د سوریې د بهرنیو چارو وزیر: د ښځو ترڅنګ درېږو او له حقونو یې ملاتړ کوو

د سوریې د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن شیباني وایي، چې دوی به د دغه هېواد د ښځو ترڅنګ ودرېږي او له حقونو به یې ملاتړ وکړي.