یوه ځانمرګي بریدګر د ایران په سویل کې د پولیسو یو قوماندان وواژه

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې یوه ځانمرګي بریدګر د شنبې په ورځ د ایران په سویلي بندري ښار بندر لنګه کې د پولیسو د استخباراتو مشر وواژه.

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې یوه ځانمرګي بریدګر د شنبې په ورځ د ایران په سویلي بندري ښار بندر لنګه کې د پولیسو د استخباراتو مشر وواژه.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د خلیج په بندري ښار کې د پولیسو د قوماندانۍ مخې ته په دغه برید کې دغه ناپېژانده بریدګر هم وژل شوی او یو بل پولیس ټپي شوی دی.
دا برید د جنورۍ په درېیمه د دوو ځانمرګو بریدونو له کلیزې څخه څو ورځې مخکې شوی، چې په ترڅ کې یې د ایران په سویل ختیځ کې د هغه لوړ پوړي قوماندان قاسم سلیماني په یادګار کې چې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا په عراق کې ووژل شو، شاوخوا ۱۰۰ تنه ووژل شول.
اسلامي دولت د دغو دوو ځانمرګو بریدونو پړه منلې ده.
دا برید د جنورۍ له درېیمې لمانځنې څخه څو ورځې مخکې ترسره کېږي.
د جنورۍ په درېیمه د ایران په سویل ختیځ کې د دغه هېواد د لوړ پوړي قوماندان قاسم سلیماني د یاد غونده کې دوه ځانمرګي بریدونه وشول، چې شاو خوا ۱۰۰ کسان یې ووژل.
قاسم سلیماني په ۲۰۲۰ کال کې په اعراق کې د امریکا په هوایي برید کې ووژل شو.


د غزې د روغتیا وزارت او اسراییلي پوځ وايي، چې اسراییلي ځواکونو د جمعې په ورخ د غزې په شمال کې د لسګونو طبي کارکوونکو او د غزې د شمال د یوه روغتون د رییس په ګډون له ۲۴۰ څخه زیات فلسطینیان نیولي دي.
د روغتیا وزارت وویل، چې د کمال عدوان روغتون د رییس حسام ابو صفیه د روغتیا په اړه اندیښمن دي، ځکه چې د جمعې په ورځې ناوخته د اسراییلي ځواکونو له خوا خوشې شويو ځینې کارمندانو وویل، چې هغه د سرتېرو له خوا وهل شوی.
اسراییلي پوځ وویل، چې دغه روغتون د حماس د پوځي عملیاتو د قوماندې د مرکز په توګه کارول کېده او نیول شوي کسان شکمن وسله وال دي.
دوی وویل، چې ابو صفیه د حماس د غړي په توګه د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیول شوی دی.
د جمعې په ورځ حماس د اسراییل هغه ادعا رد کړه، چې ګواکي د غزې د پنځلس میاشتنۍ جګړې په اوږدو کې یې وسله وال له روغتون څخه عملیات کړي او ویلي یې دي، چې په روغتون کې هېڅ وسله وال نه وو.
دغې ډلې تر اوسه د ۲۴۰نیول شویو کسانو په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې فرانس خبري اژانس د غزې روغتیا وزارت په حواله لیکلي و، چې د اسراییل بریدونو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د فلسطین په خاوره کې ۴۸ تنه وژل شوي دي.
له دې سره د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېره ۴۵ زره او ۴۸۴ تنو ته رسېږي.

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه هېواد په هوايي حاکمیت کې د الوتکې د لوېدو له امله د اذربايجان له ولسمشر الهام عليوف څخه بښنه غوښتې، خو هغه په رسمي ډول اعتراف نه دی کړی چې دا د روسیې تېروتنه وه.
د روسيې د ولسمشرۍ له دفتره په يوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د روسیې ولسمشر د اذربایجان له ولسمشر سره د الوتکې د غورځېدو په اړه په ټیلیفون خبرې وکړې او هغه ته یې وویل، په ګروزني کې د هوايي مدافعې سیسټم فعال و او کله چې اذربایجاني الوتکې غوښتل ناسته وکړي، هغه وخت د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو بریدونه روان وو.
تر دې مخکې د کرملین ویاند ویلي و: «د روسیې په هوايي حریم کې د یوې الوتکې د غورځېدو غمجنه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې اذربایجاني الوتکې په ګروزني کې د ناستې هڅه وکړه، په عین وخت کې اوکراین پر روسیې او د اوکراین په ځواب کې د روسیې هوايي دفاعي ځواکونو پر بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.»
تر دې مخکې د ازربایجان هوايي شرکت ویلي و، چې د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې د دغه شرکت یوه الوتکه چې د چهار شنبې په ورځ په قزاقستان کې غورځېدلې لامل یې «بهرنۍ فزیکي او تخنیکي لاسوهنه وه.»
د الوتکې د نسکورېدو په دغه پېښه کې ۳۸ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.
اذربایجانۍ الوتکه د چهارشنبې په ورځ د قزاقستان د اکتاو ښار ته نږدې د سویلي روسیې له یوې سیمې تر وتلو وروسته ولوېده چیرې چې مسکو په مکرر ډول د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو پر وړاندې هوایی دفاع سیسټم کارولی دی.

فرانس خبري اژانس د غزې روغتیا وزارت په حواله لیکلي، چې د اسراییل بریدونو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د فلسطین په خاوره کې ۴۸ تنه وژل شوي دي. له دې سره د اسراییل په بریدونو د وژل شوو فلسطینیانو شمېره ۴۵ زره او ۴۸۴ تنو ته ورسېد.
د غزې عامې روغتیا وزارت مسوولانو نن شنبې «د مرغومي ۸مه» د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په ۱۴ میاشتو کې په جګړو کې لږ تر لږه یو لک ۸ زره او ۹۰ کسان ټپیان شوي دي.
د تېر کال د اکتوبر پر ۷ د اسراییل پر سوېل د حماس په برید پسې اسراییل پر غزه اول هوايي او بیا ځمکني بریدونه هم پیل کړل.
اسراییل وايي د حماس بریدونو کې یې ۱۲ سوه کسان وژل شوي او تر دوه نیم سوو یرغمل شوي دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، نن په بنو کې د دغه غورځنګ د مرکزي کمیټې غړی صمد خان د پولیسو له لوری ونیول شو. پاکستاني پولیسو تردې وړاندې هم د غورځنګ نور غړي نیولي دي.
د پښتون ژغورني غورځګ د مرکزي کمیټي غړي حنیف پښتین د یک شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د پښتونخوا په نبو کې تر یوې جلسې وروسته پولیسو صمدخان ونیو او د ترهګرۍ ضد ادارې ته یې سپارلی دی.
حنیف پښتین وايي، دمګړی د صمد خان په ګډون، علي وزیر او ملک ناصر کوکیخیل هم د بېلا بېلو تورونو په جرم د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.
نوموړی وايي، د پاکستان پولیس د دوی د غړو نیولو سره غورځنګ له خپلو موخو نه شي پر شا کولی او خپلې مبارزې ته به دوام ور کوي.
د دغه غورځنګ یو شمېر غړو د پاکستاني پولیسو له لورې د صمدخان نیولو په غبرګون ویلي، چې په بېلا بېلو هېوادونو کې به د صمد خان د ژر تر ژره خلاصون لپاره له قانوني لارو چارو کار واخلي او د پاکستان د دې بشر ضد کړنو خلاف به لاریونونه وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمیټې بل غړی علي وزیر هم د اکسټ میاشتې له درېیمې راهیسې د دریو جرمونو په تور بندي دی.
تردې مهاله د پښتونخوا پولیسو د ښاغلي صمد خان د نیولو په تړاو څه نه دي ویلي.

سویلي کوریا پارلمان کې مخالفو ګوندونو په څو ورځو کې په لوی اکثریت دویم سرپرست ولسمشر هان دوک سو هم له دندې ګوښه کړ.
سر پرست ولسمشر هان دوک سو که څه هم پایله ومنله خو د رایې ورکولو وروسته یې په یوه بیان کې وویل، چې دی د هغه څه په اړه خپه دی چې د راتلونکي نسل لپاره د ناڅرګنده پېښې معنی لري.
هغه وويل: "زه د پارلمان پرېکړې ته درناوى کوم او د نورو ګډوډۍ او بې باورۍ د مخنيوي لپاره به د اړوندو قوانينو له مخې خپلې دندې وځنډوم."
هغه زیاته کړه چې هغه به د استیضاح پروسې بیاکتنې لپاره د اساسي قانون محکمې پرېکړې ته انتظار باسي.
د خلکو ځواک ګوند، چې د اپوزیسیون په مشرۍ د هان د استیضاح په اړه اعتراض کوي، ویلي چې دوی د اساسي قانون غوښتنه کړې.
د استیضاح دغه اقدام وروسته له هغې وشو، چې د سویلي کوریا سرپرست ولسمشر د پخواني ولسمشر یون سیوک یول د محاکمې لپاره د اساسي قانون د قاضیانو له ټاکلو ډډه وکړه.
اپوزیسیون غوښتنه وکړه، چې دوه خپلواک تحقیقاتي ارګانونه د لیرې شوي ولسمشر یون د مارشل لا او د لومړۍ مېرمنې د ادعا شوي رشوت په اړه تحقیقات وکړي.
هان دیوک سو د سویلي کوریا لومړی وزیر هم دی او دا لومړی ځل دی چې سویلي کوریا د یوه سرپرست ولسمشر پر وړاندې د بې اعتمادۍ طرحه تصویب کړه.