د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا له طالبانو نه د ښځو ضد سیاستونو د بیا کتنې غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د دې شورا غړو شاوخوا شل ورځې وړاندې په خپله غونډه کې د یوناما له دفتره خپل ملاتړ بیا څرګند کړ. په اعلامیه کې راغلي، چې د امنیت شورا غړي د ښځو پر وړاندې د طالبانو د کړنو د منفي اغیزو په اړه ژوره اندیښنه لري.