• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: فلسطیني ماشومان د «یخنۍ له امله هم مري»

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۲۴ GMT+۰

د استوګنې د حقونو اړوند د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د یکشنبې په ورځ د (مرغومې نهمه) خبرداری ورکړی چې د ژمي روان موسم کې یو میلیون فلسطینیان سرپناه نه لري. هغه ویلي ماشومان د یخنۍ له امله کنګل کیږي او بیا مري چې دا یو لوی انساني ناورین دی.

بالاکریشنان راجاګوپال د کنایې په ډول ویلي، دا د اسراییل چې د «نړۍ اخلاقي پوځ» ګڼل کېږي یوه بله لاسته راوړنه ده.

په فلسطین کې د اسراییلي ځواکونو د جګړې له کبله د سلګونه زره ملکي وګړو کورونه ویجاړ شوي‌ او په دغو جګړو کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله ماشومانو ته اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو دا تازه اندیښنې په داسې حال کې دي چې په وروستیو ورځو کې درې کوچنیان په غزه کې د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د سوېلي کوریا د الوتکې پرېوتو په پېښه کې د مړو شویو شمېر ۱۲۲ تنو ورسېد

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۳ GMT+۰

یونهاپ خبري اژانس راپور وکړی، چې په سوېلي کوریا کې د الوتکې پرېوتو پېښه کې سپاره ۱۲۲ کسان مړه شوي دي. دا په تېرو درې لسیزو کې په سوېلي کوریا کې د الوتکې غورځېدو خونړۍ پېښه ده.

د دغه خبري اژانس په وینا، په دغې پېښه کې دوه کسان ژغورل شوي دي.

ورته مهال د نیوز 1 په نوم یو اژانس راپور ورکړی و، چې دغې الوتکه کې سپاره یوه مساپر خپل یوه خپلوان ته پیغام کړی و چې یوه مرغۍ د الوتکې په وزر کې بنده ده.

د دغه هېواد د ټرانسپورټ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د ۱۹۹۷ کال وروسته د سویلي کوریا په ګوام کې د یوې الوتکې د لوېدو تر ټولو بده پېښه ده چې له ۲۰۰ څخه یې ډېر کسان مړه وو.
د سوېلي کوریا د «ججو اېر» شرکت الوتکه د ټایلنډ د بېنکاک څخه د سوېلي کوریا په لور روانه وه؛ خو د سوېلي کوریا د موان په نړۍوال هوايي ډګر کې له ځغاستلیکې څخه ووته او له یوه دیوال سره وجنګېده.
له دغې پېښې وروسته د سوېلي کوریا د ولسمشرۍ دفتر بېړنۍ غونډه رابللې ده.
د الوتنې د څارنې سایټ فلایټ‌رادار ۲۴ وویل، چې الوتکه د بوینګ ۸۰۰-۷۳۷ ده.

کورمه کې د جرګې تازه پرېکړې؛ هېڅوک د وسلو ګرځولو او کرکې خپرولو اجازه نه لري

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۳۰ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې د شیعه‌ګانو او سنیانو ترمنځ د رامنځته شویو قبیلوي شخړو د حل په موخه جوړې شوې جرګې په کوهاټ کې د ناستې پر مهال ۱۴ ماده‌يیز پرېکړه لیک جوړ کړی؛ خو لا د دغه تړون وروستۍ بڼه نه ده لاسلیک شوې.

د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې د جرګې د دغه کیدونکي تړون له مخې په کورمې ولسوالۍ کې به له ټولو خواوو څخه درنې او سپکې وسلې ټولې شي. همدا راز به د تړون له مخې په سیمه کې هېڅوک د وسلو د ګرځولو اجازه نه لري او که سرغړونه وشي؛ نو د جرګې د پرېکړو له مخې به درنه ناغه پرې کوي.

د جرګې د پرېکړې په یوې بلې ماده کې راغلي چې په سیمه کې به هېڅ لوری په ټولنیزو رسنیو یا بل هر ځای کې د داسې ویناوو اجازه نه لري چې کرکه رامنځته کوي‌ او که هر څوک سرغړونه وکړي؛ نو سخت قانوني چلند به ورسره کېږي.

جرګې پرېکړه کړې چې د یوې میاشتې په اوږدو کې به ټولې تړل شوې لارې خلاصېږي، په لارو کې جوړې شوې کندې به هواریږي او دواړو خواوو څخه به د امنیت لپاره تضمینونه اخیستل کېږي.

د پرېکړې له مخې به هغو کسانو ته چې د دغو قبیلوي جګړو له کبله بې ځایه شوي دي وړ شرایط برابر شي، څو بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

په یوې بلې ماده کې بیا ټینګار شوی چې ټول لوري به د پښتونولۍ د تړې پر بنسټ د جرګې پرېکړو ته ژمن پاتې کېږي او که هر لوري په راتلونکي کې جرګه وننګووله یا یې له پرېکړو سرغړونه وکړه ؛نو له سختو سزاګانو سره به مخ شي.

د جرګې د پرېکړو د لیکلو او بحث په ناسته کې د خیبرپښتونخواه ایالت د کوهاټ کمېشنر هم ګډون درلود چې د هغه تر څارنې لاندې دغه پرېکړې شوې دي.

ویل کېږي لا تر اوسه پورې جرګې په رسمي توګه دغه تړون نه دی لاسلیک کړی؛ خو تمه کېږي چې ډېر ژر به تر بشپړیدو وروسته په کورمه کې د شخړې دواړو لوریو ته واورول شي.

په کورمه کې سنیان او شیعه‌ګان ګډ ژوند لري‌ چې له کلونو راهیسې یې د ځمکو تر څنګ پر ځنګلونو او لارو قبیلوي جګړې رامنځته شوي دي. هر وخت د دغه قبیلوي جګړو څخه د درنې مرګ ژوبلې خبرونه هم ترلاسه شوي دي او په دې وروستیو کې دا کړکیچ لا پسې ډېر شوی دی.

په سوېلي کوریا کې د الوتکې د لوېدو له امله د مړو شمېر ۴۷ ته لوړ شو

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۲۵ GMT+۰

د سوېلي کوريا يونهاپ خبري اژانس ویلي، چې د دغه هېواد په موان هوايي ډګر کې د الوتکې د لوېدو په پېښه کې د مړو شويو کسانو شمېر ۴۷ ته لوړ شو. له دې پېښې وروسته د سوېلي کوریا د ولسمشرۍ دفتر بېړنۍ غونډه رابللې ده.

دغه پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې یوه بوینګ مساپر وړونکې الوتکه د سوېلي کوریا د موان په نړۍوال هوايي ډګر کې له ځغاستلیکې څخه ووته او له یوه دیوال سره وجنګېده.

په دې الوتکه کې ۱۷۵ مساپر او شپږ عمله سپاره وو.

د سوېلي کوریا د اور وژنې یوه چارواکي ویلي چې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي. او ښايي شمېرې نورې لوړې شي.

یوه ویډیو چې د سیمه ییزو رسنیو له خوا خپره شوې ښيي چې دوه انجن لرونکې الوتکه له یوه دیوال سره ټکر کوي.

په ځینو نورو انځورونو لیدل کیږي چې د الوتکې ځینې برخې لوګي او اور نیولې. سوېلي کوریا د اور وژنې ۳۲موټرونه او څو چورلکې د اور وژنې سیمې ته استولي دي.

د الوتنې د څارنې سایټ فلایټ‌رادار ۲۴ وویل چې الوتکه د بوینګ ۸۰۰-۷۳۷ ده.

ټرمپ د ټیک ټاک د بندیز قانون د ځنډولو غوښتنه وکړه

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۰۳ GMT+۰

د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتي، چې د ټیک ټاک د بندیز اړوند قانون پلي کول وځنډوي. ټرمپ د امریکا له سترې محکمې غوښتي، چې د ټیک ټاک د بندولو او یا یې د پلورلو په اړه د قانون پلي کېدل وځنډوي.

ټرمپ وایي، چې هغه د ولسمشر په توګه د لوړې کولو وروسته د دې مسلي سیاسي حل لپاره وخت غواړي.

د یادولو وړ ده، چې د ولسمشر بایډن له خوا د لاسلیک شوي قانون له مخې که چېرې چینايي شرکت بایټ ډانس په یوه امریکايي شرکت ټیک ټاک وپلوري، نو د جنورۍ له ۱۹نېټې به په متحده ایالاتو کې پر ټیک ټاک بندیز ولګول شي.

د امریکا محکمه به د جنورۍ په لسمه د دې موضوع اورېدنه وکړي، په داسې حال کې چې نوی ټاکل شوی ولسمشر ټرمپ به د جنورۍ په شلمه نېټه خپله دنده پیل کړي.

اېلان ماسک د جرمني له پارلماني ټاکنو مخکې له ښي اړخي اې اف ډي ګوند څخه بیا ځلې ملاتړ وکړ

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۲۴ GMT+۰

د اېکس ټولنیزي شبکې مالک اېلان ماسک په جرمني کې له پارلماني ټاکنو څه کم دوه میاشتې مخکې په جرمن ورځپاڼې"ولټ ام سونټاګ" کې په یوه مقاله کې یو ځل بیا د دغه هېواد له سخت دریځه ګوند «د جرمني لپاره بدیل» چې اې اف ډي په نوم پېژندل کېږي، ملاتړ وکړ.

دا لیکنه د شنبې په ورځ (د مرغومې ۸مه) د دې ورځپاڼې د مېلمنو د مقالو برخه کې په انلاین ډول خپره شوې ده.

هغه په ​​دې مقاله کې لیکلي: "د اې اف ډي ګوند د ښي اړخي افراطي ګوند په توګه انځورول په ښکاره ډول ناسم دي. د دې ګوند مشر د الیس وایدل د ژوند ملګری د سریلانکا یو همجنسګرا دی. ایا فکر کوئ چې دا چلند د هټلر په څېر دی؟ مهرباني وکړئ بس کړئ!"

د جرمني د کورني استخباراتو ادارې اې اف دي ګوند له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ملي کچه د افراطیت د یوې شکمنې قضیې په توګه طبقه بندي کړې ده.

ملتپال اف ديګوند په جرمني کې د کډوالو د پراخ شتون سخت مخالف دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې ماسک په ښکاره د اې اف دي ګوند ملاتړ کوي.

د یادولو ده، چې نوموړي د لېندۍ په ۳۰مه هم پر اېکس لیکلي و: «یوازې اې اف ډي کولی شي جرمني وژغوري.»