د اوکراین ولسمشر سوریې ته ۵۰۰ ټنه غنم واستول

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، ویلي چې هېواد یې د بشري مرستو په چوکاټ کې سوریې ته پنځه سوه ټنه غنم واستول.دغه مرسته د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په همکارۍ د سوریې د خلکو د ملاتړ لپاره ترسره کېږي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، ویلي چې هېواد یې د بشري مرستو په چوکاټ کې سوریې ته پنځه سوه ټنه غنم واستول.دغه مرسته د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په همکارۍ د سوریې د خلکو د ملاتړ لپاره ترسره کېږي.
زیلینسکي وویل چې دغه مرسته به په راتلونکو اوونیو کې د ۳۳,۲۵۰کورنیو یا شاوخوا ۱۶۷,۰۰۰ کسانو ترمنځ ووېشل شي. هره کڅوړه ۱۵کیلوګرامه وزن لري او کولای شي د یوې پنځه کسیزې کورنۍاړتیاوې د یوې میاشتې لپاره پوره کړي.هغه د سوریې له خلکو سره د یووالي څرګندونه وکړه او د هغوی لپاره یې دامنیت، ثبات او پرمختګ غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړه چې اوکراین د دغه ډول بشري مرستو پر ارزښت او اصلي مانا پوهېږي.اوکراین د نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو ګنل کېږي چې د غنمو لوړ حاصلات لري، خو د روسيې د یرغل له امله یې کرنیزه برخه په ځانګړي ډول د غنمو کرکیله ډېره زیانمنه شوې ده


د خراسان ډایري د راپور له مخې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د خېبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ د سالارزیو سیمې په ملا سعید بانډه کې نښته شوې چې له امله یې دوه پاکستاني عسکر وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.
عسکر وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.
دا نښته چې د پاکستان پوځ د وسله والو پر ضد د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې پیل شوې وه د تېرې شپې تر ناوخته یې دوام درلود او یو لوړ پوړی پاکستانی افسر هم په کې ټپي شوی دی.
د پاکستان امنیتي سرچینو خراسان ډایري ته منلې چې وسله وال یې کلابند کړي او د تېرې شپې تر ناوخته د دواړو غاړو تر منځ ډزې روانې وې.
په دغې نښته کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې؛ خو لا یې هم کره شمېره نه ده معلومه.
که څه هم چې په باجوړ کې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي فعالیت لري؛ خو خراسان ډایري په خپل راپور کې د رامنځته شوې نښتې په تړاو د کومې ځانګړې جنګي ډلې ښکیلتیا ته اشاره نه ده کړې.
دا نښته داسې مهال شوې چې د پاکستان شمال لوېدیځو او ځینو قبایلي سیمو، په ځانګړې توګه په باجوړ کې د پاکستاني طالبانو ترهګریز فعالیتونه تر پخوا ډېر شوي دي.
د خېبر پښتونخواه په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان پر پوځ د پاکستاني طالبانو بریدونو زور اخیستی او یو شمېر سیاستوالو نیوکې کړي چې د دغه ایالت ځینې سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان په کورنیو او سیمه ییزو سیاستونو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دا هېواد په ماتېدو دی او ژر تر ژره پر خپلو تګلارو بیا کتنې ته اړتیا لري.
هغه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما د هغه راپور په غبرګون کې چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه خپور شوی او په کې لسګونه ملکي وګړي، ښځې او ماشومان وژل شوي له اسلامي اصولو او بشري حقونو ښکاره سرغړونه ګڼلې ده.
خليلزاد د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د دغو وژنو مستقیم مسؤول ګڼلی او ویلي یې دي چې نوموړي تېره میاشت هم په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند په سوله ییزو لاریون کوونکو د زور زیاتي امر کړی و.
د هغه په وینا؛ دا ډول کړنې د پاکستان او د سیمې لپاره ویجاړونکي دي. خلیلزاد ټینګار کړی چې پاکستان باید په خپلو کورنیو او سیمه ییزو سیاستونو بیاکتنه وکړي، عمران خان، د دې هېواد پخوانی لومړی وزیر دې خوشې کړي او له افغانستان سره دې یوې داسې هوکړې ته ورسېږي چې د دواړو هېوادونو خاوره د یو بل د امنیت لپاره ګواښ ونه ګرځي.
دغه امریکایي ډیپلومات په دې باور دی که پاکستان د خپلو ملي ګټو لپاره خپل سیاستونه سم نه کړي ؛نو له له بدو پایلو او جدي ننګوونو سره به مخ شي.
زلمي خلیلزاد تر دې پخوا هم د پاکستان په کورنیو او بهرنیو سیاستونو توندې نیوکې کړي دي ؛خو د پاکستان حکومت یې دغو تازه څرګندونو ته لا تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

سویلي کوریا پارلمان کې مخالفو ګوندونو په څو ورځو کې په لوی اکثریت دویم سرپرست ولسمشر هان دوک سو هم له دندې ګوښه کړ.
سر پرست ولسمشر هان دوک سو که څه هم پایله ومنله خو د رایې ورکولو وروسته یې په یوه بیان کې وویل، چې دی د هغه څه په اړه خپه دی چې د راتلونکي نسل لپاره د ناڅرګنده پېښې معنی لري.
هغه وويل: "زه د پارلمان پرېکړې ته درناوى کوم او د نورو ګډوډۍ او بې باورۍ د مخنيوي لپاره به د اړوندو قوانينو له مخې خپلې دندې وځنډوم."
هغه زیاته کړه چې هغه به د استیضاح پروسې بیاکتنې لپاره د اساسي قانون محکمې پرېکړې ته انتظار باسي.
د خلکو ځواک ګوند، چې د اپوزیسیون په مشرۍ د هان د استیضاح په اړه اعتراض کوي، ویلي چې دوی د اساسي قانون غوښتنه کړې.
د استیضاح دغه اقدام وروسته له هغې وشو، چې د سویلي کوریا سرپرست ولسمشر د پخواني ولسمشر یون سیوک یول د محاکمې لپاره د اساسي قانون د قاضیانو له ټاکلو ډډه وکړه.
اپوزیسیون غوښتنه وکړه، چې دوه خپلواک تحقیقاتي ارګانونه د لیرې شوي ولسمشر یون د مارشل لا او د لومړۍ مېرمنې د ادعا شوي رشوت په اړه تحقیقات وکړي.
هان دیوک سو د سویلي کوریا لومړی وزیر هم دی او دا لومړی ځل دی چې سویلي کوریا د یوه سرپرست ولسمشر پر وړاندې د بې اعتمادۍ طرحه تصویب کړه.

د موزمبیق په سویل ختیځه افریقا کې چارواکي وايي، چې د څو اونیو له تاوتریخوالي وروسته د دغه هېواد د پلازمینې له یوه زندان څخه شاوخوا شپږ زره بندیان تښتیدلي دي. د موزمبیق د پلازمېنې د پولیسو قوماندان وویل، چې دغه بندیان د کرېسمس په ورځ له زندان څخه پر تېښته بریالي شوي دي.
د موزمبيق د پلازمېنې د پوليسو قوماندان برنادينو رافيل جمعې په ورځ (د جدي ۷مه) رسنيو ته وويل، چې د زندانيانو د تېښتې پر مهال لږ تر لږه ٣٣ بنديان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.
مګر موزامبیقي چارواکو د چهارشنبې په ورځ د ۱۵۰۰ بندیانو تېښته تایید کړې وه.
د سویلي افریقا په دغه هېواد کې له زندان څخه د تېښتې پېښه د اکتوبر د نهمې نېټې له ټاکنو وروسته هغه مهال رامنځته شوه چې عامو خلکو د دوه نوماندانو د وژنې پر ضد لاریونونه پېل کړل او په تاتریخوالي یې لاس پورې کړ.
ویل کیږي، چې په دغه هېواد کې د تاوتریخجنو لاریونونو له امله تر اوسه ۱۵۱ کسان وژل شوي دي.
په موزمبیق کې کړکېچ هغه مهال پیل شو چې د اکتوبر په ۱۹مه د پوډیموس ګوند دوه غړي د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شول.
د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند وینانسیو مونډیلین پلویانو، چې د پېښې پړه پر حکومت اچوي، له هغه راهیسې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه کوي.
لاریون کوونکو د پولیسو پر دفترونو او نورو دولتي ادارو بریدونه وکړل او امنیتي ځواکونه یې اړ کړل چې لاریونکوونکي سخت وځپي.
په موزمبیق کې تاوتریخوالی وروسته له هغې زیات شو چې د انتخاباتو سترې محکمې د ولسمشرۍ د کاندید چاپو بریا تایید کړه. د ولسمشرۍ نوماند وینانسیو مونډیلین له خپلو پلویانو وغوښتل چې د محکمې د پرېکړې پر ضد سړکونو ته راووځي.
د کاتولیک ټولنې او اروپايي ټولنې په ګډون د ټاکنو څارونکو د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو په پایلو کې د درغلیو یادونه کړې ده.

ترکیه وايي، د بشارالاسد حکومت له نسکورېدو راهیسې تر ۳۰ زره زیات هغه سوريایي وګړي چې کډوال شوي وو بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په وینا، د بشار الاسد د رژیم له نسکوریدو راهیسې نږدې ۳۱۰۰۰ سوريایي وګړي بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي.
ډېری کډوال هغه چې د کورنۍ جګړې له امله تښتیدلي وو بیرته د راستنېدو هیله لري.
په ورته وخت کې د جمعې په ورځ په سوریه کې دننه، سوریایانو د بشارالاسد د رژیم او د دیارلس کلنې کورنۍ جګړې د قربانیانو په درناوي د یاد ورځې لپاره لاریون وکړ.
په ۲۰۱۱ کال کې له جګړې وروسته میلیونونه سوریایي وګړي د جګړې له امله له سوریې تښتېدلي وو، خو د ډسمبر په اتمه د بشارالاسد له نسکورېدو وروسته، ډېری یې د بېرته ستنېدو هیله لري.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل "د هغو کسانو شمېر چې له ترکیې څخه بیرته ستانه شوي ۳۰ زره او ۶۶۳ تنه دي چې له دوی څخه ۳۰ سلنه یې په ترکیه کې زیږیدلي دي.
د سې شنبې په ورځ، یرلیکایا وویل، چې له ۲۵ زرو څخه ډېر سوریایان بیرته ستانه شوي او دوی ته به اجازه ورکړل شي چې د ۲۰۲۵ کل په لومړۍ نیمایي کې درې ځلې ترکیې ته ننوځي.
هغه د نورو جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې انقره به د سوریې په دویم ښار حلب کې د کډوالۍ د مدیریت دفتر هم پرانیزي.