• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان: پر افغانستان بمباري او د کډوالو ستنولو د ترهګرۍ د کمېدو پر ځای کرکه زیاته کړه

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۵ GMT+۰تازه شوی: ۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۰ GMT+۰

د پاکستان پخواني لومړي وزیر په زندان کې له خبریالانو او وکیلانو سره په خبرو کې ویلي، چې پاکستان دوه ځله پر افغانستان هوايي بریدونه کړي دي. عمران خان وايي، په زور د افغان کډوالو ستنولو سره ادعا کېده چې په دې گام سره به پاکستان کې «ترهګري» کمه شي، خو برعکس کرکه ور سره زیاته شوه.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر په اډیاله زندان کې له خبریالانو او وکیلانو سره د لیدنې په اړه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې پر افغانستان دوه ځله هوايي بریدونه شوي دي.

نوموړی وايي، له پاکستان په زور د افغان کډوالو ستنولو سره ادعا شوې وه، چې ترهګرې به کمه کړي، خو په دې کار سره کرکه زیاته شوه او دا کړنه په سیمه کې د امنیت ټینګښت لپاره سمه نه وه.

نوموړي زیاته کړې:«کله چې بلاول بهوټو د بهرنیو چارو وزیر و، ان یوځل هم افغانستان ته نه ولاړ، په داسې حال کې چې باید افغانستان ته لوړمړیتوب ورکول شوی وای.»

نوموړی وايي،‌ د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرال باجوه ته یې ویلي و، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته حالات داسې نه دي؛ چې د دغه هېواد د ای اېس ای پخوانی مشر جنرال فیض دې له دندې ګوښه کړای شی، خو باجوه د پاکستان پر ځای خپل پراخ پلان لاره ټولې پرېکړې یې پخپله کولې، چې ور سره ترهګرې زیاته شوه او زیان یې پاکستان ته واوښت.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي، چې پاکستان تېره سې شنبه د پکتیکا په برمل او د خوست سپېره ولسوالۍ کې هوايي بریدونه وکړل.

وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د کابینې په غونډه کې دغو بریدونو ته په اشاره ویلي، چې هېواد یې په بشپړه توګه له افغانستان سره دوستانه اړیکو ته ژمن دی؛ خو وايي، تحریک طالبان پاکستان لا هم له افغان خاورې د پاکستان پر ضد فعالیتونه تنظیوي.

د طالبانو ویلي، چې د پاکستان په دغو هوايي بریدونو کې شاوخوا ۵۰ تنه وزیرستاني کډوال وژل شوي دي.

دوی په افغانستان کې د پاکستان خلاف وسلوالو شتون هم ردوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو ماليې وزارت کارمنانو ته د راتلونکو دريو مياشتو تنخا د ځنډېدو رپوټونه رد کړل

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۶ GMT+۰

د طالبانو ماليې وزارت هغه رپوټونه رد کړل، چې دغه وزارت د بوديجې د کسر له امله د دې ډلې د حکومت کارکوونکو ته د راتلونکو دریو میاشتو تنخا نشي ور کولی. څو ورځې مخکې ځینې رسنيو لیکلي و، چې طالب کارمنانو ته د تېرې ليندۍ معاش ځنډېدلی او ښايي د جدي، دلوې او حوت هم پر وخت ور نه کړل شي.

خو د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل د دې رپوټونو ردولو سره واي، چې د دوی ټول عادي او پراختيایي لګښتونه له پلان سره سم اجرا کيږي.

ښاغلي حقمل د جمعې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دوی خپلو کارمنانو ته پر میاشتنۍ تنخا ور کولو سربېره اوس د تېرو دريو کلونو د تقاعد د حقونو د اجرا کولو د سیسټم په تنظیم بوخت دي.

هغه لیکلي: « د مالیې وزارت اوس مهال د تېرو دریو کالو د تقاعد د حقوقو د اجراء په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ورکول سوي فرمان د تطبیق له کبله د مالي سیسټمونو په تنظیمولو بوخت دی، چې یادو مالي موضوعاتو ته په ښه ډول رسېدنه وسي.»

نوموړي ویلي، چې يو شمېر رسنۍ له بهر د اصولو خلاف نشرات کوي او د تنخا ځنډېدو اړوند یې ناسم مالومات خپاره کړي.

تر دې مخکې يو شمېر رسنيو د طالب چارواکو له قوله خبر نشر کړی، چې د طالبانو ماليې وزارت د بوديجې د کسر له وجې نشي کولی د مامورينو تنخا پر وخت اجرا کړي.

رسنيو لیکلي، چې د نامعلومه دلايلو له مخي په کابل او ولايتونو کې د ټولو دولتي مامورینو د تېرې ليندۍ مياشتې معاشونه ځنډېدلي او ښايي د جدي، دلوې او حوت معاشونه هم پر وخت ور نه کړل شي.

طالبان د اور ګاډي جوړولو ادعا کوي

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۶ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دغې ډلې د ملي پراختیا شرکت اول ځل اور ګاډی جوړ کړی دی. طالبانو څه موده وړاندې د ډمټرک او له هغه وړاندې د بس جوړولو ادعا هم کړې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې په لومړي ځل دغې ډلې تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت اور ګاډی جوړ کړی دی.

نوموړي لیکلي:« په افغانستان کې د ریل پټلیو تر جوړیدو او تکمیل پورې به خپل ریل ګاډی هم لرو.»

د طالبانو ویاند د لیندۍ په ۲۰مه نېټه هم اعلان کړی و، چې د ملي پراختیا شرکت د ډمټرک په نوم باري موټرر تولید کړ.

نوموړي ویلي و، چې دغه شرکت نور هم ګڼ تولیدات لري چې نندارې ته به یې وړاندې کړي.

له دې څخه وړاندې د طالبانو ویاند ویلي و، چې د ښاري خدمتونو لپاره دې ډلې نوی بس موټرر جوړ کړی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې د نمبرګیني تیز رفتار موټر د تولید خبره هم ګرمه ساتلې وه، خو د وروسته د نمبرګیني په ګډون، د بس او ډمټرک په ګډون په افغانستان کې د طالبانو له لورې د ګاډو د تولید نورې نمونې هیڅ نه دې لیدل شوي.

شهباز شریف: د افغانستان له خاورې د ټي ټي پي د بریدونو دوام د منلو وړ نه دی

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۲۸ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي‌ چې پاکستان د یوه ګاونډي په توګه له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی؛ خو وايي د ټي ټي پي وسله وال لا هم د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوي.

نوموړي د کابینې په یوې غونډه کې زیاته کړې چې پاکستاني پوځیان په بشپړه توګه د ترهګرۍ ضد فعالیتونو ته چمتو دي.

هغه زیاته کړې چې هېواد یې په بشپړه توګه له افغانستان سره دوستانه اړیکو ته ژمن دی؛ خو وايي تحریک طالبان پاکستان لا هم له افغان خاورې د پاکستان پر ضد فعالیتونه تنظیموي.

نوموړي زیاته کړې: «افغانستان او پاکستان اوږده پوله لري چې موږ غواړو د اقتصاد تر څنګ په بېلابېلو برخو کې همکاري راسره وکړي‌؛ خو ترهګرې ډلې بیا له افغانستانه پر موږ بریدونه کوي.»

د پاکستان د جیونیوز د راپور له مخې لومړي وزیر شهباز شریف همدا رنګه ویلي چې څو ځله یې افغانستان ته خبرداری ورکړی چې خپله خاوره کې د ټي ټي پي د فعالیتونو مخنیوی وکړي؛ خو وايي عمل پرې نه دی شوی.

هغه زیاته کړې که پاکستاني طالبان له افغان خاورې په ګټې اخیستنې پر دغه هېواد ترهګریز بریدونه وکړي؛ نو دوی به یې پر ضد جدي ګامونه پورته کړي او په بشپړه توګه به له خپل هېواد څخه دفاع کړي.

د پاکستان هوایي‌ ځواک تازه د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ هوایي بریدونه کړي او رسنیو یې ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو غړي یې وژلي دي، خو برعکس طالبانو دغه بریدونه غندلي او ټول په نښه شوي خلک یې وزیرستاني‌ کډوال ګڼلي چې ماشومان هم په کې شامل دي.

د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ د پاکستاني طالبانو پر سر تر دې مخکې هم ناندرۍ روانې وې او پاکستان تل اندېښنه ښودلې چې د ټي ټي پي ډلې هر ډول کیدونکي بریدونه له افغانستان څخه پلان کېږی؛ خو افغان طالبان بیا دا ادعاوې نه مني.

د طالبانو ټولګټو وزارت: د چین د ریل ګاډي لومړۍ ټرانزیټي جوپه له ایران څخه هرات ته ورسیده

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د ایران د ریل پټلۍ له لارې د چین د ریل ګاډي لومړۍ جوپه هرات ته ورسیده. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي، دغه کارګو چې د اوسپنې ۱۰۰۰ لولې په کې بار وې، له بندر عباس څخه د هرات د روزنیک سټېشن ته ورسېده.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند د جمعې په ورځ د (مرغومي اوومه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «دغه کارګو چې له چین څخه یې خپل سفر پیل کړی و، د بندر عباس له لارې د ایران د ریل پټلۍ له لارې افغانستان ته رسېدلی دی.»

ښاغلي حق‌شناس د بندر عباس – هرات ترانزیټي لارې د دې کارګو لېږد «د افغانستان د ټرانزیټي اړیکو د پراختیا او له ازادو اوبو سره د دغه هېواد د نښلولو په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.»

هغه همداراز وویل چې د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ بشپړېدل به د افغانستان اقتصاد ته نوې وړتیاوې رامنځته کړي او په سیمه کې به سوداګري او ټرانزیټ پراخ کړي.

د ایران د ریل پټلۍ له لارې د افغانستان د نړۍوالو اوبو سره د نښلولو پروژه څو کاله وړاندې پیل شوه. د دې سترې پروژې کار د ولسمشر اشرف غني د واکمنۍ له وخت راهیسې په څو پړاوونو کې پلې شوې ده.

تر دې وړاندې افغان سوداګرو نړۍوالو اوبو ته یوازې د پاکستان له لارې او د کراچۍ بندر له لارې لاسرسی درلود.

د پاکستان سخت دریځونه د دې لامل شوي چې افغان سوداګر خپل سوداګري له کراچۍ څخه ایران او چابهار له لارې ترسره کړي.

سرچینې: د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د وسله والو په بریدونو کې شپږ عسکر وژل شوي

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۱ GMT+۰

له سیمې څخه افغانستان انټرنشنل پښتو ته سرچینو ویلي چې تېره ورځ د شمالي وزیرستان میرعلي ولسوالۍ کې پر پاکستاني عسکرو څو ځایه بریدونه شوي وو، چې له امله د یوه افسر په ګډون شپږ عسکر وژل شوي. وايي، په دغو بریدونو ۱۱ وسله وال هم وژل شوي.

له شمالي وزیرستان څخه افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن جمعه د (مرغومي اوومه) سرچینو ویلي چې تېره ورځ د شمالي وزیرستان میرعلي ولسوالۍ کې پر پاکستاني عسکرو څو ځایه بریدونه شوي وو، چې له امله د یوه افسر په ګډون شپږ عسکر وژل شوي.

خو د پاکستان پوځ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

په سیمه کې خبریالان وايي، چې په دغو نښتو کې د ټي ټي ټي وسله والې ډلې ۱۱تنه هم وژل شوي، خو خپله ټي ټي پي په دې اړه لا څه نه دي ويلي.

دغه بریدونه د شمالي وزیرستان په اسوخیلو، حیدرخیلو او دته خیلو کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو باندې شوې دي.

له سیمې څخه داسې راپورنه هم شته چې د دغو بریدونو پر مهال د ورڅېرمه کورونو ښځو او ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېرې لا نه دي ترلاسه شوې.