• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان امنیتي سرچینې: «خوارجو له افغان طالبانو سره په ګډه» زموږ پر پوستو برید وکړ

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۸ GMT+۰تازه شوی: ۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۷ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت وايي، له پاکستاني ځواکونو سره یې نښته کړې، خو مقابل کې جيونيوز د پاکستان د امنيتي ادارو له قوله ویلي، «خوارجو له افغان طالبانو سره په ګډه» د دوی پر پوستو بريدونه کړي. دې سرچینو ویلي دې پېښه کې یې ۳ سرتېري ټپیان شوي او مقابل لوري ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.

د پاکستان حکومت او ادارې ټي ټي پي او د دغه هېواد ضد وسلوالو ته خوارج وايي.

پاکستان لوري ویلي، چې په ځوابي بريدونو کې افغان لوري خپلې ۶ پوستې خوشې کړې او مرګ ژوبله هم ور اوښتې ده.

پاکستاني ځواکونو ويلي، چې په دې پېښه کې د دوی درې امنیتي سرتيري هم ټپيان شوي دي.

خو فرانس خبري اژانس ته پاکستاني سرچینو منلې چې یو سرتېری یې وژل شوی او ۷ ټپیان دي.

له جیو نیوز سره خبرو کې د پاکستان امنیتي ادارو د نښتې ځای هم شمالي وزيرستان او کورمه ښودلي او زیاته شوې له ۲۰ تر ۲۵ خوارجو او د پاکستان پر پوستو د بريدونو هڅه کوله، چې د پاکستان امنيتي ځواکونو يې مخه نيولې.

د طالبانو دفاع وزارت هم نن شنبه ومنله چې خوست او پکتیا کې یې پر ډیورنډ کرښه له پاکستاني پوله ساتو سره جګړه کړې.

دغه دواړه ولایتونه له شمالي وزیرستان او کورمې سره څنګ په څنګ پراته دي.

دغه وزارت د اوښتو زیانونو په اړه شمېرې نه دي خپرې کړې.

په سیمه کې افغانستان انټرنشنل پښتو ته باوري سرچینو ویلي، چې د پکتیا په ډڼډي پټان ولسوالۍ کې اوم سرحدي کنډک ته څېرمه د پاکستان له لوري په توغول شوي هاوان ګولۍ سره درې ولسي کسان وژل شوي.
سرچینه زیاتوي چې دغه ګولۍ د کوچیانو په خیمه لګېدلې او دغه درې تنه یې وژلي.

په خبر کې راغلي، چې پاکستان په وار وار له افغان طالبانو غوښتې، چې خپله خاوره دي د خوارجو په ګټه نه استعمالوي.

پاکستان لوری ادعا کوي، چې خوارج او ترهګر له افغان خاوري څخه په پاکستان کې ترهګريز بريدونه تر سره کوي؛ خو افغان طالبانو د پاکستان دغه خبري رد کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: له افغانستان سره پر پوله د اغزن تار کار بشپړ شوی او ایران سره هم ۹۱ ٪ ته رسېدلی

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۱ GMT+۰

د پاکستان دولتي راډیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پولو کې له افغانستان سره د ازغن تار کار بشپړ شوی او له ایران سره ۹۱ سلنې ته رسېدلی دی.

د دغه راپور له مخې،د پاکستان امنیتي ځواکونو د پولې د ۹۸ سلنه مدیریت د پلان له مخې له افغانستان او ایران سره پر ۳۲۱۷ کیلومتره پوله دا ازغن تار او استحکامات لګولي دي.

پاکستان ویلي، د ترهګرو د تیریدو د مخنیوي لپاره یې دغه ازغن تار د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ۹۲ سلنه او له ایران سره پر ۴۲ سلنه پوله لګولی دی.

دوی وایي، د اغزن تار د کار په بشپړیدو سره به د ملي امنیت په ټینګښت کې د پام وړ بدلون راشي.

پاکستان افغان طالبان تورنوي چې د دغه هېواد د وسله والو مخالفو ډلو ته یې پټنځي ور کړي دي.

څلور ورځې وړاندې د پاکستان هوايي ځواکونو د پکتیکا په برمل او د خوست سپېره ولسوالۍ کې هوايي بریدونو سره د وسلوالو د وژلو ادعا وکړه.

خو د خپلواکو رسنیو او سازمانونو رپوټونه ښيي چې په دغه هوايي برید کې تر ډېره ښځې او ماشومان وژل شوي دي.

طالبان: په کابل کې د بمي چاودنې له امله څلور تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۱۹ GMT+۰


په کابل کې د طالبانو د امنیه قومانداني وايي چې د شنبې په ورځ سهار ۹:۳۵ د (مرغومي په اتمه) د دغه ښار د هوایي ډګر پر سړک د شېخ زاید روغتون دروازې ته نږدې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه شوې چې په پایله کې یې څلور تنه ټپیان شوي دي.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې د پېښې ټپیان ملکي‌ وګړي دي او د درملنې په موخه په بېړنۍ توګه روغتون ته لېږدول شوي دي. هغه د پیښې د څرنګوالي په تړاو د پلټنو خبر هم ورکړی دی.
طالبانو په وار، وار هڅه کړې چې دغه ډول بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې کره ارقام له رسنیو پټ وساتي او د کمو شمېرو په خپرولو سره پېښې وړې ښکاره کړي.

بل لوري د ملي مقاومت په نوم جبهې د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت قرارګاه یې په نښه کړې ده.
یادې جبهې ویلي‌ چې په دغه برید کې یې ۱۰تنه طالبان وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي. دغه جبهه وایي چې په وژل شویو کې د طالبانو یو مهم قوماندان هم شامل دی.
دغه جبهې دا برید د طالبانو پر ضد د خپلو عملیاتو د دوام یوه برخه بللې او ټینګار یې کړی چې له طالبانو څخه د افغانستان د خلاصون لپاره یې په بېلابېلو ولایتونو کې بریدونو ته دوام ورکوي.

پر ډیورنډ کرښه د پکتیا او خوست په ځینو سیمو کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ جګړه شوې

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۶ GMT+۰

له سیمې سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې له تېرې شپې راهیسې پر ډیورنډ کرښه د پکتیا ډنډي پټان او خوست علیشېرو ولسوالیو ځینو برخو کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ جګړه روانه ده. تر اوسه پورې د اوښتو زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن شنبه د (مرغومي اتمه) له سیمې ځینو سرچینو ويلي، چې له تېرې شپې راهیسې پر ډیورنډ کرښه د پکتیا ډنډي پټان او خوست علیشېرو ولسوالیو ځینو برخو کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ جګړه روانه ده.

د خراسان ډایري په نوم پاکستاني رسنۍ ویلي، چې په دغې جګړه کې د پاکستان لوري ته یو تن وژل شوی او اوه نور ټپیان دي.

دغې رسنۍ ویلي، چې افغان لوري ته د درې تنو د وژل کېدو او ۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

دغې رسنۍ دا نه دي ویلي چې وژل شوي کسان نظامي او که ملکي کسان دي.
په خواله رسنیو هم ځینو فعالانو ویډیوګانې خپرې کړې چې د جګړې له وېرې په خوست کې د جګړې سیمې ته نږدې خلک له کورونو وتلي او خوندي ځایونو ته په تېښته دي.
د طالبانو د استخباراتو یو غړي هم په ایکس پاڼه لیکلي، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیا ډنډي پټان ولسوالۍ سره نږدې غوځګړي او خوست ولایت علیشېرو ولسوالۍ ډبګي کلیو پر پوستو یې سخت بریدونه کړي خو د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه یې څه نه دي ویلي.
پاکستاني لوري هم په رسمي ډول په اړه څه نه دي ویلي.
په خواله رسنیو کې ځینې ویډیوګانې لاس په لاس کیږي چې په کې د درنو او سپکو وسلو غږونه اوریدل کیږي او خلک یې د تېرې شپې د جګړې ویډیو یادوي.
د تېرې چهارشنبې په ورځ پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې په څو ځایونو بمبار وکړ چې د طالبانو حکومت په خبره تر ۵۰ ډیر ولسي خلک په کې ووژل شول.
ځینې طالبانو ويلي، چې د دغه برید غچ به له پاکستانه اخلي.
پاکستاني لوري بیا دعوه کړې چې په دغه برید کې د ټي ټي پي څو مرکزونه په نښه کړي او لسګونه د ټي ټي پي وسله وال یې وژلي دي

محمد محقق د پکتیکا برید ونه غانده او هلته وژل شوي ولسي خلک یې ترهګر وبلل

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۱۲ GMT+۰

د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان د هوايي بریدونو په څلورمه ورځ د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق د افغانستان د نورو سیاستوالو په څېر دغه برید ونه غانده او هلته وژل شوي ولسي خلک یې ترهګر وبلل. ملګرو ملتونو ویلي، چې په دغه برید کې ولسي خلک وژل شوي.

د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق نن شنبه د (مرغومي اتمه) په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې د پکتیکا په برمل کې د پاکستان له لوري هلته د ترهګرو د مرکزونو بمبارول د طالبانو او پاکستاني حکومت تر منځ د روان کړکیچ یوه برخه ده.
هغه وايي په دې برخه کې د وحدت اسلامي ګوند دریځ دا دی چې افغانستان باید د نړۍوالو او سیمه ییزو ترهګرو ډلو په خوندي ځاله بدل نه شي: «چې له بده مرغه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا کړکېچونه زیاتېږي او د نړۍ او سیمې ټول ترهګر راټول او دوی افغانستان د خپل خوندي او دویم کور په توګه غوره کړی او د طالبانو تر چتر لاندې ژوند کوي.»
محمد محقق وړاندې وايي، د برمل پر ولسوالۍ د پاکستان هوايي برید د طالبانو د ناسمو ترهګریزو تګلارو پایله ده، چې د دغو ناسمو تګلارو له لارې افغانستان نور هم په سیمه کې له تاوتریخوالي سره مخ کوي.
هغه وايي، دی په دې باور دی چې د پاکستان او افغانستان خلک ګډ دین، کلتور، تمدن، تاریخ او ګډ دوست او دوښمن لري، چې باید په دوستانه او سوله ییزه فضا کې ژوند وکړي، خو ترهګرې ډلې غواړي چې دغه نه ماتیدونکي اړیکي زیانمنې کړي، د ترهګرۍ پر وړاندې دې ګډې هڅې وشي. د سیمې او نړۍ ټول ملتونه دې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې زیاته پاملرنه وکړي، چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسیږي.

څلور ورځې وړاندې د پاکستان جنګي الوتکو د پکتیکا برمل ولسوالۍ په څو برخو بریدونه وکړل او د طالبانو د چارواکو په خبره تر ۵۰ زیات کسان یې ووژل چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف هم ويلي، چې په پکتیکا د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۲۰ ماشومان وژل شوي دي.

بلاول: عمران خان یوه بهانه ده د امریکا اصلي موخه د پاکستان اټومي پروګرام دی

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۰ GMT+۰

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري وویل، چې امریکا نه غواړي یو مسلمان هېواد اټومي ځواک ولري. د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان یوه بهانه ده او د دوی اصلي موخه د پاکستان اټومي پروګرام دی.

زرداري د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو د وژل کېدو د ۱۷م تلین د نمانځنې پر مهال وویل:« د نړۍوالې توطيې په وړاندې د مبارزې لپاره بايد يو موټى واوسو، سياست ته غاړه کېږدو او د پاکستان لپاره فکر وکړو، ذوالفقار بوټو اسلامي بم جوړ کړ دا د هغه ستر جرم و، شهيدې بېنظير بوټو پاکستان ته د ميزايل ټيکنالوجۍ ډالۍ کړه.»

بلاول زیاته کړه: «امریکا په دې وروستیو کې بندیزونه لګولي دي، دوی غواړي چې هېڅ مسلمان هېواد اتومي ځواک ونه لري، مګر تر څو چې پيپلز ګوند موجود وي موږ به د اټومي پروګرام او میزایل ټیکنالوجۍ په اړه د خبرو اترو اجازه ورنه کړو او امریکا د پاکستان له ډیموکراسۍ سره هېڅ لېوالتیا نه لري.»

تر دې وړاندې، د پاکستان لومړی وزیر د دغه هېواد اټومي پروګرام په هکله د واشنګټن اندېښنو ته په ځواب کې ویلي و، چې دا پروګرام د سوله ییزو موخو لپاره دى او پرې هېڅ جوړجاړي به و نه کړي. شهباز شریف ویلي و، ٢٤٠ ميليونه پاکستانيان په دې یوه خوله دي، چې اټومي پروګرام یې د ځاني دفاع لپاره دی او د هېچا پر ضد نه دی.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینز د تېرې لیندۍ میاشتې په ۳۰مه وویل، چې پاکستان د اوږد واټنه بالسټیک توغندیو په جوړولو بوخت دی او دا توغندي د امریکا په ګډون له سویلي اسیا بهر هدفونه په نښه کولی شي.

نوموړي ویلي و ، چې د پاکستان توغندیز ځواک د امریکا لپاره ګواښ دی.