طالبان: اسراییل په غزه کې د جګړې اصول تر پښو لاندې کړي

طالبانو د اسراییل له لورې په غزې تړانګه کې د کمال عدوان په روغتون برید غندلی او په نړۍوالو یې غږ کړی، چې د اسراییلو د وحشتونو مخه ونیسي.

طالبانو د اسراییل له لورې په غزې تړانګه کې د کمال عدوان په روغتون برید غندلی او په نړۍوالو یې غږ کړی، چې د اسراییلو د وحشتونو مخه ونیسي.
د دوی په خبره، اسراییل په غزه کې د نسل وژنې په دوام د جګړې قوانین د پښو لاندې کړي.
پرون اسراییلي پوځ د غزې تړانګې په شمال کې وروستی پاتې روغتون او شاوخوا ودانیو باندې بریدونه وکړل، چې پایله کې یې پنځوس کسان ووژل شول.د راپورونو له مخې، د کمال عدوان روغتون اسراییلي پوځ په خپله ولکه کې اخیستی.د طالبانو د بهرنیو چارو وزات د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «د غزې سیمه چې له ۱۴ مياشتو راهیسې د اسراییل له ځمكني، هوايي او بحري بريدونو لاندې ده او ټول بنسټونه يې نږدې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي، اوس يې هغه محدود پاتې بنسټونه هم چې ځيني روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي، د اسراییل له لوري په ارادي او پلاني ډول له منځه وړل کېږي».په دغه اعلامیه کې د سیمې او نړۍ له بانفوذه هېوانو غوښتل شوي، چې د فلسطین قضیې ته د پای ټکی کېږدي.یاده دې وي، چې د غزې په تړانګه کې د اسراييل په جګړه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهيسې لږ تر لږه ۴۵ زره او ۴۳۶ فلسطينيان وژل شوي او ۱۰۸ زره او ۳۸ نور ټپيان شوي دي.بل خوا، د حماس تر مشرۍ لاندې په همدې موده کې بیا د دوی په بريدونو کې لږ تر لږه ۱۱۳۹ کسان په اسراييل کې وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر يرغمل شوي دي


د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه هېواد په هوايي حاکمیت کې د الوتکې د لوېدو له امله د اذربايجان له ولسمشر الهام عليوف څخه بښنه غوښتې، خو هغه په رسمي ډول اعتراف نه دی کړی چې دا د روسیې تېروتنه وه.
د روسيې د ولسمشرۍ له دفتره په يوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د روسیې ولسمشر د اذربایجان له ولسمشر سره د الوتکې د غورځېدو په اړه په ټیلیفون خبرې وکړې او هغه ته یې وویل، په ګروزني کې د هوايي مدافعې سیسټم فعال و او کله چې اذربایجاني الوتکې غوښتل ناسته وکړي، هغه وخت د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو بریدونه روان وو.
تر دې مخکې د کرملین ویاند ویلي و: «د روسیې په هوايي حریم کې د یوې الوتکې د غورځېدو غمجنه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې اذربایجاني الوتکې په ګروزني کې د ناستې هڅه وکړه، په عین وخت کې اوکراین پر روسیې او د اوکراین په ځواب کې د روسیې هوايي دفاعي ځواکونو پر بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.»
تر دې مخکې د ازربایجان هوايي شرکت ویلي و، چې د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې د دغه شرکت یوه الوتکه چې د چهار شنبې په ورځ په قزاقستان کې غورځېدلې لامل یې «بهرنۍ فزیکي او تخنیکي لاسوهنه وه.»
د الوتکې د نسکورېدو په دغه پېښه کې ۳۸ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.
اذربایجانۍ الوتکه د چهارشنبې په ورځ د قزاقستان د اکتاو ښار ته نږدې د سویلي روسیې له یوې سیمې تر وتلو وروسته ولوېده چیرې چې مسکو په مکرر ډول د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو پر وړاندې هوایی دفاع سیسټم کارولی دی.

د زرغون بهیر مشر او تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د طالبانو له لورې پر ډيورنډ کرښه له پاکستاني ځواکونو سره نښتو ته په غبرګون کې ویلي، چې د محمد صادق اوس هم په وزارت خانو کې تود هرکلی کیږي.
د طالبانو د دفاع وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په پکتیکا ولایت کې یې د پاکستاني ځواکونو له هوايي برید څلور ورځې وروسته ځوابي بریدونه پیل کړي دي.
یاد وزارت ویلي، چې دا بریدونه "د ډیورنډ له فرضي کرښې هاخوا" شوي دي.
امر الله صالح په خپل اېکس کې لیکلي: «ولې مو صادق خان ونه نیو او د تورخم له لارې مو رخصت نه کړو، دا کړنه په ډېره اسانه توګه تصویري کیدای شو او په پراخه کچه به خپور شوی وو. اوس د ابهام اندازه د سپیناوي اندازې څخه ډېره ده. د اسلام اباد ځانګړی استازی صادق خان پرته له کومې اندېښنې له یو دفتر څخه بل دفتر ته سفر کوي او د طالبانو وزیران یې هم تود هرکلی کوي.»
نوموړی زیاتوي، چې په کابل کې غچ اخیستل اسانه وو، خو له حالاتو داسې ښکاري چې طالبانو کومه پټه معامله کړې وي.
د شنبې په ورځ طالبانو له خوست او پکتیکا ولایتونو په بریدونو کې د پښتونخوا په شمالي وزیرستان او کورمه کې د پاکستاني لوري په پوستوبریدونه کړي.
راپورونه وایي، چې په دې بریدونو کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او اوه نور ټپیان شوي دي.

د مقاومت جبهه وایي، چې د دې ډلې ځواکونو د شنبې په سهار د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر قرارګاه برید کړی، چې په کې د یوه طالب قوماندان په ګډون یې د یادې ډلې لس جنګیالي وژلي او ۵ نور ټپیان کړي دي.
دغه جبهه وایي، چې برید یې د شنبې په ورځ (د مرغومې ۸مه) د سهار شاوخوا ۹ بجې ترسره کړی دی.
یاده جبهه زیاتوي، چې دغه بريد د کورنيو چارو وزارت د امنيتي ځواکونو په یوه ټولي ترسره شو او د دغه وزارت د امنيې قوماندانۍ د درېيمې فرقې د قوماندان په ګډون له بېلابېلو برخو څخه لس تنه ووژل شول او ۵ نور یې ټپیان شوي دي.
د مقاومت جبهه همداراز وایي، چې د طالبانو درې موټر یې هم له منځه وړي دي.
دغه جبهه ادعا کوي، چې په عملیاتو کې د دوی ځواکونو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بل خوا، په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند وایي، چې د پېښې ټپیان ملکي وګړي دي او د درملنې په موخه په بېړنۍ توګه روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر ډیورند کرغېړنې کرښې هاغاړه په ټوله پښتون مېشتې خاوره اور بل دی. جګړې، ترهګرۍ، وژنو، لوټ تالان، بېقانوني، جبري کډالۍ او بېځایه کول، لوږه، محرومیت، رادیکالیزم، اغوا برای تاوان او د ملتپالو په نښه کېدل ددې لوی ناورین ځينې برخې دي، چې له محکومو او محرومو پښتنو څخه قربانۍ اخلي.
ځمکه د پښتنو ملکیانو په وینو ډنډ ده، دلته یې د شیعه و سني په نامه جګړه راپیل کړې او یو ټبر یې د مذهبي توپیر په نامه یو د بل په وړاندې درولي دي.
په پاړهچنار او شاوخوا سیمو کې د توریو او بنګښو ځينې کلي او ښارګوټي محاصره دي، نه خواړه او اړین توکي ورپرېښوول کېږي او نه تګراتګ ته اجازه شته.
هلته توري او بنګښ دومره په تنګ دي، چې غواړي له ډیورند کرښې واوړي او خپل لوی کور افغانستان ته ولاړ شي، هلته یې څوک نه پرېږدي.
داسې نښې نښانې شته، چې په کورمه کې داعش ته ځالې ورکول کېږي.
پوځواکمنو د مسیدو له درېیو کلیو څخه د خلکو د جبري اېستلو امر کړی، خو دا چې خلک په یخ ژمي کې چېرته ولاړ شي او څه وکړي څوک یې ځواب نه وايي.
د سرې درګې، مکین تحصیل او نورو کلیو ته یې ۲۴ ساعته وخت ورکړی، چې له خپلو سیمو څخه ووځي.
د سرې درګې خلکو ته پوځواکمنو امر کړی، چې ونې ووهئ، چې د دوی په ژبه دوښمن په کې پټېږي، خو بلخوا پاکستاني طالبانو خلک ګواښلي، چې ونې ونه وهي.
خلک د ژرندې د دوو تېږو تر منځ پاته دي، دا چې د ژمي په دا یخه څيله کې به دا خلک چېرې ځي، د پوځواکمنو او ترهګرو لپاره مهمه نه ده.
د شمالي وزیرستان په میرعلي تحصیل د جټ الوتکو د ګرځېدا تر راپور څو شېبې وروسته خبرونه راورسېدل، چې د افغانستان د برمل ولسوالۍ یې بمباري کړې ده.
دا ښيي چې دلته د یوه بل ناورین اور په بلېدو دی.
څو ورځې وړاندې په سویلي وزیرستان کې ټي ټي پي پر ایف. سي پوځيانو برید وکړ، دوی وویل ۳۵ یې وژلي، خو پوځ د ۱۶ مرګ ومنله.
غمیزه دا ده، چې پوځ پښتانه سرتیري ورمخکې کوي او په ټي ټي پی یې وژني، چې هم پښتانه تباه شي او هم یې ترمنځ د بدیو او دوښمنیو دود پاتې شي.
داسې ایسي، چې ټوله سیمه په یوه بلنده دوزخ بدلوي. پوښتنه پیدا کېږي، چې پوځ له دومره ماجراهستونې څه غواړي؟
پاکستاني پوځ تل هڅه کوي، چې په یوه غشي ګڼې مرغۍ ښکار کړي.
همدا اوس یې هم په پښتونخوا کې له دغو خونړیو او ناانساني شخړو پېښولو لاندې هدفونه ټاکلي:
سیمه داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو ته خالي کوي.
دلته د نړۍوالو ترهګرو ډلو د ځای پر ځای کولو پروژه پاکستان د یوې داسې ټيکې په توګه د نړۍ له لویو قدرتونو سره منلې، چې د پاکستان پوځ او دولت په ډالرو نازوي.
پاکستاني پوځ د جګړو په ټیکه اخیستلو روږدی دی او دا کار د پښتنو په سیمه کې کوي.
کله چې ولس له خپلو سیمو څخه ووت یا په جګړو کې ښکېل شول، د ملتپالو پښتنو په تېره بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونه کمېدلای شي او د غورځنګ غړو او مشرانو ته ګواښ او خنډونه پېښيږي.
د پښتنو هغه سیمې چې له تاریخي پلوه تل د پښتنو مشرانو او دودیزو جوړښتونو تر واک لاندې وې، د پوځ تر واک لاندې راځي.
د پښتني سیمې سرچینې او حیاتي اقتصادي امکانات به وړیا پنجاب ته وړل کېږي او له استخراج څخه رانیولې تر پروسس او لېږد پورې به ټول صلاحیت له پوځ سره وي.
د پښتنو په سیمه کې د تولیدي برېښنا له امکاناتو رانیولې، تر کانونو او وړیا بشري ځواک پورې هر څه ورته په کار دي.
د شمالي وزیرستان د محمد خېلو د مسو کان پوځ ته په میلیونونو ډالر ګټي، د کرک او شمالي وزیرستان د شیوه تحصیل ګاز وړیا پنجاب ته روان دي.
ټي ټي پي ایله پښتانه وژني او لاتراوسه یې نه له پښتنو سیمو څخه د ور روانې برېښنا کومې ستنې ته زیان اړولی او نه یې هم د ګازو د وړیا لوټ تالان مخه نیولې ده، ځکه خو دا باور عام دی، چې له ګوډ او بډ طالبانو سره د پاکستاني پوځ شخړې مدیریت شوې او یوازې د پښتنو د وژلو او شړلو لپاره دي او نور نو هیڅ هم نهشته.
د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د پر له پسې بمباریو په لړۍ کې پاکستان د مختګ پالیسۍ Forward Policy په لړ کې نوي ګامونه پورته کوي او په افغانستان واکمنو طالبانو ته ښيي، چې پاکستاني پوځ نور نو د ډیورند کرښه په رسمیت نه پېژني او د افغانستان دننه هم عملیات کول خپل حق بولي.
نن سبا چې د منځني ختیځ نويو بدلونونو د نیابتي ډلو نوي خوځښتونه راپیل کړي دي، ښايي ګڼې ډلې همدې پښتون مېشته سیمې ته راکډه کړلای شي، ځکه دوی نور نو په سوریه او عراق کې په درد نه خوري او دلته ښايي د چین او روسانو، منځنۍ اسیا یا هم ایران په وړاندې د یوې نوې لوبې د بټۍ لمبې په غړاندو کړي.
د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي ماهیت هم ورو ورو څرګندېږي، دوی پاکستاني استخباراتو د خپلو ګټو لپاره په خبره یا ناخبره توګه جنګوي.
د پښتنو ملتپالو مبارزه او پاڅونونه پرې ګواښي، سیمه له خلکو نه پرې تشوي او خپلو پوځي یرغلونو ته توجیهات ترلاسه کوي او کله چې سیمه له خلکو تشه شوه، بیا نو تور، سپین، شنه او برګ بیرغونه په کې پورته کوي.
د دغو ستراتيژیکو سیمو مېشت خونړي لښکرونه د لویو قدرتونو د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او جیوستراتيژيکو سیالیو لپاره خورا ارزانه او پاکستان ته ګټور لښکرونه دي.
پاکستاني پوځي څارګرو پاکستاني طالبان داسې په افغانستان کې بلد او سره واوبل چې هرکله هر ځای او هر څه چې وغواړي کولای شي.
د پاکیستاني ګټو د خوندي کولو لپاره د پاکستاني طالبانو په جامه او ظاهر کې مرموز او مبهم وګړي او ډلې افغانستان ته داسې راننوتلي، چې په رګ رګ کې یې زغلي.
په پېښور او نورو ښاري سیمو کې د داعش خراسان د پیاوړتیا لپاره هر اړخیز کار روان دی.
له څو شبکه یي رسنیزو فعالیتونو رانیولې تر مبهمو دفترونو، شبکو جوړولو، تبلیغاتي رسالو او کتابونو تر چاپ پورې هماغه سلسله روانه ده، چې د محمد داوود د جمهوریت پر مهال د مجاهدینو، وروسته بیا عرب جهادیانو او بالاخره طالبانو لپاره روانې وې.
دا دی د نویو نښو نښانو له مخې څرګندېږي، چې دا ځل نوبت د داعش په نامه د خراسان د اسلامي دولت دی.
غواړي د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر د ۱۲ مې نېټې د ملي لویې جرګې پرېکړې او راتلونکې وننګوي.
پاکستاني پوځ تر ټولو مخکې په هماغو سیمو کې اورونه بل کړل، چې جرګې په کې د سولې راوستلو تکل درلود.
جرګې غوښتل، چې د پښتنو د خپلمنځي شخړو د مخنیوي عملي هڅه له کورمې څخه راپیل کړي، خو تر دې مخکې چې د جرګې پرېکړه عملي شي، پاکستاني پوځ کورمه او پاړه چنار د سیمې د خلکو په وینو رنګ کړل او داسې اور یې بل کړ، چې اوس نو ټول ورته حیران دي.
جرګې د برېښنا مالکیت د پښتنو لپاره غوښت، جرګې د پښتنو یووالی او ټولییزه ویښتیا غوښته، چې اوس نو داسې ښکاري، چې په خپلو منځونو کې ښکېل او په نویو غمونو اړول شوي او پښتانه به هېڅکله دې موخو ته ونهرسېږي.
پاکستان په پوره مهارت او تجربوي سابقه په ټولو ښکېلو ډلو کې خپل استخباراتي ځري ورننه اېستي دي.
دا جګړه له هره اړخه د پنجاب د استبلېشمینټ او پوځ په ګټه ده او یوازې په کې پښتانه وژل کېږي او تباه کېږي، چې د پنجاب لپاره د یوې خځلې اهمیت هم نهلري.
د افغانستان پېښې، ثبات او راتلونکی په جدي توګه په دغه سیمه او روانو پېښو کې ریښه لري. چل ټول افغانستان ته جوړ دی او د پښتنونخوا پښتانه یې یو ځل بیا د هغه دوزخ اورلړوني کړل، چې غواړي په افغانستان کې یې بل کړي.
د داسې یو لوی ناورین مخنیوی د افغان ټبر له ملي یووالي پرته شونی نه دی.
پرته له دې چې د سیمې خلک یې په خپلو ملي دودیزو لاروچارو مخه ونیسي او په پوره یووالي او شعوري ویښتیا او روښانتیا د یوه واحد ملت په توګه سره یو شي او په عملي توګه د پنجاب د دسایسو په وړاندې ودرېږي، بله لاره پاتې نه ده.

د افغانستان د کرېکټ لوبډلې غړی رحمت شاه دویم افغان لوبغاړی شو، چې په ټېسټ سیالۍ کې یې دوه پرله پسې سليزې جوړې کړې او ناسوځيدلی ولاړ دی. نوموړي دا بریا له زیمبابوې سره په ټېسټ لوبه کې وګټله.
د زیمبابوې د ۵۸۶ منډو هدف د پوره کولو لپاره افغان لوبډلې په دويمه او دریمه ورځ د دوو لوبغاړو په سوځېدو تر دامهاله ۴۲۵ منډې جوړې دي.
د افغانسان او زیمبابوې لوبډلو ترمنځ د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼې کې زیمبابوې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۵۸۶ مندې جوړې کړې.
افغان لوبډلې په دویمه او دریمه ورځ د خپلو ۲ لوبغاړو په سوځېدو تر دامهال ۴۲۵ مندې کړې او هدف ته د رسېدو لپاره لا ۱۶۱ منډې پاته دي.
په دې سيالۍ کې رحمت شاه او لوبډلمشر حشمت الله شهيدي د افغانستان ټېسټ سياليو په تاریخ کې تر ټولو اوږده ملګرتيا وکړه.
دوی په دواړو ۳۶۱ منډې جوړې کړي دي او دواړه ناسوځيدلي ولاړ دي.
رحمت شاه زرمتي په ۴۱۶ توپونو ۲۳۱ ناسوځيدلی او لوبډلمشر حشمت الله شهيدي بیا په ۲۷۶ توپونو ۱۴۱ ناسوځيدلې منډې کړې دي.
رحشمت شاه په افغان لوبډله کې دویم لوبغاړی شو، چې په ټېسټ سيالیو کې دوې پرله پسې سلیزې جوړوي.
تر مخکي په ۲۰۲۱ کال کې حشمت الله شهيدي د زیمبامبوې په وړاندې په ټېسټ لوبه کې دوې پرله پسې سليزې جوړې کړې وې.
د افغانستان او زمبابوې ټېسټ سيالیو بله برخه به د جنوري مياشتي په دويمه نېټه تر سره شي.