پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمیټې غړی صمد خان ونیو

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، نن په بنو کې د دغه غورځنګ د مرکزي کمیټې غړی صمد خان د پولیسو له لوری ونیول شو. پاکستاني پولیسو تردې وړاندې هم د غورځنګ نور غړي نیولي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، نن په بنو کې د دغه غورځنګ د مرکزي کمیټې غړی صمد خان د پولیسو له لوری ونیول شو. پاکستاني پولیسو تردې وړاندې هم د غورځنګ نور غړي نیولي دي.
د پښتون ژغورني غورځګ د مرکزي کمیټي غړي حنیف پښتین د یک شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د پښتونخوا په نبو کې تر یوې جلسې وروسته پولیسو صمدخان ونیو او د ترهګرۍ ضد ادارې ته یې سپارلی دی.
حنیف پښتین وايي، دمګړی د صمد خان په ګډون، علي وزیر او ملک ناصر کوکیخیل هم د بېلا بېلو تورونو په جرم د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.
نوموړی وايي، د پاکستان پولیس د دوی د غړو نیولو سره غورځنګ له خپلو موخو نه شي پر شا کولی او خپلې مبارزې ته به دوام ور کوي.
د دغه غورځنګ یو شمېر غړو د پاکستاني پولیسو له لورې د صمدخان نیولو په غبرګون ویلي، چې په بېلا بېلو هېوادونو کې به د صمد خان د ژر تر ژره خلاصون لپاره له قانوني لارو چارو کار واخلي او د پاکستان د دې بشر ضد کړنو خلاف به لاریونونه وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمیټې بل غړی علي وزیر هم د اکسټ میاشتې له درېیمې راهیسې د دریو جرمونو په تور بندي دی.
تردې مهاله د پښتونخوا پولیسو د ښاغلي صمد خان د نیولو په تړاو څه نه دي ویلي.


د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستاني ځواکونو پر پوستو برید د “شریرو عناصرو”او د هغوی د ملاتړو پر پټنځیو برید بللی. پاکستاني رسنیو هم د امنیتي سرچینو په حواله ویلي، چې “د خوارجو په ملاتړ یې د افغان طالبانو” د برید مخه نیولې. دا اول ځل دی چې دواړه لوري په دغه برید پسې ورته خبرې کوي.
طالبانو تېره شپه پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر یو شمېر پوستو بریدونه وکړل.
د طالبانو د دفاع وزارت په دې اړه خبرپاڼه کې ویلي، چې “شریرو عناصرو” او د هغوی د ملاتړو پر پټنځیو یې برید کړی دی.»
طالب پلوه رسنیو هم په اړوند خبرونو کې خپله لهجه بدله کړې ده.
د طالبانو استخباراتو اړوند رسنۍ المرصاد پر پاکستاني امنیتي پوستو باندې د طالبانو د برید اړوند لیکلي دي: «تېره شپه د خوست د علیشرو ولسوالۍ له لوري په ډبګي سیمه کې د فرضي کرښې پورې خواته د فتنه ګرو او د دوی د ملاتړو په پټنځیو او مرکزونو انتقامي بریدونه او چاودنې شوې دي.»
دغې رسنۍ ویلي، د خوست د علیشرو او ډنډ پټان ولسوالیو له شپږو سیمو د فتنه ګرو پر پوستو طالبانو تېره شپه تر سهاره بریدونه کړي دي.
د پاکستان ځینې رسنیو هم پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو بریدونو ته ورته پوښښ ور کړی دی.
جیو نیوز د امنیتي سرچینو له قوله لیکلي، چې تېره شپه پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني پوځیانو پر امنییتي پوستو افغان طالبانو د “خوارجو” په ملاتړ بریدونه کړي دي.
دا لومړۍ ځل دی، چې پاکستان د طالبانو بریدونه د خوارجو بریدونه بولي او طالب پلوه رسنۍ بیا پاکستاني ځواکونو پوستو ته د فتنه ګرو لفظ کارولی دی.
د نیشن په نوم یوې پاکستاني رسنۍ بیا راپور ورکړی دی؛ چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د پاکستان او افغانستان پر پوله “د خوارج وترهګرو د خراسان ډلې”برید په بریالیتوب سره ناکام کړ.
دغې رسنۍ راپور ورکړی، چې د دسمبر د ۲۷-۲۸مې په شپه د ۲۰څخه تر ۲۵ پورې “خوارج ترهګرو” هڅه وکړه چې د افغان طالبانو د سرحدي پوستو په کارولو سره له کورمې او شمالي وزیرستان پاکستان ته ننوځي، خو پاکستاني ځواکونو په چټکۍ سره ځواب ورکړ او دا هڅه یې شنډه کړه.
د راپور له مخې، د ډیسمبر د ۲۸مې “خوارجو او افغان طالبانو” په ګډه د درنو وسلو په کارولو سره په پاکستاني پوستو بې دلیله برید پیل کړ.
پاکستاني رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي، چې د افغانستان لوري ته درانه زیانونه اوښتي دي، چې له ۱۵څخه زیات “خوارج او افغان طالبان” پکې وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.
دوی دا هم ویلي، چې افغان طالبانو خپلې شپږ سرحدي پوستي هم خوشې کړې دي.
د افغان طالبانو دا بریدونه د پاکستان هوايي ځواکونو د څلور ورځې وړاندې د پکتیکا په برمل او سپېره ولسوالۍ کې هوايي بریدونو پسې دي.
طالبانو هغه مهال ویلي و، چې د پاکستان یاد بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، له پاکستاني ځواکونو سره یې نښته کړې، خو مقابل کې جيونيوز د پاکستان د امنيتي ادارو له قوله ویلي، «خوارجو له افغان طالبانو سره په ګډه» د دوی پر پوستو بريدونه کړي. دې سرچینو ویلي دې پېښه کې یې ۳ سرتېري ټپیان شوي او مقابل لوري ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.
د پاکستان حکومت او ادارې ټي ټي پي او د دغه هېواد ضد وسلوالو ته خوارج وايي.
پاکستان لوري ویلي، چې په ځوابي بريدونو کې افغان لوري خپلې ۶ پوستې خوشې کړې او مرګ ژوبله هم ور اوښتې ده.
پاکستاني ځواکونو ويلي، چې په دې پېښه کې د دوی درې امنیتي سرتيري هم ټپيان شوي دي.
خو فرانس خبري اژانس ته پاکستاني سرچینو منلې چې یو سرتېری یې وژل شوی او ۷ ټپیان دي.
له جیو نیوز سره خبرو کې د پاکستان امنیتي ادارو د نښتې ځای هم شمالي وزيرستان او کورمه ښودلي او زیاته شوې له ۲۰ تر ۲۵ خوارجو او د پاکستان پر پوستو د بريدونو هڅه کوله، چې د پاکستان امنيتي ځواکونو يې مخه نيولې.
د طالبانو دفاع وزارت هم نن شنبه ومنله چې خوست او پکتیا کې یې پر ډیورنډ کرښه له پاکستاني پوله ساتو سره جګړه کړې.
دغه دواړه ولایتونه له شمالي وزیرستان او کورمې سره څنګ په څنګ پراته دي.
دغه وزارت د اوښتو زیانونو په اړه شمېرې نه دي خپرې کړې.
په سیمه کې افغانستان انټرنشنل پښتو ته باوري سرچینو ویلي، چې د پکتیا په ډڼډي پټان ولسوالۍ کې اوم سرحدي کنډک ته څېرمه د پاکستان له لوري په توغول شوي هاوان ګولۍ سره درې ولسي کسان وژل شوي.
سرچینه زیاتوي چې دغه ګولۍ د کوچیانو په خیمه لګېدلې او دغه درې تنه یې وژلي.
په خبر کې راغلي، چې پاکستان په وار وار له افغان طالبانو غوښتې، چې خپله خاوره دي د خوارجو په ګټه نه استعمالوي.
پاکستان لوری ادعا کوي، چې خوارج او ترهګر له افغان خاوري څخه په پاکستان کې ترهګريز بريدونه تر سره کوي؛ خو افغان طالبانو د پاکستان دغه خبري رد کړي.

له سیمې سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې له تېرې شپې راهیسې پر ډیورنډ کرښه د پکتیا ډنډي پټان او خوست علیشېرو ولسوالیو ځینو برخو کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ جګړه روانه ده. تر اوسه پورې د اوښتو زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.
افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن شنبه د (مرغومي اتمه) له سیمې ځینو سرچینو ويلي، چې له تېرې شپې راهیسې پر ډیورنډ کرښه د پکتیا ډنډي پټان او خوست علیشېرو ولسوالیو ځینو برخو کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ جګړه روانه ده.
د خراسان ډایري په نوم پاکستاني رسنۍ ویلي، چې په دغې جګړه کې د پاکستان لوري ته یو تن وژل شوی او اوه نور ټپیان دي.
دغې رسنۍ ویلي، چې افغان لوري ته د درې تنو د وژل کېدو او ۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
دغې رسنۍ دا نه دي ویلي چې وژل شوي کسان نظامي او که ملکي کسان دي.
په خواله رسنیو هم ځینو فعالانو ویډیوګانې خپرې کړې چې د جګړې له وېرې په خوست کې د جګړې سیمې ته نږدې خلک له کورونو وتلي او خوندي ځایونو ته په تېښته دي.
د طالبانو د استخباراتو یو غړي هم په ایکس پاڼه لیکلي، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیا ډنډي پټان ولسوالۍ سره نږدې غوځګړي او خوست ولایت علیشېرو ولسوالۍ ډبګي کلیو پر پوستو یې سخت بریدونه کړي خو د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه یې څه نه دي ویلي.
پاکستاني لوري هم په رسمي ډول په اړه څه نه دي ویلي.
په خواله رسنیو کې ځینې ویډیوګانې لاس په لاس کیږي چې په کې د درنو او سپکو وسلو غږونه اوریدل کیږي او خلک یې د تېرې شپې د جګړې ویډیو یادوي.
د تېرې چهارشنبې په ورځ پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې په څو ځایونو بمبار وکړ چې د طالبانو حکومت په خبره تر ۵۰ ډیر ولسي خلک په کې ووژل شول.
ځینې طالبانو ويلي، چې د دغه برید غچ به له پاکستانه اخلي.
پاکستاني لوري بیا دعوه کړې چې په دغه برید کې د ټي ټي پي څو مرکزونه په نښه کړي او لسګونه د ټي ټي پي وسله وال یې وژلي دي

سویلي کوریا پارلمان کې مخالفو ګوندونو په څو ورځو کې په لوی اکثریت دویم سرپرست ولسمشر هان دوک سو هم له دندې ګوښه کړ.
سر پرست ولسمشر هان دوک سو که څه هم پایله ومنله خو د رایې ورکولو وروسته یې په یوه بیان کې وویل، چې دی د هغه څه په اړه خپه دی چې د راتلونکي نسل لپاره د ناڅرګنده پېښې معنی لري.
هغه وويل: "زه د پارلمان پرېکړې ته درناوى کوم او د نورو ګډوډۍ او بې باورۍ د مخنيوي لپاره به د اړوندو قوانينو له مخې خپلې دندې وځنډوم."
هغه زیاته کړه چې هغه به د استیضاح پروسې بیاکتنې لپاره د اساسي قانون محکمې پرېکړې ته انتظار باسي.
د خلکو ځواک ګوند، چې د اپوزیسیون په مشرۍ د هان د استیضاح په اړه اعتراض کوي، ویلي چې دوی د اساسي قانون غوښتنه کړې.
د استیضاح دغه اقدام وروسته له هغې وشو، چې د سویلي کوریا سرپرست ولسمشر د پخواني ولسمشر یون سیوک یول د محاکمې لپاره د اساسي قانون د قاضیانو له ټاکلو ډډه وکړه.
اپوزیسیون غوښتنه وکړه، چې دوه خپلواک تحقیقاتي ارګانونه د لیرې شوي ولسمشر یون د مارشل لا او د لومړۍ مېرمنې د ادعا شوي رشوت په اړه تحقیقات وکړي.
هان دیوک سو د سویلي کوریا لومړی وزیر هم دی او دا لومړی ځل دی چې سویلي کوریا د یوه سرپرست ولسمشر پر وړاندې د بې اعتمادۍ طرحه تصویب کړه.

د موزمبیق په سویل ختیځه افریقا کې چارواکي وايي، چې د څو اونیو له تاوتریخوالي وروسته د دغه هېواد د پلازمینې له یوه زندان څخه شاوخوا شپږ زره بندیان تښتیدلي دي. د موزمبیق د پلازمېنې د پولیسو قوماندان وویل، چې دغه بندیان د کرېسمس په ورځ له زندان څخه پر تېښته بریالي شوي دي.
د موزمبيق د پلازمېنې د پوليسو قوماندان برنادينو رافيل جمعې په ورځ (د جدي ۷مه) رسنيو ته وويل، چې د زندانيانو د تېښتې پر مهال لږ تر لږه ٣٣ بنديان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.
مګر موزامبیقي چارواکو د چهارشنبې په ورځ د ۱۵۰۰ بندیانو تېښته تایید کړې وه.
د سویلي افریقا په دغه هېواد کې له زندان څخه د تېښتې پېښه د اکتوبر د نهمې نېټې له ټاکنو وروسته هغه مهال رامنځته شوه چې عامو خلکو د دوه نوماندانو د وژنې پر ضد لاریونونه پېل کړل او په تاتریخوالي یې لاس پورې کړ.
ویل کیږي، چې په دغه هېواد کې د تاوتریخجنو لاریونونو له امله تر اوسه ۱۵۱ کسان وژل شوي دي.
په موزمبیق کې کړکېچ هغه مهال پیل شو چې د اکتوبر په ۱۹مه د پوډیموس ګوند دوه غړي د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شول.
د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند وینانسیو مونډیلین پلویانو، چې د پېښې پړه پر حکومت اچوي، له هغه راهیسې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه کوي.
لاریون کوونکو د پولیسو پر دفترونو او نورو دولتي ادارو بریدونه وکړل او امنیتي ځواکونه یې اړ کړل چې لاریونکوونکي سخت وځپي.
په موزمبیق کې تاوتریخوالی وروسته له هغې زیات شو چې د انتخاباتو سترې محکمې د ولسمشرۍ د کاندید چاپو بریا تایید کړه. د ولسمشرۍ نوماند وینانسیو مونډیلین له خپلو پلویانو وغوښتل چې د محکمې د پرېکړې پر ضد سړکونو ته راووځي.
د کاتولیک ټولنې او اروپايي ټولنې په ګډون د ټاکنو څارونکو د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو په پایلو کې د درغلیو یادونه کړې ده.