• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر ډیورنډ کرښه د پکتیا او خوست په ځینو سیمو کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ جګړه شوې

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۱۹ GMT+۰

له سیمې سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې له تېرې شپې راهیسې پر ډیورنډ کرښه د پکتیا ډنډي پټان او خوست علیشېرو ولسوالیو ځینو برخو کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ جګړه روانه ده. تر اوسه پورې د اوښتو زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن شنبه د (مرغومي اتمه) له سیمې ځینو سرچینو ويلي، چې له تېرې شپې راهیسې پر ډیورنډ کرښه د پکتیا ډنډي پټان او خوست علیشېرو ولسوالیو ځینو برخو کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ جګړه روانه ده.

د خراسان ډایري په نوم پاکستاني رسنۍ ویلي، چې په دغې جګړه کې د پاکستان لوري ته یو تن وژل شوی او اوه نور ټپیان دي.

دغې رسنۍ ویلي، چې افغان لوري ته د درې تنو د وژل کېدو او ۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

دغې رسنۍ دا نه دي ویلي چې وژل شوي کسان نظامي او که ملکي کسان دي.
په خواله رسنیو هم ځینو فعالانو ویډیوګانې خپرې کړې چې د جګړې له وېرې په خوست کې د جګړې سیمې ته نږدې خلک له کورونو وتلي او خوندي ځایونو ته په تېښته دي.
د طالبانو د استخباراتو یو غړي هم په ایکس پاڼه لیکلي، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیا ډنډي پټان ولسوالۍ سره نږدې غوځګړي او خوست ولایت علیشېرو ولسوالۍ ډبګي کلیو پر پوستو یې سخت بریدونه کړي خو د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه یې څه نه دي ویلي.
پاکستاني لوري هم په رسمي ډول په اړه څه نه دي ویلي.
په خواله رسنیو کې ځینې ویډیوګانې لاس په لاس کیږي چې په کې د درنو او سپکو وسلو غږونه اوریدل کیږي او خلک یې د تېرې شپې د جګړې ویډیو یادوي.
د تېرې چهارشنبې په ورځ پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې په څو ځایونو بمبار وکړ چې د طالبانو حکومت په خبره تر ۵۰ ډیر ولسي خلک په کې ووژل شول.
ځینې طالبانو ويلي، چې د دغه برید غچ به له پاکستانه اخلي.
پاکستاني لوري بیا دعوه کړې چې په دغه برید کې د ټي ټي پي څو مرکزونه په نښه کړي او لسګونه د ټي ټي پي وسله وال یې وژلي دي

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

محمد محقق د پکتیکا برید ونه غانده او هلته وژل شوي ولسي خلک یې ترهګر وبلل

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۱۲ GMT+۰

د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان د هوايي بریدونو په څلورمه ورځ د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق د افغانستان د نورو سیاستوالو په څېر دغه برید ونه غانده او هلته وژل شوي ولسي خلک یې ترهګر وبلل. ملګرو ملتونو ویلي، چې په دغه برید کې ولسي خلک وژل شوي.

د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق نن شنبه د (مرغومي اتمه) په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې د پکتیکا په برمل کې د پاکستان له لوري هلته د ترهګرو د مرکزونو بمبارول د طالبانو او پاکستاني حکومت تر منځ د روان کړکیچ یوه برخه ده.
هغه وايي په دې برخه کې د وحدت اسلامي ګوند دریځ دا دی چې افغانستان باید د نړۍوالو او سیمه ییزو ترهګرو ډلو په خوندي ځاله بدل نه شي: «چې له بده مرغه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا کړکېچونه زیاتېږي او د نړۍ او سیمې ټول ترهګر راټول او دوی افغانستان د خپل خوندي او دویم کور په توګه غوره کړی او د طالبانو تر چتر لاندې ژوند کوي.»
محمد محقق وړاندې وايي، د برمل پر ولسوالۍ د پاکستان هوايي برید د طالبانو د ناسمو ترهګریزو تګلارو پایله ده، چې د دغو ناسمو تګلارو له لارې افغانستان نور هم په سیمه کې له تاوتریخوالي سره مخ کوي.
هغه وايي، دی په دې باور دی چې د پاکستان او افغانستان خلک ګډ دین، کلتور، تمدن، تاریخ او ګډ دوست او دوښمن لري، چې باید په دوستانه او سوله ییزه فضا کې ژوند وکړي، خو ترهګرې ډلې غواړي چې دغه نه ماتیدونکي اړیکي زیانمنې کړي، د ترهګرۍ پر وړاندې دې ګډې هڅې وشي. د سیمې او نړۍ ټول ملتونه دې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې زیاته پاملرنه وکړي، چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسیږي.

څلور ورځې وړاندې د پاکستان جنګي الوتکو د پکتیکا برمل ولسوالۍ په څو برخو بریدونه وکړل او د طالبانو د چارواکو په خبره تر ۵۰ زیات کسان یې ووژل چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف هم ويلي، چې په پکتیکا د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۲۰ ماشومان وژل شوي دي.

بلاول: عمران خان یوه بهانه ده د امریکا اصلي موخه د پاکستان اټومي پروګرام دی

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۰ GMT+۰

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري وویل، چې امریکا نه غواړي یو مسلمان هېواد اټومي ځواک ولري. د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان یوه بهانه ده او د دوی اصلي موخه د پاکستان اټومي پروګرام دی.

زرداري د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو د وژل کېدو د ۱۷م تلین د نمانځنې پر مهال وویل:« د نړۍوالې توطيې په وړاندې د مبارزې لپاره بايد يو موټى واوسو، سياست ته غاړه کېږدو او د پاکستان لپاره فکر وکړو، ذوالفقار بوټو اسلامي بم جوړ کړ دا د هغه ستر جرم و، شهيدې بېنظير بوټو پاکستان ته د ميزايل ټيکنالوجۍ ډالۍ کړه.»

بلاول زیاته کړه: «امریکا په دې وروستیو کې بندیزونه لګولي دي، دوی غواړي چې هېڅ مسلمان هېواد اتومي ځواک ونه لري، مګر تر څو چې پيپلز ګوند موجود وي موږ به د اټومي پروګرام او میزایل ټیکنالوجۍ په اړه د خبرو اترو اجازه ورنه کړو او امریکا د پاکستان له ډیموکراسۍ سره هېڅ لېوالتیا نه لري.»

تر دې وړاندې، د پاکستان لومړی وزیر د دغه هېواد اټومي پروګرام په هکله د واشنګټن اندېښنو ته په ځواب کې ویلي و، چې دا پروګرام د سوله ییزو موخو لپاره دى او پرې هېڅ جوړجاړي به و نه کړي. شهباز شریف ویلي و، ٢٤٠ ميليونه پاکستانيان په دې یوه خوله دي، چې اټومي پروګرام یې د ځاني دفاع لپاره دی او د هېچا پر ضد نه دی.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینز د تېرې لیندۍ میاشتې په ۳۰مه وویل، چې پاکستان د اوږد واټنه بالسټیک توغندیو په جوړولو بوخت دی او دا توغندي د امریکا په ګډون له سویلي اسیا بهر هدفونه په نښه کولی شي.

نوموړي ویلي و ، چې د پاکستان توغندیز ځواک د امریکا لپاره ګواښ دی.

د پاکستان پوځ: د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۵ GMT+۰

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی. تېر کال د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ویلي وو، چې د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی.

د پاکستان د پوځ ویاند ټینګار وکړ، چې پاکستان به د ترهګرو د ځپلو او د خپلو اتباعو د امنیت د تامینولو لپاره له هیڅ اقدام دریغ ونه کړي.

احمد شریف چودري په دغه کنفرانس کې وویل: «پاکستان تل د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره ډېر کار کړی او په دې برخه کې یې اساسي رول لوبولی دی. همدارنګه، موږ د اوږدې مودې لپاره د میلیونونو افغان کډوالو کوربه توب کړی دی.»

د پوځ دغه چارواکي زیاته کړې، چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې دننه فعالې دي او تاسیساتو او امکاناتو ته لاس رسی لري.

هغه وویل: «له دې هڅو سره سره، ترهګر په منظم ډول له افغانستان په پاکستان کې دننه بریدونه کوي، کره شواهد ښیي، چې د ترهګريزو اعمالو ریښې په افغانستان کې د دغو ډلو خوندي پټنځیو ته ځي.»

د سې شنبې په ورځ د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر څلورو سیمو پاکستاني هوايي جټ الوتکو بريدونه وکړل.

طالبانو ویلي، چې په دغو بریدونو کې ۴۶ تنه وژل شوي دي.

طالبان وايي، چې د دغو بریدونو قربانیان د وزیرستان کډوال دي.

پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه، چې دغه هېواد له افغانستان سره پر ډيورنډ کرښه پر ترهګرو بریدونه کړي دي.

چودري په سیمه کې د امنیت پر اهمیت د ټینګار په ترڅ کې له طالبانو وغوښتل، چې د ترهګريزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره لا جدي اقدامات او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د جمعې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر د کابينې په غونډه کې د طالبانو له ادارې وغوښتل، چې د پاکستاني طالبانو تحریک پر وړاندې قاطع سیاست غوره کړي.

شهباز شریف ویلي طالبان باید د ټي ټي پي په وړاندې واضح دریځ غوره کړي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز تېر کال وویل: «د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی.»

عاصم منیر طالبانو ته خبرداری ورکړی و، چې «موږ حاضر یو، چې هر څه قرباني کړو»

امیرخان متقي د سوریې بهرنیو چارو وزیر سره خبرو کې د نوي حکومت بښنه او ښه حکومتولي وستایل

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۳ GMT+۰

طالبان وايي د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر د سوریې د لنډمهالي حکومت له بهرنیو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرو کې د بښنې او ښې حکومتولۍ دریځونه وستایل. امیر خان متقي په داسې مهال نوي واکمن ستايي، چې د دوی خلاف یې نه ملي اردو ړنګ کړ او نه یې د ښځو او نجونو پر کار او زدکړو بندیز ولګاوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، امیرخان متقي نن د سوریې د انتقالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

ضیا احمد تکل خپل اېکس کې زیاتوي، ښاغلي متقي نوموړي ته پر مبارکي سربېره «د سوریې حکومت د عفوې او ښې حکومتولۍ لپاره دریځونه وستایل.»

په دې خبرو کې امیر خان متقي د افغانستان او سوریې ترمنځ د ښو اړیکو هیله کړې او طالبان وايي، مقابل لوري هم د ورته ژمنو خبره وکړه.

د سوریې نوی حکومت د بشار اسد رژیم پرځېدو پسې د ډیسمبر پر اتمه پر دمشق واکمن دی.

سره له دې چې دا حکومت له څو توندلارو ډلو جوړ دی، خو د طالبانو خلاف یې نه د خپل هېواد ملي اردو ړنګ کړ او نه یې د ښځو پر کار او د نجونو پر زدکړو بندیز ولګاوه.

په دې ډلو کې د تحریر الشام مشر چې په دمشق کې یې واک په لاس کې اخیستی وايي، چې نه غواړي په سوریه کې د طالبانو په څېر حکومت جوړ کړي.

ابو محمد جولاني وویل، چې د طالبانو د مشرانو په څیر به د ښځو او نجونو د تعلیم مخه ونه نیسي.

نوموړي د واک لومړیو ورځو کې له خپلو وسلوالو وغوښتل چې خپلو مرکزونو ته ستانه شي او امنیتي چارې حکومتي ځواکونو ته پرېږدي.

د پاکستان پخوانی دیپلومات رستم شاه مومند د ۸۲ کلونو په عمر ومړ

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۱ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفير رستم شاه مومند د جمعې په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له کبله په پېښور کې ومړ. نوموړی له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۵ په کابل کې د پاکستان سفير و.

د پاکستاني رسنیو د مالوماتو له مخي، رستم شاه مومند په افغانستان کې د پاکستان سفير، یو مهال د پاکستان د کورنيو چارو وزير او په پېښور کې د افغان کډوالو کمېشنر هم پاتې شوی وو.

هغه د پښتونخوا سر وزير او یو مهال د پاکستان تحریک انصاف ګوند له مشرانو هم ګڼل کېده.

مومند د طالبانو سره د مذاکراتي ټيم یوه برخه هم وه.

نوموړي د افغانستان او پاکستان په اړه زيات مالومات لرل، مقالې يې ليکلې او هم به يې په رسنيو کې په ورته موضوعاتو خپل نظرونه وړاندې کول.

رستم شاه مومند د پېښور او لندن په پوهنتونونو کې زدکړې کړې وې او د پاکستان له فعالو سفيرانو شمېرل کېده.

مومند په ۱۹۴۲ کال کې زېږېدلی او اصلي د چارسدې د ډهکې سيمې اوسېدونکی و، چې نن یې د پېښور په شامي سړک کې جنازه خاورو ته وسپارل شوه.

نوموړی دوه زامن او دوې لوڼې تر شا پرېښولې.