راتلونکو دریو میاشتو تنخا نشي ور کولی. څو ورځې مخکې ځینې رسنيو لیکلي و، چې طالب کارمنانو ته د تېرې ليندۍ معاش ځنډېدلی او ښايي د جدي، دلوې او حوت هم پر وخت ور نه کړل شي.

خو د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل د دې رپوټونو ردولو سره واي، چې د دوی ټول عادي او پراختيایي لګښتونه له پلان سره سم اجرا کيږي.

ښاغلي حقمل د جمعې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دوی خپلو کارمنانو ته پر میاشتنۍ تنخا ور کولو سربېره اوس د تېرو دريو کلونو د تقاعد د حقونو د اجرا کولو د سیسټم په تنظیم بوخت دي.

هغه لیکلي: « د مالیې وزارت اوس مهال د تېرو دریو کالو د تقاعد د حقوقو د اجراء په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ورکول سوي فرمان د تطبیق له کبله د مالي سیسټمونو په تنظیمولو بوخت دی، چې یادو مالي موضوعاتو ته په ښه ډول رسېدنه وسي.»

نوموړي ویلي، چې يو شمېر رسنۍ له بهر د اصولو خلاف نشرات کوي او د تنخا ځنډېدو اړوند یې ناسم مالومات خپاره کړي.

تر دې مخکې يو شمېر رسنيو د طالب چارواکو له قوله خبر نشر کړی، چې د طالبانو ماليې وزارت د بوديجې د کسر له وجې نشي کولی د مامورينو تنخا پر وخت اجرا کړي.

رسنيو لیکلي، چې د نامعلومه دلايلو له مخي په کابل او ولايتونو کې د ټولو دولتي مامورینو د تېرې ليندۍ مياشتې معاشونه ځنډېدلي او ښايي د جدي، دلوې او حوت معاشونه هم پر وخت ور نه کړل شي.

طالبان د اور ګاډي جوړولو ادعا کوي

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۶ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دغې ډلې د ملي پراختیا شرکت اول ځل اور ګاډی جوړ کړی دی. طالبانو څه موده وړاندې د ډمټرک او له هغه وړاندې د بس جوړولو ادعا هم کړې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې په لومړي ځل دغې ډلې تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت اور ګاډی جوړ کړی دی.

نوموړي لیکلي:« په افغانستان کې د ریل پټلیو تر جوړیدو او تکمیل پورې به خپل ریل ګاډی هم لرو.»

د طالبانو ویاند د لیندۍ په ۲۰مه نېټه هم اعلان کړی و، چې د ملي پراختیا شرکت د ډمټرک په نوم باري موټرر تولید کړ.

نوموړي ویلي و، چې دغه شرکت نور هم ګڼ تولیدات لري چې نندارې ته به یې وړاندې کړي.

له دې څخه وړاندې د طالبانو ویاند ویلي و، چې د ښاري خدمتونو لپاره دې ډلې نوی بس موټرر جوړ کړی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې د نمبرګیني تیز رفتار موټر د تولید خبره هم ګرمه ساتلې وه، خو د وروسته د نمبرګیني په ګډون، د بس او ډمټرک په ګډون په افغانستان کې د طالبانو له لورې د ګاډو د تولید نورې نمونې هیڅ نه دې لیدل شوي.