نبیل: د ښځینه کارکوونکو په کار کولو نوي بندیزونه ډارونکي دي او بدې پایلې به ولري

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د طالبانو له لورې په نا دولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو په کار بندیز ډارونکی بللی او وایي، چې د ښځينه کارکوونکو پر وړاندې د محدودو پالیسیو دوام به خورا بدې پایلې ولري.