طالبان پر پاکستاني پوځ برید د «شریرو عناصرو» پرضد او پاکستان یې د «خوارجو» په مټ برید بولي

د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستاني ځواکونو پر پوستو برید د “شریرو عناصرو”او د هغوی د ملاتړو پر پټنځیو برید بللی. پاکستاني رسنیو هم د امنیتي سرچینو په حواله ویلي، چې “د خوارجو په ملاتړ یې د افغان طالبانو” د برید مخه نیولې. دا اول ځل دی چې دواړه لوري په دغه برید پسې ورته خبرې کوي.