د یمن پوځ: دفاعي ځواکونو مو امریکایي بې پيلوټه الوتکه غورځولې

د یمن وسله والو ځواکونو ادعا کړې، چې هوایي دفاعي ځواکونه یې توانیدلي، چې ددغه هېواد د البیضا ولایت په هوایي حریم کې د امریکایي MQ-9 بې پېلوټه الوتکه وغورځوي.

د یمن وسله والو ځواکونو ادعا کړې، چې هوایي دفاعي ځواکونه یې توانیدلي، چې ددغه هېواد د البیضا ولایت په هوایي حریم کې د امریکایي MQ-9 بې پېلوټه الوتکه وغورځوي.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند د یحیی سریع د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې د دغه هېواد د وسله والو هوایي دفاعي ځواک یې د متحده ایالاتو یوه MQ-9 بې پیلوټه الوتکه چې غوښتل یې په دغه هیواد کې هدفونه په نښه کړي ویشتلې او غورځولې ده.د یحیی سریع په وینا، دا الوتکه د ځمکې څخه هوا ته په کور دننه جوړ شوي توغندي ویشتل شوې.هغه زیاته کړه: د جګړې د پېل راهسې دا دیارلسمه بې پیلوټه الوتکه ده چې د دوی د هوايي دفاع ځواکونو لخوا غورځول کیږي.


د میلیاردونو روپیو په اندازه د پیسو مینځلو په قضیه کې نیول شوي تورن سکېش چندر شېکر له زندان څخه د هندي سینما بالیووډ فلمي ستورې جکلین فرنانډیس ته یو ځل بیا لیک لیکلی.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، سکېش چندرشېکر د ۲۰۰ کروړه هندي روپیو د پیسو مینځلو په قضیه کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د هند په تهار زندان کې بندي دی، چې له هغه ځایه یې جکلین ته د یوه لیک ترڅنګ د کرسمس ډالۍ هم استولې ده.
سکېش دغه لیک د ډسمبر په ۲۵مه د کرسمس په مناسبت جکلین ته لیکلی، چې د ډېرو خلکو پام یې ځانته اړولی دی.
په لیک کې سکېش جکلین د "بي بي ګرل" په توګه مخاطب کړې او هغې ته یې د کرسمس مبارکي ویلې ده او دغه راز یې خواشيني څرګنده کړې، چې د کرسمس جشن له جکلین څخه جلا لمانځي.
د سکېش د لیک متن داسې دی،« جکلین ته، 'زما مینې! زه تا ته سږکال یوه ځانګړې ډالۍ لرم، نن زه تا ته د شرابو بوتل نه، بلکې د فرانسې په هېواد کې د انګورو باغ وړاندې کوم هغه ډالۍ چې تا هېڅکله په خوب کې هم نه دی لیدلی».
د هندي رسنیو په وینا، جکلین د سکېش د ټولو پخوانیو لیکونو په څېر دې لیک ته هم ځواب نه دی ویلی.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې سکېش هم د خبريالانو له لارې اداکارې جکلین ته د ويلنټاين مبارکي ورکړې وه، چې د هندي رسنيو له مخې اداکاره جکلین فرنانډس له خپل ملګري چندر شېکر څخه د ګرانو سوغاتونو په اخيستلو تورنه ده.
د میلیاردونو روپیو په ارزښت درغلۍ او اختلاس جدي تورونه دي، چې تر څېړنې لاندې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) په یوه راپور کې ۲۰۲۴ کال په جګړه ځپلو سیمو کې د ماشومانو لپاره تر ټولو بد کال بللی او لیکلي یې دي، چې د نړۍ پر ماشومانو د جګړو اغېزې ویجاړونکې کچې ته رسېدلې دي.
یونېسف په خپل راپور کې د هغو ماشومانو شمېر چې په نړۍ کې د جګړو له امله اغېزمن شوي او د ماشومانو له حقونو څخه د سرغړونې سره مخامخ کېږي بې ساری بللی او د وژل کېدو، ټپي کېدو، له زده کړو پاتې کېدو، د ژوند ژغورونکي واکسینونو نه شتوالی او سخته خوارځواکي د دوی د حقونو څخه د سرغړونې ځیني مثالونه یاد شوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د جمعې په ورځ (د زمري ۷ مه) لیکلي، چې اوسمهال په نړۍ کې له ۴۷۳ میلیونو څخه زیات ماشومان په جګړه ځپلو سیمو کې دي او له هرو شپږو ماشومانو څخه یو یې د جګړې له امله اغېزمن شوي دي.
د یونېسف موسسې د روان کال د غبرګولي په میاشت کې په یوه راپور کې دې ته په اشارې سره چې په ټوله نړۍ کې د ماشومانو په منځ کې خوراکي توکي او بېوزلي په یوه جدي ناورین بدل وی دی.
دغې موسسې جګړې په دې برخه کې یو له اغېزمنو عواملو یاد کړي دي.
یونېسف په خپل نوي راپور کې دې ته په اشارې سره چې په جګړه ځپلي چاپېریال کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي تیري پراخ راپورونه خپاره شوي، لیکلي دي: «په هایټي کې سږ کال د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تیري راپور شوي پیښې ۱۰۰۰ سلنه زیاتې شوي دي. "
راپور ټینګار کړی چې په دې حالت کې معلولیت لرونکي ماشومان هم په غیر متناسب ډول د تاوتریخوالي او د دوی له حقونو څخه سرغړونې سره مخ کېږي.
یونېسف اټکل کړی، چې په جګړه ځپلو هېوادونو کې تر ۵۲ میلیونه زیات ماشومان د غزې په تړانګه او د سوډان یوه مهمه برخه له څه باندې یوه کال راهیسې له ښوونځیو بهر دي.
په دې راپور کې دې ته اشاره شوې، چې د اوکراین، کانګو او سوریې په څېر هېوادونو کې ښوونځي زیانمن شوي، ویجاړ شوي او یا هم بدل شوي او له امله یې په میلیونونو ماشومان د زده کړو له حقه بې برخې پاتې شوي دي.
په دې سیمو کې د ماشومانو د زده کړې خراب وضعیت مخ په زیاتېدو دی."
د یونېسف مشرې کاټرین رسل وویل: "د ټولو اقداماتو له مخې ۲۰۲۴ کال د سازمان په تاریخ کې په جګړو کې د ماشومانو لپاره د ریکارډ ترټولو بدترین کال دی."

د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتي، چې د ټیک ټاک د بندیز اړوند قانون پلي کول وځنډوي. ټرمپ د امریکا له سترې محکمې غوښتي، چې د ټیک ټاک د بندولو او یا یې د پلورلو په اړه د قانون پلي کېدل وځنډوي.
ټرمپ وایي، چې هغه د ولسمشر په توګه د لوړې کولو وروسته د دې مسلي سیاسي حل لپاره وخت غواړي.
د یادولو وړ ده، چې د ولسمشر بایډن له خوا د لاسلیک شوي قانون له مخې که چېرې چینايي شرکت بایټ ډانس په یوه امریکايي شرکت ټیک ټاک وپلوري، نو د جنورۍ له ۱۹نېټې به په متحده ایالاتو کې پر ټیک ټاک بندیز ولګول شي.
د امریکا محکمه به د جنورۍ په لسمه د دې موضوع اورېدنه وکړي، په داسې حال کې چې نوی ټاکل شوی ولسمشر ټرمپ به د جنورۍ په شلمه نېټه خپله دنده پیل کړي.

سعودي عربستان د یمن لپاره د پنځوس میلیونه ډالرو نوې اقتصادي بسته اعلان کړې ده. د راپورونو له مخې، د دې بستې د همکارۍ موخه د يمن د حكومت او د يمن د مركزي بانك د بوديجې ثبات ساتل دي.
د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره د یمن په مرکزي بانک کې ۳۰۰ میلیونه ډالره زېرمه شوي او ۲۰۰ میلیون ډالره بیا د یمن د بودیجې د کسر د کمولو لپاره ورکړل شوي دي.
یمن چې اوس مهال وخت ناوخته د اسراییلي ځواکونو له هوایي بریدونو سره مخ دی، اسراییل وایي چې په دغه هېواد کې د بریدونو موخه حوثي یاغیان دي، چې د ایران له ملاتړه برخمن دي.
یاده دې وي، چې په دغه هېواد کي پر مالي بحران سربېره د اوبو بحران، ديني بنسټ پالنه او دغه راز د شمال او سویل تر منځ د بېلتون هڅې روانې دي.

د اېکس ټولنیزي شبکې مالک اېلان ماسک په جرمني کې له پارلماني ټاکنو څه کم دوه میاشتې مخکې په جرمن ورځپاڼې"ولټ ام سونټاګ" کې په یوه مقاله کې یو ځل بیا د دغه هېواد له سخت دریځه ګوند «د جرمني لپاره بدیل» چې اې اف ډي په نوم پېژندل کېږي، ملاتړ وکړ.
دا لیکنه د شنبې په ورځ (د مرغومې ۸مه) د دې ورځپاڼې د مېلمنو د مقالو برخه کې په انلاین ډول خپره شوې ده.
هغه په دې مقاله کې لیکلي: "د اې اف ډي ګوند د ښي اړخي افراطي ګوند په توګه انځورول په ښکاره ډول ناسم دي. د دې ګوند مشر د الیس وایدل د ژوند ملګری د سریلانکا یو همجنسګرا دی. ایا فکر کوئ چې دا چلند د هټلر په څېر دی؟ مهرباني وکړئ بس کړئ!"
د جرمني د کورني استخباراتو ادارې اې اف دي ګوند له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ملي کچه د افراطیت د یوې شکمنې قضیې په توګه طبقه بندي کړې ده.
ملتپال اف ديګوند په جرمني کې د کډوالو د پراخ شتون سخت مخالف دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې ماسک په ښکاره د اې اف دي ګوند ملاتړ کوي.
د یادولو ده، چې نوموړي د لېندۍ په ۳۰مه هم پر اېکس لیکلي و: «یوازې اې اف ډي کولی شي جرمني وژغوري.»