• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: زموږ د استازي له ګډون پرته د امنیت شورا ناستې یو اړخیزې او بې پایلې دي

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۷ GMT+۰تازه شوی: ۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۵۰ GMT+۰

د طالبانو مرستیال ویاند د افغانستان په تړاو د امنیت شورا ناستې ته په اشارې ویلي، چې د طالبانو د استازي له شتون پرته د افغانستان په اړه د امنیت شورا ناستې یو اړخیزې او  بې پایلې دي. امنیت شورا تېره ورځ یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د ښځو په تړاو پر خپلو سیاستونو بیا کتنه وکړي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت نن یکشنبه «د مرغومي ۹مه» په یوه ویډیويي کليپ کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناستو کې ددې ډلې د استازي پر نه ګډون نیوکه کړې ده.

حمدالله فطرت وايي، « د امنیت شورا ناستې پخوا هم تر سره شوې دي خو دا ناستې بې پایلې وې. ترڅو چې په دغو ناستو کې افغانستان حضور و نه لري او د خپلو مشروع غوښتنو د دفاع حق و نه لري نو داسې ناستې یو طرفه دي او کوم موثریت نه لري».

د طالبانو ویاند مرستیال ټینکار کوي، چې باید په دې ناستو کې له نړۍ سره د افغانستان د وصل کولو، بندیزونو لرې کولو او د افغانستان د شتمنیو د ازادولو په تړاو خبرې وشي.

د ملګرو امنیت شورا د شنبې ورځې «د مرغومې ۸مه» په اعلامیه کې د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ته پر ژمنتیا ټینګار شوی دی.

د امنیت شورا غړو د بشري مرستو په لاره کې د پرتو خنډونو د لرې کولو او د مالي او بانکي سیستم د بیا احیاء لپاره د سملاسي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د دې شورا غړو له طالبانو وغوښتل، چې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې محدودیتونه لرې کړي.

اوس مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د تېر حکومت د ډېپلوماټ نصیر احمد فایق په لاس کې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه معرفي کړی، خو منل شوی نه دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

اصف درانی: وروستۍ جګړه باید د افغان طالبانو ملګرو او وروڼو ته یـو «درس» واوسي

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان مخکیني ځانګړي استازي اصف دراني د پاکستان او افغان طالبانو وروستۍ جګړې ته په اشاره ويلي، چې د طالبانو وروڼه او ملګري باید له دې «درس» واخلي. نوموړي پرخپله اېکس پاڼه ليکلي، چې ټي ټي پي يې سره کرښه ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ولیکل، چې د پاکستان طالبانو تحريک ددوی سره کرښه ده او هیچاته باید اجازه ورنه کړل شي، چې له دې کرښې تېر شي.

نوموړي پر ديورنډ کرښه د طالبانو د جنګیالیو او پاکستان وروستۍ جګړې ته په اشارې لیکلي: « که څه هم وروستۍ جګړه ښه نه ده خو باید د افغان طالبانو ملګرو او وروڼو ته یو درس وي».

پاکستان د سې شنبې په شپه د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د جټ الوتکو هوايي بريد وکړ، چې د طالبانو په وینا، په دغه بريد کې وزیرستاني بې ځایه شوي په نښه شوي او ۴۶ ملکي کسان پکې وژل شوي دي.

پاکستان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې «مشکوک ترهګر» وژلي دي.

د پاکستان د بریدونو په مقابل کې طالب ځواکونو په پکتیا او خوست کې له ډیورنډ کرښې سره په کورمه او وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو پوستې په نښه کړې.

لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۰

په لغمان کې سیمه ییزو طالب چارواکو ویلي، چې په دې ترافیکي پېښه کې د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون پنځه تنه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

په لغمان ولایت کې د طالبانو د والي ویاند عبدالمالک نیازی وايي، د یک شنبې ورځې په سهار د لغمان مرکز اړوند کله کوټ سیمه کې د یو مرسیډیز سپرلي وړونکي موټر او دوو ریشکاوو د ټکر له امله ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نیازی وايي، په یاده پېښه کې د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون پنځه تنه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د لغمان د والي ویاند وايي، په یاده ترافیکي پیښه کې ټپي شوي کسان د مهترلام ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضیعت یي ډاډوړ ښودل شوی دی.

د لغمان ولایت د ترافیکو مدیریت مسوولانو ویلي، چې یاده ترافیکي پیښه د چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

عباس ستانکزی: د دیني او عصري زده کړو پیاوړتیا لـپاره پر یـوې طـرحې کـار روان دی

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له دیني علماوو سره په لیدنه کې وویل چې د اسلامي شریعت په اډانه کې د دیني او عصري زده کړو پیاوړتیا لپاره پر یوې طرحې کار روان دی. عباس ستانکزی وايي، «تعلیم د یو هېواد د پر مختګ مهمه وسيله او د اوسني عصر اشده اړتيا ده».

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه « د مرغومي ۹مه» پر اېکسپاڼه لیکلي چې ددې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي له یو شمېر دیني عالمانو سره په ناسته کې وویل چې دغه ډله د دیني او عصري علومو پراختیا او پیاوړتیا ته ژمنه ده.

عباس ستانکزی وايي، « اسلامي امارت د اسلامي شريعت په اډانه کې د دیني او عصري علومو پراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دی او په يوې داسې طرحې کار کوي چې ټولې اړتیاوې په نظر کې نیول شوې وي.»

عباس ستانکزی وایي، ددوی هڅه دا ده، چې ملت بيا د ناخوالو ښکار نه شي، ستونزو ته يې رسیده ګي وشي او په ګډه يو سوکاله، باثباته او په هره برخه کې پر ځان بسيا افغانستان ولري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له دې وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بند پاتې کېدل ظلم دی.‌

طالبانو په وار، وار د نجونو او ښځو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل د "مناسبو شرایطو" له رامنځته کولو سره مشروط کړي؛ خو د درې نیمو کلونو په تېرېدو سره چې د تعلیمي موسسو دروازې تړل شوې دې، د "مناسبو شرایطو" د برابرولو لپاره شرایط او ددوی طرحې لا نه دي نهايي شوي.

د سویلي کوریا له ځغل لیکې وتلې الوتکې د مړو شمېر ۱۷۶ تنو ته رسېدلی

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۲ GMT+۰

د وروستیو شمېرو له مخې، په دې پېښه کې د الوتکې له ۱۸۱ تنه سپرلیو څخه ۱۷۶ کسان مړه شوي دي.په تېرو ځو ورځو کې دا درېیمه الوتکه ده، چې د پېښې ښکار کیږي. له دې وړاندې یوه اذربایجانۍ الوتکه د روسیې دفاعي سیسټم په نښه کړې وه او په کاناډا کې یوې الوتکې د کښېناستو پرمهال اور واخېست.

د یکشنبې په ورځ د سویلي کوریا یوه مساپر وړونکې الوتکه هله له یوه کانکریټي دیوال سره ولګېده، چې له ځغل لیکې ووته.

د سویلي کوریا داور وژنې ملي اداره وایي، ژغورډلو د موان ښار په هوايي ډګر کې له جېجو هوايي شرکت مساپر وړونکې الوتکې څخه د عملې دوه غړي ژوندي رااېستلي دي. له پېښې شاوخوا ۹ ساعتونه اوړي، خو درې کسان لاهم ورک دي.

موان ښار له پلازمینې سیول څخه شاوخوا ۲۹۰ کیلومتره لرې پروت دی.

د سویلي کوریا د ټرانسپورټ وزارت وایي، دغه الوتکه یوه ۱۵ کلنه ۸۰۰ـ۷۳۷بوینګ الوتکه وه چې له بنګکاک څخه راستنېدله، خو په سیمه ییز وخت درې دقیقې باندې ۹ بجې له ځغل لیکې ووتله او له یوه کانکریټي دیوال سره ولګېده.

د اسوشیټېډ پرېس د رپوټ له مخې، د اور وژنې اداره وایي، په پېښه کې لږ تر لږه ۱۷۶ کسان چې ۸۳پکې ښځې، ۸۲ نارینه او ۱۱ نور، چې جنسیت یې سملاسي نه دی پېژندل شوی، مړه شوي دي.

په ویډیو کې چې رویټرز خبري اژانس خپره کړې، ښکاري چې الوتکه په شدت سره په کانکریټي دیوال لګیږي او اور اخلي.

د اور وژنې اداره وایي، د اور د کنټرول لپاره یې ۳۲موټر او څو چورلکې کارولي دي.

په تېرو ځو ورځو کې دا درېیمه الوتکه ده، چې د پېښې ښکار کیږي.

له دې وړاندې یوه اذربایجانۍ الوتکه په قزاقستان کې د روسیې دفاعي سیسټم په نښه کړې وه او د کاناډا په هالیفاکس هوايي ډګر کې یوې الوتکې د کښېناستو پرمهال اور واخست.

د طالبانو د احصایې اداره وايي سږ کال د وریجو د تولید په برخه کې ۹.۶ سلنه زیاتوالی راغلی

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د (مرغومې نهمه) لیکلي چې د احصایې او معلوماتو ادارې د روان کال لپاره د شولو سروې پایلې اعلان کړي، چې له مخې یې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې په ټولیز ډول ۴۳۸ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوې دي.

دا هغه شمېرې دي چې خپلواکو ادارو نه دي تایید کړې.

د دغې ادارې له خوا په خپاره شوي راپور کې راغلي چې د تېر کال پرتله د وریجو په تولید کې ۹.۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی. په دې سروې کې ویل شوي، چې په کندوز ولایت کې (۱۳۰ زره مټریک ټنه) وریجې تولید شوي چې د هېواد په کچه تر ټولو لوی شمېر دی.

راپور زیاتوي، چې نور ولایتونه لکه تخار، بغلان، ننګرهار، کونړ او بلخ هم د وریجو د تولید لپاره مهمې سرچینې بلل کیږي.

د دې سروې له مخې په تخار کې ۱۰۷ زره مټریک ټنه، په بغلان کې ۴۳ زره مټریک ټنه، په ننګرهار کې ۴۱ زره مټریک ټنه، او په کونړ او بلخ ولایتونو کې په مجموع کې ۲۴ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي دي.