طالبانو په فاریاب کې یوه ښځه د «غلا» په تور په عام محضر کې په دورو وهلې

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په فاریاب کې یې یوه ښځه د «غلا» په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلې ده. پر طالبانو له نړۍوالو نیوکو سره دغې ډلې په عام محضر کې د سزاګانو لړۍ روانه ساتلې ده.