پاکستان: له افغانستان سره پر پوله د اغزن تار کار بشپړ شوی او ایران سره هم ۹۱ ٪ ته رسېدلی

د پاکستان دولتي راډیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پولو کې له افغانستان سره د ازغن تار کار بشپړ شوی او له ایران سره ۹۱ سلنې ته رسېدلی دی.

د پاکستان دولتي راډیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پولو کې له افغانستان سره د ازغن تار کار بشپړ شوی او له ایران سره ۹۱ سلنې ته رسېدلی دی.
د دغه راپور له مخې،د پاکستان امنیتي ځواکونو د پولې د ۹۸ سلنه مدیریت د پلان له مخې له افغانستان او ایران سره پر ۳۲۱۷ کیلومتره پوله دا ازغن تار او استحکامات لګولي دي.
پاکستان ویلي، د ترهګرو د تیریدو د مخنیوي لپاره یې دغه ازغن تار د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ۹۲ سلنه او له ایران سره پر ۴۲ سلنه پوله لګولی دی.
دوی وایي، د اغزن تار د کار په بشپړیدو سره به د ملي امنیت په ټینګښت کې د پام وړ بدلون راشي.
پاکستان افغان طالبان تورنوي چې د دغه هېواد د وسله والو مخالفو ډلو ته یې پټنځي ور کړي دي.
څلور ورځې وړاندې د پاکستان هوايي ځواکونو د پکتیکا په برمل او د خوست سپېره ولسوالۍ کې هوايي بریدونو سره د وسلوالو د وژلو ادعا وکړه.
خو د خپلواکو رسنیو او سازمانونو رپوټونه ښيي چې په دغه هوايي برید کې تر ډېره ښځې او ماشومان وژل شوي دي.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قومانداني وايي چې د شنبې په ورځ سهار ۹:۳۵ د (مرغومي په اتمه) د دغه ښار د هوایي ډګر پر سړک د شېخ زاید روغتون دروازې ته نږدې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه شوې چې په پایله کې یې څلور تنه ټپیان شوي دي.
په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې د پېښې ټپیان ملکي وګړي دي او د درملنې په موخه په بېړنۍ توګه روغتون ته لېږدول شوي دي. هغه د پیښې د څرنګوالي په تړاو د پلټنو خبر هم ورکړی دی.
طالبانو په وار، وار هڅه کړې چې دغه ډول بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې کره ارقام له رسنیو پټ وساتي او د کمو شمېرو په خپرولو سره پېښې وړې ښکاره کړي.
بل لوري د ملي مقاومت په نوم جبهې د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت قرارګاه یې په نښه کړې ده.
یادې جبهې ویلي چې په دغه برید کې یې ۱۰تنه طالبان وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي. دغه جبهه وایي چې په وژل شویو کې د طالبانو یو مهم قوماندان هم شامل دی.
دغه جبهې دا برید د طالبانو پر ضد د خپلو عملیاتو د دوام یوه برخه بللې او ټینګار یې کړی چې له طالبانو څخه د افغانستان د خلاصون لپاره یې په بېلابېلو ولایتونو کې بریدونو ته دوام ورکوي.

له سیمې سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې له تېرې شپې راهیسې پر ډیورنډ کرښه د پکتیا ډنډي پټان او خوست علیشېرو ولسوالیو ځینو برخو کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ جګړه روانه ده. تر اوسه پورې د اوښتو زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.
افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن شنبه د (مرغومي اتمه) له سیمې ځینو سرچینو ويلي، چې له تېرې شپې راهیسې پر ډیورنډ کرښه د پکتیا ډنډي پټان او خوست علیشېرو ولسوالیو ځینو برخو کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ جګړه روانه ده.
د خراسان ډایري په نوم پاکستاني رسنۍ ویلي، چې په دغې جګړه کې د پاکستان لوري ته یو تن وژل شوی او اوه نور ټپیان دي.
دغې رسنۍ ویلي، چې افغان لوري ته د درې تنو د وژل کېدو او ۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
دغې رسنۍ دا نه دي ویلي چې وژل شوي کسان نظامي او که ملکي کسان دي.
په خواله رسنیو هم ځینو فعالانو ویډیوګانې خپرې کړې چې د جګړې له وېرې په خوست کې د جګړې سیمې ته نږدې خلک له کورونو وتلي او خوندي ځایونو ته په تېښته دي.
د طالبانو د استخباراتو یو غړي هم په ایکس پاڼه لیکلي، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیا ډنډي پټان ولسوالۍ سره نږدې غوځګړي او خوست ولایت علیشېرو ولسوالۍ ډبګي کلیو پر پوستو یې سخت بریدونه کړي خو د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه یې څه نه دي ویلي.
پاکستاني لوري هم په رسمي ډول په اړه څه نه دي ویلي.
په خواله رسنیو کې ځینې ویډیوګانې لاس په لاس کیږي چې په کې د درنو او سپکو وسلو غږونه اوریدل کیږي او خلک یې د تېرې شپې د جګړې ویډیو یادوي.
د تېرې چهارشنبې په ورځ پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې په څو ځایونو بمبار وکړ چې د طالبانو حکومت په خبره تر ۵۰ ډیر ولسي خلک په کې ووژل شول.
ځینې طالبانو ويلي، چې د دغه برید غچ به له پاکستانه اخلي.
پاکستاني لوري بیا دعوه کړې چې په دغه برید کې د ټي ټي پي څو مرکزونه په نښه کړي او لسګونه د ټي ټي پي وسله وال یې وژلي دي

د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان د هوايي بریدونو په څلورمه ورځ د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق د افغانستان د نورو سیاستوالو په څېر دغه برید ونه غانده او هلته وژل شوي ولسي خلک یې ترهګر وبلل. ملګرو ملتونو ویلي، چې په دغه برید کې ولسي خلک وژل شوي.
د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق نن شنبه د (مرغومي اتمه) په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې د پکتیکا په برمل کې د پاکستان له لوري هلته د ترهګرو د مرکزونو بمبارول د طالبانو او پاکستاني حکومت تر منځ د روان کړکیچ یوه برخه ده.
هغه وايي په دې برخه کې د وحدت اسلامي ګوند دریځ دا دی چې افغانستان باید د نړۍوالو او سیمه ییزو ترهګرو ډلو په خوندي ځاله بدل نه شي: «چې له بده مرغه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا کړکېچونه زیاتېږي او د نړۍ او سیمې ټول ترهګر راټول او دوی افغانستان د خپل خوندي او دویم کور په توګه غوره کړی او د طالبانو تر چتر لاندې ژوند کوي.»
محمد محقق وړاندې وايي، د برمل پر ولسوالۍ د پاکستان هوايي برید د طالبانو د ناسمو ترهګریزو تګلارو پایله ده، چې د دغو ناسمو تګلارو له لارې افغانستان نور هم په سیمه کې له تاوتریخوالي سره مخ کوي.
هغه وايي، دی په دې باور دی چې د پاکستان او افغانستان خلک ګډ دین، کلتور، تمدن، تاریخ او ګډ دوست او دوښمن لري، چې باید په دوستانه او سوله ییزه فضا کې ژوند وکړي، خو ترهګرې ډلې غواړي چې دغه نه ماتیدونکي اړیکي زیانمنې کړي، د ترهګرۍ پر وړاندې دې ګډې هڅې وشي. د سیمې او نړۍ ټول ملتونه دې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې زیاته پاملرنه وکړي، چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسیږي.
څلور ورځې وړاندې د پاکستان جنګي الوتکو د پکتیکا برمل ولسوالۍ په څو برخو بریدونه وکړل او د طالبانو د چارواکو په خبره تر ۵۰ زیات کسان یې ووژل چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف هم ويلي، چې په پکتیکا د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۲۰ ماشومان وژل شوي دي.

طالبان وايي د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر د سوریې د لنډمهالي حکومت له بهرنیو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرو کې د بښنې او ښې حکومتولۍ دریځونه وستایل. امیر خان متقي په داسې مهال نوي واکمن ستايي، چې د دوی خلاف یې نه ملي اردو ړنګ کړ او نه یې د ښځو او نجونو پر کار او زدکړو بندیز ولګاوه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، امیرخان متقي نن د سوریې د انتقالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
ضیا احمد تکل خپل اېکس کې زیاتوي، ښاغلي متقي نوموړي ته پر مبارکي سربېره «د سوریې حکومت د عفوې او ښې حکومتولۍ لپاره دریځونه وستایل.»
په دې خبرو کې امیر خان متقي د افغانستان او سوریې ترمنځ د ښو اړیکو هیله کړې او طالبان وايي، مقابل لوري هم د ورته ژمنو خبره وکړه.
د سوریې نوی حکومت د بشار اسد رژیم پرځېدو پسې د ډیسمبر پر اتمه پر دمشق واکمن دی.
سره له دې چې دا حکومت له څو توندلارو ډلو جوړ دی، خو د طالبانو خلاف یې نه د خپل هېواد ملي اردو ړنګ کړ او نه یې د ښځو پر کار او د نجونو پر زدکړو بندیز ولګاوه.
په دې ډلو کې د تحریر الشام مشر چې په دمشق کې یې واک په لاس کې اخیستی وايي، چې نه غواړي په سوریه کې د طالبانو په څېر حکومت جوړ کړي.
ابو محمد جولاني وویل، چې د طالبانو د مشرانو په څیر به د ښځو او نجونو د تعلیم مخه ونه نیسي.
نوموړي د واک لومړیو ورځو کې له خپلو وسلوالو وغوښتل چې خپلو مرکزونو ته ستانه شي او امنیتي چارې حکومتي ځواکونو ته پرېږدي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون د اتلانو لیګ د څلورم پړاو سيالیو کې د جمعې په ورځ لومړۍ لوبه کې د فاریاب خراسان لوبډلې، د فاریاب سرسبز یاشلر ته یو پر صفر او د کابل جوانان پيروزي، موج ساحل اف سي لوبډلې ته ۲ پر یو ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د اتمې اونۍ د جمعې ورځې په لومړۍ سيالۍ کې کې د فاریاب خراسان لوبډلې، د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې ته یو پر صفر په ماتې ورکولو سره درې نمرې تر لاسه کړې او په دغو سياليو کې يې لس نمرې خپلي کړي.
په همدې سيالۍ کې د خراسان لوبډلې لپاره حمیدالله بارکزي په ۲۰ مه دقیقه کې ګول تر سره کړ او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.
د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ په پيل شویو سياليو کې د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې په ۸ سیاليو کې هیڅ لوبه نه ده ګټلې او د جدول په وروستي ځای کې قرار لري.
د همدې ورځي په دويمه سيالۍ کې د کابل جوانان پيروزي لوبډلې، موج ساحل اف سي ته دوه پر يو په ماتې ورکولو سره ټولې ۸ نمرې خپلې کړې.
د جوانان پيروزي لوبډلې لپاره نجیب هاشمي د لوبې په ۱۴مه دقیقه او ابوسینه حسین زاده په ۶۹ مه دقیقه کې ګولونه وکړل.
د موج ساحل اف سي لوبډلې لپاره ارسلان محمدي په ۶۶ مه دقیقه کې پينالټي ګول کړه.
د شنبې په ورځ به د دې سياليو د دوو مخکښو او قوي لوبډلو هرات اټک انرژي او د فراه ابو مسلم ترمنځ سيالۍ ترسره کيږي.
دغه دواړه لوبډلې د سياليو د قهرمانۍ لپاره هڅې کوي.
دواړو لوبډلو خپلي ټولي سيالۍ ګټلي او ۲۱ نمرې لري.
