په پښتونخوا کې ریښتیا څه تېریږي؟

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

تر ډیورند کرغېړنې کرښې هاغاړه په ټوله پښتون مېشتې خاوره اور بل دی. جګړې، ترهګرۍ، وژنو، لوټ تالان، بې‌قانوني، جبري کډالۍ او بې‌ځایه کول، لوږه، محرومیت، رادیکالیزم، اغوا برای تاوان او د ملتپالو په نښه کېدل ددې لوی ناورین ځينې برخې دي، چې له محکومو او محرومو پښتنو څخه قربانۍ اخلي.