• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په سوېلي کوریا کې د الوتکې د لوېدو له امله د مړو شمېر ۴۷ ته لوړ شو

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۲۵ GMT+۰

د سوېلي کوريا يونهاپ خبري اژانس ویلي، چې د دغه هېواد په موان هوايي ډګر کې د الوتکې د لوېدو په پېښه کې د مړو شويو کسانو شمېر ۴۷ ته لوړ شو. له دې پېښې وروسته د سوېلي کوریا د ولسمشرۍ دفتر بېړنۍ غونډه رابللې ده.

دغه پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې یوه بوینګ مساپر وړونکې الوتکه د سوېلي کوریا د موان په نړۍوال هوايي ډګر کې له ځغاستلیکې څخه ووته او له یوه دیوال سره وجنګېده.

په دې الوتکه کې ۱۷۵ مساپر او شپږ عمله سپاره وو.

د سوېلي کوریا د اور وژنې یوه چارواکي ویلي چې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي. او ښايي شمېرې نورې لوړې شي.

یوه ویډیو چې د سیمه ییزو رسنیو له خوا خپره شوې ښيي چې دوه انجن لرونکې الوتکه له یوه دیوال سره ټکر کوي.

په ځینو نورو انځورونو لیدل کیږي چې د الوتکې ځینې برخې لوګي او اور نیولې. سوېلي کوریا د اور وژنې ۳۲موټرونه او څو چورلکې د اور وژنې سیمې ته استولي دي.

د الوتنې د څارنې سایټ فلایټ‌رادار ۲۴ وویل چې الوتکه د بوینګ ۸۰۰-۷۳۷ ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ د ټیک ټاک د بندیز قانون د ځنډولو غوښتنه وکړه

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۰۳ GMT+۰

د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتي، چې د ټیک ټاک د بندیز اړوند قانون پلي کول وځنډوي. ټرمپ د امریکا له سترې محکمې غوښتي، چې د ټیک ټاک د بندولو او یا یې د پلورلو په اړه د قانون پلي کېدل وځنډوي.

ټرمپ وایي، چې هغه د ولسمشر په توګه د لوړې کولو وروسته د دې مسلي سیاسي حل لپاره وخت غواړي.

د یادولو وړ ده، چې د ولسمشر بایډن له خوا د لاسلیک شوي قانون له مخې که چېرې چینايي شرکت بایټ ډانس په یوه امریکايي شرکت ټیک ټاک وپلوري، نو د جنورۍ له ۱۹نېټې به په متحده ایالاتو کې پر ټیک ټاک بندیز ولګول شي.

د امریکا محکمه به د جنورۍ په لسمه د دې موضوع اورېدنه وکړي، په داسې حال کې چې نوی ټاکل شوی ولسمشر ټرمپ به د جنورۍ په شلمه نېټه خپله دنده پیل کړي.

اېلان ماسک د جرمني له پارلماني ټاکنو مخکې له ښي اړخي اې اف ډي ګوند څخه بیا ځلې ملاتړ وکړ

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۲۴ GMT+۰

د اېکس ټولنیزي شبکې مالک اېلان ماسک په جرمني کې له پارلماني ټاکنو څه کم دوه میاشتې مخکې په جرمن ورځپاڼې"ولټ ام سونټاګ" کې په یوه مقاله کې یو ځل بیا د دغه هېواد له سخت دریځه ګوند «د جرمني لپاره بدیل» چې اې اف ډي په نوم پېژندل کېږي، ملاتړ وکړ.

دا لیکنه د شنبې په ورځ (د مرغومې ۸مه) د دې ورځپاڼې د مېلمنو د مقالو برخه کې په انلاین ډول خپره شوې ده.

هغه په ​​دې مقاله کې لیکلي: "د اې اف ډي ګوند د ښي اړخي افراطي ګوند په توګه انځورول په ښکاره ډول ناسم دي. د دې ګوند مشر د الیس وایدل د ژوند ملګری د سریلانکا یو همجنسګرا دی. ایا فکر کوئ چې دا چلند د هټلر په څېر دی؟ مهرباني وکړئ بس کړئ!"

د جرمني د کورني استخباراتو ادارې اې اف دي ګوند له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ملي کچه د افراطیت د یوې شکمنې قضیې په توګه طبقه بندي کړې ده.

ملتپال اف ديګوند په جرمني کې د کډوالو د پراخ شتون سخت مخالف دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې ماسک په ښکاره د اې اف دي ګوند ملاتړ کوي.

د یادولو ده، چې نوموړي د لېندۍ په ۳۰مه هم پر اېکس لیکلي و: «یوازې اې اف ډي کولی شي جرمني وژغوري.»

یوه ځانمرګي بریدګر د ایران په سویل کې د پولیسو یو قوماندان وواژه

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۱ GMT+۰

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې یوه ځانمرګي بریدګر د شنبې په ورځ د ایران په سویلي بندري ښار بندر لنګه کې د پولیسو د استخباراتو مشر وواژه.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د خلیج په بندري ښار کې د پولیسو د قوماندانۍ مخې ته په دغه برید کې دغه ناپېژانده بریدګر هم وژل شوی او یو بل پولیس ټپي شوی دی.

دا برید د جنورۍ په درېیمه د دوو ځانمرګو بریدونو له کلیزې څخه څو ورځې مخکې شوی، چې په ترڅ کې یې د ایران په سویل ختیځ کې د هغه لوړ پوړي قوماندان قاسم سلیماني په یادګار کې چې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا په عراق کې ووژل شو، شاوخوا ۱۰۰ تنه ووژل شول.

اسلامي دولت د دغو دوو ځانمرګو بریدونو پړه منلې ده.

دا برید د جنورۍ له درېیمې لمانځنې څخه څو ورځې مخکې ترسره کېږي.

د جنورۍ په درېیمه د ایران په سویل ختیځ کې د دغه هېواد د لوړ پوړي قوماندان قاسم سلیماني د یاد غونده کې دوه ځانمرګي بریدونه وشول، چې شاو خوا ۱۰۰ کسان یې ووژل.

قاسم سلیماني په ۲۰۲۰ کال کې په اعراق کې د امریکا په هوایي برید کې ووژل شو.

اسراییل د غزې پر روغتون له برید وروسته د ډاکټرانو په ګډون ۲۴۰ فلسطینیان ونیول

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۴۷ GMT+۰

د غزې د روغتیا وزارت او اسراییلي پوځ وايي، چې اسراییلي ځواکونو د جمعې په ورخ د غزې په شمال کې د لسګونو طبي کارکوونکو او د غزې د شمال د یوه روغتون د رییس په ګډون له ۲۴۰ څخه زیات فلسطینیان نیولي دي.

د روغتیا وزارت وویل، چې د کمال عدوان روغتون د رییس حسام ابو صفیه د روغتیا په اړه اندیښمن دي، ځکه چې د جمعې په ورځې ناوخته د اسراییلي ځواکونو له خوا خوشې شويو ځینې کارمندانو وویل، چې هغه د سرتېرو له خوا وهل شوی.

اسراییلي پوځ وویل، چې دغه روغتون د حماس د پوځي عملیاتو د قوماندې د مرکز په توګه کارول کېده او نیول شوي کسان شکمن وسله وال دي.

دوی وویل، چې ابو صفیه د حماس د غړي په توګه د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیول شوی دی.

د جمعې په ورځ حماس د اسراییل هغه ادعا رد کړه، چې ګواکي د غزې د پنځلس میاشتنۍ جګړې په اوږدو کې یې وسله وال له روغتون څخه عملیات کړي او ویلي یې دي، چې په روغتون کې هېڅ وسله وال نه وو.

دغې ډلې تر اوسه د ۲۴۰نیول شویو کسانو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې فرانس خبري اژانس د غزې روغتیا وزارت په حواله لیکلي و، چې د اسراییل بریدونو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د فلسطین په خاوره کې ۴۸ تنه وژل شوي دي.

له دې سره د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېره ۴۵ زره او ۴۸۴ تنو ته رسېږي.

روسیې د اذربایجان د مسافر وړونکې الوتکې د راغورځولو له امله بښنه وغوښته

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۶ GMT+۰

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه هېواد په هوايي حاکمیت کې د الوتکې د لوېدو له امله د اذربايجان له ولسمشر الهام عليوف څخه بښنه غوښتې، خو هغه په ​​رسمي ډول اعتراف نه دی کړی چې دا د روسیې تېروتنه وه.

د روسيې د ولسمشرۍ له دفتره په يوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د روسیې ولسمشر د اذربایجان له ولسمشر سره د الوتکې د غورځېدو په اړه په ټیلیفون خبرې وکړې او هغه ته یې وویل، په ګروزني کې د هوايي مدافعې سیسټم فعال و او کله چې اذربایجاني الوتکې غوښتل ناسته وکړي، هغه وخت د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو بریدونه روان وو.

تر دې مخکې د کرملین ویاند ویلي و: «د روسیې په هوايي حریم کې د یوې الوتکې د غورځېدو غمجنه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې اذربایجاني الوتکې په ګروزني کې د ناستې هڅه وکړه، په عین وخت کې اوکراین پر روسیې او د اوکراین په ځواب کې د روسیې هوايي دفاعي ځواکونو پر بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.»

تر دې مخکې د ازربایجان هوايي شرکت ویلي و، چې د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې د دغه شرکت یوه الوتکه چې د چهار شنبې په ورځ په قزاقستان کې غورځېدلې لامل یې «بهرنۍ فزیکي او تخنیکي لاسوهنه وه.»

د الوتکې د نسکورېدو په دغه پېښه کې ۳۸ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.

اذربایجانۍ الوتکه د چهارشنبې په ورځ د قزاقستان د اکتاو ښار ته نږدې د سویلي روسیې له یوې سیمې تر وتلو وروسته ولوېده چیرې چې مسکو په مکرر ډول د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو پر وړاندې هوایی دفاع سیسټم کارولی دی.