• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو سیاسي کمېسون: د خپلو خلکو او خاورې د ساتلو او دفاع مسوولیت او مشروع حق لرو

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۴ GMT+۰تازه شوی: ۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۵۸ GMT+۰

له پاکستان سره په تازه ترینګلتیا پسې طالبانو د سیاسي کمېسون ویلي، چې «افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه د خپلو خلکو او خاورې د ساتلو مسوولیت او د دفاع مشروع حق لري.» طالبانو په سیمه کې د داسې اقداماتو د مخنیوي غوښتنه کړې، چې «کړکېچ زیاتوي او ثبات له منځه وړي.»

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال عبدالکبیر په مشرۍ نن د یکشنبې په ورځ «د مرغومي ۷مه» د سیاسي کمېسیون ناسته وکړه.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپل اېکس کې د خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې په دې ناسته کې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو او ستونزو، له یوشمېر هېوادونو سره د تعامل د پراختیا او د افغانستان او سیمې پر وروستیو تحولاتو بحث شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د اجنډا له مخې په ورسپارل شویو موضوعاتو لازم تصامیم ونیول شول.

طالبانو په خپله خبرپانه کې دا نه ده په ډاکه کړې، چې په کومو مشخصو موضوعاتو تصامیم نیول شوي دي او نه یې هم د پاکستان وروستي هوايي برید ته په مشخصه توګه اشاره کړې ده.

د طالبانو د سیاسي کمېسون ناسته په داسې حال کې ده، چې پاکستان د سې شنبې په شپه د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د وزیرستاني کډوال په نښه کړل او ۴۶ تنه ملکي کسان یې ووژل.

پاکستان بیا ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې «مشکوک ترهګر» وژلي دي.

د پاکستان د بریدونو په مقابل کې نن طالب ځواکونو په پکتیا او خوست کې له ډیورنډ کرښې سره په کورمه او وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو پوستې په نښه کړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا له طالبانو نه د ښځو ضد سیاستونو د بیا کتنې غوښتنه وکړه

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د دې شورا غړو شاوخوا شل ورځې وړاندې په خپله غونډه کې د یوناما له دفتره خپل ملاتړ بیا څرګند کړ. په اعلامیه کې راغلي، چې د امنیت شورا غړي د ښځو پر وړاندې د طالبانو د کړنو د منفي اغیزو په اړه ژوره اندیښنه لري.

د ملګرو امنیت شورا د شنبې په ورځ (د مرغومې ۸مه) د افغانستان په اړه د امنیت شورا د شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې غونډې د پايلو اړوند یوه اعلامیه خپره کړې.

په دې اعلامیه کې د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ته په ژمنتیا ټینګار شوی دی.

د امنیت شورا غړو د بشري مرستو په لاره کې د پرتو خنډونو د لیې کولو او د مالي او بانکي سیستم د بیا احیا لپاره د سملاسي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د دې شورا غړو له طالبانو وغوښتل، چې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې محدودیتونه لغوه کړي.

د اعلاميې له مخې، زدکړو ته د ښځو او نجونو لاسرسی او د افغانستان په پرمختګ کې د هغوی بشپړه ونډه د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د باور د رامنځته کولو لپاره مهمه موضوع ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اعلامیې متن په ملګرو ملتونو کې د جاپان د استازي لخوا د جمعې په ورځ (د مرغومې ۷مه) نېټه په خپل اېکس پاڼه خپور کړ.

د دغې اعلامیې له خپرېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق د جاپان او امنیت شورا د ښځو د حقونو، بشردوستانه اړتیاوو ته د پاملرنې او د هر اړخیزو سیاسي خبرو اترو د ترسره کېدو له امله مننه وکړه.

ښاغلي فایق وویل: «د محدودو سیاستونو لغوه کول او د سیاسي لارې نقشه جوړول د یو باثباته، ټول شموله او سوکاله افغانستان د جوړولو لپاره حیاتي ګامونه دي.»

د امنیت شورا غړو د یوې داسې سیاسي لارې نقشې پر جوړولو ټینګار وکړ، چې وکولای شي افغانستان د ټولو کورنیو او بهرنیو اړخونو په ګډون په نړیواله ټولنه کې په یوه باثباته او مدغم هېواد بدل کړي.

د امنیت شورا په دغه اعلامیه کې د نشه يي توکو قاچاق په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د تمویل یوه سرچینه ګڼل کیږي او د کوکنارو د کښت د کمولو لپاره د بدیل مرستو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار شوی دی.

د پاکستان امنیتي سرچینې: «خوارجو له افغان طالبانو سره په ګډه» زموږ پر پوستو برید وکړ

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۸ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت وايي، له پاکستاني ځواکونو سره یې نښته کړې، خو مقابل کې جيونيوز د پاکستان د امنيتي ادارو له قوله ویلي، «خوارجو له افغان طالبانو سره په ګډه» د دوی پر پوستو بريدونه کړي. دې سرچینو ویلي دې پېښه کې یې ۳ سرتېري ټپیان شوي او مقابل لوري ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.

د پاکستان حکومت او ادارې ټي ټي پي او د دغه هېواد ضد وسلوالو ته خوارج وايي.

پاکستان لوري ویلي، چې په ځوابي بريدونو کې افغان لوري خپلې ۶ پوستې خوشې کړې او مرګ ژوبله هم ور اوښتې ده.

پاکستاني ځواکونو ويلي، چې په دې پېښه کې د دوی درې امنیتي سرتيري هم ټپيان شوي دي.

خو فرانس خبري اژانس ته پاکستاني سرچینو منلې چې یو سرتېری یې وژل شوی او ۷ ټپیان دي.

له جیو نیوز سره خبرو کې د پاکستان امنیتي ادارو د نښتې ځای هم شمالي وزيرستان او کورمه ښودلي او زیاته شوې له ۲۰ تر ۲۵ خوارجو او د پاکستان پر پوستو د بريدونو هڅه کوله، چې د پاکستان امنيتي ځواکونو يې مخه نيولې.

د طالبانو دفاع وزارت هم نن شنبه ومنله چې خوست او پکتیا کې یې پر ډیورنډ کرښه له پاکستاني پوله ساتو سره جګړه کړې.

دغه دواړه ولایتونه له شمالي وزیرستان او کورمې سره څنګ په څنګ پراته دي.

دغه وزارت د اوښتو زیانونو په اړه شمېرې نه دي خپرې کړې.

په سیمه کې افغانستان انټرنشنل پښتو ته باوري سرچینو ویلي، چې د پکتیا په ډڼډي پټان ولسوالۍ کې اوم سرحدي کنډک ته څېرمه د پاکستان له لوري په توغول شوي هاوان ګولۍ سره درې ولسي کسان وژل شوي.
سرچینه زیاتوي چې دغه ګولۍ د کوچیانو په خیمه لګېدلې او دغه درې تنه یې وژلي.

په خبر کې راغلي، چې پاکستان په وار وار له افغان طالبانو غوښتې، چې خپله خاوره دي د خوارجو په ګټه نه استعمالوي.

پاکستان لوری ادعا کوي، چې خوارج او ترهګر له افغان خاوري څخه په پاکستان کې ترهګريز بريدونه تر سره کوي؛ خو افغان طالبانو د پاکستان دغه خبري رد کړي.

پاکستان: له افغانستان سره پر پوله د اغزن تار کار بشپړ شوی او ایران سره هم ۹۱ ٪ ته رسېدلی

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۱ GMT+۰

د پاکستان دولتي راډیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پولو کې له افغانستان سره د ازغن تار کار بشپړ شوی او له ایران سره ۹۱ سلنې ته رسېدلی دی.

د دغه راپور له مخې،د پاکستان امنیتي ځواکونو د پولې د ۹۸ سلنه مدیریت د پلان له مخې له افغانستان او ایران سره پر ۳۲۱۷ کیلومتره پوله دا ازغن تار او استحکامات لګولي دي.

پاکستان ویلي، د ترهګرو د تیریدو د مخنیوي لپاره یې دغه ازغن تار د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ۹۲ سلنه او له ایران سره پر ۴۲ سلنه پوله لګولی دی.

دوی وایي، د اغزن تار د کار په بشپړیدو سره به د ملي امنیت په ټینګښت کې د پام وړ بدلون راشي.

پاکستان افغان طالبان تورنوي چې د دغه هېواد د وسله والو مخالفو ډلو ته یې پټنځي ور کړي دي.

څلور ورځې وړاندې د پاکستان هوايي ځواکونو د پکتیکا په برمل او د خوست سپېره ولسوالۍ کې هوايي بریدونو سره د وسلوالو د وژلو ادعا وکړه.

خو د خپلواکو رسنیو او سازمانونو رپوټونه ښيي چې په دغه هوايي برید کې تر ډېره ښځې او ماشومان وژل شوي دي.

طالبان: په کابل کې د بمي چاودنې له امله څلور تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۱۹ GMT+۰


په کابل کې د طالبانو د امنیه قومانداني وايي چې د شنبې په ورځ سهار ۹:۳۵ د (مرغومي په اتمه) د دغه ښار د هوایي ډګر پر سړک د شېخ زاید روغتون دروازې ته نږدې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه شوې چې په پایله کې یې څلور تنه ټپیان شوي دي.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې د پېښې ټپیان ملکي‌ وګړي دي او د درملنې په موخه په بېړنۍ توګه روغتون ته لېږدول شوي دي. هغه د پیښې د څرنګوالي په تړاو د پلټنو خبر هم ورکړی دی.
طالبانو په وار، وار هڅه کړې چې دغه ډول بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې کره ارقام له رسنیو پټ وساتي او د کمو شمېرو په خپرولو سره پېښې وړې ښکاره کړي.

بل لوري د ملي مقاومت په نوم جبهې د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت قرارګاه یې په نښه کړې ده.
یادې جبهې ویلي‌ چې په دغه برید کې یې ۱۰تنه طالبان وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي. دغه جبهه وایي چې په وژل شویو کې د طالبانو یو مهم قوماندان هم شامل دی.
دغه جبهې دا برید د طالبانو پر ضد د خپلو عملیاتو د دوام یوه برخه بللې او ټینګار یې کړی چې له طالبانو څخه د افغانستان د خلاصون لپاره یې په بېلابېلو ولایتونو کې بریدونو ته دوام ورکوي.

پر ډیورنډ کرښه د پکتیا او خوست په ځینو سیمو کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ جګړه شوې

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۶ GMT+۰

له سیمې سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې له تېرې شپې راهیسې پر ډیورنډ کرښه د پکتیا ډنډي پټان او خوست علیشېرو ولسوالیو ځینو برخو کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ جګړه روانه ده. تر اوسه پورې د اوښتو زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن شنبه د (مرغومي اتمه) له سیمې ځینو سرچینو ويلي، چې له تېرې شپې راهیسې پر ډیورنډ کرښه د پکتیا ډنډي پټان او خوست علیشېرو ولسوالیو ځینو برخو کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ جګړه روانه ده.

د خراسان ډایري په نوم پاکستاني رسنۍ ویلي، چې په دغې جګړه کې د پاکستان لوري ته یو تن وژل شوی او اوه نور ټپیان دي.

دغې رسنۍ ویلي، چې افغان لوري ته د درې تنو د وژل کېدو او ۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

دغې رسنۍ دا نه دي ویلي چې وژل شوي کسان نظامي او که ملکي کسان دي.
په خواله رسنیو هم ځینو فعالانو ویډیوګانې خپرې کړې چې د جګړې له وېرې په خوست کې د جګړې سیمې ته نږدې خلک له کورونو وتلي او خوندي ځایونو ته په تېښته دي.
د طالبانو د استخباراتو یو غړي هم په ایکس پاڼه لیکلي، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیا ډنډي پټان ولسوالۍ سره نږدې غوځګړي او خوست ولایت علیشېرو ولسوالۍ ډبګي کلیو پر پوستو یې سخت بریدونه کړي خو د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه یې څه نه دي ویلي.
پاکستاني لوري هم په رسمي ډول په اړه څه نه دي ویلي.
په خواله رسنیو کې ځینې ویډیوګانې لاس په لاس کیږي چې په کې د درنو او سپکو وسلو غږونه اوریدل کیږي او خلک یې د تېرې شپې د جګړې ویډیو یادوي.
د تېرې چهارشنبې په ورځ پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې په څو ځایونو بمبار وکړ چې د طالبانو حکومت په خبره تر ۵۰ ډیر ولسي خلک په کې ووژل شول.
ځینې طالبانو ويلي، چې د دغه برید غچ به له پاکستانه اخلي.
پاکستاني لوري بیا دعوه کړې چې په دغه برید کې د ټي ټي پي څو مرکزونه په نښه کړي او لسګونه د ټي ټي پي وسله وال یې وژلي دي