• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانی چارواکی: ترکیه په افغانستان کې د اوبو بندونو په جوړولو سره پر ایران فشارونه راوړي

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۰ GMT+۰تازه شوی: ۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۱ GMT+۰

یوي ایراني رسنۍ د ایران د پارلمان د امنیتي او بهرني سیاست د کمیسون د غړي له قوله راپور ورکړی، چې ترکیه په افغانستان کې د اوبو بندونو په جوړولو سره پر ایران فشارونه واردوي.

نوموړي ویلي، چې په نیمروز کې د اوبو بند د افغانستان په لویدیز کې د اقلیم له اغیزو سره هیڅ تړاو نه لري او دا په ډاګه کوي، چې ایران تر فشار لاندې راولي.

د ایران د پارلمان د امنیتي او بهرني سیاست د کمیسیون غړی ابوالفضل ظهره وند د ایران له انتخاب خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې ترکان په افغانستان کې بندونه جوړوي او دوی فکر کوي، چې پر تهران په فشار راوړلو سره ایران کمزوری کوي.

نوموړی له افغانستان سره د اوبو مساله یوه ستراتیژیکه مساله بولي او وايي، «اوبه له افغانستان سره زموږ په اړیکو کې یوه ځانګړې ستراتیژیکه برخه ده. له بده مرغه په دې وروستیو کلونو کې د اړیکو په اړه د هر اړخیز نظر د نشتوالي له امله موږ ته زیانونه اوښتي او ان اوس هم هغه دوستان چې له طالبانو سره د بشپړې اړیکې په لټه کې وو، ځانونه د دې زیانونو مسوول نه ګڼي.»

دغه ایراني چارواکي په افغانستان کې د ترکیې له لوري د اوبو د بندونو د جوړولو په اړه وویل:«اوس دوی د زرنج په سیمه کې یو بل بند جوړوي او دا نوی بند د افغانستان په لوېدیزو برخو کې د اقلیم له اغیزو سره هیڅ تړاو نه لري او دا په ډاګه کوي چې دوی موږ تر فشار لاندې راولي او داسې ښيي چې موږ به د اوبو مسالې ته په اړیکو کې د ستراتیژیکې برخې په سترګه نه ګورو او تل مو ویلي چې طالبان ښه دي، اوبه یې را خوشې کړې دي، داسې او هغسې شوي، په داسې حال کې چې له هر هېواد سره په اړیکو کې زموږ د بنسټ ډبره باید ستراتیژیکې برخې وي.»

نوموړی دغه راز وايي، ترکیه په دې کار سره نه شي کولی چې ایران تر فشار لاندې راولي؛ بلکې که د خپل هېواد داخلي اوبه په ښه ډول مدیریت کړي هم ورته بسنه کوي.

د ایران د پارلمان دغه غړی وايي، چې د ترکیې په ګډون ځینې هېوادونه د ایران ختیزو برخو ته څیرمه د جیو پولیټیکي وضعیت او د خپل رول د ډېرولو په لټه کې دي.

نوموړي له افغانستان څخه د ایران د اوبو د حق او نوو تړونونو په اړه وویل:«په ټوله کې طالبان د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه دي پیژندل شوي او له همدې امله سم هویت نه لري او همدا اوس دوی په خپلو منځونو کې اختلافات لري او هغه کسان چې په کابل کې دي ژمنو او تړونونو ته ژمن نه دي.»

د ایران د اسلامی شورا د امنیت او بهرنی سیاست د کمیسیون دغه غړی په ټینګار سره وايي چې که امریکایان طالبان په رسمیت وپیژني، له ایران سره به یې چلند ګواښونکی وي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په ننګرهار کې امنيتي کسانو ته امر کړی چې سر له سبا نظامي لباس واغوندي

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۹ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ خپلو امنيتي کسانو ته امر کړی، چې سر له سبا څخه ټولې دندې په نظامي لباس کې تر سره کړي. پر دې ډله نیوکه کيږي، چې په ډېرو سيمو کې طالبان په شخصي لباس کې تلاشۍ او ګزمې کوي، چې خلک د غلو او وسله والو طالبانو توپير نه شي کولی.

په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د اميتي چارو مرستيال مولوي محمد طاهر مبارز د يکشنبې په ورځ د ټولو امنيتي ادارو مسوولانو او غړو ته امر کړی، چې له سر سبا څخه په نظامي لباسونو کې دندې تر سره کړي.

مبارز وايي، چې دا اقدام يې د نظم د ټينګښت او له خلکو سره د اړیکو نږدېوالي په موخه کړی.

نوموړي د طالب جنګیالیو د دندې پر شفافيت، همغږۍ او اصولو مراعاتولو ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو څه باندې درې کاله تيريږي، چې د دې ډلې امنيتي کسان په ډېرو سيمو کې د تلاشۍ او ګزمې پر مهال نظامي لباس نه اغوندي. په ځینو مواردو کې ددې ډلې کسان د کمیس او پرتوګ په څېر نظامي لباس اغوندي.

خلک نیوکه کوي، چې ډېر مهال د وسله والو غلو، وسله والو او د طالبانو د امنيتي کسانو ترمنځ توپير نه شي کولی.

خو اوس له دریو کلونو وروسته طالبان هڅه کوي، چې د خپلو امنيتي ځواکونه ليکې منظمې او په نظامي لباس یې ملبس کړي.

د تحریر الشام مشر: په سوریه کې د ټاکنو ترسره کېدل ممکن څـلور کاله وخت ونیسي

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۰ GMT+۰

د تحریر الشام مشر احمد شرع وايي، په سوریه کې د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدل ښايي نور څلور کاله وخت ونیسي. احمد الشرع د سعودي عربستان له دولتي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د سوریې د نوي اساسي قانون مسوده ښايي درې کاله وخت ونیسي.

په سوریه کې د تحریر الشام ډلې مشر احمد شرع د مرغومي پر نهمه په یوه ټلویزیوني مرکه کې ومنله چې په سوریه کې د جدي بدلونونو منځته راتګ به شاوخوا یو کال وخت ونیسي.

هغه په ​​دې اړه جزئیات ورنه کړل چې دا بدلونونه به څنګه رامنځته شي.

د سوریې د سیاست او بهرنیو اړیکو په اړه په دې خبرو کې احمد شرع وايي چې هېواد یې له روسیې سره ستراتیژیکې ګټې لري.

هغه ټینګار کوي چې روسیه په سوریه کې پوځي اډې لري او د اوږدې کورنۍ جګړې پرمهال د بشارالاسد نږدې متحد پاتې شوی دی.

د تحریر الشام مشر مخکې ویلي و چې له روسیې سره د سوریې اړیکې باید د ګډو ګټو پر بنسټ ولاړې وي.

شرع، چې په تېرو ۱۸ کلونو کې یې د بشار الاسد د حکومت په نسکورولو کې پرېکنده رول لوبولی، د سوریې د منځمهالي حکومت تر ټولو مهم چارواکی بلل کېږي.

دا لومړی ځل دی چې د سوریې دغه چارواکی د بشارالاسد کورنۍ د نیمې پیړۍ دیکتاتور حکومت له نسکوریدو وروسته د ټاکنو د ترسره کیدو په اړه څرګندونې کوي.

په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته ډېرو هېوادونو اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې د یوه ډېموکراتیک او ولسي حکومت ملاتړ کوي.

دغو هېوادونو په سوریه کې د ټاکنو او د خلکو د رایو پر بنسټ حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

د تحرير الشام مشر په داسې حال کې د ټاکنو د تر سره کېدو خبره کړې، چې ځينو کارپوهانو دغه ډله له افغان طالبانو سره پرتله کړې ده.

طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ په درې کلنه موده کې د نړیوالې ټولنې له فشارونو سره سره د ټاکنو ترسره کولو ته غاړه نه ده ایښې.

طالبان: زموږ د استازي له ګډون پرته د امنیت شورا ناستې یو اړخیزې او بې پایلې دي

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۷ GMT+۰

د طالبانو مرستیال ویاند د افغانستان په تړاو د امنیت شورا ناستې ته په اشارې ویلي، چې د طالبانو د استازي له شتون پرته د افغانستان په اړه د امنیت شورا ناستې یو اړخیزې او  بې پایلې دي. امنیت شورا تېره ورځ یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د ښځو په تړاو پر خپلو سیاستونو بیا کتنه وکړي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت نن یکشنبه «د مرغومي ۹مه» په یوه ویډیويي کليپ کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناستو کې ددې ډلې د استازي پر نه ګډون نیوکه کړې ده.

حمدالله فطرت وايي، « د امنیت شورا ناستې پخوا هم تر سره شوې دي خو دا ناستې بې پایلې وې. ترڅو چې په دغو ناستو کې افغانستان حضور و نه لري او د خپلو مشروع غوښتنو د دفاع حق و نه لري نو داسې ناستې یو طرفه دي او کوم موثریت نه لري».

د طالبانو ویاند مرستیال ټینکار کوي، چې باید په دې ناستو کې له نړۍ سره د افغانستان د وصل کولو، بندیزونو لرې کولو او د افغانستان د شتمنیو د ازادولو په تړاو خبرې وشي.

د ملګرو امنیت شورا د شنبې ورځې «د مرغومې ۸مه» په اعلامیه کې د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ته پر ژمنتیا ټینګار شوی دی.

د امنیت شورا غړو د بشري مرستو په لاره کې د پرتو خنډونو د لرې کولو او د مالي او بانکي سیستم د بیا احیاء لپاره د سملاسي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د دې شورا غړو له طالبانو وغوښتل، چې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې محدودیتونه لرې کړي.

اوس مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د تېر حکومت د ډېپلوماټ نصیر احمد فایق په لاس کې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه معرفي کړی، خو منل شوی نه دی.

اصف درانی: وروستۍ جګړه باید د افغان طالبانو ملګرو او وروڼو ته یـو «درس» واوسي

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان مخکیني ځانګړي استازي اصف دراني د پاکستان او افغان طالبانو وروستۍ جګړې ته په اشاره ويلي، چې د طالبانو وروڼه او ملګري باید له دې «درس» واخلي. نوموړي پرخپله اېکس پاڼه ليکلي، چې ټي ټي پي يې سره کرښه ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ولیکل، چې د پاکستان طالبانو تحريک ددوی سره کرښه ده او هیچاته باید اجازه ورنه کړل شي، چې له دې کرښې تېر شي.

نوموړي پر ديورنډ کرښه د طالبانو د جنګیالیو او پاکستان وروستۍ جګړې ته په اشارې لیکلي: « که څه هم وروستۍ جګړه ښه نه ده خو باید د افغان طالبانو ملګرو او وروڼو ته یو درس وي».

پاکستان د سې شنبې په شپه د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د جټ الوتکو هوايي بريد وکړ، چې د طالبانو په وینا، په دغه بريد کې وزیرستاني بې ځایه شوي په نښه شوي او ۴۶ ملکي کسان پکې وژل شوي دي.

پاکستان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې «مشکوک ترهګر» وژلي دي.

د پاکستان د بریدونو په مقابل کې طالب ځواکونو په پکتیا او خوست کې له ډیورنډ کرښې سره په کورمه او وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو پوستې په نښه کړې.

لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۰

په لغمان کې سیمه ییزو طالب چارواکو ویلي، چې په دې ترافیکي پېښه کې د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون پنځه تنه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

په لغمان ولایت کې د طالبانو د والي ویاند عبدالمالک نیازی وايي، د یک شنبې ورځې په سهار د لغمان مرکز اړوند کله کوټ سیمه کې د یو مرسیډیز سپرلي وړونکي موټر او دوو ریشکاوو د ټکر له امله ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نیازی وايي، په یاده پېښه کې د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون پنځه تنه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د لغمان د والي ویاند وايي، په یاده ترافیکي پیښه کې ټپي شوي کسان د مهترلام ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضیعت یي ډاډوړ ښودل شوی دی.

د لغمان ولایت د ترافیکو مدیریت مسوولانو ویلي، چې یاده ترافیکي پیښه د چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.