طالبان د اور ګاډي جوړولو ادعا کوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دغې ډلې د ملي پراختیا شرکت اول ځل اور ګاډی جوړ کړی دی. طالبانو څه موده وړاندې د ډمټرک او له هغه وړاندې د بس جوړولو ادعا هم کړې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دغې ډلې د ملي پراختیا شرکت اول ځل اور ګاډی جوړ کړی دی. طالبانو څه موده وړاندې د ډمټرک او له هغه وړاندې د بس جوړولو ادعا هم کړې وه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې په لومړي ځل دغې ډلې تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت اور ګاډی جوړ کړی دی.
نوموړي لیکلي:« په افغانستان کې د ریل پټلیو تر جوړیدو او تکمیل پورې به خپل ریل ګاډی هم لرو.»
د طالبانو ویاند د لیندۍ په ۲۰مه نېټه هم اعلان کړی و، چې د ملي پراختیا شرکت د ډمټرک په نوم باري موټرر تولید کړ.
نوموړي ویلي و، چې دغه شرکت نور هم ګڼ تولیدات لري چې نندارې ته به یې وړاندې کړي.
له دې څخه وړاندې د طالبانو ویاند ویلي و، چې د ښاري خدمتونو لپاره دې ډلې نوی بس موټرر جوړ کړی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې د نمبرګیني تیز رفتار موټر د تولید خبره هم ګرمه ساتلې وه، خو د وروسته د نمبرګیني په ګډون، د بس او ډمټرک په ګډون په افغانستان کې د طالبانو له لورې د ګاډو د تولید نورې نمونې هیڅ نه دې لیدل شوي.


د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې پاکستان د یوه ګاونډي په توګه له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی؛ خو وايي د ټي ټي پي وسله وال لا هم د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوي.
نوموړي د کابینې په یوې غونډه کې زیاته کړې چې پاکستاني پوځیان په بشپړه توګه د ترهګرۍ ضد فعالیتونو ته چمتو دي.
هغه زیاته کړې چې هېواد یې په بشپړه توګه له افغانستان سره دوستانه اړیکو ته ژمن دی؛ خو وايي تحریک طالبان پاکستان لا هم له افغان خاورې د پاکستان پر ضد فعالیتونه تنظیموي.
نوموړي زیاته کړې: «افغانستان او پاکستان اوږده پوله لري چې موږ غواړو د اقتصاد تر څنګ په بېلابېلو برخو کې همکاري راسره وکړي؛ خو ترهګرې ډلې بیا له افغانستانه پر موږ بریدونه کوي.»
د پاکستان د جیونیوز د راپور له مخې لومړي وزیر شهباز شریف همدا رنګه ویلي چې څو ځله یې افغانستان ته خبرداری ورکړی چې خپله خاوره کې د ټي ټي پي د فعالیتونو مخنیوی وکړي؛ خو وايي عمل پرې نه دی شوی.
هغه زیاته کړې که پاکستاني طالبان له افغان خاورې په ګټې اخیستنې پر دغه هېواد ترهګریز بریدونه وکړي؛ نو دوی به یې پر ضد جدي ګامونه پورته کړي او په بشپړه توګه به له خپل هېواد څخه دفاع کړي.
د پاکستان هوایي ځواک تازه د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ هوایي بریدونه کړي او رسنیو یې ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو غړي یې وژلي دي، خو برعکس طالبانو دغه بریدونه غندلي او ټول په نښه شوي خلک یې وزیرستاني کډوال ګڼلي چې ماشومان هم په کې شامل دي.
د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ د پاکستاني طالبانو پر سر تر دې مخکې هم ناندرۍ روانې وې او پاکستان تل اندېښنه ښودلې چې د ټي ټي پي ډلې هر ډول کیدونکي بریدونه له افغانستان څخه پلان کېږی؛ خو افغان طالبان بیا دا ادعاوې نه مني.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د ایران د ریل پټلۍ له لارې د چین د ریل ګاډي لومړۍ جوپه هرات ته ورسیده. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، دغه کارګو چې د اوسپنې ۱۰۰۰ لولې په کې بار وې، له بندر عباس څخه د هرات د روزنیک سټېشن ته ورسېده.
د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند د جمعې په ورځ د (مرغومي اوومه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «دغه کارګو چې له چین څخه یې خپل سفر پیل کړی و، د بندر عباس له لارې د ایران د ریل پټلۍ له لارې افغانستان ته رسېدلی دی.»
ښاغلي حقشناس د بندر عباس – هرات ترانزیټي لارې د دې کارګو لېږد «د افغانستان د ټرانزیټي اړیکو د پراختیا او له ازادو اوبو سره د دغه هېواد د نښلولو په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.»
هغه همداراز وویل چې د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ بشپړېدل به د افغانستان اقتصاد ته نوې وړتیاوې رامنځته کړي او په سیمه کې به سوداګري او ټرانزیټ پراخ کړي.
د ایران د ریل پټلۍ له لارې د افغانستان د نړۍوالو اوبو سره د نښلولو پروژه څو کاله وړاندې پیل شوه. د دې سترې پروژې کار د ولسمشر اشرف غني د واکمنۍ له وخت راهیسې په څو پړاوونو کې پلې شوې ده.
تر دې وړاندې افغان سوداګرو نړۍوالو اوبو ته یوازې د پاکستان له لارې او د کراچۍ بندر له لارې لاسرسی درلود.
د پاکستان سخت دریځونه د دې لامل شوي چې افغان سوداګر خپل سوداګري له کراچۍ څخه ایران او چابهار له لارې ترسره کړي.

له سیمې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې تېره شپه له یوې بجې وروسته پر ډیورنډ کرښه د پکتیا مقبلو په غرنۍ سیمه کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ ډزې شوې دي. تر اوسه پورې د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن جمعه د (مرغومي اوومه) له سیمې باوري سرچینو ويلي، چې تېره شپه له یوې بجې وروسته پر ډیورنډ کرښه د پکتیا ډنډي پټان ولسوالۍ مقبلو غرنۍ سیمه کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ ډزې شوې دي.
وايي، په دغه نښته د سپکو او درنو وسلو غږونه اوریدل شوي.
تر اوسه پورې نه طالبانو او نه هم پاکستاني لوري په رسمي ډول په اړه څه نه دي ویلي.
په خواله رسنیو کې یوه ويډیو لاس په لاس کیږي چې په کې د درنو او سپکو وسلو غږونه اوریدل کیږي او خلک یې د تېرې شپې د جګړې ویډیو یادوي.
درې ورځې وړاندې پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې په څو ځایونو بمبار وکړ چې د طالبانو حکومت په خبره تر ۵۰ ډیر ولسي خلک په کې ووژل شول.
ځینې طالبانو ويلي، چې د دغه برید غچ به له پاکستانه اخلي.
پاکستاني لوري بیا دعوه کړې چې په دغه برید کې د ټي ټي پي څو مرکزونه په نښه کړي او لسګونه د ټي ټي پي وسله وال یې وژلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ویلي چې بلخ کې یې د ښځو د اقتصادي ملاتړ په موخه د غالیو اوبدلو ځانګړی مرکز جوړ کړی. دغه سازمان ويلي، چې د یاد مرکز له لارې به سل ښځې د غالیو په اوبدلو او پروسس سره د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ یونسیار وایي، اوس مهال په دغه مرکز کې ۱۰۰ ښځې د غالیو د اوبدلو تر څنګ د پروسس پر چارو بوختې دي.
د یاد سازمان په وینا؛ دغو مېرمنو پخوا په کورونو کې کار کاوه چې د روښانه او ارام کار ځای د نه شتون له کبله له ستونزو سره مخ کیدلې.
دغه مرکز په دوه برخو ویشل شوی چې یوه برخه کې یې اوبدل شوې غالۍ تراشل کېږي او بل دوړې یې پاکېږي، څو د پلور لپاره چمتو شي.
یونسیار په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دغه مرکز له یادو ښځو سره مرسته کوي، څو خپل توکي په ښو بیو وپلوري.
د بي بي نسیمې په نوم د مزار شریف ښار یوه غالۍ اوبدونکې د دې مرکز په جوړیدو خوښي څرګندوي.
هغه زیاتوي: «پخوا مې کور کې غالۍ اوبدلې، داسې مناسب ځای مې نه درلود او له دې لارې د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ ګټم.»
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له لوري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د غالیو اوبدلو په برخه کې دا ډول مرکزونه پرانیستل شوي ؛خو د ښځینه غالیو اوبدونکو په ژوند کې یې د پام وړ بدلون نه دی راوستی.
د نړۍ په بازارونو کې د افغان ښځو په لاسونو اوبدل شوې غالۍ په لسګونه زره ډالرو پلورل کېږي ؛خو غالۍ اوبدونکو ښځو ته یې ایله دومره ګټه رسېږي چې خپلې کورنۍ پرې مړې وساتي.
همدا راز د طالبانو په واکمن کیدو سره له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته د غالیو د لېږد بهیر هم ټکنی شوی چې د غالیو اوبدونکو روزګار هم ورسره یو څه تت شوی دی.
غالۍ د افغانستان له پخوانیو صنعتونو څخه شمېرل کېږی چې شمالي ولایتونه یې د اوبدلو مهمې سیمې بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په پکتیکا کې د پاکستاني الوتکو په هوايي بریدونو کې یې د ۲۰ ماشومانو د وژل کېدو راپورونه ترلاسه کړي. د سوېلي اسیا لپاره د یونېسف سیمه ییز مشر سنجې ویجسیکرا تېره ورځ د دغه برید په اړه سخته اندیښنه څرګنده کړه.
د سویلي اسیا لپاره د یونیسف دغه سیمه ییز مشر تېره ورځ پنجشنبه د (مرغومي شپږمه) ناوخپه په خپله ایکس پاڼه یوه یادښت کې لیکلي: «موږ له هغو کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګندوو چې خپلوان یې له لاسه ورکړي دي.»
هغه د ایکس په دغه یادښت کې وړاندې لیکلي: «ماشومان باید په جګړو کې هدف ونه ګرځول شي.»
د طالبانو حکومت ویلي، چې پاکستاني جیټ الوتکو د پکتیکا په برمل کې په بریدونو د وزیرستان کډوال په نښه کړي او شاوخوا ۵۰ کسان یې وژلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د پکتیکا په هوایي بریدونو کې د ماشومانو د وژل کیدو راپورونه بې بنسټه وبلل او غوښتنه یې وکړه چې په هوایي بریدونو کې د وژل شویو په اړه د ټولنیزو رسنیو پر راپورونو باور ونه کړي.