روسیه: افغانستان او پاکستان باید له زغم څخه کار واخلي او ستونزې دې په خبرو حل کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډيورنډ کرښه د نښتو په غبرګون ویلي، چې دواړه لوري دې له زغم څخه کار واخلي او اختلافات دې د خبرو له لارې هوارې کړي.